لیکوال: دکتور نورمحمد محبي

قرآن؛ تلپاتې معجزه

نهمه برخه

په بیاني اړخ کې د قرانکریم اعجاز
په فصاحت، بلاغت او بې شان سبک کې اعجاز –
قرانکریم په عربي ژبه په داسې حال کې را نازل شوی، چې دوی په کامل ډول د شعر له فنونو سره بلد وه او په خطابه او ویناوو کې مخکښ ول، خو د قرانکریم په اورېدو سره به په حیرانتیا کې لوېدل او مقابله یې ورسره نشو کولای او هېڅوک هم ونه توانېدل چې یوه نمونه یې جوړه کړي. د قرانکریم یوه معجزه یې اړخ ـ بیاني اعجاز – دی، چې په څلورو اساسي بڼو باندې څرګندیږي؛
په فصاحت کې اعجاز
په بلاغت کې اعجاز
په سبک کې اعجاز
دلته دا ټولې بڼې په مفصل ډول تر غور لاندې نیسو، تر څو څرګنده شي، چې څنګه قرانکریم په ژبه او بیان کې د بشر له وړتیا لوړ دی.
په قرانکریم کې فصاحت
د فصاحت تعریف
فصاحت په لغت کې د روښنايي، وضاحت او د لفظي سختۍ او بدرنګي نشتون ته وايي.
 او په ادبي اصطلاح کې په دریو برخو وېشل کیږي؛
الف: د کلمې فصاحت
د مفردې کلمې فصاحت عبارت دی؛ د حرفي تنافر نشتون – لفظي ناموسیقیت – ناپېژاندې او له لغوي قیاس سره د مخالفت نشتون.
ب: د کلام فصاحت
د خبرو فصاحت په دې معنی دی، چې جوړښتي کمزوري ونه لري، د کلماتو ناهمغږي پکې نه وي او لفظي پېچلتیا ونه لري.
د ویناوال فصاحت:
هغه کمال ته وايي، چې انسان پکې خپل مقصود د کلماتو له لارې په فصیح ډول بیان کړي.
په قرانکرېم کې فصاحت
قرانکریم د فصاحت له نظره په اوج کې قرار لري، په ورته وخت کې یې کلمې ساده او ژورې دي، جمله ییز جوړښت یې متناسب او د موضوعاتو له بدلون سره تغیر کوي او د ایتونو ټولې برخې په خارق العاده نظم ترتیب شوې دي. مثلا کوثر سورت په دریو لنډو ایتونو کې ستر پیغام نقل شوی دی.
إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ _ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ _ إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ
په قرانکریم کې د فصاحت ابعاد
الف: په کلماتو کې فصاحت
قرانکریم له داسې کلماتو څخه استفاده کوي، چې عربانو ته اشنا دي، خو په ورته وخت کې په ستر دقت سره انتخاب شوي او ژور مفهوم وړاندې کوي. په دې اړه تفصیل په وړاندې برخه کې شوی دی.
ب: په جمله بندي کې فصاحت: 
د قرانکریم نحوي ترکیب موزون دی، خوږ غږ لري او له معنی مالامال دی، پر ته له دې چې پیچلتیا ولري او غږ یې پر غوږونو بد ولګیږي. وَٱلضُّحَىٰ _ وَٱلَّيۡلِ إِذَا سَجَىٰ
په څاښت (رڼا ورځ) باندې قسم دی؛ او (قسم دی) په تياره شپه چي کله د چوپتيا سره خوره شي؛
 په ډېرو لږو کلمو سره قوي حس او معنا وړاندې کوي.
ج: په بیاني سبک کې فصاحت
قران له خپل ځانګړې سبک څخه استفاده کړې، چې نه هم شعر دی او نه هم نثر، خو خوږغږی او اغېز شیندونکی دی.
دا سبک د معنی د القاء ځواک دوه برابره زیاتوي، چې لاندې به په مفصل ډول راشي.
په قرانکریم کې د فصاحت خصوصیات
قرانکریم د لاندې څو دلایلو له مخې په فصاحت کې خپل ځانګړتیا لري؛
د بیان وضاحت؛ مفاهیم په تر ټولو ساده او روانه بڼه وړاندې شوي، پرته له دې چې اضافي پېچلتیا ولري.
د ناخوښیو لهجو او غاړو څخه خلاصوالی؛ قرانکریم په هېڅ یوې کلمې کې هم صوتي او معنوي ښوېدونه او بدوالی نه لري.
معنوي او نحوي انسجام او تناسب؛ د قرانکریم د کلمو او جملو ترکیب داسې دی، چې هېڅ تضاد او ټکر پکې نه لیدل کیږي.
په خلاصه ډول ویلای شو، چې قرانکریم په فصاحت کې هم بې مثاله او اعجاز لرونکی دی.
د قران کریم د فصاحت نمونه:
د الضحی سورت، چې له لنډو او روانو جملو پیل کیږي؛
وَٱلضُّحَىٰ _ وَٱلَّيۡلِ إِذَا سَجَىٰ
په څاښت (رڼا ورځ) باندې قسم دی؛ او (قسم دی) په تياره شپه چي کله د چوپتيا سره خوره شي؛
دا ایتونه په ډېرو ساده او روانو کلمو، څرګنده معنی وړاندې کوي، چې د فصاحت نښه ده.
په کلي ډول ویلای شو، چې قران کریم د عربي ژبې کامله نمونه او الګو ده، د فصاحت له اړخه بې مثاله دی او قران د عربي ژبې د فصاحت سنجولو معیار دی.
په دې اړه ډېرو عربي ادیبانو لکه؛ این قتیبیه، سیبویه، زمخشري، عبدالقاهر جرجاني او نورو ډېرو تحلیلونه وړاندې کړي دي.
د قران ادبي ننګولو ناممکنتیا
قران کریم ځان له تحدي _ننګونې _ لوړ معرفي کړی.؛
وَإِن كُنتُم فِي رَيبٖ مِّمَّا نَزَّلنَا عَلَىٰ عَبدِنَا فَأتُواْ بِسُورَةٖ مِّن مِّثلِهِۦ
او كه تاسي د هغه كتاب (قرآن) په هكله شكمن ياست چي موږ خپل بنده ته نازل كړی دى، نو د هغه غوندي یوازي يو سورت راوړئ،
دا ننګونه له پیل څخه تر اوسه بې ځوابه پاته ده، چې د قرانکریم د فصاحت د لوړ دریځ ښودنه کوي، لکه څنګه چې په تېرو بحثونو کې پرې بحث وشو.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version