لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ‌زهي
د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (برخه: ۳)
قرآن او د نکاح حسنۀ سنت
د قرآن کریم له آیتونو په ډاګه کیږي چې کورنۍ د ټولنې تر ټولو بنسټیز او لومړنۍ نهاد دی: “يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً.” ژباړه: «ای خلكو له خپل هغه رب مو وډارشئ چې له يوكس نه يې پيدا كړئ او له هغه يې بيا جوړه ورته پيدا كړه او بيا يې له دغو دواړه ډېر سړي او ښځې خپاره كړل او له هغه الله جل جلاله نه ووېريږئ چې په نوم يې یوله بل څخه غوښتنه  كوئ او د خپلوئ اړیکې مه پرې کوئ، يقيناً الله جل جلاله پر تاسو څارونكى دى.». [۱]
د قرآن کریم له نظره د کورنۍ د جوړېدو موخه د کورنۍ د غړو، په ځانګړي ډول د مېړه، مېرمنې او اولادونو د ذهني او روحي سکون، آرامۍ او خوشحالۍ تأمین دی “وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآياتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ. ژباړه: «او د هغه له نښانو څخه دا دې چې تاسي ته يې خپله ستاسي له جنس مېرمنې پيدا كړې دي تر څو له هغوى سره اّرام ومومئ او ستاسي تر منځ يې مينه او خواخوږي واچوله، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته چې فكر كوي (سترې) نښانې دي.»[۲] 
الله تعالی په دې آیت کې بیانوي چې د نکاح په وسیله مېړه او مېرمن دواړه روحي سکون او آرامي مومي، او کولای شي د نکاح په مرسته د ژوند له ستونزو او ننګونو سره په ګډه مبارزه وکړي.
د انسان له طبیعي اړتیاوو یوه یې انس، مودّت او الفت دی؛ ځکه یوازې ژوند کول د انسان لپاره ډېر سخت او دردناک وي. په همدې اساس انسان داسې یو چا ته اړتیا لري چې په غم کې یې شریک وي، راز یې وساتي او د زړه خبرې یې واوري، ترڅو انس(ارام) ورسره پیدا کړي، د زړه دردونه ورسره شریک کړي، غم‌ خوار یې واوسي او له همدې لارې آرام او سکون ومومي.
د یادو طبیعي اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ټولو مناسب او بشپړ انسان د ژوند ملګری/ ملګرې ده؛ ځکه نورې مینې او دوستۍ تل موقتي او محدودې وي، خو د مېړه او مېرمنې تر منځ مینه او محبت دا ځانګړتیا لري چې دایمي، ژوره او نامحدوه ده. ځکه هغوی یو واحد رامنځته کوي، ګډ هدف لري او له هر چا زیات یو بل ته اړتیا لري.
الله تعالی فرمایي: “وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ.” ژباړه: «ستاسو له بې واده كسانو او ستاسي له مريانو او وينځو څخه چې څوك نيكان وي، د هغوی نكاح وكړئ، كه هغوى بې وزلي وي، الله تعالی به يې له خپل فضله شتمن كړي او الله تعالی پراخي راوستونكى او ډېر پوه دی.»[۳]
په دې آیت کې مسلمانان نکاح کولو ته رابلل شوي دي. همدارنګه ځوانانو ته زېری ورکول شوی چې که مالي ستونزې هم ولري، الله تعالی به د نکاح له برکته د هغوی حالت ښه کړي او فقر به یې له منځه یوسي. الله تعالی په بل ځای کې فرمایي: “وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَى فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلَّا تَعُولُوا.”
ژباړه: «او كه وېرېدئ چې په يتيمانو كې به برابرى ونكړئ نو له دغو ښځو مو چې څه خوښه وي دوه دوه، درې درې او څلور څلور په نكاح كړئ، خو كه ډارېدئ چې برابرى نه شئ كولاى نوبيا يوهښځه، يا هغه (مينځه) چې تاسو يې مالكان ياست، دا كار دې ته ډېر نږدې دى چې ظلم ونه كړئ.»[۴]
په یاد آیت کې راغلي چې له پاکو ښځو سره نکاح وکړئ. د دې مطلب دا دی چې انسان باید د نکاح لپاره له هغو کسانو سره یوځای شي چې له ده سره په عقیده، اخلاقو، ایمان او فطرت کې هم‌ جنسه او هم ‌فکره وي. قرآن کریم په همدې آیت کې له څو ښځو سره د نکاح کولو په برخه کې د عدالت د مراعاتولو پر اهمیت ټینګار کوي، ځکه که عدالت رعایت نه شي، نو دا به د ښځو په حق کې ښکاره ظلم وي.
الله تعالی فرمایي: “هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ” ژباړه: «هغوی ستاسي جامې (لباس) دي او تاسي د هغوی لباس یاست.»[۵] 
په دې آیت کې د “لباس” تشبیه ډېر ژور مفهوم لري. لکه څنګه چې لباس د انسان بدن له لوڅوالي، یخنۍ او ګرمۍ څخه ساتي، همدارنګه مېړه او مېرمن د یوه او بل د عفت، عزت او پاکۍ ساتونکي دي. نکاح د انسان لپاره د یوې کلکې کلا په څېر ده چې د نارینه او ښځې د جنسي او شهواني تمایلاتو د کنټرول وسیله ګرځي او له ګناه او بې‌لارۍ څخه یې ژغوري.
الله تعالی بل ځای فرمایي: “هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا” ژباړه: « دی همغه ذات  دى چې تاسو يې له يو كس (ادم عليه السلام ) نه پيدا كړئ او له هغه يې د ده جوړه (بي بي حوا) پيدا كړه ترڅو له هغې سره بسيا (ارام) ومومي.»[۶] 
په دې آیت کې الله تعالی څرګندوي چې د ښځې او سړي ترمنځ طبیعي تمایل د سکون او آرامۍ احساس دی او دا احساس الله تعالی په فطري ډول د انسان په وجود کې ځای پر ځای کړی دی. هر سړی او ښځه په خپل ذات کې ناقص او نیمګړی دی، خو کله چې دواړه سره یوځای شي، نو د یو بل د شتون په برکت د کامل انسان وجود بشپړوي.
الله تعالی فرمایي: “وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ” ژباړه: «او له مشرکو ښځو سره نکاح مه کوئ! تر هغو چې ایمان را نه وړي او بېشکه مؤمنه وینځه له اصیلې مشرکې نه غوره ده، که څه هم (مشرکه ښځه) تاسي په تعجب کې واچوي.»[۷]
په دې آیت کې د نکاح یو مهم اصل بیان شوی، هغه دا چې د مېړه او مېرمنې تر منځ باید دیني او عقیدوي یووالی موجوده وي. ځکه د ایمان او عقیدې توپیر د کورنۍ د ثبات او روحاني سکون دښمن ګرځي.
“وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا.”ژباړه: «او ښځو ته يې خپل مهرونه په خوښۍ سره وركړئ، خو كه په خپله رضا يې تاسو ته د هغه څه برخه دركړه نو ښه په خوند سره يې بې ضرره خورئ.»[۸]
پورته آیت د مهر (حق المهر) او د نکاح د رضایت پر اصل ټینګار کوي. اسلام حکم کوي چې د واده په مهال باید مېړه او مېرمن دواړه په خوښه او رضا سره د مهر او د نکاح د شرایطو پرېکړه وکړي.
الله تعالی فرمایي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهًا وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا.” ژباړه: «اې مومنانو دا درته روا  نه ده چې په زور (جبراً) ښځې په ميراث واخلئ، او نه به يې را ايساروئ چې د هغه مهر څه برخه ترې ووهئ كوم چې تاسو وركړى و، مګر خو كه ښكاره بدكاري يې وكړه، او له هغوى سره ښه ګوزران كوئ، نو كه بدې مو راتلې (نو صبر وكړئ) كېداى شي يو څه به ستاسو خوښ نه وي خو الله به ډېر خير پكى واچوي.»[۹] 
“وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَنْ يَنْكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُمْ بِالْمَعْرُوفِ ذَلِك يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكُمْ أَزْكَى لَكُمْ وَأَطْهَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ.” ژباړه: «او کله چې تاسو ښځو ته طلاق ورکړئ او هغوی د خپل عدت آخر ته ورسېږي، نو هغوی له خپلو پخوانیو خاوندانو سره له نکاح مه منع کوئ، چې په نیکه طریقه په خوښه سره وي. په دې (حکم د نه منع کولو) باندې هغه چا ته پند ورکول کېږي څوک چې له تاسي نه پر الله تعالی او د آخرت پر ورځ ایمان لري، دا پاکوونکی (بچ کوونکی) دی تاسو لپاره (له بدنامۍ نه) او پاکوونکی دی (له بد کارۍ نه) او الله تعالی پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ.»[۱۰] 
“وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا.” ژباړه: «او همغه ذات دى چې انسان يې له اوبو پيدا كړ بيا يې د نسب او خسرګنۍ خاوند وګرځولو او ستا رب ډېر قادر دى.»[۱۱]
له همدې امله لکه څنګه چې قرآن کریم د بشر لپاره د الله تعالی له لوري وروستۍ آسماني کتاب او قانون دی او د رسول اکرم ﷺ سنت د هغه تشریح او تفسیر ده، 
 دواړه د انسان د ژوند د ټولو برخو بشپړ لارښود جوړوي، په ځانګړي ډول د کورنۍ د جوړښت، واده، او د مېړه او مېرمنې تر منځ د حقونو او مسؤلیتونو په برخه کې.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] سورۀ نساء، آیه: ۱

[۲] سورۀ روم، آیه: ۲۱

[۳] سورۀ نور، آیه: ۳۲

[۴] سورۀ نساء، آیه: ۳

[۵] سورۀ بقره، آیه: ۱۸۷

[۶] سورۀ اعراف، آیه: ۱۸۹

[۷] سورۀ بقره، آیه: ۲۲۱

[۸] سورۀ نساء، آیه: ۴

[۹] سورۀ نساء، آیه: ۱۹

[۱۰] سورۀ بقره، آیه: ۲۳۲

[۱۱] سورۀ فرقان، آیه: ۵۴

Leave A Reply

Exit mobile version