لیکوال: محمدعاصم اسماعیل زهي
د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (۲ برخه)
اروپا
په لرغوني يونان کې د واده کولو لپاره هېڅ ډول ځانګړي قانوني مراسم شرط نه وو. يوازې د دواړو خواوو رضا او فردې اعتراف لازمي و چې له یوه او بل سره به د ښځې او مېړه په توګه ژوند کوي. نارينه به معمولاً هغه مهال واده کاوه چې عمر به یې دریشو کلونو ته رسېدو، خو غوښتل به یې چې ښځې یې ځوانې نجونې و اوسي.
ويل کیږي چې یاد عمرونه د يونانيانو له نظره مناسب وو، ځکه نارينه معمولاً تر دېرش کلنۍ پورې له پوځي خدمت څخه فارغېدل او له يوې ځوانې نجلۍ سره واده کول د هغې د باکروالي ضمانت ګڼل کېده. د لرغوني يونان واده شوو ښځو ډېر کم حقوق درلودل او ژوند یې یواځې د کور او اولاد تر ساتنې محدود و.
په يوناني دودونو کې د وخت دود ډېر مهم فکتور و. د بېلګې په توګه د يوې خرافاتي عقيدې له مخې د پوره مياشتې په شپو کې واده کول د نېکمرغۍ لامل ګڼل کېده. همدارنګه د «رابرټ فلاسلېر» په وينا يونانيانو به په ژمي کې واده کاوه.
په يونان کې وراثت تر احساساتو ډېر مهم و: کله به چې د يوې ښځې پلار مړ کیدو او نارينه وارث به يې نه درلود، نو مجبوره به وه چې له خپل نږدې نارينه خپلوان سره واده وکړي، آن که مجبوره به وه نو له خپل اوسني مېړه څخه به یې هم طلاق اخیست.[۱]
لرغونی روم
په لرغوني روم کې د واده بېلابېلې بڼې موجودې وې. تر ټولو دودیزه بڼه یې (conventio in manum) نومېده، دا ډول وادونه به د شاهدانو په حضور کې ترسره کیدل او په خصوصي ډول یې ترسره کول باطل ګڼل کیدل.
د دا ډول ودونو په ترڅ کې به ښځې د پلار د کور د وراثت حق له لاسه ورکاوه او د نوې کورنۍ د ميراث حقوق به يې ترلاسه کول او له واده وروسته به ښځه د خپل مېړه تر بشپړې واکمنۍ لاندې راتله.
د (sine manu) په نوم د واده یوه بله بڼه هم دود وه. د دې واده د تړون په ترڅ کې به ښځه د خپلې اصلي کورنۍ غړې پاتې کېده او د پلار تر اطاعت لاندې به وه، د خپلې پخوانۍ کورنۍ د ميراث حق به يې ساته او د مېړه په کورنۍ کې به يې هېڅ ډول قانوني حق نه درلود. د نجونو د واده لپاره لږ تر لږه ۱۲ کاله عمر ټاکل شوی و.
د عیسويت د لومړنیو دورو (له ۳۰ تر ۳۲۵ کلونو شاوخوا) راهيسې واده يوه شخصي او خصوصي معامله ګڼل کېده چې مذهبي مراسمو ته یې اړتيا نه درلوده؛ خو د ۱۱۰ میلادي کال په شاوخوا کې د «اګناتوس» په نوم یوه کشيش د «پولي کارپ» په نوم یوه بل کشيش ته په يوه ليک کې ولیکل: «کله چې سړی او ښځه واده کوي او د واده تړون د کشيش تر تائيد لاندې ترسره شي، نو د دوی واده د خدای په حضور کې تر سره کېږي، نه د خپلو نفساني غوښتنو له مخې.»[۲]
په دولسمه پېړۍ کې ښځې اړې(مجبورې) وې چې پر خپل ځان د خپلو مېړونو نومونه ومني. د شپاړسمې پېړۍ له دوهمې نيمايي وروسته د واده لپاره د مور او پلار رضايت نامه او د کليسا تصديق دواړه ضروري شول.
په منځنيو پېړيو کې واده د نړيوالو او کورنيو اړیکو تر ټولو مهم برخه یا جز ګڼل کېده. واده نه يوازې د ځمکو، سلطې او اتحاد د تر لاسه کولو وسيله وه، بلکې د ديپلوماټيکو چارو اساسي بنسټ هم ګڼل کېدو. د هېوادونو او پاچاهانو ترمنځ اړيکې د سرحدونو يا طبيعي ګټو پر ځای دودیزو نسبونو او کورنيو اړیکو پورې تړلې وې. د همدغو اړیکو پر اساس مجارستاني شهزاده د ناپولي ولیعهد او یا انګرېز شهزاده د کاستيا د تاج ادعا کولای شوه.
د اشرافي کورنيو لوڼې او زامن چې د همدغو سياسي ودونو له لارې به تبادله کېدل د يوې پيچلې کورنۍ او سياسي شبکې د رامنځته کیدو لامل کیده، چې ډېری وخت يې متضادې ادعاوې هم راپورته کولې.[۳]
د اروپا تر ټولو اوږده جګړه، يعنې سل کلنه جګړه د همدې دودیزو کورنيو ترمنځ د يوه واده پر سر رامنځته شوه. په دې ودونو کې نه د واده کوونکو د احساساتو او نظرونو پروا ساتل کېده او نه هم د هغو خلکو د ګټو چې له پايلو به يې اغېزمنېدل.
تر ۱۵۴۵ میلادي کال پورې له یو څو سيمه ييزو مواردو پرته په اروپا کې د مسيحيانو ودونه د دواړو لوریو په رضا، د واده د نيت اعلان، او د جسمي يووالي د عمل په توګه ترسره کېدل. مېړه او مېرمنې دواړو به په خوله يو له بل سره ژمنه کوله چې واده به کوي. د کشيش يا شاهدانو شتون اړين نه وو. دا ډول تړون ته “verbum” ويل کېده. که دا ژمنه به د اوسنۍ زماني د فعل له مخې ترسره کېده (لکه: «زه له تاسره واده کوم») نو قانوني او الزامي به ګڼل کېده. خو که د راتلونکي زمان د فعل له مخې به ترسره کېده (لکه: «زه به له تاسره واده وکړم»)، نو يوازې د نامزادۍ د تړون معنا به يې درلوده.
د منځنيو پېړيو پر مهال د کليسا يو کار د هغو ودونو ثبت و چې په اجباري ډول به به نه ترسره کیدل. ځکه چې د واده شخړې او حقوقي مسايل به د کليسا په محکمو کې حل کېدل، حکومت به په واده او شخصي مسایلو کې هېڅ لاسوهنه نه کوله.
په منځنيو پېړيو کې به ډېری ودونه مخکې له مخکې ټاکل شوي وو، آن ځينې وخت به د ماشوم د زېږېدو په مهال د هغه د واده تړون ترسره کیدو. دا تړونونه معمولاً د شاهي او اشرافي کورنيو تر منځ د سياسي او اقتصادي تړونونو د تضمين لپاره ترسره کېدل. کليسا د دغو تحميلي ودونو پر وړاندې مقاومت وکړ او د لغوه کولو دلايل يې زيات کړل. هماغه وخت کله چې مسيحيت د روم له دورې تر منځنيو پېړيو پورې په پراخیدو وو، په آزادانه ډول د ژوند د ملګري د انتخاب مفکورې هم وده ورسره وکړه او عامه شوه.[۴]
د ۱۳مې پېړۍ له وروستيو او د ۱۶مې پېړۍ تر لومړيو وختونو د واده منځنی عمر شاوخوا ۲۵ کاله و. وروسته د پروتستاني اصلاحاتو په لړ کې د دولت له خوا د ثبت شويو او قانوني ودونو نظام رسمي شو. یاد اصلاحات د مارتين لوتر د هغې نظریې غبرګون ښودل و چې واده یې دنيوي (غير مذهبي) عمل ګاڼه.
په ۱۷مه پېړۍ کې ډېری پروتستان هېوادونه د واده په سر له دولت سره د شخړو ښکار شول. په دې موده کې د واده منځنی عمر د نارينه وو لپاره ۴۴ – ۲۵ کلونه او د ښځو لپاره ۳۹ – ۲۲ کلونه و.
په انګلستان کې د ۱۷۵۳ کال د Lord Hardwicke قانون په ترڅ کې دا تصويب شو چې له مخې د واده اعتبار د انجليکن کليسا په چوکاټ کې د دواړو لوریو تر رضایت محدود شو. یاد قانون د واده په مراسمو کې د شاهدانو حضور هم لازمي کړ.[۵]
په ۱۵۶۳ کال کې د اصلاحاتو پر وړاندې د مخالفتونو يوې برخې د ترنت شورا (Council of Trent) د اصلاحاتو په وړاندې د مخالفت په ترڅ کې فرمان صادر کړ چې: د روم کاتوليک واده يوازې هغه وخت رسمي ګڼل کېږي چې د يو کشيش او دوو شاهدانو په حضور کې د واده رسمي مراسم ترسره شي.
یادې شورا همدارنګه په ۱۵۶۶ کال کې د واده اړوند مذهبي تعليمات او لارښوونې عنوان لاندې خپاره کړې: « چې د ښځې او سړي ترمنځ د واده تړون د دوو وړ اشخاصو ترمنځ اتحاد دی چې د خپل ټول ژوند لپاره د یو او بل ترڅنګ پر ګډ ژوند کولو مکلف کوي.»
د هماغه عصر په پیل کې «جان کالوين» او د هغه پروتستان ملګرو د ژنو د واده د قوانينو په اصلاح لاس پورې کړ. د دوی غوښتنه دا وه چې پر هغه قانون دې بيا کتنه وشي چې له مخې يې واده بايد د دولتي ثبت او د کليسا د تقديس(درناوي) دواړه شرايط پوره کړي.
په انګلستان او ويلز کې د ۱۷۵۳ میلادي کال د Lord Hardwicke د واده قانون دا شرط وړاندې کړ چې هر واده بايد د رسمي مراسمو له لارې ترسره شي. که واده به له رسمي مراسمو پرته په ساده ډول ترسره شو، نو غير رسمي به ګڼل کېدو.
پټ يا غير رسمي ودونه زیاتره وخت په فليټ زندان (Fleet Prison) او سلګونو نورو ځایونو کې ترسره کېدل. له ۱۶۹۰ تر ۱۷۵۳ کال پورې يوازې د فليټ زندان په دننه کې نږدې ۳۰۰ زره پټ ودونه ترسره شول.
د ۱۷۵۳ کال قانون حکم وکړ چې د واده رسمي مراسم بايد د انجليکن کليسا د يوه کشيش او دوو شاهدانو په حضور کې ترسره او ثبت شي.
خو یاد قانون د يهودانو او کواکرانو (Quakers) پر مذهبي لږکيو نه پلي کېده، ځکه هغوی کولای شول د خپلو ځانګړو مذهبي رواجونو له مخې واده ترسره کړي.
په انګلستان او ويلز کې د ۱۸۳۶ میلادي کال د واده قانون د کليسايي واده د قانوني بديل په توګه په رسميت وپېژندل شو. په جرمني کې هم ۱۸۷۵ کال کې مدني ودونه رسمي شول. یاد قانون خلکو ته اجازه ورکړه چې د واده مراسم د دولتي مدني چارو د ادارې يو رسمي کارکوونکی ترسره کړي، خو په دې شرط چې دواړه لوري د واده نيت په ښکاره ډول او د اعتبار له مخې اعلان کړي. همدارنګه خلکو ته اجازه ورکړل شوه که دواړه لوري وغواړي نو کولای شي د واده خصوصي مذهبي مراسم هم ترسره کړي.[۶]
د انګلستان د اوسني عامه قانون له مخې واده د طرفینو ترمنځ يو اختیاري تړون ګڼل کېږي، د واده د تړون له مخې دواړه لوري دا مني چې له یوه او بل سره به د مېړه او ښځې په توګه ژوند کوي.
ادوارد وسترمارک وايي: «واده د یوه پخواني سنت په توګه د تاریخ په اوږدو کې وده کړې ده.»[۷]
په لرغوني يونان کې خلک د واده له مهر سره اشنا شول. ظاهراً د دې کار لامل دا و چې نارينه وو له واده سره چندان علاقه نه درلوده، نو د ښځې د کورنۍ له لوري د مهر ورکول د دې لپاره دود شو چې سړی واده کولو ته وهڅوي.
د لرغوني مصر په اړه ښکاره اسناد په لاس کې نشته، خو یو شمېر شواهد ښيي چې شاید په هغه دور کې د واده دود نه وو موجود.[۸]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] عبدالحی، مصطفی، ښځه په اسلام کې، مخ ۱۷۵، ژباړن: محمود ابراهيمي، د خپرېدو کال: ۱۳۹۴هـ، ناشر: د احسان خپرندویه ټولنه ـ تهران.
[۲] ناک، استیون، واده د نارينهوو په ژوند کې، مخ ۱۳۲، ژباړن: سعيد غفاري، د ګوهر کمال خپرندويه ټولنه، کال ۱۳۸۲هـ، تهران.
[۳] هماغه اثر.
[۴] غضنفري، ژاله، ازدواج و تکامل (درآمدی بر تاثیر ازدواج در تکامل روح و جسم)، مخ ۳۳، د چاپ کال: ۱۳۸۵هـ، ناشر: د فراګیران سینا خپرندویه ټولنه ـ تهران.
[۵] هماغه ماخذ.
[۶] ناک، استیون، واده د نارينهوو په ژوند کې، مخ ۱۴۱، ژباړن: سعيد غفاري، د ګوهر کمال خپرندويه ټولنه، کال ۱۳۸۲هـ، تهران.
[۷] هماغه ماخذ.
[۸] هماغه ماخذ.
