لیکوال شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه

پنځه دېرشمه برخه

د دین په ساتنې کې د علماؤ او حاکمانو دنده 
علما‌ء د دین د تبلیغ او ساتنې مسؤلیت لري او که په دې چاره کې تساهل وکړي، نو ستر ظلم به یې کړی وي. حاکمان هم دنده لري چې دین د ثابتو اصولو پر اساس وساتي او د علماؤ اجماع خوندي کړي.
امام ماوردي وايي:
پر حاکم لس شیان فرض دي او له هغو څخه یو له ثابتو اصولو سره د دین ساتنه او د بدعتونو او انحرافاتو په وړاندې مقابله ده.
که چېرته کوم څوک په دین کې بدعت ایجاد کړي او دین د انحراف مسیر ته سم کړي، نو حاکم یې باید د حجت او دلیل له لارې هغه ته سمه لار وښيي او د اړتیا په صورت کې الهي حدود پلي کړي، تر څو دین له هر ډول انحراف څخه خوندي وي.
دین ته دعوت د اسلام د بقا او له انحرافاتو سره د مقابلې اصلي وسیله ده او دا دعوت باید له بصیرت، پوهې او زړورتیا سره وي، علماء او حاکمان باید د دین د ساتنې د مسؤلینو په حیث په جدي ډول خپله دنده ترسره کړي او د دین د تحریف مخنیوی وکړي.
د دین د ساتنې لپاره اسلام ګڼ شمېر سلبي (مثبتې) لارې چارې معرفي کړې دي، چې د انحرافاتو د دین ګواښنې په وړاندې مقابله کړي، دا کړنلارې په لاندې ډول خلاصه کیږي.
له شرک نه منع
شرک په اسلام کې تر ټولو ستره ګناه ده، چې د عبادتي اعمالو او د الهي مغفرت د له منځه تلو سبب ګرځي. خدای تعالی فرمايي: إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱفۡتَرَىٰٓ إِثۡمًا عَظِيمًا
الله یوازي شرك نه بښي، له دې څخه پرته چي نوري هر څومره ګناهوي دي، چي د هغه چا ته خوښه شي وربښي یې. چا چي له الله سره كوم بل څوك شريك وګاڼه، هغه ډېر غټ درواغ غوټه کړل او د ډيري لویي ګناه خبره یې وکړه.
شرک عقل له منځه وړي، لید یې خرابوي او انسان د اعتدال له مسیر او د دنیا او اخرت له خوښیو څخه باسي.
د ارتداد منع
ارتداد (له دین څخه وتل) په اسلام کې یو ویرانونکی عامل بلل کیږي او منع دی، اسلام حق ته په تبلیغ سره، خلک باثباته ایمان ته بولي او له شک څخه یې منعه کوي، خدای تعالی د اهل کتابو د دسیسو په اړه، چې په مسلمانانو کې شک اچوي فرمايي:وَقَالَت طَّآئِفَةٞ مِّن أَهلِ ٱلكِتَٰبِ ءَامِنُواْ بِٱلَّذِيٓ أُنزِلَ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَجهَ ٱلنَّهَارِ وَٱكفُرُوٓاْ ءَاخِرَهُۥ لَعَلَّهُم يَرجِعُونَ
له اهل كتابو څخه يوه ډله وايي چي ددې پېغمبر پر منونكيو چي څه نازل شويدي، پر هغه سهار ايمان راوړئ او ماښام ور څخه انكار وکړئ، ښايي پر دې دسيسه دا خلك له خپل ايمان نه واوړي.
دا دسیسې د مسلمانانو له ګمراه کولو او د اسلام په حقانیت کې له شکمن کولو پرته بله موخه نه لري، خو خدای تعالی د مؤمنانو زړونه په اسلام باندې استوار کړي دي. ارتداد د ټولنې د نظم د له منځه تلو او فساد سبب ګرځي، له همدې امله اسلام هغه په ډېر شدت سره منعه کړی دی.
له بدعت کوونکو او انحراف خپرونکو سره مبارزه
بدعت، خدای ته د نږدې کېدو په موخه په دین کې د نوو چارو ایجادول دي، چې شرعي بنسټ نه لري او دا شونې ده، چې د اعتقاداتو، عباداتو او یا هم دیني عملونو په برخه کې وي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمايي: ایاکم و محدثات الامور، فان کل محدثة بدعة و کل بدعة ضلاله – په دین کې له نوو کړنو ځان وساتئ، ځکه هر نوی امر بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده.
له بدعت سره مبارزه د علماؤ او حاکمانو یوه تر ټولو مهمه دنده ده، تر څو د دین او ټولنې له انحراف څخه مخنیوی وشي.
پر ګناهګارانو د حدودو پلي کول
خدای تعالی دین د بشر د هدایت لپاره نور ګرځولی او ګناهونه دا رڼا خاموشه کوي او په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي. د الهي حدودو پلي کول په ټولنه کې د عدالت د ساتلو او د فتنې د مخنیوي لپاره اړین دی، خدای تعالی په قران کې په دې باندې ټینګار کړی، چې د حدودو پلي کول د ټولنې د نظم او ثبات ډاډ ورکوي.
پایله
د دین ساتنه په ایجابي او سلبي برخو کې رانغښتې، پر توحید ایمان، شرعي احکامو ته پام او د دین تبلیغ مهم ایجابي اقدامات بلل کیږي او ترڅنګ یې سلبي لارې چارې لکه له شرک سره مبارزه، د ارتداد مخنیوی او پر ګناهګارانو د حدودو پلي کول د دین د ساتنې لپاره اړین اقدامات دي، دا اقدامات د اسلام د بقا ضمانت کوي او په ټولنه کې اسلام د سم مسیر ساتنه کوي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version