لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول ( برخه: ۶۸)
پاکه سینه او له خلکو سره مینه
د اسلام د ګڼو ښکلاوو له ډلې یو یې له انسانانو سره ښه رویه او نرم چلند دی. اسلام خلک هڅوي چې خوښ واوسي، ورین تندی ولري او ښې خبرې وکړي. هېره دې نه وي چې دا هر څه باید د زړه له اخلاصه واوسي، د ظاهر، ریاء، تکليف او نفاق له مخې باید نه وي.
په همدې اساس د اسلام سپېڅلی دین له نورو مکتبونو او سیستمونو بېل دی؛ ځکه اسلام نه تجارتي شرکت دی او نه مؤسسه چې د مشتریانو ډېروالي ته دې اهمیت ورکړي، د اسلام موخه د انسانانو ترمنځ د مینې، رحمت او خوښۍ فضا رامنځته کول دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي چې سلیمالصدرِ «د پاکې سینې څښتن» د ټولو انسانانو په پرتله غوره دی. کله چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل شول: «أَيُّ النَّاسِ أَفْضَلُ؟» ژباړه: غوره انسان څوک دی؟
نو هغه وفرمایل: كُلُّ مَحْمُومِ الْقَلْبِ صَدُوقِ اللِّسَانِ» ژباړه: هغه څوک چې زړه یې پاک وي او ژبه یې رښتینې وي.
صحابه کرامو وویل: موږ د رښتینې ژبې په معنا پوهېږو، خو له «محْمومالقلب» موخه څه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هُوَ التَّقِيُّ النَّقِيُّ، لَا إِثْمَ فِيهِ وَلَا بَغْيَ وَلَا غِلَّ وَلَا حَسَدَ» ژباړه: له محْموم القلب موخه هغه پرهیزګاره او پاک انسان دی چې په زړه کې یې نه ګناه شته، نه ظلم، نه کینه او نه حسد.[۱]
همدارنګه الله تعالی د ټولو خلکو ګناهونه بښي خو د هغه چا ګناهونه نه بښي چې د خپل ورور په وړاندې یې په زړه کې کینه وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «تُفْتَحُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَ الاثْنَيْنِ وَيَوْمَ الْخَمِيسِ، فَيُغْفَرُ لِكُلِّ عَبْدٍ لَا يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا، إِلَّا رَجُلًا كَانَتْ بَيْنَهُ وَبَيْنَ أَخِيهِ شَحْنَاءُ، فَيُقَالُ: أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا، أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا.» ژباړه: د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو د جنت دروازې پرانستل کېږي، نو هر هغه بنده ته بخښنه کېږي چې له الله تعالی سره یې څوک شریک نه وي نیولی، مګر هغه کس هم نه بخښل کیږي چې د خپل ورور په وړاندې یې په زړه کې کینه وي. نو ویل کېږي: دې دواړو ته مهلت ورکړئ تر څو سره پخلا شي، دې دواړو ته مهلت ورکړئ تر څو سره پخلا شي).[۲]
آن هغه لومړنۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي هغه کسان دي چې زړونه یې صفا، نرم او له کینې او بدۍ پاک وي.
له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: أَوَّلُ زُمْرَةٍ تَلِجُ الْجَنَّةَ صُورَتُهُمْ عَلَى صُورَةِ الْقَمَرِ لَيْلَةَ الْبَدْرِ، لَا يَبْصُقُونَ فِيهَا وَلَا يَمْتَخِطُونَ وَلَا يَتَغَوَّطُونَ، آنِيَتُهُمْ فِيهَا الذَّهَبُ، أَمْشَاطُهُمْ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ، وَتَجَامِرُهُمُ الأَلُوَّةُ، وَرَشْحُهُمُ الْمِسْكُ، وَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمْ زَوْجَتَانِ، يُرَى مُخُّ سُوقِهِمَا مِنْ وَرَاءِ اللَّحْمِ مِنَ الْحُسْنِ، لَا اخْتِلَافَ بَيْنَهُمْ وَلَا تَبَاغُضَ، قُلُوبُهُمْ قَلْبٌ وَاحِدٌ، يُسَبِّحُونَ اللَّهَ بُكْرَةً وَعَشِيًّا.” ژباړه: «هغه لومړنۍ ډله چې جنت ته داخلېږي، څېرې (شکلونه ) یې د بدر د شپې د سپوږمۍ په څېر ښایسته دي، په جنت کې نه د خولې آوبه تویوي، نه به پوزه پاکوي او نه به حاجت رفع کوي. د هغوی لوښي د سرو زرو دي، د ویښتو ږُمنځې یې له سرو او سپینو زرو جوړې دي، عطر یې د عود لرګی دی، خوله یې د مشکو بوی لري، او هر یو ته به دوه داسې میرمنې ورکول کیږي چې د ښکلا له امله به یې د پښو له غوښو د هډوکو مغزه ښکاري. په منځ کې به یې نه اختلاف وي او نه کینه؛ زړونه یې یو زړه دی، سهار او ماښام د الله تعالی تسبیح وایي.» [۳]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د «پاکې سینې» او له باطني ګناهونو د ځان د ساتنې په اړه وصیت کړی دی، هغه فرمایي: “إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ؛ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ، وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا تَحَسَّسُوا وَلَا تَبَاغَضُوا، وَكُونُوا إِخْوَانًا.” ژباړه: «له بدګمانۍ څخه ځان وساتئ ځکه بدګماني تر ټولو دروغجنې خبرې دي،جاسوسي مه کوئ، یو له بل سره دوښمني مه کوئ او د ورورولۍ ژوند وکړئ.»[۴]
د هغو فطري ځانګړنو له ډلې چې الله تعالی د انسان په خلقت کې ایښې یوه یې دا ده چې الله تعالی انسانان ښایسته پیدا کړې دي، ددې ښکلا یوه برخه د سینې پاکوالۍ دی. الله تعالی فرمایي: “صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ” ژباړه: «د هغه الله جوړونه ده چې هر څه يې محكم كړي دي.» [۵]
نو کله چې په زړونو کې کینې پاتې شي، نو زړونه ستړي کوي او د انسانانو روحونه خفه کوي.
دا هماغه څه دي چې امام ابن حزم رحمه الله درک کړل او په حیرانتیا يې وویل: «ما ولیدل چې ډېری خلک [پرته له هغې چې الله تعالی یې وساتي ډېر کم دي] په دنیا کې د ځان لپاره د بدبختۍ، غم او تکلیف اسباب پخپله رامنځته کوي او پرته له دې چې کومه ګټه ترلاسه کړي د هغې لویې ګناه بار پورته کوي چې په آخرت کې د دوزخ سبب ګرځي. دا ځکه چې په زړونو کې بد نیتونه ساتي، د خلکو، ماشومانو او بې ګناه وګړو لپاره د تباهۍ هیله، یا د خپل دښمن لپاره د بدترین عذاب غوښتنه کوي. سره له دې چې یقین لري دا فاسد نیتونه به د دوی د هیلو د پوره کېدو سبب نه شي. که یې نیتونه پاک اونيکې يې کړي وای، نو ژر به یې آرام موندلی وای، کارونه به یې منظم شوي وای او په آخرت کې به یې لوی اجر ترلاسه کړی وای، پرته له دې چې دا کار د دوی د غوښتنو د تحقق مخه ونیسي. نو له هغې حالت بل لوی تاوان څه کیدلی شي چې موږ یې په اړه خبرداری ورکړی دی! او له هغې نېکبختۍ بله لویه نیکبختي چيرته ده چې موږ پرې بلنه ورکوو!» [۶]
د سینې له سلامتۍ لا ستره ځانګړنه دا ده چې انسان له ټولو خلکو سره مینه ولري. موږ همدا صفت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکه څېره کې په ښکاره ډول وینو؛ هغه نه یوازې د زړه له کینې پاک و، بلکې له ټولو انسانانو سره یې بې ساری محبت درلود. دا مینه په هغه بلیغو او ژورو الفاظو کې په ښکاره لیدل کیږي چې د دعوت په حالت کې یې د خپل ځان حالت او د خلکو چلند پکې انځور کړی دی: “إِنَّمَا مَثَلِي وَمَثَلُ النَّاسِ كَمَثَلِ رَجُلٍ اسْتَوْقَدَ نَارًا، فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ جَعَلَ الْفَرَاشُ وَهَذِهِ الدَّوَابُّ الَّتِي تَقَعُ فِي النَّارِ يَقَعْنَ فِيهَا، فَجَعَلَ يَنْزِعُهُنَّ وَيَغْلِبْنَهُ فَيَقْتَحِمْنَ فِيهَا، فَأَنَا أَخُذُ بِحُجَزِكُمْ عَنِ النَّارِ وَهُمْ يَقْتَحِمُونَ فِيهَا.” ژباړه: «بېشکه زما او د خلکو مثال د هغه سړي په څېر دی چې اور یې بل کړی وي، کله یې چې شاوخوا روښانه شي، پروانې او نور واړه حشرات چې د اور شاوخوا راټولیږي اور ته ورلوېږي، نو سړی هڅه کوي چې له اوره یې را وباسي، خو هغوی پرې غالبېږي او بیا هم ځانونه په اور کې غورځوي. زه آور ته له لوېدو څخه د مخنیوي په موخه ستاسې لمنې نیسم، خو تاسې بیا هم ځانونه په اور کې غورځوئ.» [۷]
دا ډېر اغېزناک تصویر او مبارزه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هڅه کوي انسانان له آور څخه وژغوري، خو هغوی پرې غلبه کوي او ځانونه په آور کې غورځوي. [۸]
امام بخاري رحمه الله روایت کړی دی چې: “كانَ غُلامٌ يَهُودِي يَخْدُمُ النَّبِيَّ صلیاللهعلیه وسلم، فَمَرِضَ، فَأَتَاهُ النَّبِيُّ صلیاللهعلیه وسلم يَعُودُهُ، فَقَعَدَ عِنْدَ رَأْسِهِ فَقَالَ لَهُ: أَسْلِمْ، فَنَظَرَ إِلَى أَبِيهِ وَهُوَ عِنْدَهُ، فَقَالَ لَهُ: أَطِعْ أَبَا الْقَاسِمِ، فَأَسْلَمَ، فَخَرَجَ النَّبِيُّ صلیاللهعلیه وسلم وَهُوَ يَقُولُ: الْحَمْدُلِلَّهِ الَّذِي أَنْقَذَهُ مِنَ النَّارِ. ژباړه: «یو یهودي هلک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت یې کاوه، کله چې ناروغ شو، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې پوښتنې ته ورغی، سر ته یې کېناست او ورته یې وویل: مسلمان شه! هلک خپل پلار ته وکتل، او پلار یې ورته وویل: د ابوالقاسم خبره ومنه. نو هلک اسلام قبول کړ. نبي کریم صلی الله علیه وسلم له کوره ووت، په داسې حال کې چې ویې ویل: الحمد لله چې الله تعالی له اوره وژغوره.» [۹]
څومره ستر او مهربان دی زموږ پېغمبر صلیاللهعلیه وسلم!
کله چې د احد په جګړه کې ټپي شو، له خپل مخ یې وینه پاکوله او فرمايل یې: «رَبِّ اغْفِرْ لِقَوْمِي فَإِنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ» ژباړه: «ای زما ربه! زما قوم وبخښه، ځکه هغوی نه پوهېږي.»[۱۰]
پیغمبر صلیاللهعلیه وسلم د خپل ژوند په سختو شېبو کې د هغو خلکو (کافرانو) په اړه له خپل ځانه زياته مهرباني وکړه. حضرت عایشه رضیاللهعنها روايت کوي چې رسول الله صلیاللهعلیه وسلم ته مې وويل: ایا داسې ورځ درباندې راغلې چې د احد له ورځې هم سخته او درنه وي؟
ویې فرمايل: “لَقَدْ لَقِيتُ مِنْ قَوْمِكِ مَا لَقِيتُ، وَكَانَ أَشَدُّ مَا لَقِيتُ مِنْهٌمْ يَوْمَ الْعَقَبَةِ إِذْ عَرَضْتُ نَفْسِي عَلَى ابْنِ عَبْدِ يَالِيلَ بْنِ عَبْدِ كُلَالٍ فَلَمْ يُجِبْنِي إِلَى مَا أَرَدْتُ، فَانْطَلَقْتُ وَأَنَا مَغْمُومٌ، فَلَمْ أَسْتَفِقْ إِلَّا وَأَنَا بِقَرَنِ الثَّعَالِبِ، فَرَفَعْتُ رَأْسِي فَإِذَا أَنَا بِسَحَابَةٍ قَدْ أَظَلَّتْنِي، فَنَظَرْتُ فَإِذَا فِيهَا جِبْرِيلُ، فَنَادَانِي فَقَالَ: إِنَّ اللَّهَ قَدْ سَمِعَ قَوْلَ قَوْمِكَ لَكَ وَمَا رَدُّوا عَلَيْكَ، وَقَدْ بَعَثَ إِلَيْكَ مَلَكَ الْجِبَالِ لِتَأْمُرَهُ بِمَا شِئْتَ فِيهِمْ، فَنَادَانِي مَلَكُ الْجِبَالِ فَسَلَّمَ عَلَيَّ، ثُمَّ قَالَ: يَا مُحَمَّدُ، فَقَالَ ذَلِكَ فِيمَا شِئْتَ، إِنْ شِئْتَ أَنْ أُطْبِقَ عَلَيْهِمُ الْأَخْشَبَيْنِ، فَقَالَ النَّبِيُّ: بَلْ أَرْجُو أَنْ يُخْرِجَ اللَّهُ مِنْ أَصْلَابِهِمْ مَنْ يَعْبُدُ اللَّهَ وَحْدَهُ لَا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا” ژباړه: «ما له خپل قوم څخه ډېر کړاوونه ليدلي، خو تر ټولو سخته ورځ مې د “عقبه” ورځ وه، په دې ورځ «ابنعبدیالِیل بن عبدِکلال» ته ورغلم، خو زما بلنه یې ونه منله. غمجن روان شوم، یو وخت مې فکر شو چې د “قرنالثعالب” په سیمه کې یم. سر مې پورته کړ ناڅاپه مې يوه ورېځ وليده چې په ما یې سیوری غوړولی و. چې ور ومې کتل نو جبرئيل(ع) پکې و. جبرئيل راته وويل: الله تعالی له تا سره ستا د قوم خبرې واورېدې، الله واوریدل چې ستا قوم له تا انکار وکړ، اوالله ج درته د غرونو پرښتې راولېږلې او هر ډول چې وغواړې په اړه يې پرېکړه کولای شې. د غرونو پرښتې راته سلام وکړ او ویې ويل: ای محمد صلیاللهعلیه دا کار ستا په اختيار کې دی که وغواړې زه به پر هغوی د “اخشبین” دوه غرونه را چپه کړم.
رسول الله صلیاللهعلیه وسلم وفرمايل: «نه، بلکې زه هيله لرم چې الله تعالی به د دوی په اولادونو کې داسې کسان پیدا کړي چې يوازې د الله تعالی عبادت به کوي او هیڅوک به نه ورسره شريکوي.»[۱۱]
پېغمبر صلیاللهعلیه وسلم هغه څوک دی چې حتی د ژویو په اړه یې هم له رحمت څخه ډک احساس درلود، تر دې چې له هر ژوندي موجود سره یې د نېکۍ په سر اجر او ثواب وټاکه.
حضرت ابوهریره رضیاللهعنه روايت کوي چې رسول الله صلیاللهعلیه وسلم وفرمايل: : “بَيْنَمَا رَجُلٌ بِطَرِيقٍ اشْتَدَّ عَلَيْهِ الْعَطَشُ، فَوَجَدَ بِئْرًا، فَنَزَلَ فِيهَا فَشَرِبَ، ثُمَّ خَرَجَ، فَإِذَا كَلْبٌ يَلْهَثُ يَأْكُلُ الثَّرَى مِنَ الْعَطَشِ، فَقَالَ الرَّجُلُ: لَقَدْ بَلَغَ هَذَا الْكَلْبَ مِنَ الْعَطَشِ مِثْلُ الَّذِي كَانَ بَلَغَ مِنِّي، فَنَزَلَ الْبِئْرَ فَمَلَأَ خُفَّهُ مَاءً، فَسَقَى الْكَلْبَ، فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ، فَغَفَرَ لَه” ژباړه: «يو سړی په لاره روان و ډېر تږی شو يو څاه يې ومونده ورننووت اوبه یې وڅښلې، بيا راوخوت. ناڅاپه يې يو سپی وليد چې له تندې لهله کوي او خاورې خوري. سړي وويل: دا سپی هم له تندې هاغسې کړیږي لکه زه چې کړیدم. نو بېرته څاه ته ورننووت، خپله څپلۍ يې له اوبو ډکه کړه او سپي ته يې ورکړه. الله تعالی د هغه دا کار وستایه او مغفرت ورته وکړ.»
اصحاب کرامو وويل: «ای د الله رسوله! ايا موږ ته هم له ژویو سره د نېکۍ په بدل کې ثواب شته؟» رسول الله صلیاللهعلی وسلم وفرمايل: «هو، له هر ژوندي موجود سره د نېکۍ په بدل کې ثواب دی.»[۱۲]
اسلام د دغو بېلګو په بيان سره د انسان د درني ښکلا بڼه ښکاره کړه، انسان يې نرم خویه او مهربان مخلوق پیدا کړی چې نه يوازې له مؤمنانو، بلکې له ټولو انسانانو او حتی ټولو مخلوقاتو سره په مهربانۍ چلند کوي.[۱۳]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] ابن ماجه: ۴۲۱۶
[۲] مسلم: ۲۵۶۵
[۳] بخاري: ۳۰۷۳
[۴] بخاري: ۵۷۱۷
[۵] نمل: ۸۸
[۶] ابن حزم اندلسي، علي بن احمد، الرسائل، ج ۴، ص ۳۲۰، بیروت، لبنان.
[۷] بخاري: ۶۱۱۸
[۸] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۶۲
[۹] بخاري: ۱۲۹۰
[۱۰] بخاری: 6530
[۱۱] بخاری: 3059
[۱۲] بخاری: 2334
[۱۳] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 663
