ليکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

شپږدېرشمه برخه

د فلکياتو د علم په برخه کې د مسلمانو ساینس‌پوهانو فعالیتونه
مسلمانانو د اسماني حسابي جدولونو (الزيج) په برخه کې چې د فزیکي نجوم یوه مهمه څانګه ګڼل کېږي، ګڼ پرمختګونه کړي دي. الزيج هغه عددي ریاضيکي جدولونه دي چې په خپلو مدارونو کې د سیارو موقعیتونه ښيي او هغه قواعد وړاندې کوي چې پر اساس یې میاشتې، ورځې، تېر تاریخونه او د سیارو وضعیت (لکه لوړوالی، نزول، انحراف او حرکات) معلومېږي. دا جدولونه د ریاضيکي او عددي قوانینو پر بنسټ، په ډېره دقیقه توګه ترتیبېږي. د ترټولو مشهورو الزيجونو له ډلې څخه کولای شو چې له ابن یونس الزيج (علی بن عبدالرحمن بن یونس) څخه یادونه وکړو.
همداراز د فلکياتو په برخه کې یو شمېر نورو مسلمان عالمانو مخکښ رول درلود او پر نورو یې برتري درلوده. د دغو سترو عالمانو له جملې یو یې هم «الفرغاني» و، چې د هغه کتاب د اوو سوو (۷۰۰) کلونو لپاره په اروپا او لوېديځه آسيا کې د نجومو په برخه کې د استفادې مهمه مرجع وه.[۱]
همدارنګه «البتاني» چې د «زیج صابی» مشهور کتاب خاوند و، د نجوم علم په برخه کې یې ژور اغېز درلود. نوموړی د هغو کسانو له ډلې څخه و چې د ګڼو ستورو موقعیتونه یې وڅېړل، د سپوږمۍ او سیارو ځینې حرکات یې اصلاح کړل او د لمر د اوج (اپوجي) د ثبات په اړه یې له «بطلیموس» سره مخالفت وکړ. همدارنګه ده د شمسي کال اوږدوالی اصلاح کړ. د هغه کتاب په دولسمه میلادي پېړۍ کې لاتیني ژبې ته وژباړل شو او په اروپا کې څو ځله چاپ شو. دا اثر د نجومي دایرة المعارف په توګه پېژندل کېږي. «البتاني» نور آثار هم لري، لکه: «معرفة مطالع النجوم» او «تعديل الكواكب» چې دواړه د نجومو په برخه کې مهم آثار ګڼل کېږي.[۲]
عبدالرحمن الصوفي د لومړي شخص په توګه پېژندل کېږي چې د ثابتو ستورو دقیق جدولونه یې تنظیم کړي دي. نوموړي د «الکواکب الثابتة» تر عنوان لاندې کتاب لیکلی، په دې کتاب کې یې په ۲۹۹ هجري قمري (میلادي ۹۱۱) کال کې د ثابتو ستورو موقعیتونه تشریح کړي دي. دا جدولونه حتی په معاصر دور کې هم د ځینو سیارو د تاریخ، موقعیت او حرکاتو د څېړنې په برخه کې ارزښت لري.
الصوفي له ۱۰۰۰ څخه زیات ستوري انځور کړي دي، او د علمي مقام له امله یې د سپوږمۍ د سطحې په ځینو مرکزونو نوم ایښودل شوی دی.[۳]
ابوالوفاء البوزجاني هم د نجومو علم په برخه کې یو مهم کشف کړی، چې د «سرعت د معادلې» په نوم پېژندل کېږي. ده همدارنګه کشف کړه چې د سپوږمۍ په حرکت کې ځینې اختلالات شتون لري. دا مهم کشف په پای کې د نجومو او میخانیک (میکانیک) په برخو کې د علم پراختیا ته لاره هواره کړه.
په تاریخ کې د دې کشف په اړه اختلافات موجود دي، چې آیا دا کشف ډنمارکي ستورپوه «تیخو براهی» پورې اړه لري، که نه. خو د ابو الوفاء البوزجاني د کشفونو په اړه تر دقیقو څېړنو وروسته دا معلومه شوه چې درېیم مهم کشف اصلاً«ابوالوفاء بوزجاني» پورې اړه لري.[۴]
ابو اسحاق النقاش الزرقالي د نجومو او ریاضیاتو په برخو کې له تر ټولو مشهورو مسلمان علماوو څخه و. نوموړي د نجومي کارونو له امله د «لوائح طلیطلية» په نوم مشهور شو، چې دا نوم د اندلس د «طلیطله» ښار ته منسوب دی. ده دا جدولونه د هغو معلوماتو پر بنسټ جوړ کړي وو چې له پخوانیو علماوو لکه «بطلیموس» او «الخوارزمي» څخه یې تر لاسه کړي وو، او خپل نجومي مشاهدات یې هم پرې وراضافه کړل.
زرقالي د «الصحیفة» تر عنوان لاندې یو کتاب هم ولیکه، په دې کتاب کې یې د یوې نوې طریقې له مخې د اسطرلاب کارول توضیح کړي دي. سربېره پر دې، ده یوه نوې آله اختراع کړه، چې الصفیحة یا الزرقالة نومېده. دا آله اسطرلاب ته ورته وه، او زرقالي لومړی کس و چې دا یې ثابته کړه چې د سترو واټنونو له بدلون پرته، د لویو ستورو د اوج د میلان حرکت اندازه شاوخوا ۱۲٫۰۵ دقیقې ده، په داسې حال کې چې حقیقي اندازه یې ۱۲٫۰۸ دقیقې وه.[۵]
ابو الیسر بهاءالدین خرخی له هغو نامتو شخصیتونو څخه و چې په پنځمه هجري پېړۍ کې یې د نجومو، ریاضیاتو او جغرافیې په برخو کې فعالیت درلود. د نجومو په برخه کې د هغه تر ټولو مهم آثار «بصرة» او «منتهی الادراک فی تقسیم الافلاک» دي.[۶]
بديع الاسطرلابي (وفات: ۵۳۴ هـ/۱۱۳۹م) هم د نجومي وسایلو په جوړولو کې ډېر مهارت درلود. د هغه د مهمو آثارو له جملې یو یې هم هغه نجومي جدولونه دي چې د سلجوقي سلطان په دربار کې یې په بغداد کې جوړ کړي وو. یاد جدولونه په یو کتاب کې ثبت شوي چې «الزیج المحمودي» نومېږي، او د سلطان «محمود بن محمد» په نوم نومول شوی و.
همداراز د ابن الشاطر (وفات: ۷۷۷ هـ/۱۳۷۵م) رسالې چې د نجومو په برخه کې لیکل شوې وې، او هغه وسایل چې ده جوړ کړي وو، د پیړیو لپاره هم په ختیځ او هم په لوېدیځ کې کارېدلي دي. همدا راز ګڼ نور  مهم آثار یادولای شو چې د نجوم علم په برخه کې په دقیق او پراخ ډول لیکلي دي.
لکه څنګه چې ښکاري، د ابن الشاطر رسالې (چې په ۷۷۷ هجري قمري / ۱۳۷۵ میلادي کال وفات شوی) او همدارنګه هغه وسایل چې ده جوړ کړي وو، د څو پېړیو لپاره هم په ختیځ او هم په لوېدیځ کې کارېدل. د نجوم علم په برخه کې د هغه له تر ټولو مهمو آثارو څخه لاندې آثار یادولای شو:
زیج ابن الشاطر (د لمر د لوېدو تشریح او د ربع المجیب په مرسته کار کول)؛  (د آسترلاب په اړه رسالې)؛  (له آسترلاب د استفادې په برخه کې لنډ اثر)؛ (د ربع تام په کار کې عامه فایده)؛ ( د ربع جامع په کار کې نزهة السامع؛ ( د ربع مقطوع په کار کې کفایة القنوع)؛ او (زیج جدید). دا وروستی زیج (زیج جدید) د عثماني خلیفه «مراد اول» په غوښتنه جوړ شوی و او ابن الشاطر پکې داسې ماډلونه، نظریې، او اندازه‌ګیرۍ وړاندې کړې چې تر هغه وړاندې هېڅ چا پام ورته نه و کړی. خو وروسته همدغه نظریات د کوپرنیک تر نوم لاندې ظاهر شول.[۷]
دیوید کینګ په ۱۹۷۰ میلادي (۱۳۹۰ هجري قمري) کال کې کشف کړه چې د پولنډي کوپرنیک ډېری نظریې په اصل کې د ابن الشاطر وې. درې کاله وروسته، یعنې په ۱۹۷۳ میلادي (۱۳۹۳ هجري قمري) کال کې، په لهستان کې ځینې عربي خطي نسخې وموندل شوې چې څرګندوي کوپرنیک دغو نسخو ته لاسرسی درلود.[۸]
«اولغ بیک» هم یو له هغو نامتو علماوو څخه و چې پر پوهانو به یې ډېر پام کاوه او په سمرقند کې یې د خپل وخت تر ټولو لویه رصدخانه جوړه کړه. یو مسلمان لیکوال د ده په اړه لیکلي دي:
«هغه یو عادل، ماهر او پُر‌انرژي عالم و، چې په د نجوم علم په برخه کې یې ډېر ژور او پراخ معلومات درلودل، سره له دې چې د بلاغت په علومو کې یې هم ډېر باریک فکر کاوه. د ده په زمانه کې د علماوو مقام تر خپل اعلی حد پورې رسېدلی و.
د هندسې په برخه کې یې هم مسائل په دقیق توګه تفسیر کړل او د کیهان‌شناسۍ (کوزمولوژي) په برخه کې یې د بطلیموس کتاب تشریح کړ. د تاریخ په اوږدو کې هېڅ پاچا داسې نه دی راغلی چې د ده په شان پاچاهي یې کړې وي.
هغه په سمرقند کې د نورو علماوو په مرسته، د ستورو په اړه مشاهدات ثبت کړل او یو پوهنتون یې جوړ کړ، چې د ښکلا، موقعیت او ارزښت له پلوه، په ټولو اوو ګاونډیو سیمو کې یې ساری نه و.
اولغ بیک د خپل رصدي ټیم د همکارۍ په موده کې نوي علمي وسایل اختراع کړل او خپلو نجومي مشاهدو ته یې له ۷۲۷ هجري قمري / ۱۳۲۷ میلادي کال څخه تر ۸۳۹ هجري قمري / ۱۴۳۵ میلادي کال پورې دوام ورکړ. نوموړي د دغو مشاهداتو پر بنسټ یو بشپړ زیج چمتو کړ چې د زیج اولغ بیک یا زیج سلطاني په نوم پېژندل کېږي. په دغه زیج کې د ستورو دقیق موقعیتونه، د لمر او سپوږمۍ خسوف او کسوف، د لمر، سپوږمۍ او سیارو حرکات، او همدارنګه د اسلامي ښارونو د مهمو نقاطو د طول او عرض د کرښو محاسبه شوې ده.[۹]
خو شمس‌الدین فاسی (وفات: ۱۰۹۴ هجري قمري / ۱۶۸۳ میلادي) له وروستیو مسلمانو علماوو څخه و چې د نجوم علم په برخه کې یې د لومړنیو مسلمان علماوو له لاسته‌راوړنو څخه ډېره ګټه پورته کړه. نوموړي یو کروي‌شکله آله اختراع کړه چې وخت به یې مالوموه. په دې کې آله سپین رنګ او د کتان تېل کارول شوي و، او مختلفې دایرې او انځورونه پرې رسم شوي وو. پر دې آله یوه بله کوچنۍ کره هم نصب شوې وه، چې په دوو برخو وېشل شوې وه، چې د سوري او ژورو کرښو له لارې د برجونو دایرې او نورې هندسي بڼې پکې انځور شوې وې. دا آله په ډېرې اسانۍ سره د استفادې وړ وه او د مختلفو هېوادونو وختونه یې په دقیق ډول معلومولای شول. شمس‌الدین فاسی د دې آلې د جوړښت د څرنګوالي په اړه یوه رساله هم ولیکله.[۱۰]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص۳۰۰
[۲] عفیفی، محمد صادق، تطور الفکر العلمی عند المسلمین، ص۱۰۶، مکتبة الخانجی، قاهره، مصر.
[۳]  قدری، حافظ طوقان، تراث العرب العلمی فی الریاضیات والفلک، ص۱۹۵–۱۹۶، وکالة الصحافة العربیة، مصر.
[۴] تراث العرب العلمی فی الریاضیات والفلک، ص۱۹۹.
[۵] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص ۳۰۱.
[۶] هماغه سرچینه (ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص ۳۰۱).
[۷] تراث العرب العلمی فی الریاضیات والفلک، ص: ۲۸۲.
[۸] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص ۳۰۱.
[۹] تراث العرب العلمی فی الریاضیات والعلوم، ص ۳۹۰–۳۹۱.
[۱۰] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص ۳۰۲.

Leave A Reply

Exit mobile version