لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوه‌شپېتمه برخه)
د انسان اخلاقي او سلوکي ښکلا
اسلامي تمدن د اخلاقو او سلوکو داسې ښکلاوې وړاندې کړې چې تر هغه مخکې په هېڅ شریعت کې نه وې او وروسته یې هم ساری نه دی پیدا شوی؛ لکه: ښه اخلاق، نرمي او ملایمت او ښې خبرې. تر دې چې موسکا صدقه وبلل شوه او د ټولنیزو آدابو مراعاتول ثواب وګڼل شو! د غوصې زغمل او د بدکارانو بښل د احسان او د خدای تعالی د مینې نښه وګرځېده.
د سلوک ښکلا، د وینا ښکلا، له انسان سره د انسان په توګه د چلند ښکلا، او له نورو سره په اړیکو کې ښکلا؛ د انساني اخلاقو د ښکلا حیرانوونکې څېره ده.
مسکا، ورین تندی او ښې خبرې
مسکا د انسانانو نړېواله ژبه ده، برتره ژبه او داسې چلند چې د منلو، صفا، خوښۍ او انساني مینې نښه ګڼل کېږي.
مسکا لکه څنګه چې لغتپوهانو ویلي دي د خندا پیل او د دروني خوښۍ له امله د غاښونو د ښکاره کېدو په معنا ده. مسکا د خالصې خوښۍ پر مهال ترسره کېږي، لکه څنګه چې د قرآن کریم په مبارک آیت کې راغلي دي: “وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُسْفِرَةٌ ضَاحِكَةٌ مُسْتَبْشِرَةٌ” ژباړه: «ځينې مخونه به هغه ورځ روښانه وي خندېدونكي خوشاله به وي.» (عبس: ۳۸-۳۹)
مسکا یوازې د انسان ځانګړنه ده په حیواناتو کې نه موندل کېږي؛ په همدې اساس مسکا د انساني اخلاقو او سلوک د ښکلا ځلانده انځور دی.
د مسکا او خوش‌رویۍ په برخه کې د اسلام د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم سیرت
د اسلام پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم په ټول ژوند کې د تبسم څښتن و؛ تر ټولو خلکو یې زیاته موسکا کوله، له خپلو اصحابو سره به یې شوخي کوله او په مهربانۍ به یې چلند ورسره کاوه؛ خو هېڅکله یې له حق پرته بله خبره نه کوله.
عبدالله بن حارث رضي‌الله‌عنه روایت کوي: “مَا رَأَيْتُ أَحَدًا أَكْثَرَ تَبَسُّمًا مِنْ رَسُولِ الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم” ژباړه: «ما هیڅ داسې کس نه دی لیدلی چې له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه دې یې زیاته موسکا کړې وي.» (ترمذي: ۳۶۴۱)
جرير بن عبدالله رضي‌الله‌عنه روایت کوي: “مَا حَجَبَنِي النَّبِيُّ صلی‌الله‌علیه‌وسلم مُنْذُ أَسْلَمْتُ، وَلَا رَآنِي إِلَّا تَبَسَّمَ فِي وَجْهِي” ژباړه: «له کومې ورځې چې مسلمان شوی یم، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هېڅکله له خپل ځانه لېرې نه کړم او هر ځل به مې چې ورکتل، نو په موسکا به یې زما پر لور کتل.» (بخاري: ۵۷۳۹)
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ډېری خندا د تبسم په بڼه وه، او کله به یې چې موسکا کوله، نو د مخ غاښونه به یې د مرواریدو د دانو په څېر ځلیدل.
امام ابن قیم رحمه‌الله‌تعالی د رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د خندا په اړه ویلي: «د هغه صلی‌الله‌علیه‌وسلم ډېری خندا تبسم وه؛ بلکې ټوله خندا یې تبسم و. د خندا کچه به یې د مخ د غاښونو له ښکاره کیدو نه زیاتیده. د داسې شیانو له امله به یې موسکا کوله چې نور خلک به هم ورته خندیدل، یا داسې څه چې د حیرانتیا وړ به وو.»
امام ابن قیم رحمه‌الله‌تعالی زیاتوي: «خندا بېلابېل لاملونه لري:
  • د حیرانتیا له امله خندا؛
  • د خوښۍ خندا، هغه وخت کله چې د خوښۍ وړ کوم شی وویني یا یې تجربه کړي؛
  • د غصې خندا، کله ناکله د شدید غضب پر مهال رامنځته کېږي، ځکه غصه‌ناک کس د هغه کار له امله چې غصه کړی یې وي حېران پاتې کېږي او د مقابل کس په وړاندې  د غلبې احساس کوي؛
  • ځینې وخت انسان د نفس د کنټرول او د غصه‌کوونکي څیز د عادي ګڼلو له امله موسکا کوي.» (زاد المعاد، ج۱، ص۱۷۵)
دا خبره حضرت انس بن مالک رضي‌الله‌عنه هم تائید کړې ده: «زه له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سره روان وم، د نجران کالي یې اغوستي وو چې اوږده پیڅه یې درلوده. ناڅاپه یو بدوي راغی او رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم یې په زوره له جامې کش کړ، تر دې چې د کاليو له پیڅې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم  غاړه ښکاره شوه. وروسته یې وویل: اې محمده! د الله تعالی له هغه مال څخه چې ستا په لاس کې دی، یو څه ماته هم راکړه! رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ور وګرځېد، ویې خندل او بیا یې امر وکړ چې یو څه دې ورکړل شي.» (بخاري: ۲۹۸۰)
مسکا؛ اسانه خو له برکت ډکه صدقه
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم نه یوازې پخپله د دې انساني ښکلا عملي نمونه وه، بلکې خلکو ته یې هم ورته سپارښتنه کوله. د حضرت ابوذر رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی: “تَبَسُّمُكَ فِي وَجْهِ أَخِيكَ لَكَ صَدَقَةٌ” ژباړه: «ستا موسکا د خپل ورور پر مخ ستا لپاره صدقه ده.» (ترمذي: ۱۹۵۶)
یعنې له خلکو سره په خوش‌رویۍ او پرانستې څېره مخامخ کیدل هاغسې ثواب لري لکه څنګه چې صدقه ورکول ثواب لري. دا کار ساده، اسانه او بې‌مصرفه دی او هیڅ زحمت ته اړتیا نه لري؛ خو د زړونو په ګټلو او پر زړونو د اغېز کولو په برخه کې د جادو په څېر عمل کوي.
په اسلام کې دا ډول کړنې د «معروف» له ډلې څخه شمېرل کېږي، یعنې هغه څه چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې خوښوي.
حضرت ابوذر رضي‌الله‌عنه یو بل روایت هم کوي چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “لا تَحْقِرَنَّ مِنَ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا، وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أَخَاكَ بِوَجْهِ طَلْقٍ” ژباړه: «هیڅ نیک کار سپک مه ګڼئ؛ که څه هم یوازې له خپل ورور سره په ورین تندي  مخامخ کیدل واوسي.» (مسلم: ۱۴۴)
مسکا او پرانستې څېره د زړونو د جلبولو، د مینې او رحمت د خپرولو او د یوې امنې، صمیمي او مهربانې ټولنې د رامنځته کولو په برخه کې لومړنی ګام دی. هغه ټولنه چې اسلام یې غوښتنه کوي او د تحقق لپاره یې شریعت نازل شوی دی.
همدا کوچني او ساده کارونه د ایمان برخه دي، او مؤمن هغه څوک دی چې له خلکو سره انس لري او خلک ورسره انس نیسي. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: “الْمُؤْمِنُ يَأْلَفُ وَيُؤْلَفُ، وَلَا خَيْرَ فِيمَنْ لَا يَأْلَفُ وَلَا يُؤْلَفُ، وَخَيْرُ النَّاسِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ” ژباړه: «مؤمن له خلکو سره انس لري او خلک ورسره انس نیسي، او په هغه کس کې هېڅ خیر نشته چې نه له خلکو سره انس لري او نه خلک ورسره انس نیسي. او غوره خلک هغه دي چې د خلکو ته یې ډېر ګټه رسیږي.» (مسند احمد: ۹۱۸۷)
پورته حدیث یوازې د انس‌پذیرۍ او مهربانۍ بلنه نه ده؛ بلکې د پرېښودو په اړه یې هم خبرداری دی. یعنې اسلام دا نه مني چې څوک یاد صفات پرېږدي او بې‌ارزښته کار یې وګڼي.
نیک الفاظ؛ د هر چا لپاره د هرکس له لوري
په اسلام کې نیک الفاظ د هرکس له لوري د هر چا لپاره دي. الله تعالی د بني‌اسرائیلو په سفارش کې فرمایلي دي: “وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا” ژباړه: «او خلقو ته ښایسته خبرې وکړئ.» (بقره: ۸۳)
له ابوهرېره رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلَا يُؤْذِ جَارَهُ، وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ، وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ (بخاري: ۵۶۷۲)
حافظ ابن حجر رحمه‌الله‌تعالی د پورته حدیث په شرح کې وایي: «لنډیز یې دا دی چې هر څوک چې ایمان لري، باید نیک وغږیږي، د شر له ویلو ډډه وکړي او د ګټور عمل په وسیله د الله تعالی د بندګانو پر وړاندې مهربان واوسي.» (فتح الباري، ج۱۰، ص۴۴۶)
د امام فخر رازي رحمه‌الله له نظره د «نیکو الفاظو» تفسیر
امام فخر رازي رحمه‌الله د “وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا” په تفسیر کې وایي: ټول ديني او دنيوي آداب د دې آيت تر سیوري لاندې راځي. هغه وايي: د خلکو خبرې یا د دین په اړه دي او یا د دنیا په اړه. که خبرې د دین په اړه وي، نو یا د ایمان بلنه ده (له کافرانو سره) یا د طاعت بلنه ده (له ګناهکارانو سره).
ایمان ته د خلکو رابلل باید نیکو الفاظو له مخې واوسي، لکه څنګه چې الله تعالی موسی او هارون ته وفرمایل: “فَقُولَا لَهُ قَوْلاً لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى” ژباړه: «نو دواړه ورته نرمه خبره وكړئ ښايي پند واخلي يا ووېريږي.» (طه: ۴۴)
او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په اړه یې فرمایلي دي: “وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ” ژباړه: «او كه توند خويه او سخت زړى واى نو دوى ټول به دى له چاپېره خواره شوي وو.» (آل‌عمران: ۱۵۹)
که مخاطب فاسق واوسي، نو بیا هم ښې خبرې ارزښت لري، الله تعالی فرمایي:“ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ” ژباړه: «بلنه كوه د خپل رب لارې ته په حكمت او غوره نصيحت او (خلكو سره) په ډېره ښه توګه بحث كوه.» (النحل: ۱۲۵)
او بیا فرمایي: “ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فإذا الذي بينك وبينه عداوة كأنه وليّ حميم” ژباړه: «په ښایسته خصلتونو د بدۍ مخنیوی کوه؛ نو په دغه وخت کې بيا به هغه كس چې ستا او د هغه تر منځ دښمني وي، لكه يو مهربان دوست داسې شي.» (فصلت: ۳۴)
که خبرې د دنیا په اړه وي، نو ښکاره ده چې که موخه په نرمو او ښو خبرو سره ترلاسه کېږي، نو تر دې بله مناسبه لار نشته. نو څرګنده شوه چې د دین او دنیا ټول آداب په دې آیت “وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا” کې رانغاړل شوي دي. (التفسیر الکبیر، ج۳، ص۵۸۹)
نو د همدغو تعلیماتو په رڼا کې مسلمان باید د موسکا، ورین تندي، او نیکو خبرو په ښایست سمبال واوسي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version