شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: م. فراهي توجکي فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (۱۲ برخه) د يورگن هابرماس ژوند، آثارو او نظریاتو ته کتنه يورگن هابرماس د ۱۹۲۹ میلادي کال د جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د جرمني په دوسلدورف ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هابرماس خپله ځواني د هټلر د واکمنۍ او د نازېزم د ختميدو په دوران کې تېره کړه. د هټلر راښکاره کېدو د نړۍ متفکرین اړ کړل ترڅو وپوښتي: څنګه کېدلای شي چې دموکراسي او آزادي دې «نازیزم» وزیږوي؟ آيا هټلر د خلکو د رايو پر اساس نه و ولسمشر شوئ؟ دېته ورته نورې پوښتنې چې د هابرماس په څېر کسان يې ژور فکر او تأمل ته وهڅول. له کانت څخه نیولې تر مارکس پورې یو ژور او فکرجوړونکي فرهنګ د یوه لوی او غني فکري او فلسفي سنت د ښکاره کېدو او تکامل لامل شو، داسې یو سنت چې د «نجات ورکوونکي انتقادي عقل» او د آزادۍ د عيني تحقق مفکوره يې تر ټولو لوړ ارزښت باله خو د هټلر او نازيانو د راپيداکېدو لپاره یې لازم شرایط برابر کړل. هابرماس د خپلې ځوانۍ د تجربو په اړه وايي: «زه چې شاوخوا ۱۵ يا ۱۶ کلن وم د راډيو ترڅنګ به کښېنستم او هغه بحثونه او منازعې به مې اوریدې چې د نورنبرګ د محاکمو پر مهال به له راډيو خپرېدې. هغه وخت کله چې خلکو د وېري له امله چوپ پاتې نه شول او د محکمې د عادلانه والي، د قضايي بهير او د محکمې د کړنلارې په اړه يې پوښتنې راپورته کړې زما په ذهن کې لومړنی فکري درز(اختلاف) رامنځته شو؛ داسې یو اختلاف چې لا هم د دوام او د ډېرېدو په حال کې دی. ځکه زه ډېر حساس وم او د خپلو مشرانو په څېر اغېزمن شوی وم، ځان مې له هغه ناوړه او انسانيت ضد واقعيت څخه لرې وساته چې ټولو ته ښکاره و.» هابرماس خپلې لوړې زده کړې د «ګومزبخ»، «ګوتینګن»، «بن» او «زوریخ» په پوهنتونونو کې ترسره کړې. په ۱۹۵۴ زېږديز کال کې يې د شيلینګ په افکارو کې د مطلق او تاريخ تر منځ د ټکر د موضوع په اړه د «مطلق او تاريخ» تر سرليک لاندې خپله دوکتورا بشپړه کړه. وروسته یې دوه کاله د ورځپاڼو لپاره لیکل وکړل، په ۱۹۵۶ کال کې د فرانکفورت د ټولنيزو څېړنو د مؤسسې غړی شو. هابرماس په همدې دوره کې د یاد مکتب له مشهور غړي تئودور آدورنو سره د مرستيال په توګه کار پيل کړ او د فرانکفورت مکتب د فکرکوونکوکسانو تر فکري اغېز لاندې راغی. درې کاله یې د هايدلبرګ په پوهنتون کې فلسفه تدریس کړه، او له ۱۹۶۴ تر ۱۹۷۱ زېږديز کال پورې په فرایبورګ پوهنتون کې د ټولنپوهنې او فلسفې استاد و. له ۱۹۷۲ تر ۱۹۸۱ کال پورې د ماکس پلانک د څېړنو د مؤسسې مدير و او په ۱۹۸۱ کال کې یې خپل لوی علمي اثر «د ارتباطي عمل نظريه» (Theorie des kommunikativen Handelns) په دوو ټوکو کې خپره کړه. له ۱۹۸۳ زېږديز کال وروسته یې د فرانکفورت په «ګوته» پوهنتون کې تدريس پيل کړ او دې لړۍ د ده د تقاعد تر وخته دوام پیدا کړ. هابرماس د زده کړو پر مهال ځانګړی استاد نه درلود، خو د لویو متفکرانو له آثارو يې ډېره ګټه پورته کړه. هابرماس وايي: «کله چې د فرانکفورت مؤسسې غړی شوم، له آدورنو څخه مې ډېر څه زده کړل. ده را وښودل چې په پیل کې بايد لومړني متون له پيله تر پایه په منظم ډول مطالعه شي. هابرماس له دې طريقې د ګڼو فيلسوفانو او ټولنيزو نظريه پوهانو په آثارو کې ګټه پورته کړه، له هر فیلسوف يې یو څه زده کړل، خو هغوی يې نقد هم کړل.» هابرماس د ګڼو فکري شخصيتونو تر اغېز لاندې راغلی دی، چې ځينې يې دا دي: هابرماس د لوکاچ د «تاريخ او طبقاتي پوهاوی» کتاب په ډېره مينه ولوست. له کارل مارکس، ګئورګ وېلهلم فريدريش هيګل، د ځوانو هيګليانو، فريدريش وېلهلم شيلینګ، يوهان ګوتليب فیشته، او ايمانوئل کانت څخه يې فکري الهام واخيست. د کارل الويټ تر لارښوونې لاندې یې د ځوان مارکس او ځوانو هيګليانو نظریات مطالعه کړل. هابرماس همدارنګه د تئودور آدورنو او ماکس هورکهایمر آثارو په ځانګړي ډول د دوی ګډ اثر «ديالکتيک روشنګری» (Dialektik der Aufklärung) ته مخه کړه. هابرماس د فرانکفورت مکتب وروستی استازی ګڼل کیږي. فرانکفورت مکتب يو انتقادي نظريي مکتب دی چې د پانګوال نظام پر ساختارونو (جوړښتونو) نیوکه لري. یاد مکتب له ۱۹۶۰مو کلونو راهيسې د نئومارکسيزم په چوکاټ کې د علمي فرضيو او د ښوونې او روزنې د بنسټونو د انتقادي ارزونې په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د هابرماس مهم آثار دا دي: د «عمومي حوزې ساختاري بدلون»، «د ټولنيزو علومو په منطق کې نظريه او واقعیت»، «پوهاوی او د انسان علایق»، «د عقلاني ټولنې پر لور»، «د مشروعيت بحران»، «فلسفي هرمنيوتيک»، «د تاريخي ماتريالېزم بيارغونه»، «مفاهمه او د ټولنې تکامل»، «د مفاهمې نظريه»، «د مدرنیتې فلسفي ګفتمان»، «د مفاهمې (اړيکو) د کنش نظريه» په دوو ټوکو کې، «له ماوراءالطبيعیت ورهاخوا تفکر»، «اخلاقي پوهاوی او د اړيکو د عمل حقانیت او رښتينولي»، «د اخلاقي ګفتمان په اړه ملاحظات»، «د واقعيتونو او اصولو ترمنځ»، «فلسفي ـ سياسي څېره»، «نئو محافظه کاري»، «خلاصون موندونکی ځواک» او «د خپلواکۍ او يووالي سمبولونه». د دغو آثارو ډېری يې انګليسي ژبې ته هم ژباړل شوي دي. هابرماس له شک پرته د فرانکفورت مکتب د ټولنيزې فلسفې او انتقادي نظريي له وتلو او آزادخیالو استازو څخه دی. لکه څنګه چې په تېرو برخو کې يادونه وشوه د فرانکفورت مکتب د انتقادي نظريه پوهانو اصلي موخه دا وه چې مارکسيزم د استالينيستي ارتودوکسي له قيد(ارزونې) څخه آزاد کړي او په يو ايديولوژيک ـ فرهنګي نقد یې بدل کړي. له همدې نظره هابرماس د هغوی د فکري لړۍ دوام ګڼل کېږي، ځکه نوموړي هغه فرهنګي او سياسي عوامل چې د انسانانو بېلابېلا ذهنونوترمنځ ګډ تفاهم اود اړيکو اصلي بڼې اړول، ضعف او بندېدو لامل کیږي په انتقادي ډول تحلیل کړل. په همدې توګه هابرماس د انتقادي نظريې په پراختيا او بيارغونه کې بنسټيز رول ولوباوه. د معاصرې اروپايي فلسفې په ډګر کې د ده لویه فکري ونډه په دې اساسي فرضيه کې لیدلی شو: د عقلاني تفکر، استدلال (دليل راوړل )اوخلاصون موندونکي پوهه او کمال منونکې جوړښتونه په محسوس ډول د لاسرسي وړ دي او ښکاره حضور لر ي. ځکه یاد جوړښتونه د انسان د ورځنيو اړيکو او تعاملاتو په بستر کې نغښتي دي. همدا فکري جوړښتونه او بصيرتونه نه د بهرني واقعيت برخه ده او نه هم د بهرني واقعیت د ظاهري تأمل پایله، بلکې د هغو ټولنيزو باورنوپه منځ کې بايد ولټول شي چې زموږ د ژوند نړۍ بنسټ جوړوي. دوام لري… مخکنئ برخه
مډرنیزم د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD نور یی ولوله
مډرنیزم د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD نور یی ولوله
ساینټولوژي ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (لومړۍ برخه)پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD نور یی ولوله