لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ‌زهي
آتئیزم «خدای نه منل» (دريمه برخه)
اروپایي رنسانس (د دئیست دوره)
له پنځلسمې تر اوولسمې میلادي پېړۍ په اروپا کې د فلسفي شک ‌پالنې او دیني نیوکو دایره پراخه شوه، د تجربوي علومو د لاسته راوړنو لنډ وخت په ترڅ کې د کلیسا له ارسطويي فلسفې وروسته د طبیعي نړۍ په اړه بېلا بېلو مذهبونو دریځونه تر پوښتنې لاندې راوستل.
د دې دورې د فکري او انتقادي څېرو له ډلې کولای شو له «لئوناردو دا وینچي»، ایټالوی فیلسوف، تاریخ ‌پوه او جمهوریت ‌پال «نیکولو ماکیا ولي»، فرانسوی لیکوال او څېړونکی «بونوانتور د پرېه» او د رنسانس دورې مانیست «فرانسوا رابله» یادونه وکړو. البته د دوی د فعالیتونو په مستقیم ډول له آتئیزم سره تړاو نه درلود، بلکې زیات تمرکز یې پر دیني بنسټونو( د انګلستان او فرانسې پر کلیساوو) نیوکه وه. د دوی ډیری نیوکې په مذهبي عقایدو، د کلیسا د کنټرول او اخلاقي تعبیر پر وړاندې وې. چې دې هر څه د اوولسمې او اتلسمې پېړیو په فکري انتقاداتو پر رامنځته کېدو کې خورا ژور اغېز درلود.
د تجربوي علومو او فلسفې د پرمختګ له امله د «ګالیله» او ایټالوي فیلسوف او روشنفکر «لوسیلیو وینیني» په څېر مخکښو متفکرانو د کلیسا د ارتودوکسي عقیدې بنسټونه تر سختې پوښتنې لاندې راوستل او په ښکاره یې د شک وړ وبلل. خو د دې کار له امله ډېری متفکرین د وخت  کاتولیکې کلیسا له لوري له شکنجو وروسته په وحشیانه ډول د مرګ پر سزا محکوم شول.
د هغو کسانو له ډلې چې د ائتیزم په تور اعدام، شکنجه یا د صلیب په سزا محکوم شول لاندې کسان یادولای شو:
«اِتیېن دولې» ۱۵۴۶م کال
«لوسیلیو وینیني» ۱۶۱۹م کال
«کازیمیر لېسزینسکي» ۱۶۸۹م کال
او «فرانسوا د لا بار» ۱۷۶۶م کال.
په همدې زمانه کې د علومو پرمختګ او د ارسطويي فلسفې نفوذ د کمېدو له امله طبیعت زیاتره د یوه میخانیکي (ماشیني) نظام په بڼه تصور کیده. هغه خدای چې د همدې وخت د فیلسوفانو او پوهانو تر ټولو ډېر د پام وړ د «دئیزم» خدای و. د دې لید له مخې خدای نړۍ پیدا کړې، خو له پیدایښت وروسته د هستۍ په چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي. دوی وایي  ددې لپاره چې خدای د هستۍ په چارو کې مداخله نه لري نو نه دین لري، نه پیغمبر، نه معجزه او کېدای شي له مرګ وروسته ژوند هم شتون و نه لري.
د پورته باور مهم ټکی دا دی چې ډېری هغه کسان چې دې نظریې ته مایل وو، دین یې یوازې د طبیعت یا فرهنګ له زاویې لیده نه د وحې او ایمان له زاویې. همدا تمایل وروسته د فکري نیوکو لامل شو او د ولتر او روسو په څېر نورو دئیستانو  په خورا تُند او اغېزمن ډول مطرح کړ.
د هغو دیني جګړو په ترڅ کې چې د پروتستانتي اعتراضونو په پایله کې رامنځته شوې وې د دین پر ضد انتقادونه او د بې‌ خدایۍ نظریات تر دې حده اغېزناک تمام شول چې له عیسویت څخه نوي مکتبونه یو پر بل پسې جلا شول او د خپلواکو عقیدوي خوځښتونو په توګه یې رسمیت وموند. د دغو مکتبونو له جملې کولای شو د دئیزم، یونیتارینیزم او آناباپتیست یادونه وکړو. د دغو خوځښتونو په پایله کې سیکولر انسان‌ پالنه نوره هم پیاوړې شوه او دودیز دیني لیدلوري ورو ورو کم‌ رنګه شول.[۱]
په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې دیني انتقادات اوج ته ورسېدل، په ځانګړي ډول د توماس هابز، اسپینوزا او ډېوېډ هیوم له لوري. د دې دورې یوه غوره بېلګه «د طبیعي ادیانو مکالمات» (Dialogues Concerning Natural Religion) تر عنوان لاندې د هیوم اثر دی چې د ده له مړینې وروسته په مستعاره بڼه خپور شو.
که څه هم ډېریو دیني عالمانو د بې ‌خدایۍ د مکتب شتون نه مانه خو د دین له ادرسه د بې‌ خدایۍ پر وړاندې د دفاعي لیکنو شمېر زیات شو او د دې فکري څپې اغېز دومره پراخ شو چې د بریتانیا د شاهي قوانینو له مخې د نولسمې پېړۍ تر لومړیو بې ‌خدایي د مرګ له سزا سره مل وه.[۲]
په مډرنه دوره کې لومړنی اتئیست چې په ښکاره یې د خدای له شتون څخه انکار وکړ فرانسوی کشیش ژان ملیه (Jean Meslier) و. نوموړي د کلیسا، دین، مسیح، خدای او د سنتي سلطنت ‌پالو پر ضد  راديکال او تُند نظريات وړاندې کول. که څه هم ده خپل نظریات په ژوندوني لیکلي و، خو له مرګ وروسته یې کله چې په ۱۷۲۹ کال کې کتاب خپور شو؛ را ښکاره شول.
له ده وروسته فرانسوی ډاکتر او فیلسوف ژولین او فره دولا متري (Julien Offray de La Mettrie) په ۱۷۴۸ کال کې «انسان د یوه ماشین په توګه» (L’Homme Machine) تر عنوان لاندې حیرانوونکی اثر ولیکه. یاد اثر پر ائتیزم او ماټریالېزم ولاړ فلسفي اثر و. د روښانتیا دورې نورو اتئیستو متفکرانو الهام ترې واخیست او د ده نظریات یې تعقیب کړل. په ځانګړي ډول بارون دولباخ (Baron d’Holbach) په ۱۷۷۰م کال کې «د طبیعت نظام» (Système de la Nature) تر عنوان لاندې خپل مشهور اثر خپورکړ، چې دا د لومړي ځل لپاره په ښکاره توګه د بې ‌خدایۍ یو اعترافي اثر بلل کېږي.
د دې کتاب اغېز دومره زیات و چې ځینې وخت به یې آن د « بې ‌خدایانو انجیل» باله. د خپرېدو په مهال یې په ګڼو هېوادونو کې د خپرولو مخه نیول شوې وه، او آن د خلکو په مخ کې به سوځول کیده. جالبه دا ده چې ډېر خدای ‌باوره کسان چې غوښتل به یې د بې ‌خدایۍ په اړه پوه شي یا یې نقد کړي، نو د دولباخ کتاب به یې په پټه له یو بل سره تبادله کاوه. د نورو مهمو څېرو له جملې یو بل یې هم ژاک نایژیون (Jacques Naigeon) و. نایژیون د دولباخ د اثار تصحیح کوونکی و چې د خدای ټول دلیلونه یې، متناقض، غیرمنطقي او له فکري ستونزو ډک بلل.[۳]
د دولباخ د فکري حلقې یو بل غړی او تصحیح کوونکی دیدرو (Denis Diderot) و، چې د هلوسیوس (Helvétius)، آدام سمیت (Adam Smith)، ادوارد ګیبن (Edward Gibbon)، ژان ژاک روسو (Jean-Jacques Rousseau) او ډېوېډ هیوم (David Hume) په څېر متفکرانو سره به د دولباخ په مشهور سالون کې یوځای کېده او فکري بحثونه به یې کول. یاد سالون د سلطنت ‌پالو پر ضد د فرانسې د روښانتیا دورې د نظریاتو او فکري خوځښت مهم مرکز و.
دا ډول فکري ناستې یوازې د شتمنو، لوستو طبقو( له روسو پرته چې یوه موده یې په مالي فقر کې تېر کړ) په واک کې وې. دې وضعیت د فرانسې تر انقلاب پورې دوام وکړ. له انقلاب وروسته بې ‌خدایي له محدودې فکري حلقې راووته او تر ډېره د عامو خلکو تر منځ هم خپره شوه.
خو دې فکري خوځښت سخته بڼه خپله کړه چې ځینو جګړه ‌پالو بې ‌خدایانو غوښتل چې مسیحیت د زور او تاو تریخوالي له لارې له هېواده لري کړي. البته دا ډول هڅې د مسیحيانو، خلکو، منتقدانو او دولتي چارواکي له جدي غبرګون سره مخ او ناکامه پاتې شوې.
په هر صورت، د بې ‌خدایۍ فکر له سیاسي صحنې عامه ذهنونو ته نفوذ وکړ او د روښانتیا دورې په وخت په فرانسه کې د درناوي وړ فلسفي مکتب وګرځېد. فرانسه نن ورځ هم د بې‌ خدایانو او هغو کسانو چې د «نه پوهېږم» په نوم پېژندل کیږي له لویو ټولنو څخه شمېرل کېږي.
په اتلسمه او نولسمه میلادي پېړۍ کې علمي او اکاډمیکو څېړنو د مقدس کتاب د متونو حقیقت تر پوښتنې او انتقاد لاندې راوستل. د بېلګې په توګه د آلمان د روښانتیا دورې روحاني عالم یوهان ګو تفرید (Johann Gottfried) په ۱۷۷۹ کال کې د لومړي ځل لپاره د مقدسو کتابونو د متن د رښتینولۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې:
— ایا هغه څه چې لیکل شوي د بشپړ وضاحت له مخې ریښتیا دي؟
— ایا واقعاً ځمکه په شپږو ورځو کې پیدا شوې ده؟ (په داسې حال کې چې په قرآن کریم او انجیل دواړو کې د اوومې ورځې د «خدای د استراحت» روایت توپیر سره لري. او یا دا چې دا ټولې کیسې او روایتونه یوازې ادبي استعارې او د کتاب د بیان ښکلا لپاره رواړل شوې دي؟
له بلې خوا د ادبي نقد د نظریو او د ژبپوهنیزو څېړنو د نوو موندنو له امله د شک فضا نوره هم ژوره شوه. دغو څېړنو وښوده چې بېلا بېلو مقدسو متونو ترمنځ ورته والی شتون لري، نه یوازې د ابراهیمي ادیانو (اسلام، یهودیت، مسیحیت) ترمنځ، بلکې د نورو دیني روایتونو ترمنځ هم لکه له باکرې څخه د بودا، اودېسئوس، کریشنا او نورو زیږېدل.
تاریخي څېړنو د عیسی مسیح د زمانې د پېښو او د ده د شخصیت په اړه دومره اختلافونه رامنځته کړل چې نه یوازې د مسیح د وجود په اړه د محققانو تر منځ بحثونه راپورته شول، بلکې د انجیل او تورات د اعتبار موضوع یې هم تر سیوري لاندې راوسته. د یادو کتابونو د تحریف نظریې چې د قرآن کریم د تائيد یوازینۍ خپلواکه سرچینه بلل کېده د قرآن کریم تاریخي او روایتې اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راوست.
د انسان‌ پېژندنې (Anthropology) په برخه کې پرمختګونو هم څرګنده کړه چې د ابراهیمي او غیر ابراهیمي ادیانو د مراسمو او دودونو ترمنځ ورته والی موجود دی. آن د قبیلوي او ملي ادیانو په رواجونو کې یې هم د اسلام مذهبي اصولو ته ورته دودونه لیدل. که څه هم دې ورته والي د دغو دینونو بنسټیز اختلافات له منځه نه وړل، خو د لا ژورو پوښتنو بنسټ یې کېښود:
— هغه دینونه چې له یوه او بل سره په تضاد کې دي، نو څنګه پوه شو چې کوم یې سم او کوم یې ناسم دی؟
— له څه ډول وسایلو په استفادې کولای شو چې د یوه دین د رښتینولۍ ثبوت ومومو؟
— یا ښایي ټول دینونه ناسم واوسي؟
په همدې وخت کې که څه هم متیو ټرنر (Matthew Turner) په یوه لنډ یاداښت کې له بې ‌خدایۍ دفاع وکړه، خو لومړنی مهم اثر چې په اکاډمیکه کچه یې په انګلیسي ژبه د بې ‌خدایۍ نظریات تشریح کړل د بريتانوي رومانتیک شاعر پرسي شلي (Percy Bysshe Shelley) اثر و، چې په ۱۸ کلنۍ کې یې ولیکه. د هغه اثر «The Necessity of Atheism» (د اتئیزم اړتیا) دومره جنجالي و چې د بريتانوي چارواکو سخت غبرګونونه یې را وپارول.
شلي او د هغه همصنفي تومس جفرسن هاګ (Thomas Jefferson Hogg) له سخت فشار او تفتیش سره مخ شول، خو کله یې چې د خپل لیکلي اثر له انکار کولو څخه ډډه وکړه نو دواړه د آکسفورډ پوهنتون له خوا تنبیه او اخراج شول.[۴]
کله چې په ۱۷۸۲م کال کې د فکري ازادۍ او د «تابوګانو» د ماتېدو پړاو پیل شو نو یو شمېر بنسټیز او مهم بدلونونه رامنځته شول. په دې دوره کې انګلیسي لیکوال ریچارد کارلایل (Richard Carlile) د سختو بندیزونو پر وړاندې مقاومت وکړ او د جِرِمي بِنتام (Jeremy Bentham) په مرسته یې د بیان له آزادۍ څخه دفاع وکړه. دوی د توماس پین (Thomas Paine) د آثارو، سلیم عقل Common Sense، د بشر حقونه Rights of Man او په ځانګړي ډول د استدلال عصر The Age of Reason) د خپرولو په برخه کې پراخې هلې‌ ځلې وکړې. په فرانسه، امریکا او بریتانیا کې د دغو اثارو خپرېدو د عامو خلکو پر افکارو ژور اغېز وکړ او د روښانتیا دورې د مفکورو د پراختیا بنسټ یې کېښود.
د دې تر څنګ د ځمک ‌پوهنې (Geology) او لرغونپوهنې (Paleontology) په برخه کې پرمختګونو د آزاد فکر د خوځښت لپاره نوې لارې پرانستې. په دې زمانه کې سره له دې چې د مقدساتو د سپکاوي پر وړاندې درنې او سختې جزاګانې ټاکل شوې وې، خو په ۱۸۵۹م کال کې د چارلز داروین (Charles Darwin) د انقلابي اثر «د انواعو منشا» (On the Origin of Species) په خپرېدو سره د مذهب بنسټیز عقاید (پیدایښت، نظم او هدف) تر جدي او منطقي پوښتنو لاندې راغلل. نوموړي د سیکولرېزم پر ځای اتئیزم ته لار هواره کړه. د تکامل نظريې نه يوازې د خدای ‌باورۍ له مهمو مفکورو سره مخالفت وکړ، بلکې ورو ورو د خلقت او الهي هدف د مفکورې ځای ‌ناستې شوه.
د «جورج هولیوک» د ملاتړ او فکري نفوذ په مرسته د انګلیسي سيکولریستانو خوځښت چې د «سکولریزم» د اصطلاح مطرح کوونکي او د همدې مکتب د بنسټیزو مفکورو رامنځته کوونکي ګڼل کېږي[۵]  له موجوده خنډونو را تېر شو او د عامو خلکو تر کچې یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ . خو په پایله کې یې «هولیوک» په ۱۸۴۲ کال کې د بې‌ خدایۍ (آتېېزم) په تور د انګلستان وروستی شخص و چې زنداني شو.
د آتېېزم د ویکتوریايي دورې بله مهمه څېره «چارلس بردلو» و. بردلو د انګلستان د پارلمان لومړی اتئیست غړی و. سره له دې چې په پیل کې د مذهبي باور د نشتوالي او پر مقدس کتاب د سوګند د نه کولو له امله د پارلمان له غړیتوب څخه منع شو، خو د څوم ځل انتخاباتي بریاوو وروسته بالاخره په ۱۸۸۶ کال کې بریالی شو او د انګلستان د پارلمان غړیتوب یې ترلاسه کړ.
له ناپلیوني دورې وروسته کله چې فرانسوي ټولنه سیکولره شوه، نو ډېریو ازاد فکرانو او د دین ضد مفکرانو د نړیوال سوسیالیزم د خوځښت تر سیوري لاندې خپلو فکري فعالیتونوته دوام ورکړ. یاد خوځښت د «لودویګ فویرباخ»، «شوپنهاور»، «کارل مارکس» او «نیچه» له نظریاتو څخه په ژوره توګه اغېزمن شوی و.
که څه هم سوسیالیزم د خپل کلاسیک دریځ پر ځای فلسفي سیاست ته واوښت، خو دا بدلون د انګلیسي سوسیالیستانو، په ځانګړي ډول د «بردلو»، له سختو نیوکو سره مخ شو.
د نولسمې پېړۍ په پای کې ازاد فکري دې حد ته ورسېده چې «فریدریش نیچه» په زړورتیا سره څو ځله په خپلو کتابونو کې ولیکل: «خدای مړ شوی دی؛ انسانانو هغه وژلی دی.»[۷]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچينې:

[۱] احمدیان، استاد عبدالله، کلام جدید، مخ ۷۲، خپرندوی: نشر احسان، تهران، څلورم چاپ، ۱۳۹۱ هـ.ش.

[۲] لپ، اینیاس، روان‌کاوي خداناباوري، مخ ۱۷۳، ژباړن: محمد رفیعي مهرآبادي، خپرندوی: آشیان، تهران، ۱۳۷۷ هـ.ش.

[۳] هاوکینګ، سټیفن، پاسخ‌های کوتاه به پرسش‌های بزرگ، مخ ۹۹، ژباړن: مزدا موحد، خپرندوی: فرهنگ نشر نور، ۱۳۸۹ هـ.ش.

[۴] لپ، اینیاس، روان‌کاوي خداناباوري، مخ ۱۷۲، ژباړن: محمد رفیعي مهرآبادي، خپرندوی: آشیان، تهران، ۱۳۷۷ هـ.ش.

[۵]. برای آشنایی بیشتر و عمیق با سکولاریزم، می‌توانید به بخش سکولاریزم،‌ نظریات و مکاتب فکری در ویب‌سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمایید.

[۶]. برای آشنایی بیشتر و عمیق با سوسیالیزم، می‌توانید به بخش سوسیالیزم،‌ نظریات و مکاتب فکری در ویب‌سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمایید.

[۷]. قاسمی بجد، یاسین، آتئیست مرده است، ص366، انتشارات: انتشارات کتاب یاسین، سال انتشار: 1403هـ ـ تهران.

Leave A Reply

Exit mobile version