لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوردېرشمه برخه

د عربو او مسلمانانو پوهانو ترمنځ د فزیک علم
په پیل کې د فزیک علم په کافي اندازه د عربو او مسلمانو پوهانو پام ځانته ور وانه ړاوه؛ ځکه فزیک د هندسې د علم نه جلا کېدونکې برخه وه؛ خو حسن بن هیثم (۳۳۰- ۳۵۴هـ) په خپله هوښیارتیا او نبوغ سره وضعیت بدل کړ او د فزیک علم ته یې ځانګړې توجه وکړه، تر دې چې دې علم د هغه په سرپرستۍ کې وده وکړه او د هندسې له علم څخه یې بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.
عربو او مسلمانو پوهانو د فزیک علم په برخه کې د ځینو موضوعاتو په اړه نوي نظرونه او نوښتګرې څېړنې وړاندې کړې، چې پخوا د یوناني پوهانو په وسیله یوازې په نظري توګه تر بحث لاندې نیول شوي وو لکه هایدرولیکي قوانین، د ځمکې جاذبه، حرارتي هندارې، مخصوص وزن، د نور انکسار او انعکاس او د اهرامو علم.[1]
واقعاً، عربو او مسلمانو پوهانو لکه بني موسی بن شاكر، حسن بن هیثم، ابوالریحان بیروني (۳۶۲-۴۴۰ هجري)، ابوالفتح خزاعي (مړینه ۵۵۰ هجري)، قطب‌الدین شیرازي (۶۳۴-۷۱۰ هجري) او نورو بشریت ته لوی خدمت وکړ، چې د غربي پوهانو لکه فرانسوي عالم بلیز پاسکال (۱۰۳۲ــــــــــــ ۱۰۷۳هجري)، انګرېز عالم اسحاق نیوټن (۱۰۵۲ــــــــــــ ۱۱۴۰هـ) فرانسوي عالم ژان دالامبر (۱۱۲۹ــــــــــــــ ۱۱۹۷هــــ) او انګرېز عالم مایکل فارادي (۱۲۰۶ـــــــــــــ ۱۲۸۴هـ) او نورو له خدمتونو سره هیڅ ډول توپیر نه لري، چې د غرب پوهانو یې ستاینه کړې ده او په ټولو نړیوالو غونډو کې ورباندې ویاړي.[2]
عربو او مسلمانو پوهانو پر طبیعي پدیدو ازمېښتونه او د ازمېښتځایونو اندازه ګیرۍ ترسره کړې، چې په پای کې یې هغوی د طبیعت د قوانینو د پېژندلو لپاره د تفکر او علمي څېړنې د نویو طریقو اختراع کولو ته برابر کړل. دا طریقه له معاصر علمي تفکر سره سازښت لري. پر دې اساس ویلی شو چې عرب او مسلمان عالمان لومړني کسان وو چې په بشپړه توګه یې د فزیک د علم اهمیت درک کړ، هغه علم چې له هغوی سره یې مرسته وکړه چې د خپلو طبیعي قوانینو د سمون د تایید لپاره علمي ازمېښتځایونه رامنځته کړي.
ابوعلي سینا (۳۷۱-۴۲۸ هجري) د ارسطو طالیس (۳۸۴-۳۲۲ مخ زېږدیز) آثار مطالعه کړل او د «صورت» علم ته یې پام درلود. هغه ثابته کړه چې لیدل تر اورېدلو چټک دي؛ ځکه د اورېدو لپاره انسان د هوا لړزو ته اړتیا لري.
عربو او مسلمانو پوهانو په تطبیقي علومو کې شهرت درلود؛ ځکه د صورت علم اصول یې د موسیقۍ په علم کې وکارول چې په عربي او اسلامي تمدن کې یې د رواني ناروغیو په درملنه کې مهم رول ترسره کړ.
ابن یونس صدفي مصري (مړینه ۳۹۹ هجري) یوه اختراع وکړه چې له هغې څخه یې د ستورو د رصد پر مهال د وخت د اندازه کولو او همداراز په خپلو فزیکي ازمېښتونو کې ګټه اخیسته. دا موضوع د غربي پوهانو دا ادعا په بشپړه توګه ردوي چې وايي ایټالیايي عالم ګالیله (۹۷۱ـــــــــــــــ ۱۰۵۲هــــ) د رطوب (نوساني حرکت) مخترع دی او دا لاسته راوړنې یوازې په هغه پورې اړوندې دي.[3]
چینايي پوهانو یوه اختراع ترسره کړه چې «قطب نما» نومېده؛ خو له هغې څخه یې په جادو، خرافاتو او افسانو کې ګټه واخیسته؛ خو عربو او مسلمانو پوهانو دا کوچنۍ دستګاه راواخیسته، خونه یې ورته جوړه کړه او د لوري په موندنه کې یې ترې ګټه واخیسته.
حسن بن هیثم د سقوط او انکسار د زاویو ترمنځ د اړیکې د موندلو لپاره څو ازمېښتونه ترسره کړل او په علمي توګه یې ثابته کړه چې د سقوط او د انکسار د زاویو ترمنځ نسبت ثابت نه دی، بلکې بدلون مومي. هغه په دې ترتیب د بطلمیوس (۳۵۵-۲۸۳ مخ زېږدیز) نظریې رد کړې، چې ویل یې «د سقوط او انکسار د زاویو ترمنځ نسبت ثابت دی».
د خبرو لنډیز دا چې عربو او مسلمانو پوهانو د فزیک علم په حیرانوونکو موندنو سره چې د نور په طبیعت او د هغه په پایله، د میاشتې په وضعیت، زرغونه، مقعرې هندارې، کروي هندارې، کسوف، خسوف او سیورو کې یې ترسره کړې، بشپړې کړې او غربي پوهان د هغوی له علم څخه له استثنا پرته برخمن شول.
ابن هیثم د اپتیک په علم کې شهرت وموند او په دې برخه کې د هغو له څېړنو او کشفونو په پراخه توګه ګټه واخیستل شوه، تر دې چې دا څېړنې په توله نړۍ کې خپرې شوې. د بېلګې په توګه د ابن هیثم د  «المناظر» کتاب د هغه د لوړ اهمیت له امله تر پنځو ځلونو زیات لاتین ته وژباړل شو.[4]
ولې عربو او مسلمانو پوهانو د فزیک علم ته پام درلود؟
یونانیانو په خپلو موندنو کې د قوانینو په تدوین یا د هغو د سمون په ارزونه کې د تجربې پر اساس د علمي څېړنې د طریقې پیروي نه کوله. هغوی نه لازم علمي مهارت درلود او نه یې اړین وسایل لرل، حتا د علمي تجربې له لارې یې د طبیعت د پېژندلو لپاره اړینه لېوالتیا نه لرله، بلکې هغوی له فرضي کلي افکارو څخه پیل کاوه او خپلې پایلې یې د هغو پر اساس په منطقي توګه او تفکر سره جلا کولې.
یونانیانو د ذرو له مطالعې سره لېوالتیا نه لرله. هغوی تر ډېره د جهان او نظام د یوې کلي او جامع نظریې د رامنځته کولو په لټه کې وو. همداراز هغوی فکري کار ته درناوی درلود او د لاسي کار سپکاوی یې کاوه، پر دې اساس یې هغه پرېښودل او په دې باور وو چې لاسي کار ذهن او روح فاسدوي.
د افلاطون په دوره کې مجرده فلسفه خپل اوج ته ورسېده، هغه څوک چې مشهوره خبره یې دا وه: «زموږ په ژوند کې پېژندلو ته تر ټولو نږدې لاره ده، چې له جسم سره له تماس څخه د امکان تر حده ډډه وکړو او ځانونه ورڅخه پاک کړو، تر هغې چې خدای تعالی موږ آزاد کړي.»
افلاطون په دې باور و چې د اسماني اجرامو د حرکت مطالعې ته اړتیا نشته؛ خو دا چې د مطلقې چټکتیا او مطلق ورو والي لپاره د ایډیال حرکتونو په اړه موږ ته تقریبي اطلاعات راکړي. دا مطلق حرکتونه په لیدو د درک وړ نه دي، بلکې د هغه د نظر پر اساس یوازې په عقل د درک وړ دي.
نو د حیرانتیا خبره نه ده چې یوناني فزیک د مجردو او بې‌بنسټه افکارو ټولګه وي؛ ځکه د یونان پوهانو په خپلو هڅو کې د طبیعت د درک لپاره پر مجردې فلسفې تکیه کوله، پرته له دې چې د تجربې لپاره په دې هڅو کې د پام وړ رول ته قایل شي.[5]
مسلمانو پوهانو دا کمزوری بنسټ له یونانیانو واخیست، پراختیا یې ورکړه او د فزیک علم یې په هغه علم بدل کړ چې پر تجربې او استقراء ولاړ دی، نه پر فلسفې، پر هغه څه سربېره چې وویل شول.
د یونان پوهانو د مېخانیک په علم کې میراث پرېښود، چې د فزیک له علم څخه نه بېلېدونکې برخه شمېرل کېږي.
د ارسطو (۳۸۴-۳۲۲ مخ زېږدیز) د «مکانیک» کتاب یوناني پوهانو ته نسبت ورکول کېږي، چې په هغه کې پر یو بل د عمودي ځواکونو د جمعې د موندلو طریقې توضیح شوې دي. همداراز دا اعتبار په یوه بل یوناني عالم آرشمیدس (۲۸۷-۲۱۲ مخ زېږدیز) پورې تړاو لري، چې د لاندې مېخانیکي نظریو په رامنځته کولو کې مخکښ و:
۱- د ثقل د مرکز نظریه چې په هغه کې ګڼ آثار لري.
۲- د اهرم نظریه چې وايي: «قوه په معکوسه توګه د اهرامونو له اوږدوالي سره نسبت لري.»
۳- د تراکم نظریه.[6]
مسلمانو پوهانو د «آرشمیدس» او «هیرو» (۱۵۰ زېږدیز) تالیفاتو ته ډېر پام درلود او د هغوی علمي نظرونو او افکارو ته یې د میخانیک علم په برخه کې پراختیا ورکړه؛ ځکه چې دې موضوع په تطبیقي علومو کې ډېر اهمیت درلود.
یو مهم عامل چې د یونان په دوره کې د فزیک د علم د ځنډ لامل شو، ښايي د مجردې فلسفې پر نظرونو بشپړه تکیه او په یوه ډول له علمي تجربې لاس اخیستل وي، چې د دې حیاتي هنر بنسټ بلل کېږي.
که وغواړو د فزیک د علم په برخه کې د یونان د پوهانو د رول په اړه قضاوت ولرو، باید پر هغوی په دې مهم علم کې د ځنډ له امله نیوکه وکړو؛ ځکه هغوی ځینې فزیکي نظریې له لرغونو مصریانو او د بابل له پوهانو په میراث یووړې، چې پر علمي تعامل او ځینو لومړنیو علمي تجریو ولاړې وې. په کُلي توګه د فزیک علم د یونان په دوره کې یوازې د فلسفي نظریو، تجریدي طریقو او عقلاني استنباط پر بنسټ رامنځته شوې وې.
خو کله چې مسلمانو پوهانو دې علم ته پام وکړ، هغه یې په دقیقې مطالعې سره د تجربې او استقراء پر بنسټ وارزاوه او ورپسې یې د څېړنې او تجربې عملي مېتود انتخاب کړ، چې نن سبا د معاصرو پوهانو په وسیله کارېږي.
مسلمانو پوهانو یوازې د یونان د پوهانو په اندازه ګټه واخیسته چې آرشمیدس، ارسطوطالیس او هیرو د مصر او بابل له پوهانو ترلاسه کړي وو.
په حقیقت کې مسلمانو پوهانو هغو خامو موادو ته په علمي تجربو او څېړنو پر تکیه کولو سره پراختیا ورکړه چې د یونان له پوهانو یې په میراث وړي وو. پر دې اساس مسلمان پوهان د علمي څېړنې د مېتود نوښتګر وو.[7]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

سرچینې:

[1] . روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم،: 176مخ.
[2] . تاریخ العلوم عندالعرب،: 223مخ.
[3]. روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم: 168مخ.
[4]. همغه منبع.
[5] . ماذا قدم المسلمون للعالم؟: 261مخ.
[6] . روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم: 168مخ.
[7]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟: 269-70مخ.

Leave A Reply

Exit mobile version