لیکوال: م. فراهي توجګي
اسلام او ډیموکراسي (پنځه پنځوسمه برخه)
د شورا د غړو ځانګړتیاوې
د تېرو یادښتونو په دوام، د شورا د غړو ځینې نورې ځانګړتیاوې هم بیان کوو:
۱۰. نارینه توب
د شورا د غړیتوب لپاره د نارینه توب شرط، ښځو ته سپکاوی نه دی؛ بلکې دا شرط د هغو دندو او مسؤلیتونو په ویش کې ریښه لري چې حکیم خدای جل جلاله د نارینه وو او ښځو د طبیعي وړتیاوو پر بنسټ ټاکلي دي.
شورا یو دروند مسؤلیت او لویه دنده ده چې امت او ټولنه یې د شورا د غړي پر اوږو اچوي. له بلې خوا، ځینې هغه دندې چې ښځې ترې معافې شوې دي، د هغوی د سپکاوي له امله نه دي، بلکې د هغوی په وړاندې د خدای جل جلاله د رحمت، شفقت او پېرزوینې له امله دي.
خدای پاک جل جلاله د خپل حکمت پر بنسټ د نارینه وو او ښځو وړتیاوې او استعدادونه په داسې ډول ویشلي دي چې هر یو یې په خپل ځانګړي مقام کې غوره فعالیت ولري. معمولاً، ستونزمن او درانه کارونه نارینه وو ته سپارل کېږي؛ د بېلګې په توګه، د نفقې او د ژوند د نورو اړتیاوو برابرول د نارینه وو له دندو څخه دي. همدارنګه، د هغو کارونو ترسره کول چې له کوره بهر حاضرېدو ته اړتیا لري، د نارینه وو پر اوږو اچول شوي دي؛ ځکه چې ښځې د مهمو کورنۍ دندو لکه د ماشومانو پالنه او د کور اداره کولو له امله، نشي کولی په ورته وخت کې د شورا په ګډون، نور درانه مسؤلیتونه او چارې ترسره کړي.
د دندو د الهي ویش پر بنسټ، د کورنۍ د عمومي پاملرنې او سرپرستۍ دنده نارینه وو ته سپارل شوې ده، لکه څنګه چې خدای تعالی فرمايي: “الرجال قوامون علی النساء”؛ (نارینه د ښځو سرپرستان او تدبیرکوونکي دي.) [۱]
که د کورنۍ مسؤلیت د نارینه وو په غاړه دی، نو په اولی طریقې د لویې کورنۍ یعنې ټولنې او پر دولتي چارو څارنه چې د شورا مسؤلیت دی، باید نارینه وو ته پریښودل شي.
د کورني مسؤلیتونو سربیره، ښځې کېدی شي د خپلو طبیعي او بدني شرایطو او ځانګړتیاوو له امله د شورا د دندو په ترسره کولو کې له محدودیتونو سره مخ شي. د بېلګې په توګه، ځینې انساني او طبیعي شرایط، ښځې د میاشتې یا کال په ځینو ورځو کې په غونډو کې له ګډون څخه منع کوي، چې په پایله کې د شورا د دندو په ترسره کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته کیږي.
آیا ښځې د شورا غړې کېدای شي؟
له ښځو سره د مشورې او د هغوی د نظرونو او رایو د منلو مسله په اسلامي سرچینو کې له مختلفو لیدلورو څخه راپورته شوې ده. په قرآن، سنت او د راشده خلفاوو په کړنو کې داسې شواهد شته چې له ښځو سره د مشورې مشروعیت په ګوته کوي. له بلې خوا، داسې احادیث او آثار هم شته چې ظاهراً دا په ګوته کوي چې له ښځو سره مشوره کول جواز نلري. په لاندې ډول، له دې دلیلونو څخه ځینې یې په لنډه توګه ذکر کوو:
۱. قرآني آیتونه
لومړی آیت: “فإن أرادا فصالا عن تراض منهما و تشاور فلا جناح علیهما” [۲] (خو که مور او پلار وغواړي چې (ماشوم د دوه کلنۍ څخه مخکې) د دوه اړخیز رضایت او مشورې له مخې د مور له شیدو څخه جلا کړي، نو په دوی باندې هیڅ ګناه نشته.)
په دې آیت کې، په کورني چارو کې له ښځې سره مشوره په څرګنده توګه ذکر شوې او د هغې نظر منل شوی دی.
دوهم آیت: “قالت احداهما یا ابت استأجره إن خیر من استأجرت القوي الأمین” [۳] (له دواړو لوڼو څخه یوې وویل: ای پلاره، هغه په کار وګماره، ځکه چې غوره کس چې ته یې په کار ګمارې، هغه څوک دی چې قوي او د اعتماد وړ وي.)
په دې آیت کې، د شعیب علیه السلام لور خپل پلار ته وړاندیز کوي چې موسی علیه السلام په دنده وګماري. شعیب علیه السلام دا وړاندیز مني او دا عمل په قرآن کریم کې رد شوی نه دی. دا آیت، له ښځو سره د مشورې د جواز څرګند دلیل دی.
له ښځو سره مشوره کول په روایتونو کې
له ښځو سره د مشورې کولو یوه له مهمو بېلګو څخه د حدیبیې د سولې کیسه ده. په دې پېښه کې حضرت عمر رضی الله عنه او ځینو صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین د سولې د تړون له هغو مادو څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه چې ظاهراً د مشرکینو په ګټه وې. د تړون له لاسلیک کولو وروسته، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو کرامو ته امر وکړ چې قرباني وکړي او خپل سرونه وخريي. سره له دې چې دا امر درې ځله تکرار شو، خو هیچا اقدام ونه کړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ام سلمه رضی الله عنها ته ورغی او ټوله پېښه یې ورته بیان کړه. ام سلمه رضی الله عنها وړاندیز وکړ چې پرته له دې چې له خپلو یارانو سره خبرې اترې وکړې، خپل اوښان په خپله قرباني کړه او خپل سر وخريه. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مشوره ومنله او همداسې یې وکړل. کله چې صحابه کرامو رضی الله عنهم ولیدل چې هغه ځان حلال کړی دی، نو دوی هم اقدام وکړ.
دا روایت چې په صحیح بخاري کې ذکر شوی، نه یوازې له ښځو سره د مشورې د مشروعیت دلیل څرګندوي، بلکې له کورنۍ مسلو څخه هاخوا او د اسلامي ټولنې او امت پورې اړوندو مسلو کې د مشورې جواز هم ښیي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې چې امام احمد رحمه الله په خپل مسند کې روایت کړی دی، فرمایلي دي: “امروا النساء في بناتهن”؛ (له ښځو سره د هغوی د لوڼو په اړه مشوره وکړئ.) [۴]
دا حدیث ښیي چې د کورنیو چارو او د اولادونو د برخلیک په اړه له ښځو سره مشوره کول توصیه شوي دي.
له ښځو سره د مشورې د نه کولو دلیلونه
له بلې خوا، ځینې روایتونه ظاهراً داسې ښیي چې له ښځو سره مشوره کول جواز نلري:
د ابوبکره رضی الله عنه حدیث: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “هغه خلک به هېڅکله بریالي نشي چې خپلې چارې ښځو ته سپاري.” [۵]
د زید بن ثابت رضی الله عنه حدیث: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “د ښځې له رایې څخه پیروي کول، د پښېمانۍ لامل کیږي.” [۶]
عایشه رضی الله عنها روایت کوي: “د ښځو اطاعت د پښېمانتیا لامل کیږي.” [۷]
ابوبکره رضی الله عنه روایت کوي: “نارینه د ښځو د پیروۍ له امله هلاک شول.” [۸]
د موضوع ارزونه او لنډیز
له ښځو سره د مشورې د جواز او نه جواز د دلایلو په جمع بندۍ او ارزونې سره، لاندې پایلې ته رسیږو:
له ښځو سره مشوره کول او د هغوی د رایو منل په هغو مسایلو او موضوعاتو کې چې په دوی پورې اړه لري یا په هغه چارو او مسایلو کې چې دوی پکې ډېر مهارت او تخصص لري، شرعي ممانعت نلري.
هغه روایتونه چې له ښځو سره د مشورې پر نه جواز دلالت کوي، که چیرې د صحیح توب او سم والي کچې ته ورسیږي، پدې معنی دي چې ښځو ته د ټولو چارو او د ولایت کبرا (واکمني) سپارل یا د دوی مطلق او بې دلیله اطاعت کول جواز نلري، مګر په کوچنیو او کورنیو مسلو کې له هغوی سره مشوره کول، څه شرعي ممانعت له ځان سره نلري.
دا صحیح حدیث “لن یفلح قوم ولوا أمرهم الی امرأة” ښځو ته د عمومي مشرۍ د سپارلو ناجایزتوب ته اشاره کوي، نه په ځانګړو مواردو کې له هغوی سره د مشورې کولو منعې ته.
له اختلاط او د حجاب د شرعي حدودو په ماتولو سره په شوراګانو کې د ښځو دوامداره شتون، د اختلاط او د حجاب د شرعي حدودو د ماتولو او سرغړونې او همدارنګه په هغه کارونو کې د ګډون سبب کیږي چې په مکرر ډول له کوره وتلو ته اړتیا لري کوم چې د عفت او پردې مسله راپورته کوي.
دوام لري…
[۱]. النساء: ۳۴.
[۲]. البقره: ۲۳۳.
[۳]. القصص: ۲۶.
[۴]. مسند امام احمد: ۴۸۸۷.
[۵]. اسنی المطالب في احادیث مختلفة المراتب، ص ۱۷۷.
[۶]. اسنی المطالب في احادیث مختلفة المراتب، ص ۱۶۵.
[۷]. جامع الصغیر، السیوطی، ج ۲، ص ۷۸.
[۸]. طبراني، معجم الکبیر، ج ۵، ص ۴۱۴، ش ۷۸۵۹.