لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (یوولسمه برخه)
په اندلس کې د مسلمانانو د حضور په زرین دور کې، د بشر په تاریخ کې یو بې ساری تمدن منځ ته راغی او مسلمانانو نړۍ والو ته په بېلا بېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې وړاندې کړې. چې دلته یې ځينو هغو مهمو پرمختګونو ته اشاره کوو:
۱ـ علمي پرمختګ او د علمي مرکزونو جوړول
مسلمانانو لوی لوی کتاب تونونه ، پوهنتونونه او پرمختللي ښوونځي جوړ کړل لکه:
ــ د قرطبه پوهنتون چې په هغه وخت کې د اروپا له لویو پوهنتونونو څخه و.
ــ د الزهراء ښوونځی او ماڼۍ ( مدرسه او قصر الزهراء) چې په بېلا بېلو برخو کې د علماوو او پوهانو د روزنې مرکز و.
۲. په طبیعي او تجربوي علومو کې پرمختګ
مسلمانان پوهان په بېلابېلو علومو کې مخکښ او سرلاري شول:
ـــ د طب په برخه کې: ابن زهر، ابن الزهراوي، ابن رشد او نورو داسې کتابونه ولیکل، چې په اروپا کې له پېړیو راهيسي تدریس کېږي.
ـــ په ریاضاتو کې، مسلمانانو د صفر، الجبر او هندي عددونو مفهوم اروپا ته ولېږدو.
ـــ په نجوم، کیمیا، فزیک او فلسفه کې، څارونکي ځایونه، دقیق وسایل یې جوړ کړل او د علمي فکر بنسټ یې کېښود.
۳. ځلانده اسلامي معمارۍ
مسلمانانو د معمارۍ په برخه کې تل پاتې اثار را منځ ته کړل، لکه
– د قرطبه لوی جومات د خپلو شاندارو منارونو او محرابونو سره
– قرطبه ته نېږدې د الزهرا ماڼۍ
– او په غرناطه کې د الحمرا ماڼۍ ، چې نن ورځ هم د نړۍ له هنري عجایبو څخه ګڼل کیږي.
۴. د ادب او هنر وده
په اندلس کې شعر، ادب او فلسفه خپل اوج ته ورسېدل. داسې شاعران، ادبیان او فلسفیان یې وروزل، چې نه یوازې په اسلامي نړۍ کې؛ بلکې په اروپا کې هم الهام بخښونکي وو.
۵. کرنیزه او اقتصادي وده
مسلمانانو د کرنې او اوبه لګولو په برخه کې پېچلي سیستمونه جوړ کړل. له ختیځ څخه یې بېلابېل بوټي او ونې راوړې او بېلابېلې صنایع لکه؛ اوبدل، د خټو لوښو جوړول او فلزکارۍ ته یې وده ورکړه.
۶. ټولنيز عدالت او سوله ییز ګډ ژوند
د اسلامي تمدن تر سیوري لاندې، په اندلس کې عدالت، مذهبي آزادي او یو پرمختللی قضايي نظام حاکم و، یهودیانو او عیسویانو د مسلمانانو تر څنګ ژوند کاوه، چې په علمي او اقتصادي چارو کې یې برخه اخیسته.
اروپایانو له همدې زرین تمدن څخه ګټه پورته کړه، اروپایي ځوانان د زدهکړې لپاره اندلس ته راغلل او له مسلمانانو څخه یې علوم، فرهنګ، اخلاقو، روغتیا او د ښاري ژوند مهارتونه زدهکړل؛ په داسې حال کې چې له دې مخکې یې په ځنګلونو کې ژوند کاوه او د تمدن له ښکاره کېدو څخه بېخبره وو.
له بده مرغه نن ورځ همغه تمدن چې لویديځ تمدن یې پر اوږو ودان شو، د تورونو او ناشکرۍ ښکار شوی. مسلمانان چې د هغه وخت د تمدن او مدنیت ښوونکي وو، نن ورځ د وروسته پاتې په تور تورن کېږي او اسلام چې د عقل، عدالت، پوهې او انسانیت څراغ یې روښانه کړ، د شاته تګ او له پرمختګ سره د مخالفت تور پرې لګول شوی دی. دا نه یوازې تاریخي ظلم دی؛ بلکې له حقیقت سره خیانت دی.
د. په نظامي برخه کې د مسلمانانو پرمختګ او لاسته راوړنې
مسلمانانو په نظامي برخه کې هم بې ساري پرمختګونه درلودل او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر ستراتیژۍ او اختراعات وړاندې کړي دي. چې له دې لاسته راوړنو څخه یې د ځینو یادونه کوو:
۱. د احزاب په غزوه کې د خندق جوړولو تدبیر:
د احزاب په غزوه کې، هغه مهال چې بېلا بېل قبایل د مدینې د برید لپاره سره متحد شوي وو، رسول الله صلیالله علیه وسلم له خپلو اصحابو کراموسره مشوره وکړه. حضرت سلمان فارسي رضیالله عنه وړاندیز وکړ چې د مدینې شاوخوا ژور خندقونه وکیندل شي؛ دې دفاعي طریقې تر هغه مخکې د عربو په منځ کې ساری نه درلود. رسول الله صلیالله علیه وسلم دا مشوره و منله او خپله یې د خندقونو په کیندلو کې ګډون وکړ.[1]
۲. د طایف په غزه کې له پرمختللو جنګي وسایلو څخه ګټه اخېستنه
د طایف په جګړه کې حضرت محمد صلیالله علیه وسلم د حضرت سلمان رضیالله عنه په مشوره له دوه ډوله جنګي وسلو څخه کار واخیست. چې په معاصر وخت کې د توپونو معادل دي او دبابه چې د نن ورځې د ټانکونو نمونه ګڼل کېږي. د ځينو روایاتونو له مخې حضرت سلمان رضیالله عنه دا وسایل په خپله جوړ کړي وو.[2]
۳. د پوځي صنعتونو د زدهکړو لپاره لېږل
ویل کېږي چې پیغمبر صليالله علیه وسلم له خپلو یارانو څخه یې دوه تنه عروه بن مسعود او غلید بن مسلمه د جرش صنعتي ښار ( شام ته چې نننۍ سوریه ده) ولېږل، چې د جنګي وسایلو لکه دبابه، منجنیق او صبور چې (یو ډول زغره پوش جنګي وسیله ده) د جوړولو صنعت زده کړي. صبور د ننني ټانکونو په څېر یو ډول وسایل دي، چې لرغوني روم پوځ به ترې کار اخیست.[3]
۴. د شپې مهال د پټولو تخنیکونه
د ذات السلاسل په جګړه کې حضرت عمرو بن عاص رضیالله عنه د لومړي ځل لپاره له دې تخنیک څخه کار واخیست، چې د شپې مهال اسلامي لښکر اورونه بل نه کړي؛ کله چې پیغبر صلیالله علیه وسلم د دې کار علت وپوښت عمرو بن عاص رضیالله عنه وویل: « زموږ شمېر کم وو، و ډار شوم،چې دښمن د اور د رڼا له لارې زموږ له کمښت خبر شي او برید وکړي.» رسولالله صلیالله علیه وسلم دا تدبیر ومنو او د الله جل جلاله شکر یې ادا کړ.[4]
په نظامي برخه کې د مسلمانانو یوه بله مهمه لاسته راوړنه له بېلابېلو جنګي تاکتیکونو او سټراټېژیو څخه ګټه اخېستل وو. مسلمانانو په جګړه کې له درېیو اصلي طریقو څخه کار اخېست:
۱. چریکي او ناڅاپي جګړه، چې بدر، موته او یرموک کې ترې ښه استفاده وشوه.
-
ګړندي او سپک حرکتونه، لکه د چابکو سواره نظامونو کارؤنه، چې د شام، ایران، شمالي افریقا، اندلس او ماوراءالنهر په فتوحاتو کې ډېر اغېزناک ثابت شول.
-
د طبیعي شرایطو څخه ګټه اخیستل، لکه غرونه، باد، شپه، اوبه او نور طبیعي عوامل، چې د نظامي عملیاتو په طرحه او اجرا کې کارؤل کېدل.
په پوځي ډګر کې د مسلمانانو د پرمختګ نورې نښې د کلاګانو، پوځي ښارونو او خندقونو جوړول دي. د فسطاط (په مصر کې)، بصره، کوفه او سمرقند په څیر ښارونه د پوځي اډو په توګه تاسیس شول، چې په هغه وخت کې یو نوښت او پرمختګ ګڼل کیده.
همدارنګه مسلمانانو د جنګي وسایلو په برخه کې هم پرمختګونه درلودل، دوی د راشده خلافت له دورې څخه تر عثماني خلافت او د هند د بابري دولت پورې، په بېلا بېلو پړاوونو کې د توپونو، ډبه (لومړني ټانکونه)، شعله ويشتونکي، د جګړې زينې، حلقه واله زغره د دمشق تورې، پرمختللې کمانونه، سمندري او جنګي بېړۍ په څېر جنګي وسایل جوړ کړل.
له دې څخه ښکاره شو، چې اسلام نه یوازې د پرمختګ مخه نه نیسي؛ بلکې خپل پيروان هڅوي چې نوښت او پرمختګ وکړي؛ له همدې امله، د لوېدیځ د مډرنیزم د بې مانا عقیدو او تبلیغاتو پر خلاف، اسلام یو داسې دین دی چې د تمدن له پرمختګ سره سمون لري او ورسره مل دی.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. البدایة والنهایة، ج ۱، ص ۹۵.
[2]. البدایة والنهایة، ج ۴، ص ۳۴۸.
[3]. تجددگرایی از دیدگاه اسلام، ص ۱۰.
[4]. جمع الفوائد، …ج ۲، ص ۲۷.
