لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي
الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (دولسمه برخه)
درېیم مطلب؛ د الحاد بدې پایلې او زیانونه
الحاد ډېرې بدې او ګواښونکي اغېزې، پایلې او زیانونه لري، چې په راتلونکو کرښو کې اشاره ورته کیږي؛
له فطري حالت څخه وتل
خدای تعالی انسان ته کرامت، شرافت او لوړ مقام ورکړی او تر ټولو غوره مخلوق ( اشرف المخلوقات) یې ګرځولی او د دې اساس او بنسټ دا دی؛ انسان یې داسې خلق کړی، چې خپل پنځونکی پېژني او د هغه نمانځنې او عبادت ته اړتیا احساسوي او ورسره مینه او انس لري.
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِى فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ۚ [سُورَةُ الرُّوم : 30]
نو [اې پېغمبره (ص) د خپلو پيروانو سره دي] په يو لوري کېدو خپل مخ د دغه دين خوا ته برقرار وساته. پر هغه فطرت ټینګ شه چي پر هغه الله تعالى انسانان پيدا کړي دي. د الله جوړ کړی فطري دين نشي بدلېداى، همدغه بيخي سم صحيح دين دى، خو ډېر خلک نه پوهیږي.
صِبْغَةَ اللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُۥ عٰبِدُونَۖ [سُورَةُ البَقَرَة : 138]
(وواياست: د الله رنګ غوره کړئ)، د هغه له رنګ څخه به ښه د چا رنګ وي؟ او موږ د هماغه بندګي كوونكي يوو.
-قالَ النبيُّ – صلى الله عليه وسلم -: “ما مِنْ موْلودٍ إلا يولَدُ على الفِطرةِ، فأَبواهُ يُهوِّدانِه، أوْ يُنصِّرانهِ،أو يُمجِّسانهِ.[1]»
نبي صلي الله علیه وسلم وايي: “هر ماشوم په فطري دین زېږي، خو وروسته یې مور او پلار یې یهودي، نصراني او یا هم مجوسي کوي.”
في حدیث عیاض بن حمار عند مسلم عن النبي-صلى الله عليه وسلم-فيما يرويه عن ربه: « وَإِنِّي خَلَقْتُ عِبَادِي حُنَفَاءَ كُلَّهُمْ، وَإِنَّهُمْ أَتَتْهُمُ الشَّيَاطِينُ فَاجْتَالَتْهُمْ عَنْ دِينِهِمْ[2]»
( نبي اکرم صلی الله علیه وسلم یې؛ له خپل رب څخه راویت کوي، چې وايي: ما خپل ټول بنده ګان په حنیف دین باندې پیدا کړي، خو شیطانان هغوی ته راغلي او هغوی له دین څخه واړول.
الحاد په اصل کې له فطرت څخه کوږوالی او وتل دي او په دې صورت کې انسان دومره لویږي، چې له حیواناتو څخه یې هم مقام ټیټیږي او د دې قراني ایت مفهوم ته برابریږي؛
ـ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعٰمِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًاۡ ـ [سُورَةُ الفُرقان : 44]
“دوى خو د څارويو په شان دي، بلکې له هغو څخه هم ورهاخوا لار وركي دي.”
نو الحاد له انسانیت څخه د لوېدو او ذلت لوړې کچې ته له رسېدو پرته پل څه نه دي.
په روح کې د ایمان د فطري ریښې په اړه چې مسلمانو علماء کوم استدلال کړی، د هغو څېړونکو له لوري هم تایید شوی، چې د ختیځ او لویدیځ د دینونو په اړه ژورې څېړنې کوي.
د دینونو د تاریخ سوریايي څېړونکی (فراس السواح) پر دې باور دی، له ټولو اوسنیو کشفیاتو وروسته، هغه تعریف چې انسان له ټولو موجوداتو څخه ځانګړی کوي دا دی؛ (چې هغه دینداره موجود دی)، ځکه دینداري تر ټولو مهمه پدېده ده، چې انساني ډلې د خلقت له لومړیو یې له نورو شیانو څخه ځانګړی کړی[3].
دین څېړونکی کارن ارمسټرانګ، د انسان په اړه د ـ فراس السواح ـ تعریف ته مشابه او نږدې تعریف کړی. د دین په اړه کارن له خپلو تاریخي څېړنو دا پایله اخيستې چې؛ انسانان روحاني حیوانات دي او باید د انسان د تعریف بحث؛ له عاقل څخه دینداره او مذهبي ته بدلون وکړي.
نوموړي دا مسألې داسې توجیه کړې: “دین له هغه دنیوي ماهیت سره چې پادشاهانو او پادریانو ترتیب کړی تړاو نه لري، بلکي د بشر لپاره یوه طبیعي شی دی، په داسې حال کې چې زموږ اوسنۍ دنیوي علاقې ډېر نوې تجربې دي، چې د بشر په تاریخ کې مخینه نه لري[4].”
دا چې پر خدای ایمان درلودل یوه فطري چاره ده، نو دا فطرت په سختو شېبو کې چې انسان د اسبابو په نړۍ کې له نهیلۍ سره مخ کیږي، څرګند او ځلیږي.
په قرانکریم کې له یوه ایت څخه په ډېرو ځایونو کې راغلي، کله چې مشرکان له يو سخت حالت څخه ووېرېږي او د ورسره مخ کېدو توان نه لري، نو بیا خدای په اخلاص سره د هغې ستونزې د لیري کولو لپاره را بولي او په ورته ډول اوسني ملحدین کله چې پراخه نړۍ پرې را تنګه شي، بیا په عاجزۍ سره د الله لور ته مخ اړوي او ورته هیلمن کیږي. په دې اړه په بېلابېلو مواردو کې مختلفې بېلګې شته، کله چې خدای نه منونکي په ناعلاجه ناروغۍ اخته کیږي، یا هم الوتکه لویږي او یا هم کوم بل مصیبت سره مخ کیږي نو د خدای لوري ته مخ اړوي. د یوې بیلګې په اړه یې ( ابله الرویني مصري) روایت کوي؛
مصرۍ لیکواله او کره کتونکې ابله الرویني په خپل کتاب کې چې د خپل شړل شوي مېړه امل دونګل (1940-1983 م ) په اړه یې لیکلی او نوم یې (جنوب) دی؛ وايي:
امل دونګل، چا چې ـ له ملایکو سره آدم ته له سجدې څخه د شیطان سرغړونه ستایلي وه ـ او په زړه کې یې له الله سره دښمني وه، کله چې د سرطان له ناروغۍ چې د وفات لامل یې هم دی، ستړی شو، د ایمان جامې یې پرتن کړې، ابله وايي: ” کله مې چې په (تذکره – لاس ګاډي) کې امل د عملیاتو خونې ته وړ، وامې ورېدل چې د شهادت کلمه وايي، (أشهد أن لا إله إلا الله وأن محمد رسول الله ـ شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد د الله استازی دی.)
لیکواله وايي: و مې خندل او مې ویل، پر ایمان مې ګیر کړې، مسکا یې وکړه او په وېرېدلي غږ یې وویل؛ ډارېږم چې نشه را باندې اغېزه ونکړي[5].
عذاب او رواني ځور
ملحدان پر خدای او اخرت د بې ایمانۍ له امله د زړه تنګون، نهیلي، اضطراب، رواني ستونزو او ژور خپګان سره مخ وي، خدای تعالی په قرانکریم کې داسې انځور وړاندې کوي؛
ـ وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِى فَإِنَّ لَهُۥ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُۥ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ أَعْمٰى ـ سُورَةُ طٰه : 124
” او څوك چې زما له ذكر (د نصيحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنيا کې تنګ ژوند وي او د قيات په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.”
ادامه لري…
[1] – مختصر صحيح الإمام البخاري (1/ 397). فی “الفتاوى للعلامة ابن تیمیه ” 4/ 245: «أما قوله: “كل مولود يولد على الفطرة فأبواه يهودانه أو ينصرانه أو يمجسانه” فالصواب أنها فطرة الله التي فطر الناس عليها، وهي فطرة الإِسلام، وهي الفطرة التي فطرهم عليها يوم قال: {أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى} [الأعراف: 172] وهي السلامة من الاعتقادات الباطلة، والقبول للعقائد الصحيحة فإن حقيقة الإِسلام أن يستسلم لله، لا لغيره، وهو معنى لا إله إلا الله. »
[2] – صحيح مسلم (4/ 2197)
[3] فراس السواح: دين الإنسان بحث في ماهية الدين ومنشأ الدافع الديني عن الإنسان،
[4] كارين آرمسترونج: الله والإنسان على امتداد 4000 سنة من عصر إبراهيم الخليل وحتى العصر الحاضر. ص 11. العنوان الأصلي للكتاب هو The history of The God.
[5] عبلة الرويني، الجنوبي ص 113-114.