د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله (درېیمه برخه)
د سید جمال الدین افغاني رحمه الله ځینې ځانګړتیاوې او صفتونه
سید جمال الدین افغاني رحمه الله، د ختیځ مشهور مصلح، له هغو شخصیتونو څخه دی چې ژوند، افکار او لاسته راوړنې یې د پیړیو په اوږدو کې د مفکرینو او د تاریخ او ټولنیزو او سیاسي اصلاحاتو مینوالو لپاره د الهام او څېړنې سرچینه پاتې شوې ده. د دې ستر انسان د ژوند او افکارو په اړه د پراخو څېړنو سره سره، د هغه د شخصیت ځینې نامعلوم اړخونه لا هم شتون لري. د سید جمال الدین افغان رحمه الله د بشپړې او هراړخیزې پېژندنې لپاره، موږ ډیرو علمي او بې طرفه څېړنو ته اړتیا لرو ترڅو د هغه د ژوند او افکارو مختلف اړخونه په سمه توګه روښانه کړو.
سید جمال الدین افغاني رحمه الله نه یوازې یو ټولنیز او سیاسي اصلاح کوونکی و، بلکې د ظلم او استعمار په وړاندې د مقاومت سمبول او عدالت، ایمان او د انسانیت خدمت ته د ژمنتیا یوه نمونه ګڼل کیږي. هغه یو داسې شخصیت وو چې ختیځ او اسلامي نړۍ یې هویت غوښتنې، خپلواکۍ او پر ځان باور ته راوبلله او د هغه نه ستړې کیدونکو هڅو، هغه د معاصر تاریخ یو له خورا اغیزمنو شخصیتونو څخه کړ.
نړیوال فکر لرونکی وطنپال
د سید جمال الدین افغاني رحمه الله یو له مهمو ځانګړتیاوو څخه د هغه ژوره وطنپالنه او نړیوال نظریات وو. هغه هیڅکله ځان په جغرافیایي پولو پورې محدود نه ګڼله او انسانیت او بشریت ته یې په ټولیزه توګه کتل. له دې سره سره، هغه د خپل هیواد او ټاټوبي، افغانستان سره ځانګړې مینه او علاقه درلوده او د خپل ژوند په اوږدو کې یې د دې هیواد د راتلونکي په اړه فکر کاوه.
د هغه لومړنی تلپاتې اثر د “تاریخ الافغان” تر سرلیک لاندې چې په عربي ژبه لیکل شوی، د افغانستان او د هغه د خلکو په اړه د هغه د ژورو اندیښنو شاهد دی. په دې کتاب کې، هغه د افغانستان تاریخ او هویت تحلیلوي او د دې خاورې د برخلیک په اړه خپل نظرونه څرګندوي. سید جمال الدین افغاني د هند، ایران، مصر او ترکیې په ګډون مختلفو هیوادونو ته د خپلو ګڼ شمېر سفرونو سره نه یوازې د دې سیمو د خلکو په راویښولو کې مرسته وکړه، بلکې په نړیواله کچه یې خپل نظریات هم ترویج او خپاره کړل.
د استبداد او استعمار پر ضد نوموتی مبارز
د سید جمال الدین افغاني رحمه الله د شخصیت یو له مهمو اړخونو څخه د کورني ظلم او بهرني استعمار پر وړاندې د هغه نه ستړې کېدونکې مبارزه وه. هغه په دې باور وو چې کورني ظلم او استبداد د بهرني استعمار واکمنۍ ته لاره هواره کړه او د ختیځو ملتونو خلاصون یوازې د فکري او کلتوري ویښتیا له لارې ممکن دی.
هغه د خپلو توندو خطبو او اغیزمنو لیکنو سره د مسلمانانو او ختیځو هیوادونو ترمنځ د مقاومت روحیه راوپاروله. سید جمال الدین افغاني رحمه الله پر خلکو غږ وکړ چې د ظلم پر وړاندې ودریږي او باور یې درلود چې یوازې د یووالي او پر ځان باور له لارې ظلم او استعمار له منځه وړل کیدی شي. هغه په بشپړې زړورتیا او مېړانې سره، د مبارزې بیرغ پورته کړ او د ختیځو ملتونو په منځ کې یې د آزادۍ او خپلواکۍ هیله او احساس را ژوندی کړ.
ازادي او خپلواکي غوښتنه
سيد جمال الدين افغاني رحمه الله، آزادي د انسان لپاره د خدای جل جلاله له سترو نعمتونو څخه ګڼله او په دې باور وو چې د آزادۍ له ارزښت سره هيڅ شی نشي پرتله کېدای. هغه خلکو ته د آزادۍ د اهمیت او د هغې د ترلاسه کولو لپاره د هڅو د اړتیا په اړه معلومات ورکول او ټینګار یې کاوه چې د خپلواکۍ او له غلامۍ څخه د آزادۍ د ترلاسه کولو لپاره، باید ستونزې او کړاوونه وګالو.
هغه په خپله یوه وینا کې په ډاګه او څرګند ډول وویل:” خدای جل جلاله تاسو آزاد پیدا کړي یاست، خو تاسو پخپله د غلامۍ جغ په خپلو غاړو کې اچولی دی. که له ظالم څخه کرکه کوم، نو مظلوم هم نه خوښوم؛ ځکه چې د ظلم زغمل ظالم زړور کوي.” دا جملې د ځان درناوي او د آزادۍ لپاره د مبارزې اړتیا باندې د هغه ژور باور څرګندوي.
متدین او د خرافاتو ضد
سید جمال الدین افغاني رحمه الله په اسلام ژوره او ټینګه عقیده درلوده او د انسانیت د ژغورنې لاره یې د دین اساسي اصولو ته په راستنیدو کې لیدله. هغه په دې باور وو چې اسلام یو بشپړ او تلپاتې دین دی چې د انسان ټولې مادي او معنوي اړتیاوې پوره کولی شي.
په ورته وخت کې، هغه په کلکه د هغو خرافاتو په وړاندې مبارزه وکړه چې د مسلمانانو په منځ کې عام شوي وو. هغه په دې باور وو چې دا خرافات د مسلمانانو د پرمختګ او ودې په وړاندې یو لوی خنډ دی او تل به یې خلکو ته د دې غلطو عقیدو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه معلومات ورکول. سيد جمال الدين رحمه الله، قرآن کريم د اخلاقو او د ژوند د لارښوونې ښوونځی ګڼل او ټينګار يې کاوه چې يوازې د قرآن کريم د لارښوونو په پيروي سره، انسان ريښتينې نېکمرغي ته رسېدلی شي.
د علم او پوهې لېوال
سید جمال الدین افغاني رحمه الله تر هرڅه زیات، علم او پوهې ته ارزښت ورکاوه او په دې باور وو چې د ختیځو ملتونو د وروسته پاتې والي یو له لویو دلیلونو څخه د علم او پوهې په وړاندې د دوی بې پروايي او غفلت دی. هغه په وار وار د ختیځ د خلکو په منځ کې د معاصرو علومو د بې ارزښتۍ په اړه شکایت کړی دی او ویلي یې دي:” د ختیځ خلکو د علم او پوهې ارزښت نه دی درک کړی او ساینس پوهان نه پیژني. دوی فکر کوي چې علم یو بې ګټې شی دی او ورته پاملرنه کول د وخت ضایع کول دي.”
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د لویدیځ د پرمختګ راز، علم او پوهې ته په پاملرنه کې نغښتی دی او مسلمانان هم باید د خپل پرمختګ لپاره له دې انساني میراث څخه ګټه پورته کړي. هغه په دې اړه وویل:” لودېځوالو چې اوس یې د نړۍ په ټولو برخو یرغل کړی، دا ځواک یې له علم څخه ترلاسه کړی دی.”
واقعیت پاله او منځلاری
سید جمال الدین افغاني رحمه الله تل په خپلو افکارو او چلندونو کې اعتدال او منځلاریتوب ته لومړیتوب ورکاوه. هغه په ټولو برخو کې له افراط او زیاتي څخه ډډه کوله او هڅه یې کوله چې د عقلانیت او د وخت د حالاتو او شرایطو د کره پوهې پر بنسټ، عملي او ګټورې حل لارې وړاندې کړي.
هغه د لویدیځ تمدن، د هغه د قوت او کمزورو ټکو سره پېژانده او باور یې درلود چې مسلمانان باید د لویدیځ له علمي او تخنیکي لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي، مګر په ورته وخت کې خپل معنوي او کلتوري ارزښتونه وساتي. هغه په دې باور وو چې د لویدیځ عصريتوب او اسلامي روحانیت ترمنځ پخلاینه، کولی شي د یو نوي او دوامداره تمدن د رامنځته کیدو لامل شي.