لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه(څلوېښتمه برخه)
 د جنین‌ پوهنې په رڼا کې د قران کریم علمي معجزه
قران کریم د وروستي اسماني کتاب په توګه د لارښوونو او روزنو تر څنګ بېلابېلو موضوعاتو کې دقیقې علمي اشارې هم لري. د قران کریم یو له بې ‌سارې معجزو څخه د مور په رحم کې د انسان د جنین جوړېدو بهیر ته اشاره ده. دا علمي معجزې هغه وخت نازلې شوې، چې بشر د جنین د بیولوژيکي پرمختګ په اړه هېڅ پوهه نه لرله. نن ورځ د ژوندي علومو، په تېره بیا د جنین‌ پېژندنې علم له پرمختګ سره په حیرانوونکي ډول سمون لري.
په دې برخه کې د قرآن کریم او نبوي احادیثو له‌ خوا د انسان د جنین جوړېدل او د هغه مرحلې د جنین‌ پوهنې له نوې علمي موندنو سره پرتله کېږي او دا څرګندېږي چې څنګه د قرآن کریم په آیتونو کې د عطف حروفو (ترکیبي تورو) دقیق استعمال د دې کتاب د ژبني او علمي اعجاز یو مهم اړخ څرګندوي.
په قران کریم کې د جنین د جوړېدو مرحلې
په سورۀ مؤمنون په لاندې ایاتونوکې د جنین دجوړیدو بېلا بېل پړاوونه په روښانه توګه بيان شوې دې: “وَلَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ مِن سُلَٰلَةٖ مِّن طِينٖ ۱۲ ثُمَّ جَعَلۡنَٰهُ نُطۡفَةٗ فِي قَرَارٖ مَّكِينٖ ۱۳ ثُمَّ خَلَقۡنَا ٱلنُّطۡفَةَ عَلَقَةٗ فَخَلَقۡنَا ٱلۡعَلَقَةَ مُضۡغَةٗ فَخَلَقۡنَا ٱلۡمُضۡغَةَ عِظَٰمٗا فَكَسَوۡنَا ٱلۡعِظَٰمَ لَحۡمٗا ثُمَّ أَنشَأۡنَٰهُ خَلۡقًا ءَاخَرَۚ فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ أَحۡسَنُ ٱلۡخَٰلِقِينَ ۱۴ ” [مؤمنون:۱۲-۱۴]
ژباړه: «موږ انسان د خالصي خټې پیدا کړی دی. بیا مو هغه نطفه وګرځاوه او په یوه خوندي ځای (د مور رحم) کې مو ځای پر ځای کړه «بیا مو نطفه په وینې یوه ټوټه بدله کړه او دا ټوته مو د یوې ژوول شوې غوښې ټوټه وګرځوله. بیا مو دا غوښه په نرمو هډوکو بدله کړه او پر دغو هډوکو مو غوښه وپوښله. وروسته مو هغه ته نوی ژوند ورکړ (روح مو پکې پو کړ) او هغه مو په بله بڼه پیدا کړ. مبارک او لوړ ذات هماغه الله تعالی دی، چې تر ټولو غوره اندازه کوونکی او جوړوونکی دی.»
په دې ایت کې د انسان د پیدايښت مرحلې په ترتیب سره بیان شوې دي:
۱. سُلاله من طین:  د انسان لومړنی پیدایښت له خالصې خټې څخه شوی دی.
۲. نطفه: نطفه د مور په رحم کې چې یو ثابت او خوندي ځای دی چې هلته ځای پر ځای کېږي.
۳. علقه:  نطفه د یوې چسپناکې مادې په بڼه بدلېږي، چې د وینې له لختې سره ورته والی لري.
۴. مضغه: علقه د یوې ژوول شوې غوښې ټوټې ته ورته بڼه خپلوي.
۵. عظام: له دې غوښې څخه هډوکي جوړېږي.
۶. لحم: بیا پر دغو هډوکو غوښه پوښل کېږي.
۷. نوې ژوند اخري مرحله: له دې وروسته انسان ته نوې بڼه ورکول کېږي، چې پکې د هغه ځانګړی هویت، روح او ځانګړتیاوې رامنځ‌ تهکېږي.
د «ثمّ» او «فاء» تورو په کارؤلو کې معجزه
په دې ایت کې یوه ډېره نازکه ژبنی او علمي ځانګړنه د تورو ترکیب ( عطف حروف ) دي چې هر یو یې ځانګړې مانا لري:
«ثمّ»: د مرحلو ترمنځ د ترتیب نښه ده چې د وخت فاصله پکې شامله وي.
«فاء»: د ترتیب نښه ده چې د چټکۍ او پرله‌ پسې والي معنا لري.
په پورته ایت کې:
له «نطفې څخه علقې ته» د «ثمّ» کلمه کارؤل شوې ده: «ثُمَّ خَلَقۡنَا ٱلنُّطۡفَةَ عَلَقَةٗ» له « علقې څخه مضغه» ته د «فاء» کلمه کارؤل شوې ده: «فَخَلَقۡنَا ٱلۡعَلَقَةَ مُضۡغَةٗ فَخَلَقۡنَا ٱلۡمُضۡغَةَ عِظَٰمٗا فَكَسَوۡنَا ٱلۡعِظَٰمَ لَحۡمٗا» دا ژبنی توپیر په بیان کې د جنین د ودې، سرعت او پرمختګ د رښتیني توپیر پر بنسټ ولاړ دی چې نن ورځ د جنین ‌پوهنې په علم کې په بشپړ ډول تأیید شوی دی.
د جنین د ودې د مرحلو په اړه علمي پلټڼې
د جنین‌ پوهنې د علمي او تخصصي مطالعاتو له مخې د جنین د جوړېدو مرحلې په لاندې ‌ډول دي:
په لومړیو دوو اونیو کې له حمل وروسته القاح شوی حجروي تخم‌ (زیګوت) د حجراتو وېش پیلوي او د مور رحم ته انتقالېږي، هلته ځای نیسي. دا مرحله له چټکې ودې سره نه وي بلکې د دې لپاره ده چې نطفه د رحم له دیوال سره ټینګه ونښلول شي او تثبیت شي.
په دې مرحله کې جنین د دوه پوړیزو حجراتو یوې پاڼې په بڼه پاتې کېږي او د بدن د غړو وده لا نه ده پیل شوې.
له دې مرحلې وروسته جنین د چټکې ودې مرحلې ته ننوځي او د جوړېدو مرحله یې پیلېږي، چې په هغه کې « علقه، مضغه، هډوکي او غوښه» په ډېر چټکۍ او پيوسته بڼه خپلوي.
د نطفې او علقې ترمنځ دا زماني واټن چې له دوو اوونیو څخه ډېر وخت نیسي، دقیقاً هماغه څه دي چې قرآن کریم یې د «ثمّ» کلمې په وسیله بیان کړی دی. په داسې حال کې چې نورې مرحلې، چې پرله ‌پسې او له زماني واټن پرته ترسره کېږي، د «فاء» حرف په وسیله بیان شوي دي.
د جنین ‌پوهنې له علم سره د نبوي حدیث دقیق سمون
په یوه صحیح حدیث کې چې عبدالله بن مسعود رضی‌الله‌عنه روایت کړی، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌ وسلم فرمایلي دي: إذا مر بالنطفة ثنتان وأربعون ليلة، بعث الله إليها ملكا. فصورها وخلق سمعها وبصرها وجلدها ولحمها وعظامها. ثم قال: يا رب! أذكر أم أنثى؟ فيقضي ربك ما شاء. ويكتب الملك. ثم يقول: يا رب! أجله. فيقول ربك ما شاء ويكتب الملك. ثم يقول: يا رب! رزقه. فيقضي ربك ما شاء. ويكتب الملك. ثم يخرج الملك بالصحيفة في يده. فلا يزيد على ما أمر ولا ينقص. ([1])
ژباړه:«کله چې په نطفه چې د مور په رحم کې ځای پر ځای شوې وي دوه څلوېښت شپې تېرې شي، نو الله تعالی یو فرشته (مأمور) ورته لېږي. دا فرشته نطفې ته بڼه ورکوي او د هغې لپاره اورېدل، لیدل، پوست، غوښه او هډوکي پیدا کوي. بیا فرشته وايي: ای الله تعالی! دا نارینه دی که ښځه؟ الله تعالی هر څه چې وغواړي، هماغه مقدر کوي (نارینه یا ښځه)، فرشته یې لیکي او بیا فرشته وايي: ای الله جل جلاله! د دې عمر به څومره وي؟ الله تعالی هر څه چې وغواړي، هماغه ټاکي او فرشته یې لیکي. وروسته فرشته له نطفې څخه په داسې حال کې وځي چې د هغه په لاس کې یوه صحیفه (لیکلی فرمان) وي، چې ټول هغه څه پکې لیکل شوي وي چې ورته امر شوی وي، نه څه پرې زیاتوي او نه څه ترې کموي.»
دا حدیث دا بیانوي چې له حمل وروسته په دوه څلوېښتمه شپه فرشتې ته امر کېږي چې جنین بشپړ کړي او د هغه فزیکي ځانګړتیاوې لکه لیدل، اورېدل ، غوښه، پوستکی او هډوکي جوړ کړي.
د علم له نظره، د حمل په شپږمه اونۍ (۴۲مه ورځ) کې د سونو ګرافي انځورونه ښيي چې:
د سترګو، غوږونو، خولې، پزې، لاسونو او پښو غړي په ښکاره ډول جوړ شوي وي.
د سر جوړښت له بدن څخه جلا شوی وي او د بدن جوړښتونه له ابتدایي حالت څخه د انسان په بڼه بدلېږي.
دا علمي مشاهدات په دقیقه توګه د نبوي حدیث له بیان سره سمون لري، چې د وحی د پیغام او نبوت د صداقت څرګند ثبوت دی.
د دغه مطلب په تائیدولو سره قران کریم په دې اړه وايي:ﵟ۳ وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ ۴ إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيٞ يُوحَىٰ [النجم۴-۳]  ژباړه: «او هغه (محمد صلی الله علیه وسلم ) په خپله خوښه خبرې نه کوي ؛ دا خبرې یوازې وحی ده چې هغه ته نازلېږي»
په پای کې په لنډه توګه دا وایو چې د قرآن کریم آیتونو او نبوي احادیثو سمه مطالعه د جنین د جوړېدو په موضوع کې دا څرګندوي چې قرآن کریم نه یوازې د انسان د پیدایښت د مرحلو په بیان کې مخکښ دی، بلکې د ژبني وسایلو (لکه «ثمّ» او «فاء») په کارؤلو کې هم داسې علمي او معجزه ‌ناک دقت کارؤلی، چې بشر یې هغه علم ته پېړۍ پېړۍ وروسته رسېدلی دی.
دا حقیقت د قرآن کریم د علمي معجزو او د هغه د الهي وحیو ښکاره ثبوت دی. دا ډول سمونوالی د دیني کتابونو او قطعي علمي موندنو ترمنځ، د پیغمبر صلی‌الله ‌علیه ‌وسلم د رسالت او د قرآن کریم د الاهيت له سترو شواهدو څخه دي. په رښتیا چې دا یو ژور حقیقت دی: ﵟفَتَبَارَكَ ٱللَّهُ أَحۡسَنُ ٱلۡخَٰلِقِينَ ۱۴ﵞ [مؤمنون:۱۴]
ژباړه: «مبارک او لوړ ذات هماغه الله تعالی دی، چې تر ټولو غوره اندازه کوونکی او جوړوونکی دی.» ([2])
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچينې:

([1])  صحيح مسلم، كتاب القدر، باب كيفية الخلق الآدمي، في بطن أمه، وكتابة رزقه وأجله وعمله، وشقاوته وسعادته، رقم الحدیث: 2645، ج 4، ص 2037 ت عبد الباقي.

([2])  فشرده از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 86 -88.

Leave A Reply

Exit mobile version