شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: عبیدالله نیمروزي د امام غزالي رحمه الله ژوندلیک (لومړۍ برخه) لنډیز امام ابو حامد محمد بن محمد غزالي رحمه الله د هجرت د پنځمې پېړۍ له مشهورو اسلامي مفکرینو او علماوو څخه دی، چې د فقه، کلام، فلسفې او تصوف په برخو کې یې آثار او افکار د اسلامي تمدن پر پراختیا ژوره اغېزه کړې ده. هغه په ۴۵۰ هجري قمري کال کې د خراسان د طوس په ښار کې وزېږېد او له ماشومتوبه یې له علم او پوهې سره زیاته مینه لرله. لومړنۍ زده کړې یې په طوس او جرجان کې بشپړې کړې، بیا یې د اسلامي زده کړو د بشپړولو لپاره نیشابور ته سفر وکړ، هلته یې د امام الحرمین جویني رحمه الله په حضور کې فقه، کلام، منطق او فلسفه ولوستل. امام غزالي رحمه الله ډېر ژر د خپل لوړ ذهانت، د تحلیل ځواک او په علمي بحثونو کې د بېساري مهارت له امله په خپلو معاصرو کې مشهور شو. د خپل استاد له وفات وروسته، د سلجوقي نظام الملک دربار ته یې لاره پیدا کړه او د بغداد په نظامیه مدرسه کې، چې د هغه مهال تر ټولو مهم علمي مرکز و، په تدریس بوخت شو. په بغداد کې د امام غزالي رحمه الله د تدریس دوره د هغه د علمي شهرت اوج و. په دې موده کې یې د فقه، کلام او فلسفې په برخو کې ګڼ آثار ولیکل او د خپل وخت له سترو مفکرینو سره یې په علمي بحثونو کې خپل فکري ځواک او علمي مهارت وښود. خو د دې علمي بریا په اوج کې هغه له یو روحي او علمي بحران (کړکېچ) سره مخ شو. د المنقذ من الضلال په کتاب کې، هغه دا بحران داسې تشریح کوي: د خپل علمي یقین په اړه یې شک پیدا شو او د فلسفې، کلام او حتی فقهې په معرفتي طریقو یې شک وکړ. دغه کړکېچ د دې لامل شو چې تدریس پرېږدي او د حقایقو د موندلو او د اصیل معنویت په لټه کې اوږد سفر پیل کړي. امام غزالي رحمه الله لومړی شام ته لاړ، بیا یې مکې او مدینې ته سفر وکړ. یو څه وخت یې په عزلت (ګوښهتوب) او ریاضت (د صوفیانو سختو روحاني تمریناتو) کې تېر کړ. په دې موده کې یې د تصوف لارښوونې ژورې وڅېړلې او دا پایله یې واخیسته، چې حقیقي پوهه یوازې د منطقي او فلسفي استدلال له لارې نه، بلکې د نفس د تزکیې او داخلي ودې له لارې هم ترلاسه کېږي. دې فکري بشپړتیا د هغه پر وروستیو آثارو ژوره اغېزه وکړه، چې له همدې امله یې د عقلي انتقادونو ترڅنګ، د دین معنوي او اخلاقي اړخونه هم بیان کړل. په همدې دوره کې، د امام غزالي رحمه الله یو له مهمو آثارو څخه تهافت الفلاسفة دی، چې پکې یې د اسلامي فیلسوفانو، په ځانګړي ډول ابن سینا او فارابي نظریات، انتقادي تحلیل کړي. نوموړي پکې ښودلې چې فلسفه په متافیزیکي او الهیاتي مسایلو کې بنسټیزې نیمګړتیاوې لري او د وحی ځای نشي نیولی. په دې اثر کې یې پر شلو فلسفي مسایلو نیوکه کړې، چې درې یې بشپړ رد کړي، کوم چې عبارت دي له:۱. د عالم ازلیت،۲. د جزئیاتو په اړه الهي پوهه،۳. جسماني معاد. دغه اثر د اسلامي نړۍ د فلسفي افکارو د نفوذ په محدودولو کې مهم رول ولوباوه او د ابن رشد په ګډون د ګڼو فیلسوفانو غبرګونونه یې راوپارول. ابن رشد د تهافت التهافت په نوم کتاب کې د امام غزالي رحمه الله نظریاتو ته ځواب ویلی دی. خو ښایي د امام غزالي رحمه الله تر ټولو مهم او اغېزمن اثر احیاء علوم الدین وي، چې هغه د خراسان ته د ستنېدو پر مهال ولیکه. دا کتاب د عقیدې، عباداتو، اخلاقو او د نفس د اصلاح په اړه د دین مختلف اړخونه څېړي او هڅه کوي چې د شریعت او طریقت ترمنځ اړیکه ټینګه کړي. امام غزالي رحمه الله په دې اثر کې ثابتوي، چې رښتینی دین یوازې د ظاهري شریعت مراعات نه دی، بلکې د باطن وده او د الهي معرفت ترلاسه کول هم ضروري دي. دې اثر د فقهاوو او دیني عالمانو ژوره اغېزه وکړه او د معنوي او اخلاقي زدهکړو په ډګر کې یو له مهمو اسلامي سرچینو وګرځېد. امام غزالي رحمه الله له کلونو سیر او سلوک وروسته نیشابور ته راستون شو او د دغه ښار په نظامیه مدرسه کې یې تدریس پیل کړ. خو دا ځل یې یوازې نظري او کلامي بحثونو ته پاملرنه ونه کړه، بلکې د ټولنې اخلاقي وده، اصلاح او د دین ژورو معنوي اړخونو ته یې ځانګړی تمرکز وکړ. ځینې سرچینې وایي چې د ژوند په وروستیو کې یې له دولتي مقامونو استعفا وکړه، خپل ټاټوبي طوس ته راستون شو او په عبادت او تفکر بوخت شو، تر دې چې په ۵۰۵ هجري قمري کال کې له دې فاني نړۍ څخه رخصت شو. په اسلامي علومو کې د امام غزالي رحمه الله نفوذ، هم د هغه په ژوند او هم تر مړینې وروسته، نهانکار کېدونکی دی. د ده افکارو، په ځانګړي ډول د فقه، کلام، فلسفې او تصوف په برخو کې، ګڼو مفکرینو ته الهام ورکړ. د هغه آثار پېړۍ پېړۍ د مطالعې، نقد او ارزونې لاندې راغلل. ځینې هغه د اسلامي علومو د بیا ژوندي کوونکي په توګه پېژني، خو ځینې نور، په ځانګړي ډول فیلسوفان، هغه د اسلامي نړۍ د فلسفي تفکر د شاتګ لامل بولي. په هر صورت، هغه څه چې واقعیت لري، دا دي چې د امام غزالي رحمه الله آثار او افکار لا هم د علمي څېړنو مهمه موضوع ده او ډېرو معاصرو مفکرینو ته یې الهام ورکړی دی. د مقالې موخه او جوړښت د دې مقالې موخه دا ده چې د امام غزالي رحمه الله ژوند، فکري پرمختګونو، آثارو او اغېزو ته هر اړخیزه کتنه وکړي، څو د دغه ستر شخصیت روښانه انځور وړاندې شي. د دې لپاره به: • لومړی، د امام غزالي رحمه الله د زمانې ټولنیز او تاریخي شرایط وڅېړل شي. • بیا، د هغه د علمي ژوند بېلابېل پړاوونه او فکري پرمختګونه تحلیل شي. • ورپسې، د هغه مهم آثار، لکه تهافت الفلاسفة، احیاء علوم الدین او المنقذ من الضلال، د میتودولوژي او محتوا له نظره وارزول شي. • او په پای کې، د فقه، اشعري کلام، تصوف او فلسفې په اړه د هغه د افکارو اوږدمهاله اغېزې وڅېړل شي. د دې څېړنې موخه دا ده چې وښيي، امام غزالي رحمه الله څنګه د عقلاني، نقلي او شهودي لارو چارو په یو ځای کولو سره، په اسلامي پوهه کې یوه نهبدلېدونکې نمونه وړاندې کړه، چې اوس هم د علمي او مذهبي بحثونو یوه مهمه مرجع ګڼل کېږي. بنسټیزې کلمې: امام غزالي، فقه او کلام، تهافت الفلاسفة، تصوف او عرفان، احیاء علوم الدین، اسلامي معرفتپوهنه. سریزه امام ابو حامد محمد بن محمد غزالي رحمه الله د اسلام په تاریخ کې یو له سترو علمي، فکري او دیني شخصیتونو څخه دی، چې د هجرت په پنځمه پېړۍ او له هغې وروسته، د اسلامي تفکر په وده او پرمختګ کې یې ځانګړی رول لوبولی دی. هغه چې د خراسان په خاوره، د طوس په ښار کې زېږېدلی و، د فقه، کلام، فلسفې او تصوف په برخو کې یو له مرکزي شخصیتونو څخه شمېرل کېږي، او د هغه آثار د اسلامي علومو په تاریخ کې ژوره اغېزه لري. امام غزالي رحمه الله د تهافت الفلاسفة، احیاء علوم الدین او المنقذ من الضلال په څېر آثارو په لیکلو سره، په اسلامي نړۍ کې ستر فکري بدلونونه رامنځته کړل. هغه وتوانېد چې د خپل وخت علمي او فلسفي ننګونو ته نوي، بېساري او فکري ځوابونه ورکړي. د امام غزالي رحمه الله ژوندلیک، له ماشومتوبه تر علمي شهرت پورې، د ستر فکري او معنوي تحول داستان دی. د هغه ماشومتوب په طوس کې، د ځوانۍ موده په نیشابور کې، او بیا په بغداد کې د هغه علمي فعالیتونه، ټول د دې شاهدي ورکوي، چې امام غزالي رحمه الله د فکري ودې او معنوي ژورې تجربې له پړاوونو تېر شوی و. امام غزالي رحمه الله په نیشابور کې د سترو استادانو، لکه امام الحرمین جویني رحمه الله، څخه زدهکړه وکړه. له هغه ځایه چې د پوښتونکي او انتقادي ذهن خاوند و، وتوانېد چې په بېلابېلو علمي برخو کې ستر مقام ومومي. د بغداد نظامیه مدرسه او د امام غزالي رحمه الله علمي فعالیتونه د امام غزالي رحمه الله په علمي ژوند کې یو له مهمو مرحلو څخه د بغداد په نظامیه مدرسه کې د تدریس منل و. هلته، هغه نه یوازې د خپل وخت له سترو مفکرینو، علماوو او پوهانو سره مخامخ شو، بلکې په اسلامي نړۍ کې یې د علمي او فکري رهبرۍ مقام ترلاسه کړ. په همدې دوره کې، هغه د دیني علومو د تدریس تر څنګ داسې آثار ولیکل، چې نه یوازې د هغه وخت لپاره مهم وو، بلکې پېړۍ وروسته هم د فقه، کلام او فلسفې په برخو کې د اساسي سرچینو په توګه وپېژندل شول. خو په داسې حال کې چې امام غزالي رحمه الله د خپل علمي شهرت اوج ته رسېدلی و، ناڅاپه له یو روحي او معرفتي کړکېچ سره مخ شو. دا کړکېچ د دین، علم او فلسفې په اړه د هغه په باورونو کې شک رامنځته کړ. دا فکري بحران د هغه په ژوند کې د ستر بدلون لامل شو، چې بالاخره یې د نړۍ له مادي ژوند سره اړیکې پرې کړې او د حقیقت او معنویت په لټه کې یې سفر پیل کړ. دغه کړکېچ او فکري بدلون بالاخره امام غزالي رحمه الله د علمي او عرفاني لارې په بدلون اړ کړ. هغه په بغداد کې له تدریس او علمي ژوند څخه لاس واخیست او د ژورو مطالعاتو او معنوي تجربو له لارې یې د حق د رښتیني درک ترلاسه کولو لپاره مکې، مدینې، سوریې او نورو اسلامي سیمو ته اوږده سفرونه وکړل. په دې موده کې امام غزالي رحمه الله د صوفیانو او عارفانو د مشرانو آثار مطالعه کړل او د اسلام معنوي تعلیماتو ته یې زیاته پاملرنه وکړه. په دې سفرونو کې یې د شریعت او طریقت په اړه نوې پایلې ترلاسه کړې او په دې پوه شو چې حق ته یوازې د ځان په پیدا کولو، باطني اصلاح او د دیني لارښوونو په ژور درک سره رسېدای شي. د دغو فکري پرمختګونو اغېزه د امام غزالي رحمه الله په مهمو آثارو کې په ښکاره توګه څرګندېږي. هغه په تهافت الفلاسفة کتاب کې د فلسفې او په تېره بیا د ابن سینا او فارابي په څېر د فیلسوفانو په افکارو نیوکه کړې او استدلال یې کړی چې فلسفه د ټولو ديني او متافیزیکي مسايلو ځواب نه شي ورکولای. امام غزالي رحمه الله په دې آثارو کې د نړۍ ازلیت، جسماني معاد او د الهي علم په مفاهیمو باندې په تفصیل سره انتقاد وکړ او په دې برخو کې یې د فیلسوفانو نظرونه رد کړل. دا کتاب د اسلامي فلسفې په تاریخ کې یو مهم بدلون راوست او د اسلامي فیلسوفانو لکه ابن رشد سخت غبرګونونه راوپارول، چې د غزالي په افکارو یې په تهافت التهافت کې نیوکې وکړې. کېدای شي د امام غزالي رحمه الله تر ټولو مهم اثر د احیاء علوم الدین کتاب وي، چې د فکري کړکېچ او علمي او معنوي نړۍ ته له ستنېدو وروسته یې لیکلی دی. دا کتاب چې د فقه، اخلاق، عبادات او تصوف په اړه بېلابېلې برخې لري، په یو ډول د دین د سمې پوهېدنې او د ديني علومو د بیا ژوندي کولو لپاره حل لارې وړاندې کوي. په دې کار کې امام غزالي رحمه الله هڅه کوي دا وښيي چې دین یوازې د فقه او کلام له لارې سم نه شي پېژندل کېدای، بلکې د دین سمه پېژندنه د نفس تهذیب، د اخلاقو اصلاح او له الهي حقیقت سره اړېکه لري. غزالي د احیاء علوم الدین په کتاب کې په ځانګړې توګه د نفس تهذیب او عرفاني معارفو په اصلاح باندې تمرکز کړی او ټینګار کوي چې علم باید له نېکو اعمالو او اخلاقو سره مل وي، ترڅو حقیقت او کمال ورسیږي. د امام غزالي رحمه الله آثار سره له دې چې په خپل وخت کې ډېرې اغېزې لرلې، د هغه له مړینې وروسته هم تل د علماوو او مفکرینو د پام وړ ګرځېدلي دي. ډېرو اسلامي او غیر اسلامي مفکرینو د هغه آثار د علم په بېلابېلو برخو کې د معتبرو او ګټورو آثارو په توګه معرفي کړي دي. همدا ډول د اسلامي تصوف په خپراوي او همدارنګه د اسلام په تاریخ کې د فقهي او کلامي جریانونو په پیاوړتیا کې د امام غزالي رحمه الله د آثارو معنوي او اخلاقي اغېزې نه انکار کېدونکي دي. حتی په لوېدیځ کې هم امام غزالي رحمه الله یو له سترو اسلامي مفکرینو څخه شمېرل کېږي او د هغه آثار په غربي فلسفه او کلام کې ژوره اغېزه کړې ده. په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د امام غزالي رحمه الله ژوندلیک له فکري، علمي او معنوي لحاظه په علمي او څېړنیز شکل وڅېړل شي او د هغه د آثارو بېلابېل اړخونه تر څېړنې لاندې راشي. نو په دې څېړنه کې به لومړی د امام غزالي رحمه الله د ژوندلیک او د هغه د دورې تاریخي، ټولنیز او علمي شرایط تر بحث لاندې ونیول شي. بیا د هغه د ژوند په اوږدو کې د هغه د فکري او معنوي پرمختګ بېلابېل پړاوونه تحلیل شي، په ځانګړې توګه هغه فکري او معنوي اغېزې چې د هغه په آثارو کې د بدلون لامل شوي. او په دوام کې به د هغه مهم آثار لکه: تهافت الفلاسفة، احیاء علوم الدین او المنقذ من الضلال په اسلامي نړۍ کې د امام غزالي رحمه الله د علمي او فکري موقف د روښانه کولو لپاره په دقیقه توګه وڅېړل شي. په پای کې به په فقه، کلام، فلسفه او اسلامي تصوف کې د هغه د افکارو پراخې اغیزې وڅېړل شي او دا به وښودل شي چې امام غزالي رحمه الله څنګه وکولای شول چې د عقلاني، نقلي او شهودي لارو چارو په یوځای کولو سره په اسلام کې د دین او اخلاقو د درک لپاره یوه بشپړه نمونه وړاندې کړي. ادامه لري…
اسلامي علما د افغانستان فیلسوف؛ علامه سید جمال الدین افغان رحمه الله (دولسمه برخه)چهارشنبه _19 _فبروري _2025AH 19-2-2025AD نور یی ولوله
اصحاب کرام حضرت علي کرم الله وجهه (نهه ویشتمه برخه)سه شنبه _18 _فبروري _2025AH 18-2-2025AD نور یی ولوله
اسلامي علما د افغانستان فیلسوف؛ علامه سید جمال الدین افغان رحمه الله (یوولسمه برخه)سه شنبه _18 _فبروري _2025AH 18-2-2025AD نور یی ولوله