لیکوال: ابوعایشه
نشنلیزم
شپږ دېرشمه برخه
د تاریخ تحریف
مليپالان کله چې د خپل ملت حالت ته ګوري، نو ډېر وخت یې له بدبختۍ، ستونزو، ناپوهۍ او ناکامیو سره لاس او ګرېوان ویني. له همدې امله، دوی د خپل قوم د برترۍ د اثبات لپاره بله لاره نه لري، پرته له دې چې د خپل ملت تېر تاریخ ته رجوع وکړي. دوی په تاریخ کې د هغو دورو پلټنه کوي، چې ملت یې له جلال، عظمت او نړیوال مقام څخه برخمن و (که څه هم دغو دورو، د جلال او عظمت ترڅنګ، په خپل وجود کې د ظلم، وحشت او جنایت تور داغونه هم درلودل). دوی د دغو دورو مبالغهآمېزه او افراطي ستاینه پیلوي.
که چېرې په خپل تاریخ کې له جلال او عظمت څخه ډکې دورې ونه مومي، نو افسانو او اسطورو ته پناه وړي، او د تاریخي واقعیت په توګه یې معرفي کوي. بیا له همدغو جوړو شوو افسانو څخه په استفادې، ویاړونه او مباهات رامنځته کوي.
ځکه چې تاریخ، د ملتونو د لاستهراوړنو ترڅنګ، د دوی ظلمونه، تېري، غیرانساني کړنې او حتّا بدبختۍ هم رانقلوي، نو دوی له واقعبینې تاریخلیکنې سخت وېره لري.
ویل دورانت په دې اړه وايي:
«نولسمې پېړۍ نشنلیزم کشف کړ، او نږدې ټول تاریخلیکوونکي یې فاسد کړل.» [۱]
له همدې امله، ننسبا یو شمېر خلک له اسلام څخه وړاندې زمانو او لرغونپېژندنې ته مخه کوي او د تېرو خلکو په تاریخ ویاړ کوي.
د اسلامي تفکر تحریف
د مسلمانانو پر ژوند د مليپالنې له اغېزو څخه یوه دا ده، چې مليپالانو پر اسلام خپل افکار تحمیل کړل، او د اسلامي تفکر د تحریف لپاره یې زمینه برابره کړه.
د دغه تحریف تر ټولو څرګند مثال، دا دی چې مليپال تفکر اسلام له عربیت (عربوالي) سره وتاړه. مليپالان وايي، چې د هر ملت عقاید، افکار او فرهنګ د هماغه ملت د تاریخي، فکري او قومي ځانګړنو انعکاس دی. [۲]
د اسلامي تاریخ تحریف
د اسلامي تاریخ بڼه د نشنلیزم تر اغېز لاندې راغلې ده، او له همدې امله، یې اصلي انځور مسخه شوی دی. له یوې خوا، نشنلیستان هڅه کوي چې له اسلام څخه د مخکې زمانې مثبت تصویر وړاندې کړي، او ثابته کړي، چې نه عربو او نه هم غیرعربو امتونو د اسلام په واسطه هویت ترلاسه کړی، بلکې د دوی د هویت رېښې د جاهلیت زمانې ته رسېږي.
ننسبا عرب او غیرعرب نشنلیستان خلک د جاهلیت او له اسلام څخه د مخکې زمانو ته رابولي، او په هماغو دورو افتخار کوي. دا چاره د نشنلیزم د مخکښو بنسټګرانو له مهمو موخو څخه وه. دوی غوښتل چې مسلمانان د اسلام پر ځای، د جاهلیت زمانې ته راوګرځوي، تر څو په اوږدمهال کې داسې تصور رامنځته شي، چې د دوی ریښې او بنسټونه د اسلام نه مخکې دورو ته رسېږي.
او دا اسلام و، چې له دوی یې هر څه واخیستل: د دوی فرهنګ، تاریخ، او د نیکونو افتخارات یې تباه کړل. لکه څنګه چې ننسبا ډېری ناپوه او له دین څخه ناخبره خلک پر اسلام نیوکې کوي، او اسلام د علم، هنر او فرهنګ د لهمنځه وړلو عامل ګڼي.
په مسلمانانو کې د نشنلیزم د خپرېدو عوامل
۱. د جاهلیت دورې مظاهرو ته بیا ژوند ورکول
په مسلمانانو کې د نشنلیزم د خپرېدو له اسبابو څخه یو هم دا دی چې د جاهلیت دورې مظاهرو ته بیا ژوند ورکول، د هماغې زمانې اتلانو ستاینه، او د مسلمانانو په تاریخ کې د غیراسلامي عناصرو ارزښت لوړول پیل شوي دي. دغه عناصر د پوهنتونونو، علمي مرکزونو او ښوونځیو په نصابونو کې ځای پر ځای کېږي.
د دې کار موخه دا ده چې خلک له اسلام او مسلمانانو څخه لېرې شي، او د نجونو او هلکانو په زړونو کې د نورو (د جاهلیت د دورې خلکو او پخوانیو شخصیتونو) مینه او محبت ځای ونیسي. [۳]
۲. د نړیوالو همکاریو محدودېدل
اسلام بېشمېره ښهوالی لري؛ یو له هغو دا دی چې مسلمانان، د اړتیا پر مهال، هم مسلمان او هم غیرمسلمان ته د مرستې لاس ور غځوي او یوازې یې نه پرېږدي. ځکه اسلام مرسته او همکاري پر مسلمانانو واجب کړې ده.
خو مليپالنه یوازې د خپل ملت پر ګټو او ملي انحصار تمرکز کوي. د «ناسیونالېزم د اسلام له نظره» کتاب لیکوال په دې اړه لیکي:
«ددې لپاره چې د مليپالنې طبیعت انحصارګرا او د یوه ځانګړي ملت د ګټو پر بنسټ ولاړ دی، نو دا کولای شي چې په نړیوالو همکاریو، سازمانونو او تړونونو کې ـ لکه مهاجرت، چاپېریالساتنه او ورته نړیوالو چارو کې ـ یو ستر خنډ جوړ شي؛ حال دا چې یادې مسئلې د ټولې نړۍ د انسانانو لپاره عمومي او ګډې ګټې لري. [۴]
۳. مادي تفکر
مليپالنه یوه وضعي پدیده ده چې خپلې الګوګانې له چاپېریالي اړتیاوو څخه اخلي، له همدې امله له مادي تفکر سره بشپړه همغږي لري. دا پدیده په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي ډګرونو کې د مادهپالنې ځانګړنې له ځان سره لري.
د دې مادي ماهیت له نښو څخه یوه دا ده چې له اخلاقو سره په ټکر کې راځي، او د ټولنیز ژوند په اړه یو عرفي (غیردیني) تفسیر وړاندې کوي. [۵]
۴. لوېدیځپالنې ته مخه کول
د نشنلیزم بله منفي پایله دا ده چې کله یو کس مليپالنې ته مخه کړي، او وویني چې هغه ټولنه چې دی پکې ژوند کوي، د ده د روحاني تندې د مړولو وس نه لري، او له غوښتنو او ارزښتونو سره یې همغږي نه لري، نو مجبوریږي چې له خپلې ټولنې څخه ځان لرې کړي.
دا هم له هغو چلونو څخه دی چې دښمنان یې د ځوانانو د ګمراهۍ لپاره کاروي.
«کله چې یو مليپال په خپل وجود کې یوه تشه احساس کړي، او وغواړي چې دا تشه ډکه کړي، نو ځان د پخوانیو ختیځوالو او لوېدیځوالو په لمن کې غورځوي، او د وخت په تېرېدو سره د هغه په وجود کې د مليپالنې روحیه نوره هم پیاوړې کېږي.» [۶]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] شعاعی، محمد علی، ناسیونالیسم از دیدگاه اسلام، 1384هـ.ش، ص 41.
[۲] آل نجف، عبدالکریم، آثار منفی جنبش ملیگرایی، ترجمه: مصطفی فضائلی، نشرشده در پایگاه اطلاع رسانی حوزه (به نقل از فصلنامۀ حکومت اسلامی) تاریخ نشر: 1388 هـ.ش.
[۳] حنبکة المیدانی، عبدالرحمن حسن، أجنحة المکر الثلاثة وخوافیها…، 1420 هـ.ق، ص 336.
[۴] شعاعی، محمد علی، ناسیونالیسم از دیدگاه اسلام، 1384هـ.ش، ص 41.
[۵] آل نجف، عبدالکریم، آثار منفی جنبش ملیگرایی، ترجمه: مصطفی فضائلی، نشرشده در پایگاه اطلاع رسانی حوزه (به نقل از فصلنامۀ حکومت اسلامی) تاریخ نشر: 1388 هـ.ش.
[۶] حنبکة المیدانی، عبدالرحمن حسن، أجنحة المکر
الثلاثة وخوافیها…، 1420 هـ.ق، ص 343.