لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

پینځه دېرشمه برخه

د ستورپېژندنې علم
ستورپېژندنه (اسټرونومي) د مسلمانانو له ګڼو دیني مناسکو سره تړاو درلود، له همدې امله د جغرافیایي موقعیت او د کال د فصلونو له مخې د لمونځونو د وختونو د ټاکلو، د قبلې د لوري د پیدا کولو، د روژې د پیلېدو لپاره د سپوږمۍ د حرکت تعقیب، حج او نورو مسئلو له امله د دې علم زده کړه اړینه ګڼل کېده.
په قرآن کریم کې ډېر داسې آیتونه شته چې فضا، کائنات او د انسان شاوخوا مخلوقات او د هغوی ځانګړتیاوې بیانوي، او مسلمانان د آسمانونو او ځمکې په اړه تفکر ته رابولي. له دې آیتونو څخه یو هم دا دی چې وایي: «وَآيَةٌ لَهُمْ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُمْ مُظْلِمُونَ * وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ * وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ * لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ» (او د دوى لپاره لویه نښه شپه (هم) ده، مونږ له هغې نه ورځ راوباسو، نو ناڅاپه دوى په تیارو كې ننوتونكي وي. او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي. او سپوږمۍ لره، مونږ د هغې لپاره منزلونه مقرر كړي دي، تر هغه پورې چې دا شي لكه د كجورې وچ ډنډوركى. لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي (یس: ۳۷-۴۰)
په بل آیت کې فرمایي:
«هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ الله جل جلاله ذَلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ * إِنَّ فِي اخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ الله جل جلاله فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَّقُونَ» (هم هغه (الله جل جلاله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ ، الله جل جلاله دغه (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي. بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف (بدلېدو رابدلېدو) كې او په هغو (شیانو) كې چې الله جل جلاله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي. (یونس: ۵-۶)
قرآن کریم تر دې هم وړاندې ځي او د ځینو ستورو او سیارو نومونه هم یادوي، لکه: «وَالسَّمَاءِ وَالطَّارِقِ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا الطَّارِقُ * النَّجْمُ الثَّاقِبُ.»  “قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي، او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟ ځلېدونكى ستورى دى.”
او همداراز فرمایي: «وَأَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشَّعْرَى» “او بېشکه هغه (الله جل جلاله) د شعری ستوري رب دی.”
د دې ترڅنګ قرآن کریم ځینې داسې علمي حقایق بیان کړي دي چې پرته له دې چې په فزیک او نجوم کې پراخ علم ولري څوک یې نه شي درک کولی او نه هم کولی شي توضیح یې کړي. همدا چاره د دې لامل شو چې مسلمانان دې علم ته خاصه توجه وکړي.
د ستورپوهنې د ودې په پیل کې مسلمانان د پخوانیو تمدنونو له علمي آثارو سره آشنا شول. په لومړیو کې یې د یونانیانو، کلدانیانو، سریانیانو، فارس‌ و هندیانو نجومي کتابونه وژباړل. لومړنی کتاب چې مسلمانانو وژباړه، د «مفاتیح النجوم» په نوم و، چې د «هرمس حکیم» له خوا لیکل شوی و، او له یوناني څخه عربي ته وژباړل شو. دا ژباړه د اموي خلافت په وروستیو کې ترسره شوه.
 ځینې نور مهم نجومي کتابونه چې له یوناني څخه عربي ته ژباړل شوي د ستورو د حرکت او نجوم په اړه د بطلمیوس د «المجسطی» کتاب و، ددې کتاب ژباړه د عباسیانو په دوره کې ترسره شوه.
په عباسي دوره کې د «موسی بن شاکر» د اولادونو په نوم درې کسان د ستورپوهنې په علم کې مشهور شول. موسی بن شاکر یو ستورپوه و چې د خلیفه مأمون په دربار کې یې کار کاوه. د هغه تر مړینې وروسته، مأمون د ده د زامنو سرپرستي وکړه او هغوی یې د «یحیی بن ابی منصور» په نوم ستورپوه ته وسپارل.
په همدې موده کې الخوارزمي د بغداد د بیت‌الحکمه په مرکز کې د بطلمیوس تېروتنې اصلاح کولې. کله چې د موسی بن شاکر زامن لوی شول، محمد بن موسی بن شاکر په ستورپوهنه کې ډېر مشهور شو. مأمون د خپلو ستورپوهانو لپاره د بغداد په لوړه سیمه، «درب‌الشمّاسیه» ته نږدې، ځانګړی کور جوړ کړ، تر څو دقیق علمي رصدونه ترسره کړي او د پام وړ اندازه‌ګیري وکړي. دا اندازه‌ګیري وروسته د «جُنديسابور» او درې کاله وروسته له دمشق سره نږدې د «قاسیون» په غره کې له ترسره شویو رصدونو سره پرتله کېدلې.
دغو ستورپوهانو په ګډه د «جداول مأمونی» په نوم د دقیقو نجومي جدولونو په تدوین بوخت شول، د بطلمیوس زاړه جدولونه یې اصلاح کړل او ویې وڅېړل.
مأمون د محمد بن موسی بن شاکر تر مشرۍ لاندې د ستورپوهانو یوه ډله وګومارله تر څو آسماني اجرام مشاهده کړي او د خپلو مشاهداتو پایلې ثبت کړي. د دوی هدف دا و چې د بطلمیوس مشاهدات تایید کړي او د لمر په اړه څېړنې ترسره کړي. هغوی د ځمکې د درجو د اندازه کولو لپاره کروي ځمکه بنسټ وټاکه، او د لمر موقعیت یې هم‌مهاله د «تدمر» او «سنجار» له سیمو وڅارلو.
دغه مشاهدې هغوی ته دا زمینه برابره کړه چې د درجې اندازه ۵۶ مایله او د دوه پر درېیم مایل له مخې تخمین کړي، چې دا اندازه له نني تخمین څخه شاوخوا نیم مایل زیاته ده. د همدې نتایجو پر بنسټ هغوی د ځمکې محیط شاوخوا شل زره مایله تخمینه کړ. دغو ستورپوهانو له علمي تجربو پرته هېڅ شی نه مانه او تل یې خپلې څېړنې پر خالصو علمي اصولو ولاړې ساتلې.
واقعي لاسته‌راوړنه دا وه چې اسلامي تمدن د پخوانیو ملتونو د علم له خوندي کولو او د هغوی د تېروتنو له اصلاح وروسته، علم له نظری مرحلې څخه عملي او تجربوي مرحلې ته داخل، او له خرافاتو او جادوګریو څخه یې پاک کړ، کوم چې د جاهليت په زمانه او د پخوانیو قومونو د نجوم د پیل پر مهال موجود وو. ځکه چې اسلامي شریعت د نجوم هغه بڼه رد کړې چې له عقیدې سره په ټکر کې وه.
ددې چارې د تایید یو مهم دلیل د لویو او مجهزو رصدخانو او متخصصو علماوو شتون دی، کوم چې د اسلامي نړۍ په بېلابېلو سیمو کې جوړ شوي وو.
 د هغو رصدخانو سربېره چې مأمون د «قاسیون» غره (دمشق) او «الشمّاسیه» (بغداد) کې جوړې کړې وې، وروسته نورې رصدخانې هم د اسلامي نړۍ په مختلفو برخو کې جوړې شوې.
د موسی بن شاکر زامنو په بغداد کې یوه رصدخانه جوړه کړه، چې د جغرافیوي عرض د اندازه ګیرۍ ستر محاسبه پکې ترسره شوه. د فارس په خاوره کې د «مراغې» رصدخانه چې د نصیرالدین طوسي له خوا جوړه شوې وه، له لویو او مشهورو رصدخانو څخه وه، چې د خپلو دقیقو وسایلو او متخصصو ستورپوهانو له امله یې شهرت درلود.
د دې رصدخانو مشاهدې د ډېر دقت له امله مشهوره وې، او ګڼ شمېر اروپايي علماوو وروسته د رنسانس په دوره د هغوی له پایلو څخه په خپلو نجومي څېړنو کې استفاده وکړه.
سربېره پر دې، نورې رصدخانې هم موجود وې لکه: په شام کې د «ابن شاطر» رصدخانه، په اصفهان کې د «دینوري» رصدخانه، په سمرقند کې د «اولغ‌بیک» رصدخانه او ډېرې نورې.
مسلمانو علماوو به په دې رصدخانو کې له ډېر دقیقو او پرمختللو وسایلو څخه کار اخیست، تر څو نجومي پیښې وپیژني. ډېری دا وسایل د مسلمانانو اختراعات وو، چې تر هغوی مخکې چا نه وو پېژندلي، لکه: «رشته‌یي» دستګاوې، «دایروي»دستګاوې، د «ربع المجیب» آله، «ربع مقنطر»، د «دو شاخه» دستګاوې، د «سمت او ارتفاع د اندازه کولو»دستګاوې، د «اعتدالي حلقې» دستګاوې د لمر د ساعتونو بېلابېل ډولونه او د وخت د اندازه کولو نور ځانګړي وسایل.
همدارنګه، مسلمانانو له هغو وسایلو هم کار اخیست چې له پخوانیو تمدنونو څخه یې په میراث اخیستي وو، لکه: اسطرلاب، چې خپل یوناني نوم یې ساتلی و. مسلمانانو دا آله نوره هم پراخه کړه او بېلابېل ډولونه یې جوړ کړل، چې د هغوی له نجومي موندنو سره یې سمون درلود. هغوی کروي اسطرلابونه او همداراز قایقي اسطرلابونه اختراع کړل.
تر اوسه هم ډېر علمي موزیمونه د دې اسطرلابونو نمونې ساتي، کوم چې د سیارو د ارتفاع د اندازه کولو لپاره کارېدلې.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version