لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه
لسمه برخه
د قرآنکریم بلاغت
د قرآنکریم بلاغي اړخ، مهم اعجاز دی، چې نه یوازې د هغه وخت د جاهلیت د عصر عربان یې ګوته په غاښ کړې وه، بلکې د پېړیو په اوږدو کې یې ډېر متکلمان، فلاسفران او ادبیان یې هم تفکر ته اړ کړې دي.
د بلاغت تعریف
بلاغت په لغت کې (هدف ته د رسېدو) په معنی دی او په بدیع، بیان او معاني کې په دوه ډوله دی.
الف: د کلام د علم په اصطلاح کې بیان؛ د حالت له غوښتنې سره د خبرو همغږي او انطباق ته وايي، چې له فصاحت سره مله وي.
ب: د ویناوال بلاغت: هغه داخلي وړتیا او استعداد چې، ویناوال ته دا وړتیا بښي تر څو خپله خبره په بلیغ ډول مخاطبینو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې د قرانکریم بلاغت یوازې د کلمو په انتخاب کې نه دی، بلکې د انتخاب، همغږي او رواني تأثر په برخه کې هم دی.
په عربي ژبه کې بلاغت درې اصلي برخې لري؛
معاني علم – د اورېدونکي له حال او دریځ سره سم د جملې جوړښت
د بیان علم – له تشبیه، استعارې، کنایې او مجاز څخه استفاده
د بدیع علم – د کلام هنري ښکلاوې لکه؛ جناس، سجع او مراعات النظیر
په قرانکریم کې د بلاغت مقام
قرانکریم په عربي ژبه کې له ډېر لوړ بلاغت څخه برخمن کتاب دی، د قرانکریم بیاني وضعیت داسې دی، چې هم د مخاطب په زړه لګیږي، هم معنی په غوره اندازه کې انتقالوي او هم یې له هرې موضوع سره تړلې ایتونه خپل ځانګړی سبک، جوړښت او لحن لري.
قران له دې ځانګړو خصوصیاتو سره لاندې ښکلاوې لري؛
-
زړونه جذبوي
-
عقل تسخیروي
-
روح تر اثر لاندې راولي
د قران د بلاغي اعجاز دلایل
الف: بې جوړې جوړښت
د قران سبک نه شعر دی او نه هم عربي جاهلي معمولي نثر. خپل ځانګړی سبک لري، چې د خوږوالي، معنی، کلماتي ترکیب او اغېز له اړخه بې جوړې دی.
ب: د لفظ او معنی بې مثاله همغږي
قران د کلمو په دقیق انتخاب سره، ځانګړې، ژوړه او پراخه معنی رانغاړي، چې الفاظ یې محدود دی او داسې یوه همغږي پکې شته، چې هېڅ ځای هم پکې زیاتوالی او کموالی نه معلومیږي.
مثلا: مشهور ایت “فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا” [سوره شرح: ۶]
دا لنډ ایت، ستره مفهوم وړاندې کوي، چې امید او هیله پکې انتقالیږي او د انسان روح او زړه ته خوښي بښي، لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوښۍ سبب ګرځېدلی وو.
“عن الحسن، قال: خرج النبي صلى الله عليه وسلم يوما مسرورا فرحا وهو يضحك، وهو يقول: “لن يغلب عسر يسرين، لن يغلب عسر يسرين (فإن مع العسر يسرا إن مع العسر يسرا) “. [1]
ج: د حالت له غوښتنې سره کامل توافق
واقعي بلاغت هلته را پنځیږي چې ویناوال خپله وینا د حالت له غوښتنې سره سمه او مخاطب ته په کتو تنظیم کړي. قرانکریم هم په ټولو برخو کې دا تطابق په تر ټولو لوړې کچې مراعات کړی، چې مثالونه یې بې شمېره دي او یوه نمونه يې د حق لارې د داعیانو په کسیه کې دی، چې د یس سورې له ۱۳ – ۱۹ ایته پورې دی.
د: څو پوړیز معنايي جوړښت
قراني ایتونه معمولا ژورې، ظریفې او څو پوړیزه معناوې لري، چې له هر ځل لوستو او تدبر وروسته یې نوې معناوې را څرګندیږي، دا خصوصیت په بشري متونو کې ډېر لږ دی.
لکه؛ “إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ” [سورۀ حجرات: ۱۰]
په دې ایت کې د معنوي، ټولنیزې او ان نړۍوالې ورورولۍ مفهوم په ډېر ظریف ډول بیان شوی دی.
د قرانکریم د بلاغت څرګندتیاوې
الف: له موقعیت سره سمون ( معاني علم)
مثلا: د قیامت د ورځې په اړه په ایتونو کې لنډې، هیبتناکې او د قوي اهنګ کلمې استفاده شوط دي.
لکه؛ “إِذَا السَّمَاءُ انْفَطَرَتْ” [انفطار: ۱]
خو په هغه ایتونو کې چې د الله تعالی رحمت ته اشاره لري، نرمې، اوږدې و ارامې کلمې غوره شوي دي؛
لکه؛ : “اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ” [بقره: ۲۵۵]
ب: په انځور جوړلو کې بلاغت ( بیان علم)
تشبیه او استعاره “مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ” [نور: ۳۵]
په عربي ادبیاتو کې یوه تر ټولو اوږده او پېچلې نوري استعاره ده.
کنايه – “فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ” [بقره: ۱۰]
په اصل کې یې روحي او رواني ناروغي ته اشاره ده، جسمي هغې ته نه ده.
ج: په لفظي ښکلا کې بلاغت (بدیع علم)
-
سجع
ډېری ایتونه په ځانګړي ډول مکي سورتونه غوره سجعې لري، چې خوږې لګیږي؛ “وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الرَّجْعِ، وَالْأَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ” [طارق: ۱۱–۱۲]
جناس او مراعات النظیر په مختلو ایاتونو کې استفاده شوی، تر څو د ایت ښکلا، موسقیت او معنا سره هم اهنګه وي.
د: موزونه خو غیر اجباري سجعه
د جاهلیت د عصر د ویناوالو خلاف چې مصنوعي دي، قران کاملې طبیعي سجعې لري، چې له معنی ډکې دي. مثلا:
“وَالضُّحَىٰ، وَاللَّيْلِ إِذَا سَجَىٰ، مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ” [الضحى: ۱–۳]
پر مخاطیبنو د قرانکریم د بلاغت اغېز
د قرانکریم د بلاغت اثر دومره زیات وو، چې ان مخالفانو یې هم پر اعتراف کاوه، د قرانکریم په اړه د رسول الله د سرسخت دښمن ولید بن مغیره نظر د دې چارې ښه ښکارندويي کوي، چې قرانکريم څومره بلاغي اغېز درلود.
عکرمه رضي الله عنه وايي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید بن مغیره ته د “إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ” [نحل: ۹۰] ایت تلاوت کړ، نو هغه ورته وویل: اې وراره، بیا همدا ایت راته ولوله!
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ولوست او ولید وویل؛ “والله إن له لحلاوة، وإن عليه لطلاوة، وإن أصله لمورق، وأعلاه لمثمر، وما هو بقول بشر!.”پر رب قسم، په دې کې خوږلني ده، نرمي ده، رېښه یې نرمه او تازه ده او ښاخ یې ثمر لرونکی دی او دا د بشر قول نه دی.
د ولید بن مغیره او قرانکریم کیسه
عکرمه رضي الله عنه له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت کوي، چط ولید بن مغیره، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی او رسول الله قران ورته تلاوت کړ، نو ولید د قرانکریم له اورېدو متأثر شو او داسې ښکارېده چې زړه یې نرم شو.
دا خبره د ابوجهل غوږ ته ورسېده، نو د ولید خواته لاړ او ورته ویې ویل: ( اې تره! ستا قوم په هڅه کې دی، چې پیسې راټولې کړي.)
ولید ترې وپوښتل ولې؟
ده يې په ځواب ې وویل: تاسو ته، ځکه دوی خبر شوي، چې تاسو محمد ته ورغلی یاست او څه مو ترې اخیستي.
ولید یې په ځواب کې وویل، قریش خبر دي، چې زه د قریشو شتمن یم.
نو ابوجهل ورته کړه؛ داسې یو څه ووایه چې ستا قوم يې واوري او په دې باوري شي، چې ته له محمد سره مخالف يې یا ترې ناخوښ یې.
ولید وویل – “وماذا أقول؟ فو الله ما فيكم رجلٌ أعلمُ بالأشعار مني، ولا أعلمُ برَجزِه ولا بقصيدته مني، ولا بأشعار الجن، والله ما يشبه الذي يقول شيئًا من هذا.
ووالله إنّ لِقوله الذي يقولُ لحلاوة، وإن عليه لَطَلاوة، وإنّه لَمُثمِرٌ أعلاه، مُغدِقٌ أسفله، وإنه ليَعلو وما يُعلى، وإنه ليَحطم ما تحته”
( زه څه ووايم؟ په الله قسم په تاسو کې له ما څخه په شعر ښه پوه بل نشته او نه هم په قصیده، رجز او شعر تر ما پوه لرئ، زه ان د جنیاتو په اشعارو پوهېږم، خو په رب قسم هغه څه چې محمد يې ووايي، هغه له دې شیانو سره هېڅ ورته والی هم نه لري. او په الله قسم د هغه په خبرو کې خوږلني ده او ثمره یې ځلا او ښکلا ده، لوړ یې بار لري او لاندې برخه يې په څپو ده او یقین دا دی، چې له هغه هېڅ هم لوړېدای نه شي او هر څه يې چې لاندې وي پاشل کیږي.
ابوجهل وويل: تر هغو دې قوم نه راضي کیږي، تر څو چې یو څه ونه وايې.
ولید وویل: اجازه راکړه، چې په اړه يې فکر وکړم؛ بیا یې له یو څه فکره وروسته وویل، دا داسې سحر دی، چې له نورو اخېستل شوی او نسل په نسل را انتقال شوی دي، په همدې وخت کې یې په اړه دا ایت را نازل شو – : «ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا» [2]
دا خبره د قران د ژور اغېز ښندلو ثبوت دی او د بلاغي خصوصياتو ښکارندويي کوي.
دا اغېز یوازې عاطفي نه دی، بلکې عقلاني، تربیتي او ټولنيز هم دی او د اسلام د لومړيو وختونو ډېرو کسانو یوازې د قران په اورېدو سره اسلام ومانه.
د بشر له خبرو سره د قران د بلاغت مقایسه
د بشر د خبرو خلاف، قران داسې خصوصیات لري، چې ځانګړتیا او فردیت وربښی.
-
د حشو نه درلودل
-
موضوعي وحدت او په ورته وخت کې د بیاني تنوع
-
په ګڼو موضوعاتو کې د جوړښتیز انسجام شتون
-
د تقلید ناممکنتیا ( څوک یې تقلید نشي کولای) اعجاز
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1]. تفسير الطبري جامع البيان – ط دار التربية والتراث» [24/ 495].
[2] دلائل النبوة للبيهقي، باب اعتراف مشركي قريش بما في كتاب الله تعالى من الإعجاز وأنه لا يشبه شيئا من لغاتهم مع كونهم من أهل اللغة وأرباب اللسان: 2/ 198