لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ‌زهي
آتئیزم «خدای نه منل» (۲ برخه)
له منځنیو پېړیو تر رنسانس
د منځنیو پېړیو په پیل او نیمایي کې د آتئیستي نظریاتو ښکاره کېدل ډېره نادره چاره وه. خدای نه منل یو ناآشنا او خطرناک دریځ ګڼل کېده. د خدای د نه منلو تور ډیری وخت د سیاسي درباري یا مذهبي سیالانو د بدنامولو لپاره کارېده او کله ناکله به د نورو ادیانو یا هغو هېوادونو پر ضد هم کارېده چې مذهبي سیاست به یې درلود.
د بېلګې په توګه د مسیحیانو ترمنځ د مذهبي جګړو په وخت  غیري ارتودوکسي ‌ډلواو همدارنګه پر مسلمانانو د «بې‌ خدای» او «ملحد» نومونو ایښودل ډېری وخت د دې لپاره و چې مذهبي سیالان له منځه یووړل شي. آن د یوې عقیدې پیروانو به هم د نورو مذهبونو پر پیروانو دا ډول تورونه لګول.
سره له دې ټولو خطرونو بیا هم په تاریخي لیکنو او آن د خدای ‌باوره لیکوالانو په خبرو کې هم د خدای ناباورانو شتون احساسېږي. د بېلګې په توګه «ویلیام اوکام» په خپل کتاب کې د خپلې دورې له ځینو هغو کسانو یادونه کوي چې د خدای په وجود یې شک درلود.
«پاپ ګرګوري کبیر» هم په خپل اثر کې چې د فکري ډلوپه اړه یې لیکلی د بې ‌خدایانو او شکاکانو(شک لرونکوکسانو) نومونه نه اخلي، خو د «شک ملګري» یې بولي.
همدارنګه یهودی فیلسوف او د عباسي خلافت د دورې فعال «سعید بن یوسف الفیومي» د «عقاید او نظريات» تر عنوان لاندې په خپل کتاب کې پر هغو کسانو نیوکه کوي چې د ده په باور پر خدای ایمان نه لري.
د مسیحیت د خپرېدو او له بېلابېلو فرهنګونو سره د مسیحیت د تماس په مهال د خدای د نه منلو یادونه د «هایکُرن‌وال» په ژوند او لیکنو کې هم تر سترګو کېږي. ده په خپلو لیکنو کې د هغو کسانو یادونه کړې چې ګومان یې کاوه خدای شتون نه لري. ځینې بېلګې او شواهد ښيي چې سره له دې چې په منځنیو پېړیو کې مسیحیت او اسلام دواړه حاکم وو، خو بیا هم ځینو کسانو د خدای له شتون انکار کاوه او یا یې په اړه شک درلود.[۱]
په منځنیو پېړیو کې دین په یوه ټولواک او انحصاري(محدود) ځواک بدل شو، تر دې چې قدرتمندو کسانو هم په ښکاره او له وېرې پرته د خدای د نه ‌شتون خبره نشوی کولای. د خدای د نه منلو نننۍ مفهوم د ځانګړو تاریخي شرایطو زېږنده ده؛ له همدې امله باید تمه و نه ‌لرو چې د تاریخ په اوږدو کې دې د بې ‌اعتقادۍ بڼې له اوسنیو برداشتونو سره سمون ولري.
د بېلګې په توګه نن ورځ دا خبره کول چې کېدای شي د مقدسو متونو ځینې برخې یوازې مجازي یا حتا افسانوي بڼه ولري ښايي ډېر توند دریځ ونه ګڼل شي (ځکه چې نن ورځ ځینې مذهبي کسان هم دا ډول نظر لري). خو د منځنیو پېړیو او رنسانس د مذهبي او اعتقادي دودونو په رڼا کې دا ډول ادعا کول د ډېرو ادیانو د سرو کرښو ماتول وو چې ډېری وخت یې ماتوونکي له تريخ برخلیک سره مخ کیدل.
دغه پېر د کلیسا له‌ لوري د عقایدو د تفتیش او د کتابونو او معلوماتو د پراخ سانسور(بنديز) دور هم و. سره له دې چې یوازې کم شمېر خلکو لیک او لوست کولای شو، خو بیا هم د کلیسا د بشپړ تسلط له امله د غیردیني کتابونو او متونو د ژباړې او چاپ دروازې تړل شوې وې. آن که چا به د خپلو څرګندونو د  ښودلوموقع ترلاسه کوله، نو ډېری وخت به له خپل کتاب سره یوځای سوځول کېده یا شکنجه کېده.[۲]
د مسیحیت د عقایدو د تفتیش(تحقيق) د دورې د یو څو بېلګو بیان کولای شي د فکري کنټرول او تصفیې د شدت کچه واضح کړي.
په ۱۴۹۷ میلادي کال کې «ګابریل دی‌سالو» یوازې د دې خبرې له امله محاکمه شو چې ویل یې د مسیح معجزې طبیعي پېښې وې.
د یوه بل بې‌ خدایه په اړه هم په زړه پوری روایت موجود دی. ویل کیږي چې په ۱۵۵۸ کال کې د «پی‌یِترو اِستوزي» په نوم یو ریاضي‌ پوه او ژباړن کله چې په جګړه کې ټپي شو، نو د مرګ پر بستر یې د خدای او له مرګ څخه وروسته يې له ژونده انکار وکړ او له همدې عقیدې سره ومړ. له مرګ یوه ورځ مخکې یې راپور ورکړل شو چې مقدس متون (دیني کتابونه) یې خیالي او وهمي(بې حقيقته) بللي وو.
په ۱۵۸۴ میلادي کال کې د «دومینیکو اسکندلا» په نوم یو بل کس هم محاکمه شو، د نوموړي کیسه د «منوکیو» په نوم مشهوره ده چې د کارلو ګینزبرګ په نوم د یوه تاریخ‌ پوه له‌ لوري په دقت سره ثبت شوې ده. «منوکیو» د منځنۍ طبقې سړی و. د هغه د حالاتو راپورونه ښيي چې تل به یې د خدایانو او دین په اړه بحثونه کول او د بحثونو موخه یې هم یوازې له بحث کولو سره مینه وه.
منوکیو به ویل چې له یوې باکرې ښځې یا ناواده ښځې (بي بي مریم) د حضرت مسیح زېږېدل ناممکنه چاره ده، ده به ویل: «ممکن مسیح به ډېر ښه سړی و، یا به له یوه نیک پلار زیږیدلی زوی و خو دا خبره چې له باکرې ښځې زېږېدلی دی زه یې نه منم.»
ده همدارنګه د دین او د کلیسا د احکامو په اړه ویلي وو: «زه باور لرم چې د کلیسا ټول قوانین او احکام تجارتي دي او پادریان(دعیسویانومذهبي مشرانو) له همدې لارې خپل مالي امکانات برابروي.»
په ۱۵۸۶ میلادي کال کې په وینس کې «ګیلارمو ګارزوني» د دې لپاره محاکمه شو چې د یوه خدای پر شتون یې هم باور نه درلود او«آتئیست» و. ده باور درلود چې هستي د چانس یا تصادف پایله ده، نه د خدای د خلقت.
د عقایدو د تفتیش(تحقيق) په دوره دې ته ورته پېښې زیاتې شوې او په تاریخي یادښتونو کې یې ګڼې بېلګې لیدل کېږي. خو په دې خاطر چې متن اوږد نشي په همدې څو بېلګو بسنه کوو. متاسفانه په دې یاداښت کې د «ونیني»، «جوردانو برونو»، «مونتاین» او د «ګسندي» ځای خالي دی.
د ټولو هغو خبرو سره سره چې تر دې دمه وویل شوې، لا هم یو مهمه ستونزه چې ډېری تاریخپوهان د بې‌ خدایۍ د تاریخ په څېړنه کې ورسره مخ دي شتون لري، او هغه د اتوبیوګرافیکي اسنادو لیکونو او یا هم د هغو لیکنو نشتوالی دی چې پخپله د بې ‌خدایانو له‌ خوا د منځنیو پېړیو په دوران کې لیکل شوي وي.
ددغې تشې لامل د مسیحیت مطلق انحصار(محدودول)، د اثارو سوځول، او د فکري ازادۍ نشتوالی دی. همدا چاره ددې لامل شوه چې د تاریخي راپورونو تایید او د اشخاصو د باورونو معلومول ډېری وخت په لانجمنو او بحث‌ پارونکو موضوعاتو بدل شي، په ځانګړي ډول هغه وخت کله چې د منځنیو پېړیو د بې‌ خدایۍ تاریخ مطرح کېږي.[۳]
په ختیځ کې هم ځینې فلسفي او فکري خوځښتونه رامنځته شوي وو چې یا یې انتقادي بڼه درلوده یا هم خپلواک فکري جریانونه وو؛ د بېلګې په توګه «نئو-کنفوسیوسیزم» چې که څه هم د بودایزم له لیدلوري سره یې شباهت(ورته والی) درلود، خو بیا هم د طبیعت ‌پالنې یا مادیت‌ پالنې تمایلات (لېوالتیاوې) پکې ډېر زیات وو. دا ډول فکري تمایلات د منځنیو پېړیو په دوران کې په اسلامي نړۍ کې هم موجود وو.
د «زندیق» کلمه په لومړيو کې ددې په ځای چې د شک لرونکي په معنا وکارول شي، د هغو کسانو لپاره کارول کیده چې په پټه به یې دوه‌ګوني عقیده لرله یا به د ماني او مانویانو پلویان وو. د بېلګې په توګه ویل کیږي چې د «ابن درهم» په نوم یوه کس په کال ۷۴۲م کال کې د مسلمانانو د خدای له مفهوم څخه انکار کاوه او پیروان یې هم ماده‌پالان وو، نوموړي رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم [العیاذبالله] دروغ‌ویونکی باله [۴] او د رستاخیز (له مرګ وروسته د بیا راژوندي کیدو) مفکوره یې هم ردوله.[۵]
«ګلدزیر» هم په خپلو آثارو کې د یو شمېر هغو شاعرانو او آزاد فکرانو یادونه کوي چې پر قرآن کریم به یې د نقد جرات کاوه او آن ویل به یې چې د دوی د شعرونو بڼه او ښکلا له قرآني آیتونو غوره ده. ګلدزیر د دوی له‌ لوري د قرآن کریم تمسخر(سپکاوي) ته هم په لنډه توګه اشاره کړې ده.[۶]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] یاسین قاسمي بجد، آتئیست مرده است، مخ ۶۷۲، خپرندوی: یاسین کتاب، کال ۱۴۰۳ هـ ش، تهران.

[۲] هماغه اثر.

[۳] ډاکټر عبدالرزاق نوفل، والله والعلم الحدیث، مخ ۳۴۴، ژباړن: احمد مام آقایي، خپرندوی: د دفاع وزارت، اداره الشؤون المعنویة والثقافة.

[۴] معاذالله.

[۵] سعید حوی، کتاب الله، مخ ۹۱، ژباړن: مصطفی خرم‌دل، خپرندوی: نشر احسان، کال ۱۳۸۸ هـ ش، تهران.

[۶] عبدالعلیم رضایي، تاریخ ادیان جهان، وجود الله، مخ ۳۴۱، خپرندوی: انتشارات علمی، کال ۱۳۸۹ هـ ش، تهران.

Leave A Reply

Exit mobile version