لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه

لومړۍ برخه

سریزه
 الله لره حمد چې پر ما یې احسان وکړ او د حمد ویلو توفیق یې را نصیب کړ. په ډېرې عاجزۍ سره د هغه ستر ذات عبادت کوم چې د ده په څېر بل معبود نشته. د هغه پر وحې کفایت کوم او له بل هر هغه چا څخه بې‌نیازه یم چې ځان د حق استازی بولي. له دې څخه پناه وروړم چې خپل عقل د ده د پېژندنې لارښود وبولم، سره له دې چې په دې ډول یې خطاب او عتاب راته کړی دی: «يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ»[۱] (اې انسانه! ته د خپل عزتمن پالونکي پر وړاندې څه شي په دوکه کې اچولی يې؟)
له الله تعالی څخه د تدبر او ژور فکر کولو توفیق غواړم، او له تقلید څخه چې د عقل بربادي او د نقل پر شا تمبول دي پناه غواړم.
لیبرالیزم د یوه عقلاني فکر په توګه پېژندل کېږي، داسې فکر چې له عقله سرچینه اخلي او په عقل پای ته رسېږي. دا فلسفه د عقل د وړتیاوو او محدودیتونو له مخې وړاندې ځي او په فردي، ټولنیزو او نظامي چارو کې یواځې د عقل پر قضاوت تکیه کوي. په لیبرالیزم کې عقل خپله د خپل ځان په اړه قضاوت کوي او له هر موجود څخه لوړ ګڼل کېږي، هغه که حاکم وي او که محکوم.
خو سره له دې عقل هم کیدلای شي خطا وکړي، د عقل خطا زیاتره وخت پر نفس او بدن اغېز کوي، ځکه کیدلی شي همدا دواړه د حقیقت د موندلو په لار کې خنډ وګرځي. که چیرې عقل په خپل فعالیت کې تېروتنه وکړي، نو آیا عقل ته باید سزا ورکړل شي، هماغسې لکه څه ډول چې یوه تله د تللو په وخت کې یو شی کم ښکاره کوي نو تلې ته سزا نه ورکول کېږي؟
دا تشبیه د قرآن کریم له دې آیتونو سره همغږي لري: «وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ ﴿۱﴾ الَّذِينَ إِذَا اكْتالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ﴿۲﴾ وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ﴿۳﴾»
ژباړه: «د ډنډه وهونکو (تول او پیمانه کمونکو) لپاره تباهي ده، هغه کسان کله چې (ځانونو ته) پر خلکو پېمانه کوي پوره يې اخلي، او کله چې هغوی ته پېمانه يا تول ورکوي بيا يې کموي.» [۲]
خو له دې سره سره د عقل تېروتنې بیا بیا تکرارېږي، او یو پر بله پسې واقع کېږي. الله تعالی د عقل د قناعت په اړه پرلپسې قسمونه یاد کړي، تر څو خپل صاحب له ګمراهۍ څخه وژغوري او د نورو د خطا مرتکب نشي. الله تعالی فرمایي: «وَالْفَجْرِ ﴿۱﴾ وَلَيَالٍ عَشْرٍ ﴿۲﴾ وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ﴿۳﴾ وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ ﴿۴﴾ هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِذِي حِجْرٍ ﴿۵﴾» ژباړه: «قسم دی پر سهار او پر لسو شپو او پر جفت او تاق او پر شپه کله چې روانه وي آیا په دې کې د عقل څښتن ته څه قسم شته؟» [۳]
یعنې دا د عقل د خاوند لپاره یو قسم دی، څو هغه له ضد او عناد څخه را وګرځوي. حضرت عبدالله ابن‌عباس رضي‌الله‌عنه فرمایي: «آیا دا د عقل، رأی، ځواک او د پوهې لروونکي کس لپاره یو قسم دی؟» [۴]
الله تعالی د دغو قسمونو له یادولو وروسته عقل ته خپلې تېرې تېروتنې ورپه زړه کوي، ترڅو تکرار یې نکړي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ ﴿۱﴾ أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ ﴿۲﴾ وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ ﴿۳﴾ تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ ﴿۴﴾ فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ ﴿۵﴾» ژباړه: «ايا ودې نه ليدل چې ستا پالونکي د فيل پر څښتنانو څه وکړل، آيا د هغوی چل يې ور شنډ نه کړ او سېل سېل مرغان يې پرې ور واستول هغوی به د پخې شوې خټې پر ډبرو وېشتل چې د خوړل شويو وښو غوندې يې کړل.» [۵]
فکرونه یواځې هغه مهال له حقایقو سره نږدې کېدای شي، کله چې د بشپړ شعور، دقیق نظر او رښتینې ارادې له مخې د حقیقت په لټه کې شي. هغه کسان چې یادې ځانګړتیاوې نه لري، ممکن د خنډونو پر وړاندې آن که دا خنډونه خیالي واوسي هم کمزوري شي چې په پایله کې یې ممکن د خپلو بارونو پرخلاف چلند ترسره وکړي.
د لیبرالیستي فکر د بې‌پایانه پراخوالي د درک لپاره کافي ده چې هغه بنسټیز اصل ته پام وکړو په کوم اصل چې همدا نظریه ولاړه ده: پر دې باور چې هر انسان ددې حق لري چې هر دین، عمل، فکر، وینا او کړنه یې زړه وغواړي انتخاب او ترسره یې کړي، پرته له دې چې انساني فطرت او له نورو سره یې تضاد په پام کې ونیسي. ځکه هر انسان هماغومره د یوه فکر د منلو یا ردولو حق لري، څومره یې چې نورو ته حق ورکړل شوی دی.
له همدې امله که چیرې ځینې لیبرالان له نورو لیبرالانو سره د ځینو باورونو او افکارو پر سر توافق نه لري، نو تر هغې دا مخالفت د دوی پر اعتقادي بنسټونو اغېز نه کوي تر کومې چې د خپل مخالفت ترڅنګ د مخالف لوري د انتخاب حق هم مني.
دا تفاوت یواځې یو ظاهري تفاوت دی، نه باطني. لیبراليستي فکر له باطن او د باطن له سمون سره ډېره کمه علاقه لري؛ بلکې ټوله توجه یې ظواهرو او بېروني اړخونو ته ده. لیبرالیزم یوه سراسر مادي او دنیوي نظریه ده، چې له ماوراءالطبیعه (متافزیک) سره نه اړیکه لري، نه یې تاییدوي، بلکې له پامه‌یې غورځوي. لیبرالیزم دین او اخروي مسائل له پام غورزوي، ځکه چې هر ډول اخروي ایمان له دنیوي چارو سره تړل پر هغې اغېز کوي.
د لیبرالیستي فکر عمومي بنسټونه پر دې اصل ولاړ دي چې د دیني او دنیوي چارو ترمنځ باید جلاوالی موجود وي. له همدې امله یاده نظریه اخروي مسائلو لازم ارزښت نه ورکوي او له پامه یې غورزوي. له دې امله چې د لیبرالیزم ډېری بنسټونو د انسان له نفساني غوښتنو، فطري تمایلاتو او عقلي فلسفې سره همغږي لري، نو ځینې لیبراليستي نظریې د هغو کسانو ترمنځ محبوبیت پیدا کوي چې یوازې د ظاهري معیارونو پر بنسټ قضاوت کوي، نه د اصلي بنسټونو، د هغوی د ترکیبونو، پایلو او له نورو انساني عقایدو سره د همغږۍ پر بنسټ.
ډېری خلک له ژور فکر پرته ژر پرېکړې کوي، او عقلاني تناقضات له پامه غورځوي. دا تناقضات یوازې هغه مهال ورته څرګندیږي کله چې له عملي اړتیاوو یا بهرني تضاد سره مخ شي. په همدې حالت کې انسانان د خپلو هغو فکرونو پر ارزولو او اصلاح کولو لاس پورې کوي، چې له پلټنې پرته یې منلي وو.
عملي تناقضات او نورې هغه پېښې چې له منل شوو افکارو سره په ټکر کې وي، کېدای شي ډېر کم رامنځته شي. له همدې امله د یوه فکر د منلو دوره اوږدېدلی شي، او هر څومره چې دا موده اوږدیږي، هماغومره باورونه ژورې ریښې غځوي او د خلکو تر منځ خپرېږي، حتی که اساساً ناسم واوسي هم.
ځینې وخت هغه ستونزې چې پر انسان راځي، د دې پر ځای چې فکر او عقیده یې رد کړي، برعکس، هماغه فکر ته قوت ورکوي او تأییدوي یې. دا دقیقاً هماغه پېښې دي چې عقلونه یې شاوخوا ډېر ګرځي راګرځي، ځکه چې له پېښیدو وروسته پرته له مبالغې نه د دوی له حقیقت، نه له ځواک، نه له پراخوالي او نه له اغېزو خبر دي.
دوام لري…
| وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] سوره انفطار، آیت: ۶.

[۲] سوره مطففین، آیتونه ۱ـ۲ـ۳.

[۳] سوره فجر، آیتونه ۱ـ۵.

[۴] تفسیر ابن جریر طبری، ج ۱۰، مخ ۲۸۲.

[۵] سوره فیل، آیتونه ۱ـ۵.

Leave A Reply

Exit mobile version