د دین ساتنه د شریعت له تر ټولو اړینو مقاصدو څخه ده او د دې چارې تحقق په هغو کړنو پورې تړلی دی، چې الله تعالی روا او واجب ګرځولي دي او په ورته ډول کوم څه چې دین ته زیان رسوي منع او حرام دي. نو په همدې اساس دلته د دین د ساتنې په وسایلو او د مقاصدو په پېژندنې بحث کوو.
ب: د دین د ساتنې وسایل
د اسلام د دین ساتنه له دوو اړخونو کېدای شي؛ ایجابي اړخ – مأمورات – هغه کړنې چې د دین د ساتنې او تقویې لپاره لازمي دي.
د دین ساتنه د اسلامي شریعت تر ټولو لوی او مهم هدف دی او دا ستر مقصد هېڅکله هم نهشي پرېښوول کېدای چې تخریب، تحریف یا بدل شي؛ ځکه که دین له منځه ولاړ شي، نور اهداف به هم له منځه ولاړ شي او نړۍ به ورانه شي. الله تعالی هغه کسان چې له حق دین او د هغه له رڼا بېبرخې وي، له بې حسه او بې عقلانیته مړو سره ورته بللي دي؛ لکه څرنګه چې فرمایي…
دلته له نور څخه مطلب ایمان او هدایت دی؛ ځینو په قران او ځینو بیا په حکمت باندې تعبیر کړی دی، نو هغه څوک چې له ایمان، قران او حمکت څخه برخمن وي، له الهي بصیرت سره ژوند کوي او خپلې چارې ترسره کوي.
دا ایت کافران له داسې څلوربولو سره تشبیه کوي، چې یوازې د مادي او جسمي لذتونو په لټه کې دي او له ځانه ناخبره دي.
په بل ځای کې بیا خدای تعالی کافران د عقل او تمیز د نشتون له امله له څلوربولو او ان ورهاخوا تر هغوی بدتره معرفي کړي وايي: ” وَلَقَدۡ ذَرَأۡنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلۡجِنِّ وَٱلۡإِنسِۖ لَهُمۡ قُلُوبٞ لَّا يَفۡقَهُونَ بِهَا وَلَهُمۡ أَعۡيُنٞ لَّا يُبۡصِرُونَ بِهَا وَلَهُمۡ ءَاذَانٞ لَّا يَسۡمَعُونَ بِهَآۚ أُوْلَٰٓئِكَ كَٱلۡأَنۡعَٰمِ بَلۡ هُمۡ أَضَلُّۚ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡغَٰفِلُونَ “
او دا حقيقت دى چې زياتره پيريان او انسانان مو د دوږخ لپاره پيدا کړې دي. د هغوى زړونه شته، خو فكر ورباندې نه كوي. د هغو سترګې شته، خو څه پرې نه ويني. د هغوى غوږونه شته، خو څه پرې نه اوري. هغوى د څارويو په شان دي؛ بلکې له هغو څخه هم لا پسې تېر، دا هغه خلك دي چي په غفلت کې لويدلي دي.
دا آیت څرګندوي چې کافران له خپلو ادراکي حسونو څخه ګټه نه اخلي. د دوی زړونه د حقایقو درک نهشي کولای، سترګې یې د الله نښې نهشي لیدلای او غوږونه یې د پند او نصیحت اورېدو ته بند دي. دا په داسې حال کې ده چې حیوانات، د خپلې وړتیا په کچه، د ګټې او تاوان ترمنځ توپیر کولای شي؛ خو دا ډله خلک له دې ځانګړتیا هم بېبرخې دي او په بشپړه بېخبرۍ او غفلت کې ژوند کوي.
نو ځکه، د دین د ساتنې لپاره اړینه ده چې هم مثبتې لارې پیاړې شي ـ لکه تعلیم، د ایمان پیاوړتیا او د شریعت عملي کول او هم منفي موارد، یعني د ګناهونو او انحرافاتو څخه ځان ساتل، جدي ونیول شي. د همدې دواړو لارو د تعادل له طریقه، د دین ستر هدف، یعني – د دین ساتنه، تر لاسه کېدای شي.
له ایجابي اړخه د دین ساتنه په څو اساسي نکتو کې را خلاصه کېدای شي، چې مهمې پر الله تعالی، د اخرت پر ورځې ایمان او د الهي اسماؤ او صفاتو پېژندنه ده.
پر الله او د اخرت په ورځې ایمان
پر الله تعالی او د اخرت په ورځې ایمان د عباداتو د منلو اصل او اساس او له دې پرته هېڅ ښه عمل ارزښت نه لري. د مکي دعوت اصلي محوریت درې برخې – توحید، معاد او نبوت – وې. په اخرت باور د ایمان له شپږګونو ارکانو څخه دی او له دې پرته ایمان کامل کېدای نه شي، هر څوک چې ترې انکار کوي، د اسلام له دایرې وځي.
خدای تعالی وايي: ” وَلَٰكِنَّ ٱلۡبِرَّ مَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ ” بلكي نېكي دا ده چې انسان پر الله، د قيامت پر ورځ …… د زړه له كومې ایمان راوړي.
پر اخرت ایمان ګڼې ګټې او برکتونه لري؛ د الهي پیرزوینې په موخه عبادتونو ته هڅېدل
د جزا له وېرې له ګناه څخه منعه کېدل
د سکون او اطمینان رامنځته کول
مؤمن انسان د ستونزو او د دنیا د لاسه ورکولو پر مهال د آخرت په بدله (ثواب) هیله لري، ځکه دا باور ورته تسل او آرامي ورکوي.
د فرد او ټولنې نېکمرغي
کله چې انسان پر الهي حساب او جزا باور ولري، نو الهي عدالت او اطاعت ته پابند پاته کېږي. دا باور د شر او فساد مخنیوی کوي، ښیګڼه خپروي او په ټولنه کې د سکون او امنیت سبب ګرځي.
د ایمان اغېز پر وینا او کړنو
پر قیامت ایمان انسان ته دا احساس ورکوي چې باید په خپلو خبرو او کړنو کې دقت ولري؛ ځکه مؤمن پوهېږي چې هره وینا او هر عمل یې ثبتېږي او یوه ورځ به د هغې پوښتنه ترې کېږي. الله تعالی فرمایي: ” وَلَا تَقۡفُ مَا لَيۡسَ لَكَ بِهِۦ عِلۡمٌۚ إِنَّ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡبَصَرَ وَٱلۡفُؤَادَ كُلُّ أُوْلَٰٓئِكَ كَانَ عَنۡهُ مَسۡـُٔولٗا ” د الاسراء سورت 36 ايت
هغه څه مه تعقيبوه چي تا ته د هغه علم نه وي. غوږونه، سترګې او زړه، هر یو د دوی څخه هرو مرو پوښتل کېدونکی دی.
دا ایت انسان له بې شعوره خبرو او کړنو څخه منعه کوي، لکه؛ بې اساسه ګومانونه، د درواغو شاهدي، تهمت او بدې خبرې.
په ټولنیزو اخلاقو د ایمان اثر
د ایمان کمزوري په مسلمانانو کې د ناسمو اعمالو د خپرېدو لامل ګرځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ.» پام وکړئ، له بدګمانۍ څخه ځان وساتئ، ځکه بدګماني تر ټولو ستر درواغ دي.
د اخرت په ورځې رېښتونی ایمان د ادارکي حسونو د سمې استفادې سبب ګرځي، لکه؛ غوږونه، سترګې او زړه او همداشان افراد له درواغو، افترا او بدګمانیو څخه منعه کوي.
پر الله د اخرت په ورځې ایمان د اسلام د دین اساسي رکن او د ټولنې د نیکمرغۍ سبب دی. دا ایمان انسان خالصانه عبادت، له ګناهانو څخه لیرې والي، اخلاقو او عدالت ته بولي او کمزوري یې بیا د ډېرو ټولنیزو او اخلاقي مفاسدو لامل ګرځي.