لیکوال: خالد یاغي زهي

د تاریخ ستر انسان (دویمه برخه)

۱. د مهاجرت له انځورونو څخه
د قریشو مشرانو موافقه وکړه، چې د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ستر جنایت ترسره کړي. که دا جنایت ترسره شوی وای، نو په تاریخ کې به نه دمشق وای، نه بغداد، نه قاهره، او نه هم قرطبه؛ نه به راشدینو حکومت درلودلای، نه امویانو او عباسیانو؛ نه به عثمانیانو قسطنطنیه فتحه کړې وای، نه به اموي جومات جوړ شوی وای، او نه هم نظامیه او حمراء؛ او نه به د اندلس تمدن وای، چې اروپا یې د صلیبي جګړو پر مهال او تر هغه وروسته خپل کلتور ترې اخیست. بلکې د تاریخ لوری به بدل شوی وای، او موږ به نن په داسې حالت کې وای، چې د خدای تعالی پرته، بل څوک پرې نه پوهېده.
دلته د محمد صلی الله علیه وسلم زړورتیا، پر ځان باور، او د هغه له اصحابو سره د خدای تعالی مرسته څرګندیږي. کله چې محمد صلی الله علیه وسلم دروازه خلاصه کړه، بهر ته راووت، د مشرکینو صفونه یې مات کړل، او د هغو خلکو له منځه تېر شو، چې د هغه د وینې تویولو لپاره راغلي وو. دوی غوښتل هغه ووژني، خو خدای تعالی د هغه ژوند غوښتی و.
د خدای تعالی اراده پوره شوه؛ ناڅاپه دوی وېرېدل، سترګې یې ړندې شوې، او کله چې ځان ته متوجه شول، محمد صلی الله علیه وسلم تللی و. دوی حیران شول، لکه چې خوب یې لیدلی وي، دروازه یې ماته کړه، بستره یې وکتله، او یو سړی یې پکې ویده ولید. دوی خپلې سترګې پاکې کړې او سړه ساه یې واخیسته.
کله چې محمد صلی الله علیه وسلم لاړ، قریش حقیقت ته متوجه شول. د مکې له ښار او شاوخوا څخه چیغې پورته شوې. قریشي مشرانو پر آسونو او پلي پسې منډې کړې، هر لور ته یې ګرځېدل، وېرېدل، او په احتیاط سره یې شاوخوا څارله. دوی ته څه شوي وو؟ څه پېښ شول؟ دوی خو د دې خاورې ساتونکي وو، دوی توریالیان وو! پریشانۍ د دوی عقلونه له سرونو وایستل، او وېره یې زړونو ته ننوته.
قریشیانو خپلمنځي خبرې وکړې:
+ ای خلکو! تاسو ته څه شوي؟ـ محمد ووت!+ له هغه څه غواړئ؟ آیا هغه ستاسو شتمنۍ له ځانه سره وړې دي؟ـ نعوذ بالله، هغه یو امانتدار انسان و، او ټول امانتونه یې ادا کړل!+ آیا هغه کوم جنایت کړی، چې تاسو یې تعقیب کوئ؟ـ نعوذ بالله، هغه د اخلاقو له پلوه زموږ تر ټولو غوره، او زموږ په منځ کې تر ټولو پاک و!+ نو بیا ولې د هغه پسې راوتلي یئ؟ـ ځکه چې هغه به ټوله نړۍ راټوله کړي، زموږ د بادارانو، بتانو، جهالت او غرور سره به مبارزه وکړي، موږ به دې ته اړ کړي، چې د ډبرو بتان مات کړو، د یو خدای عبادت وکړو، او د هدایت، نیکۍ او ریښتینولۍ لار غوره کړو!+ آیا د همدې لپاره له محمد صلی الله علیه وسلم څخه غچ اخلئ؟
تاریخ دویم ځل لپاره پر قریشو ملنډې ووهلې! قریش تورمخې بېرته راوګرځېدل، خو د محمد صلی الله علیه وسلم پر وړاندې یې ټوله جزیره راټوله کړه، او سل اوښان یې هغه ته انعام وټاکل، چې محمد صلی الله علیه وسلم ژوندی یا مړی راولي.
یو آس‌سوار، سراقه بن مالک (چې وروسته مسلمان شو)، د غره له غار څخه د محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګري د روانېدو وروسته پسې ورغلل. ابوبکر رضي الله عنه وډار شو او ویې ویل: “والله، زه د خپل ځان لپاره نه وېرېږم، بلکې ستاسو لپاره وېرېږم!”
محمد صلی الله علیه وسلم، په داسې یوه جمله کې، چې د ایمان معجزه، زړورتیا، سرښندنه، استقامت او قرباني پکې راټوله وه، وفرمایل:
“لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا””مه خپه کېږه، ځکه خدای زموږ سره دی!”
خدای تعالی د خپل ملګرو سره دی
خدای تعالی د هغه چا سره دی، چې د خدای تعالی سره وي. خدای سبحانه وتعالی د هغه چا مرسته کوي، چې د خدای جل جلاله له دین سره مرسته وکړي. نو هغه څوک، چې خدای تعالی مل وي، باید خپه نه شي. هغه لښکر، چې خدای تعالی ورسره وي، نه ماتېږي، که څه هم ټوله نړۍ یې پر وړاندې وي!
کاروان د پراخې نړۍ پر لور روان شو. یو کوچنی کاروان، خو د نړۍ له ټولو کاروانونو لوی کاروان! داسې کاروان، چې دا ځمکه تر اوسه نه وه لیدلې؛ ځکه د هغه موخه لوړه، نیت یې خالص، او په ځمکه کې یې نفوذ تر ټولو ژور و.
یو کوچنی کاروان، چې په آرامه دښته کې حرکت کوي، نه بېرغ لري، نه نښې، نه ورته ډول وهل کېږي، نه ډمامه غږېږي، نه سرتېري لري، نه محافظین، او نه خلک د کړکیو څخه ورته چک‌چکې وهي. خو د دښتې ریګونه د خیر، برکت، او سوکالۍ له امله چک‌چکې وهي. لوړ غرونه د هغه چا له راتګ سره خوشاله دي، چې پر هغوی د بریا او عزت بېرغونه رپوي. د غیب له دره څخه د هغه اتلانو، علماوو، او لیکوالانو کاروانونه په دې دښته کې راښکاره کېږي، چې همدلته یې د بریا او ترقۍ لاره موندلې ده.
مدینې ته رسېدل
کاروان مدینې ته ورسېد. هلته یوه ټولنه رامنځته شوه، لکه د مکې معظمې ټولنه، خو توپیر دا و، چې هلته ټولنه د شر لپاره وه، او دلته د خیر لپاره. هلته خلکو د محمد صلی الله علیه وسلم د مرګ نعرې وهلې، او دلته د هغه د ژوند نارې اوچتې شوې! دا د اسلامي تاریخ یو مهم ټکی و. تر دې وړاندې ناکامۍ وې، او له دې وروسته پرله‌پسې بریاوې. له همدې امله، موږ دا پېښه د خپل تاریخ د پیل ټکی بولو.
هو! موږ اوس د مدینې دروازو ته رسېدلي یو. ټول ښار د محمد صلی الله علیه وسلم هرکلي ته راوتلی. که کولی یې شوای، نو د مینې له امله به یې خپل زړونه د هغه تر قدمونو لاندې غوړولي وای، او د ښه راغلاست نغمه به یې پورته کړې وای:
طَلَعَ البَدْرُ عَلَيْنَامِنْ ثَنِيَّاتِ الوَدَاعوَجَبَ الشُّكْرُ عَلَيْنَامَا دَعَا لِله دَاع
خلک پوښتنه کوي: “محمد صلی الله علیه وسلم کوم یو دی؟” هغوی نه پوهېږي، ځکه چې هغه پاچا نه و، چې د ورېښمو جامې یې اغوستي وای، یا یې پر سر تاج ایښی وای. بلکې هغه د الله جل جلاله عاجز بنده و، د خلکو په څېر یې کالي اغوستل، د هغو په څېر یې خوراک کاوه، د هغو له لوږې سره وږی و، او د هغو له مړښت سره موړ و.
په صحابه‌وو کې شتمن کسان وو، خو محمد صلی الله علیه وسلم دا خوښوله، چې په فقر کې ژوند وکړي، او هماغسې له دنیا لاړ شي.
د محمد صلی الله علیه وسلم مېلمه‌پذیري
خلک ګومان کوي، چې ابوبکر رضي الله عنه پیغمبر دی. هغوی سلام ورته کوي، خو هغه اشاره ورته کوي: “دا محمد صلی الله علیه وسلم دی.”
خلک مخته راځي، او هر یو غواړي، چې هغه خپل مېلمه کړي. هر یو د دې تلپاتي عزت لپاره له بل نه سبقت اخلي. محمد صلی الله علیه وسلم څه وکړل؟ د هغه د لطافت او ظرافت ته وګورئ! هغه نه غوښتل، چې څوک یې په ځواب کې خفه شي. نو ویې فرمایل: “اوښه پرېږدئ! دا مأموره ده.”
اوښه روانه شوه، تر څو چې د ابوایوب انصاري رضي الله عنه کور ته ورسېده، او هلته یې زنګون وواهه.
ابوایوب رضي الله عنه هغه شخصیت و، چې خدای تعالی ورته لیکلي و، چې وروسته به د قسطنطنیې په جګړه کې برخه واخلي. هغه غوښتل، چې د دښمن په خاوره کې دفن شي، څو یې قبر د راتلونکو نسلونو لپاره د فتحې یو پیغام وي. همداسې وشول، او هغه د بسفور دریاب په څنډه کې ښخ شو.
د مدینې نوی حکومت
اوس موږ د محمد صلی الله علیه وسلم سره په مدینه منوره کې یو. هغه نوی حکومت جوړوي. تاسو څه فکر کوئ؟ له څه یې پیل کوي؟
ایا د پاچاهۍ لپاره بیعت اخلي؟نه، هغه پاچاهي نه غواړي!
ایا یو غټ لښکر چمتو کوي؟نه، هغه نه غواړي، چې په ځمکه کې مادي قوت ترلاسه کړي!
ایا درانه مالیات وضع کوي؟نه، د هغه د کار پیل د “جومات” جوړول دي!
د جومات معنا
دا یوه لویه پدیده ده، چې لوستونکی باید پرې فکر وکړي. د اسلامي حکومت پیل د جومات له جوړولو سره کېږي، لکه څنګه چې د وحی پیل د “اقرأ” په آیت سره شوی و.
جومات څه شی دی؟د عبادت ځای دی. د ایمان سمبول دی.پارلمان دی.مدرسه ده.د عدالت رمز دی.د علم او پوهې مرکز دی.
محمد صلی الله علیه وسلم دا ځمکه غصب نه کړه، بلکې په پیسو یې واخیسته، او دا د “انصاف سمبول” دی.
هغه معمار ته امر ونه کړ، چې جومات جوړ کړي، او خپله ورته کښېنناست، بلکې پخپله یې له اصحابو سره کار کاوه، ډبرې یې په خپلو مبارکو لاسونو پورته کولې، او دا د “دموکراسۍ سمبول” دی.
هغه جومات له خټو جوړ شو، بې له سینګار او نقاشۍ، او دا د “سادګۍ سمبول” دی.
د اسلام اساسات
ایمان، عدالت، علم او پوهه، انصاف، دموکراسي، سادګي
دا د اسلام شعایر دي، او دا هغه اصول دي، چې اسلامي تمدن پرې ولاړ دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version