لیکوال: ابوالنصر زرنجي

شل ویناوې، شل روښانه څېرې (شپږمه برخه)

امام غزالي رحمه‌الله – د اسلام ریښتینی مجاهد
امام غزالي رحمه‌الله د اسلام له سترو او رښتینو مجاهدینو څخه شمېرل کېږي. هغه د خپل لس کلن سفر څخه مخکې د خپل وخت د مخکښ متکلم په توګه پېژندل شوی و او د وینا، خطابت، تألیف او تصنیف له لارې یې د اسلام ملاتړ کاوه. د خپل داخلي بدلون او انقلاب وروسته، هغه د علم او عمل په ډګر کې د انسانیت یو ستر معلم او لارښود شو.
د هغه لومړۍ هڅه دا وه چې د حق موندلو لپاره د نړۍ ستر مقامونه او دندې پرېږدي او عملي وښيي چې د دنیا لوړې چوکۍ د حقیقي معرفت په پرتله هېڅ ارزښت نه لري. هغه وخت چې مذهبي اختلافونه او تعصبونه په خپل اوج کې وو، او د عقایدو هر ډول نیوکه د تباهۍ، عامه کرکې، زندان، قتل او ځورونې لامل کېدی، امام غزالي رحمه‌الله په زړورتیا د عامو افکارو د نیوکې ډګر ته دننه شو او د هغه وخت پر دیني او علمي حالاتو یې سختې نیوکې وکړې.
هغه په دې باور و چې ډېری ټولنیز فسادونه د غلطو علماوو او هغو کسانو له امله رامنځته کېږي چې “په غرور او فخر کې راګیر دي”. امام غزالي رحمه‌الله هم دا ډله وروزله او هم یې کلکه غندنه وکړه. هغه تاوانونه، چې دا ډله دین او اخلاقو ته رسوي، او د اختلاف او مناظرې هغه زیانونه، چې یوازې د ځان ښودنې او پر نورو د تسلط لپاره دي، په خطبو او خپلو کتابونو لکه “احیاء العلوم” او “المنقذ من الضلال” کې یې په قوي استدلال او په زړه پورې بیان څرګند کړل.
هغه د “احیاء علوم الدین” یو له سترو فصلونو، چې د کتاب له لومړیو برخو څخه دی، علم، علماوو، او د تعلیم و تعلم آدابو ته ځانګړی کړ. په داسې حال کې، چې د ده په وینا، علم او دین له منځه تللی و او له هره اړخه ستر خطرونه موجود وو، د دې کتاب لیکل یې فرض او اړین وګاڼه.
امام غزالي رحمه‌الله د باطلو علماوو د غندلو په اړه وايي:«واحترز عن الاغترار بتلبیسات علماء السوء فإن شرهم علی الدین أعظم من شر الشیاطین»؛یعنې: «پام کوه چې د بدو عالمانو په دوکه کې ونه لوېږې، ځکه چې دین ته د هغوی شر د شیطان له شر څخه ډېر زیات دی.»
امام غزالي رحمه‌الله هر هغه نظر، چې د دین او اخلاقو د اصلاح لپاره یې غوره ګاڼه، په پوره هوډ او ریښتینولۍ سره څرګند کړ او له وېرې پرته یې د جهالت او توهماتو د بت ماتولو هڅه وکړه. ځکه چې هغه پر کلک او ثابت حقیقت ولاړ و او د باطلو افکارو له شور څخه نه وېرېده. د ده په لاس کې د لارښوونې څراغ و، او د یوازیتوب له تیارو یې وېره نه لرله. هر څومره چې مخالفینو پر مخالفت او انکار ټینګار کاوه، هغومره یې دعوت او لارښوونه زیاته کوله، او د حق د کاروان لوری یې د مخالفو سپیو د غپا له امله نه بدلولو.
ستر مجاهد، امام غزالي رحمه‌الله، د دین او حق په لاره کې ستره اغېزه پرېښوده. د هغه علمي او عملي هڅو په اسلامي ټولنه کې معجزه رامنځته کړه، او د هغه اصلاحات د ستر انقلاب لامل شول.
**عام خلک، چې تر دې مخکې د مذهبي مشرانو په خدمت کې یوازې د پسونو په څېر وو، د امام غزالي رحمه‌الله د وینا او چلند له نورو سره د پرتله کولو له لارې ورو ورو له خوبه راویښ شول. نور د متعصبو عالمانو او دنیاوي فقهاوو تر تسلط لاندې نه راتلل او د حقیقي علماوو په لټه کې شول. ځینو علماوو د ځان د اصلاح فکر وکړ، او ځینو نورو یې، که څه هم یوازې په ظاهري بڼه او د خلکو د جلبولو لپاره وه، خپله طریقه بدله کړه.
خو هغو کسانو، چې د امام غزالي رحمه‌الله اصلاح د خپلو شخصي ګټو او دنیاغوښتنې پر وړاندې خنډ ګڼله، هغه یې تکفیر کړ او په مجوسیت، زندیق‌والي او بې‌دینۍ یې تورن کړ. حالات دې حد ته ورسېدل، چې د هغه آثار یې په دې پلمه وسوځول، چې خلک ګمراه کوي. همداراز، یوې ډلې د هغه افکار د تحریري مقابلو او مناظرو له لارې ردول، او د ده د نظریاتو خلاف یې کتابونه ولیکل.
په پای کې، امام غزالي رحمه‌الله، د خپلو نه‌ستړې کېدونکو هلو ځلو له برکته، اسلامي ټولنې او بشریت ته ستر خدمت وکړ. اسلام یې د داسې ستر مفکر او وتلي شخصیت په درلودلو سرلوړی او مفتخر کړ.
د امام غزالي رحمه‌الله آثار
امام غزالي رحمه‌الله، چې د اسلامي نړۍ یو مشهور عالم و، خپل اکثره آثار په فارسي او عربي ژبو ولیکل او نړۍ یې له خپل علم او فضیلت څخه برخمنه کړه. د الله تعالی په فضل، د هغه ډېری آثار لا هم شتون لري، او د نړۍ لوی کتابتونونه د هغه ډېر مهم آثار ساتي. له همدې امله، اسلامي علماوو هغه ته د «سید المصنفین» لقب ورکړی دی.
ځینې وايي، که د امام غزالي رحمه‌الله ټول آثار ووېشل شي، نو په اوسط ډول به یې د ورځې څلور کتابچې لیکلې وي. د هغه ډېری آثار په بېلابېلو ژبو، لکه فرانسوي، الماني، لاتیني، عبراني او نورو، ژباړل شوي، او همدا اصل او هم ژباړې یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپرې شوې دي.
امام غزالي رحمه‌الله، په خپل یوه فارسي لیکنه کې، چې په ۵۳ کلنۍ کې یې لیکلې، ویلي، چې په دیني علومو کې یې شاوخوا ۷۰ کتابونه لیکلي دي. امکان لري، چې هغه په نورو علومو کې هم تألیفات کړي وي، چې د دیني علومو په لیست کې نه دي ذکر شوي. ځینې څېړونکي د هغه د پاتې آثارو شمېر له ۷۰ څخه زیات ګڼي، ځینې یې شاوخوا ۲۰۰ کتابونه بولي، او ځینې نور یې بیا ۴۰۰ ښيي.
د امام غزالي رحمه‌الله لیکنې، د هغه د ژوند د بېلابېلو دورو او معنوي پرمختګونو له مخې، په څو برخو وېشل شوې دي: جدلیات، مناظرات او د خلاف فنون، فقه، د فقهې اصول، حدیث، فلسفه، کلام، د عقایدو اصول، اخلاق، تصوف، او په مجموع کې دیني او اخلاقي مسائل.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version