لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه

شپږدېرشمه برخه

د نفس ساتنه
د نفس ساتنه د شریعت د اړینو مقاصدو له جملې څخه ده، چې ګڼ شمېر الهي احکام د نفس د ساتنې د مقصد لپاره ځانګړې شوي دي.
په اسلام کې د نفس په ساتنه او د انسان د بدن له ګواښ څخه د ساتلو په اړه ټینګار شوی. په دې بحث کې هڅه کوو، چې د نفس ساتنې په ګټو، اهمیت او سلبي او ایجابي ابزارو باندې بحث وکړو او تر غور لاندې یې ونیسوو.
د نفس ساتنه د اسلامي شریعت د مقاصدو یو له تر ټولو مهمو مصالحو څخه دی، نو له همدې امله الله تعالی د تقویې لپاره ایجابي ابزار واجب ګرځولي او دې مقصد ته زیان اړونکي ابزار یې منعه کړې دي.د نفس ساتنې د مقصد او همداشان د دې اړوند ایجابي او سلبي ابزار پېژندل اړین مفاهیم دي او په دې څېړنه کې په دقت غور کوو.
الف: د نفس ساتنې اهمیت
 الله تعالی انسان ته کرامت ورکړی او ملایکو ته یې د ده لپاره د سجدې امر وکړ او په ځمکې او اسمانونو کې یې شیان ورته مسخر کړې دي. انسان پر ځمکه د خدای تعالی د خلیفه په حیث دنده لري، چې د طبیعت اسرار وپېژني، خپل استعداد څخه کمال ته د رسېدو لپاره استفاده وکړي او همداشان د خپلې مادي او روحي ارتقاء لپاره کار وکړي.  دې موخو ته رسېدل، له انساني کاملو حقوقو او شرايطو تضمینېدو پرته امکان نه لري.
هغه لومړني حقوق چې اسلام د انسان لپاره تضمین کړي دي، په لاندې ډول دي؛
  • د ژوند حق
  • د ملکیت حق
  • د ناموس ساتنې حق
  • د ازادۍ او حریت حق
  • د مساوات او برابرۍ حق
  • د زده کړې حق
دا حقونه پرته له دې چې د یوه چا ژبې، نژاد، رنګ، وطن او يا هم ټولنیز دریځ ته وکتل شي، ټولو ته اړین او د انسانیت له لوازمو څخه دي.
الله تعالی په قرانکریم کې فرمايي:
«وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا.»
 موږ د ادم اولادې ته کرامت ور وباښه، دوی مو په وچه او سمندر کې حمل کړه، له پاکو نعمتونو څخه مو روزي ورکړه او دوی ته مو په ډېرو مخلوقاتو درنښت ورکړ.
سید سابق رحمه الله وايي:
د انسان تر ټولو مهم او اساسي حق، د ژوند حق دی، چې مقدس او محترم دی او هېڅ وخت هم تعرض پرې روا نه دی.
الله تعالی په قرانکریم کې فرمايي:
«وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا.»
( هېڅوک له حق پرته مه وژنئ! پرته له هغو چې (الله یې وژل روا کړې وي) که څوک په ظلم سره ووژل شو، د هغه ولي ته مو واک ورکړی، چې د قصاص غوښتنه وکړي، خو په وژلو کې زیاتون مه کوئ، ځکه هغه د خدای له لوري مرسته شوی دی.)
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه را نقلوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
«لا یَحِلُّ دَمُ امرِئٍ مُسلِمٍ، یَشهَدُ أن لا إلهَ إلّا اللَّهُ وأنی رَسولُ اللَّهِ، إلّا بإحدَى ثلاثٍ: الثَّیِّبُ الزَّانِی، والنَّفسُ بالنَّفسِ، والتَّارِکُ لِدِینِهِ المُفارِقُ للجماعَةِ.»
د مسلمان چې د ( لا اله الا الله او محمد رسول الله) کلمه وايي، وژل په هېڅ حالت کې هم روا نه دي، له دې دریو حالتونو پرته؛ څوک چې له واده وروسته زنا وکړي، څوک چې په ماحق قتل وکړي او څوک چې د اسلام له دین څخه وګرځي او له مسلمانې ټولنې جلا شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجة الله الوداع کې وفرمایل:
: «إِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوَالَكُمْ وَأَعْرَاضَكُمْ عَلَیْكُمْ حَرَامٌ، كَحُرْمَةِ یَوْمِكُمْ هَذَا، فِی بَلَدِكُمْ هَذَا، فِی شَهْرِكُمْ هَذَا… أَلَا هَلْ بَلَّغْتُ؟»
( خبردار! ستاسو ځانونه، مال او عزت، داسې حرمت لري، لکه دا ورځ، دا میاشت او دا ښار …. خبردار! ایا پیغام مې تاسو ته ورساوه؟ ) دا جمله یې دوه ځلې تکرار کړه.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version