لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه

څلور دېرشمه برخه

په اسلامي شریعت عمل 
پر شریعت عمل او د الهي فرایضو ترسره کول د اسلام د دین بنسټ جوړوي، ځکه اسلام هم د باور دین او هم د عمل او د ایمان ثمره هم یوازې د عمل له لارې محققه کیږي. خدای تعالی فرمايي:
” إِنَّنِيٓ أَنَا ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعۡبُدۡنِي وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ لِذِكۡرِيٓ “
همدا زه الله يم، زما څخه پرته بل خداى نشته، نو ته زما بندګي وکړه او زما د ياد لپاره لمونځ قايم کړه.
دا ایت په دې ټینګار کوي، چې د الله تعالی د الوهیت یووالي لپاره په عبادت کې یووالی لازمي دی او همداشان خدای تعالی لمونځ ځکه په ځانګړي ډول ذکر کړی دی، چې په اسلامي شریعت کې تر ټولو مهم او ستر عبادت دی. له دې ایت څخه څرګندیږي، چې د دالله تعالی پېژندنه د حق د لارې لومړی ګام دی او له توحید وروسته تر لمانځه ستره فریضه نشته.
د اسلام له لوري مکلف شوي احکام مختلې مرتبې لري؛
عیني واجب/فرض؛ هغه اعمال چې تر سره کول یې په هر مسلمان لازمي وي، لکه؛ لمونځ، روزه او حج.
فرض یا کفايي واجب؛ هغه اعمال چې که یوه ډله مسلمانان یې ترسره کړي، نو نور مسلمانان یې له مسؤلیت څخه خلاصیري، لکه؛ جهاد او د جنازې لمونځ.
دا اعمال د دین له ضایع کیدو څخه مخنیوی کوي او د دین د ساتنې او تقویې سبب ګرځي.
پر شریعت عمل دوې سطحې لري؛
ادنا حدا – د دین تر ټولو ټیټ مرتبه) دا هغه کچه ده چې مراعاتول یې پر هر مکلف واجب دي او پرېښودل یې ګناه او حرام ګڼل کېږي. دا کچه، د فرایضو اداء کول لکه لمونځ، روژه، او همداراز له منکراتو لکه؛ شرک، فحشا او کبایرو څخه ځان ساتل په ځان کې رانغاړي. دا هغه حد دی چې له دې پرته د ایمان بقأ ممکنه نه ده.
اعلی حد – د دین لوړه مرتبه- دا د عبادت او تقوا هغه درجه ده، چې پکې مستحبات ترسره کیږي او مکروهات پرېښودل کیږي، په دې درجه کې قرب الی الله کیږي او د اخرت درجې لوړیږي.
پر ځمکه د شریعت عملي تطبیق: د شریعت تطبیق د دین د ساتنې له اساسي ارکانو څخه دی، ځکه شریعت که عملي نشي، بقاء یې تضمین نه لري. شریعت د دې لپاره نازل شوی دی تر څو د انسان ژوند تر خپل حکم لاندې راولي، ټولنیز عدالت تأمین کړي، حقونه خپلو مستحقینو ته وسپاري او د ظلم او فساد مخه ونیسي.
خدای تعالی له اسلامي شریعت پرته حکم او قضاوت منعه کړی دی او هغه یې (طاغوت) یاد کړی دی؛
” أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزۡعُمُونَ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓاْ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدۡ أُمِرُوٓاْ أَن يَكۡفُرُواْ بِهِۦۖ وَيُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمۡ ضَلَٰلَۢا بَعِيدٗا “
[اې پېغمبره (ص)!] ايا تا هغو خلكو ته نه دي كتلي چې دعوه كوي چې: موږ پر هغه كتاب چې تا ته راغلى دى او پر هغو كتابونو چې له تا څخه مخکې نازل شوي ول ايمان راوړيدى؟ – خو غواړي چې خپلي چاري د فېصلې لپاره د طاغوت(شیطان) لوري ته وړاندي کړي. حال دا دى چې هغو ته له طاغوت څخه د منكرېدو حُكم شوى ؤ. شيطان غواړي هغوى وغولوي او د سمي لاري څخه یې ډېر لیرې وباسي.
دا آیه په انکاري (نفی کوونکې) اسلوب سره څرګندوي چې په آسماني کتابونو ایمان او د الهی شریعت پر ځای د طاغوت پرېکړو ته رجوع کول؛ سره نه جوړیږي. هره هغه باطله مرجع طاغوت ګڼل شوې چې د خدای له حکم پرته فیصله کوي — دا که کاهنان وي، باطل واکمنان وي یا نور داسې خلک وي چې د قرآن او سنتو پر خلاف حکم کوي. ځینې مفسرین شیطان ته د طاغوت اطلاق کوي او یا هر هغه څه یا څيز طاغوت ګڼي، چې د اسلام يه دښمني کې له حد څخه تېریږي.
په بل ایت کې خدای تعالی فرمايي؛ ” مَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَٰفِرُونَ “
كوم خلك چي د الله له نازل کړي قانون سره سمي فېصلې ونه کړي، هماغوى كافران دي.
دا حکم هغه کسانو ته راجع کیږي، چې په اسلامي ټولنه کې د رهبري مسؤلیت لري، خو د الله د کتاب او سنتو مطابق حکم نه چلوي.
د ابن عباس رضي الله عنه نظر:
ابن عباس رضي الله عنه وايي؛ هر څوک چې د الله له نازل کړي حکم څخه منکر شي، کافر دی او که څوک پرې ایمان لري، خو بیا یې هم نه عملي کوي، نو فاسق او ظالم دی. نوموړي همداشان ویلي، چې ذکر شوی کفر له اسلام څخه د خروج په معنی نه دی، خو کفر، ظلم او فسق دی، چې بېلابېلې درجې لري او په ځینو دې درجو کې انسان د اسلام له دایرې څخه بهر کیږي.
د اسلامي شریعت اجراء د دین د ساتنې سبب ګرځي او د خلکو په ژوند کې د شریعت څرګندتیا د نفسي خواهشاتو او هواګانو د نفوذ مخه نیسي او د ښوویونکو لارو منعه کوي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
لا يؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يَكُونَ هَوَاهُ تَبَعًا لِمَا جِئْتُ بِهِ» له تاسو څخه یو هم تر هغو مؤمن نشي کېدای، تر څو چې پر ما نازل شوي مسایل تر نفس او هوا مقدم نه کړي.
دین ته بلنه
د پیغمبرانو اصلي دنده همدا دین ته بلنه وه، چې د نبوت له خاتمې وروسته دا دنده د علماؤ مسؤلیت ګرځېدلی، دا هغه مسیر دی، چې باید علماء یې طی کړي او په دې لاره کې شته سختۍ وګالي، د مخالفانو د اذیت او ضرر په وړاندې صبر خپل کړي؛ ځکه له جهاد، مبارزې او د اسلامي احکامو له شرحې او د دین په وړاندې د شبهو له ځواب پرته دا چاره مخته نشي تلای.
دعوت د دین د ساتنې تر ټولو لویه وسیله ده او له دې پرته دین له خپل اصلي مسیر څخه انحراف کوي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: “قُلۡ هَٰذِهِۦ سَبِيلِيٓ أَدۡعُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا۠ وَمَنِ ٱتَّبَعَنِيۖ وَسُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ :
ته دوى ته په ډاګه ووايه: زما لاره خو دغه ده، زه د الله لوري ته دعوت كوم. زه پخپله په پوره رڼا کې خپله لاره وينم او زما ملګري هم؛ او الله پاك دى او له مشركانو سره زما څه اړیکه نشته،
دا ایت څرګندوي، چې دین ته باید دعوت د بصریت او ښکاره دلایلو پر اساس وشي، دعوت کوونکی باید په خپل پیغام په رېښتوني ډول ایمان ولري او نورو ته یې په واضح او ښکاره ډول بیان کړي.
په دې اړه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وايي؛ «بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً»؛ زما پیغام ان که یوه جمله هم وي، خلکو ته یې ورسوئ!
له سلبي (تحریمي) اړخه د دین د ساتنې وسایل
د دین ساتنه له منفي اړخه دا معنا لري چې باید هر هغه قول او عمل رد شي چې له دین سره په ټکر کې وي. دا چاره د دین د ساتنې یوه مهمه وسيله ده، ځکه چې که د باطلو خبرو، فاسدو عقایدو، منحرفو افکارو او تخریبي مذهبونو پر وړاندې بې‌پروايي وشي، نو دین به له منځه لاړ شي. په همدې توګه باطل دین ته لار مومي، حق او باطل سره ګډېږي او راتلونکې نسلونه له دیني حقیقت څخه لیرې کېږي.
الله تعالی د هغو خلکو په اړه چې دین پټوي داسې فرمايي: ” إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكۡتُمُونَ مَآ أَنزَلۡنَا مِنَ ٱلۡبَيِّنَٰتِ وَٱلۡهُدَىٰ مِنۢ بَعۡدِ مَا بَيَّنَّٰهُ لِلنَّاسِ فِي ٱلۡكِتَٰبِ أُوْلَٰٓئِكَ يَلۡعَنُهُمُ ٱللَّهُ وَيَلۡعَنُهُمُ ٱللَّٰعِنُونَ “
كوم خلك چې زموږ نازل شوي روښانه لارښووني او هدايات پټوي، په داسي حال کې چې موږ هغه د ټولو انسانانو د لارښووني لپاره په خپل كتاب کې بيان کړې دي، باور ولرئ چې الله هم ورباندې لعنت وايي او ټول لعنت ويونكي هم ورباندې لعنت وايي.
د دیني حقایقو پټول ستر ظلم دی، چې په وړاندې یې عالمان او د ټولنې مسؤلین مکلف دي.
دوام لري…
مخکنې برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version