لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي
الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (څلورمه برخه)
د الحاد ډولونه
الحاد په عام مفهوم د باطلو ډولونو او موازاتو له مخې په ډېرو بڼو وېشل کیږي. کفر، شریک، نفاق، ارتداد، زندیق، عقیدوي بدعت او په ذات، توحید، صفاتو، وحیې، رسالت، الهي کتابونو، حشر او نشر، جنت او دوزخ او د اسلامي شریعت د نورو اړینو احکامو په اړه شکونه او شبهې د الحاد ډولونه ګڼل کیږي.
خو په خاص مفهوم کې د الحاد په اړه بېلابېل وېشونه شوې دي.
د وخت په اساس وېش
د وخت پر اساس یې وېش دوه ډولونه لري:
-
پخوانی او کلاسیک الحاد
-
نوی او ماډرن الحاد
د قوت او ضعف پر اساس وېش
-
قوي الحاد: پر دې باور چې خدای نشته او ملحد ادعا کوي چې د خپلو شته دلایلو له مخې دې پایلې ته رسېدلی دی او دا پوهه یې ترلاسه کړې چې خدای نشته. داسې ملحدین بنسټ پاله او افراطي ملحدین بلل کیږي. دا ډول ملحدین د خپل الحاد لپاره دلایل بیانوي او خپل تفکر ترویجوي، په دین او دین منونکو برید کوي او ښکنځي یې.
-
ضعیف الحاد:کمزوری الحاد د خدای شتون نه مني، داسې ملحدین ادعا کوي، چې د خدای د شتون لپاره یې کافي دلایل نه دي موندلي، تر څو یې له مخې شتون ومني خو په عین حال کې د خدای د نشتون لپاره هم کافي دلایل نه لري. داسې ملحدین خپل الحاد نه خپروي او د ترویج لپاره یې کوښښ نه کوي او له دین او دین منونکو سره هم خپل دښمني نه څرګندوي.
دوهم مطلب – د الحاد مخینه
( تېر، حال، شمېرنې او احصایې)[1]
حقیقت دا دی، چې پر خدای باور او دینداري یو فطري کار دی، انسان داسې پنځول شوی چې پر خدای باندې د ایمان، له هغه سره د اړیکو او د هغه د بنده ګۍ اړتیا د خپل روح او روان په ژورو کې احساسوي. نو د تاریخ په بېلابېلو مرحلو کې د انسان د ژوند او د دین ترمنځ په بېلابېلو ډولونو دا اړیکې څرګندیږي.
تاریخپوه بلوتارک وايي؛ ” تاریخ له کلاګانو، ماڼیو او درس ځایونو پرته ښارونه لیدلي دي، خو له عبادت ځایونو پرته ښارونو پکې نشي موندل کېدای[2].”
په همدې اساس له خدای څخه انکار او له دین سره د تړاو نشتون، یو نادر، عجیب، لږ موندل کېدونکی او د نه منلو وړ فکر بلل کېده، خو بیا هم په تېر کې ځینې د ګوتو په شمېر افرادو سر پورته کاوه، چې د خدای له شتون څخه انکار او د دین نه مننه پکې را څرګندېده، خو دومره لږ وو، چې (شرذمة قلیله) باندې یادېدل، چې په راتلونکو کرښو کې به د دې ډول کسانو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړو.
تر میلاد 6 پېړۍ وړاندې ځینو هندي فلاسیفرانو پر خدای باور رد کړی، په لرغوني اروپاکې ځینو فلاسیفرانو لکه؛ سقراط، دیاگوراس، ډیموکرټس ،کریټیاس، پروډیکوس، فیلوډموس، پروتاگوراس، تئودوروس، استراتو، وهمروس، اپیکور اونورو د خدای په شتون باور نه درلود او یا هم په بې باورۍ تورن وو.
له منځنیو پېړیو څخه تر رنسانس (بیا ژوندون) دورې پورې په اروپا کې د الحادي افکارو تغر ډېر نه و وېړ او په مقابل کې یې دین او الهیات د دې دورې غالب باورونه وو.
په17 او 18 مو پېړیو کې د مسحیت په اړه نیوکو زور اخېسته، په 1674م کال کې لومړي ښکاره محلد المانی ( ماتیاس کنوترن) وو، چې په دې اړه یې درې لیکنې وکړې، ورپسې دوو تنه نور ښکاره محلدین پولنډی فیلسوف او پخوانی عیسوي کژیمرژ ویشتنرسنکی او فرانسوي پادري ژان ملیه را ښکاره شول، دا لاره اوږده شوه او د 18 مې پېړۍ په اوږدو کې نورو ښکاره ملحد متفکرینو ځان ځرګند کړ، لکه: بارون دولباخ، ژاک آندره نژون او نورو فرانسوي ماټریالیسټانو.
د فرانسې انقلاب الحاد له محدودو څخه عام محضر ته را ویوست، ـ بارون دولباخ ـ په فرانسې کې د روښانفکرۍ مشهوره څېره وه، د الحاد او د دین په وړاندې یې د ډېرو لیکنو له امله پېژندل شوی، چې مشهورې یې د (طبیعت سیستم (1770) او بې پردې شوی مسحیت) دي.
د ناپئلیون دور په فرانسې کې سیکولارېزم ټینګ کړ او د ایټالیا شمال ته د یوه منعطف جمهوریت په تمه انقلاب انتقال کړ.
په 19مې پېړۍ کې ملحدینو د ایټالیا په سیاسي او ټولنیزو انقلابونو کې ونډه درلوده، چې له ډلې یې د ایټالیا د (1884) کال بدلونونه وو، چې د یاد هېواد د وحدت او سوسیالیستي خوځښت د نړۍوال رشد سبب شوه.
د 19 پېړۍ په دوهمې نیمايي کې الحاد د عقل پالو او آزادفکره فيلسوفانو څخه اغېزمن شوو، په دې دوره کې ډېر الماني فلاسيفران چې په دین باورمن وو د خدای له شتون څخه منکر شول، لکه: لودویگ فویرباخ، آرتور شوپنهاور، ماکس اشتیرنر، کارل مارکس و فریدرېش نیچه.
په شلمې پېړۍ کې الحاد په ځانګړي ډول عملي الحاد په ډېرو ټولنو کې پرمختګ وکړ او الحادي فکر په ډېرو فلسفو کې را څرګند شو، لکه په؛ اگزیستانسیالېزم، عیني گرایي، انسان پالنه، سکولارېزم، نیهیلېزم، انارشېزم، منطقی پوزېټېزم، مارکسېزم، فیمینېزم او عموما نور علمي او عقل پاله خوځښتونه.
په شلمې پېړۍ کې بیا سیاسي الحاد پراخه شو او په پایله کې یې د مارکس او انګلس اثار تشریح شول. په روسیه کې د (1917) کال له انقلاب وروسته؛ د شوروي حکومت دیني زده کړې منع کړې، ډېرو نورو کمونیستي دولتونو هم له دین سره مخالفت وکړ او بې دینه حکومتولي یې جبري کړه، لکه؛ د البانیا حکومت او اوس مهال د چین، شمالي کوریا او کیوبا حکومتونه.
بلکفورد او شوکلنک لیکي؛ ” شوروي اتحاد په څرګند ډول یو بې دینه حکومت وو، چې دا نظریه د مائو د وخت چین او د سرو خمرانو د وخت کامبودیا په اړه هم صدق کوي. خو دا دې څرګندونه نه کوي، کوم جنایتونه چې دغو دیکتاتورانو کړي د بې دینۍ په پایلې کې به وې او یا هم د کمونېزم ډول بې دینۍ له امله به وې.”
د برلین د دیوال له چپه کېدو وروسته هغه رژیمونه ډېر کم شوي، چې د دین په وړاندې فعاله وو.
ادامه لري…
[1] د الحاد د مخینه کې اصلي سرچینه او مصدر ( ویکیپېډیا) ده، خو له دغو منابعو څخه هم استفاده شوې؛ ( الالحاد الجدید فی المجتمعات الغربیة و العربیة.. مفهومه و نشأته و أسباب ظهوره و سبل مواجهته ـ د. فلاح عبد محمد الدليمي) المحاورون ویب پاڼه ، المواقف الدینیة من الایمان بالله ـ مقاله ـ داخلي
[2] ويبدو أن فكرة إنكار وجود الخالق من الأساس كانت فكرة مستبعدة تماماً ولم تلق قبولاً شعبياً في كل العصور، إذ يقول المؤرخ الإغريقي بلوتارك: «لقد وجدت في التاريخ مدن بلا حصون، ومدن بلا قصور، ومدن بلا مدارس، ولكن لم توجد أبدا مدن بلا معابد».( ویکی پدیا العربیة)