Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوولسمه برخه)
اسلامي تمدن یکشنبه _2 _فبروري _2025AH 2-2-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوولسمه برخه)

د تشریح او کالبدپوهنې (آناتومي) علم
د طب په برخه کې یو له مهمو او بنسټیزو علومو څخه، چې مسلمانانو ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده، د تشریح او کالبدپوهنې علم دی. دا علم مسلمان طبیب ته دا امکان ورکوي، چې مخکې له دې چې عملیات (جراحي) ترسره کړي یا د درملنې د طریقې په اړه نظر وړاندې کړي، په دې برخه کې کافي وړتیا او دقت ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری لوېدیځوال په دې باور دي، چې مسلمانانو په دې برخه کې رول نه دی لوبولی. دوی ادعا کوي، چې اسلام دا علوم حرام ګڼي او دا کار د انسان د بدن د کرامت سپکاوی دی. مګر هغه ټکی، چې دوی ورڅخه غفلت کړی، دا دی، چې دا کار د اړتیا په شرایطو کې او د انسان د بدن د لا زیاتې او دقیقې پوهې ترلاسه کولو لپاره ترسره کېده، چې نه یوازې له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې نه دی، بلکې په ځینو مواردو کې اړین هم ګڼل کېږي.
مشهور مسلمان طبیبان
د هغو مشهورو مسلمانو طبیبانو له جملې څخه، چې په دې علومو کې یې برخه اخیستې او نظرونه یې وړاندې کړي دي، امام ابن سینا، ابن النفیس، عبداللطیف بغدادي، زهراوي او نور یادولی شو.
ابن سینا، په ځانګړي ډول، په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی. هغه په علمي او فني توګه وکولی شول، چې د تشریح په اړه د جالینوس پر آثارو شرحې او تعلیقات ولیکي. پر دې سربېره، یې په خپل مشهور کتاب «القانون» کې داسې نوښتونه او نظریات وړاندې کړل، چې د تشریح په علم کې د هغه د لېوالتیا او مهارت څرګندونه کوي.
یو عرب لیکوال، امین خیرالله لیکي:
«کله چې موږ د ابن سینا آثارو ته د تشریح د علم له اړخه وګورو، نو بې له شکه دې پایلې ته رسېږو، چې هغه په دې برخه کې یو بې‌ساری استاد و. د ابن سینا، ابن النفیس، بغدادي او زهراوي په څېر پوهانو د جالینوس هېڅ نظریه د تحلیل او تعليق پرته نه ده پرېښې. د همدې هڅو له برکته، د تشریح او جراحۍ په برخو کې نوې علمي پایلې ترلاسه شوې.»
احمد شوکت شطي د تشریح او کالبدپوهنې په علم کې د مسلمانانو د رول په اړه لیکي:
**«لوېدیځوال په دې باور دي، چې د تشریح په علم کې د مسلمانانو تخصص خورا ضعیف دی، او د دې ادعا دلیل، په اسلام کې د جسدونو د تشریح کولو حرمت ګڼي. خو دا ادعا د حقیقت خلاف ده. لکه څنګه چې د اندلس طبيب ابن رشد وايي: د تشریح د علم له لارې د انسان د بدن د برخو معلومول الله تعالی ته د نږدې کېدو وسیله ده.»
د تشریح او کالبدپوهنې په علم کې د مسلمانانو رول او فعالیتونه
مسلمانانو د تشریح او کالبدپوهنې په علم کې درې لوی رولونه درلودل، چې دا دي:
۱. د تشریح په اړه د کتابونو لیکل
مسلمانان په تاریخ کې لومړي کسان وو، چې د تشریح په اړه یې خپلواک کتابونه ولیکل. یو له دغو مهمو آثارو څخه، د ابن نفیس «شرح تشریح القانون» دی، چې په دې علم کې لومړنی تخصصي اثر بلل کېږي. په دې کتاب کې ابن نفیس د تشریح د علم په اړه د ابن سینا نظرونه او د جالینوس سره د هغه د اختلاف ټکي تحلیل او لنډیز کړي دي.
۲. د جالینوس د آثارو ساتنه او ترتیب
مسلمانانو د جالینوس تشریحي آثار له تباهۍ څخه وژغورل او په منطقي او منظم ډول یې تنظیم کړل، ترڅو د علمي کارونې لپاره چمتو شي.
۳. د تشریح په علم کې څېړنه، تدقیق او نوښت
مسلمانانو په دې برخه کې یوازې د کتابونو لیکلو او تدوین ته بسنه ونه کړه، بلکې د خپلو پخوانیو آثارو ژور تحلیل یې وکړ او نوي علمي نظریات یې وړاندې کړل. همدارنګه، په ځینو مواردو کې یې د پخوانیو نظریو سره مخالفت وکړ او نوې علمي پایلې یې ترلاسه کړې.
مسلمانانو او د تشریح علم وده
مسلمانانو د تشریح علم ته دومره اهمیت ورکړی و، چې د طبیبانو د ارزونې یوه مهمه ازموینه هم د تشریح علم ازموینه وه. امان رازي په دې اړه وايي:
«له طبیب څخه باید د تشریح علم، د انسان د بدن د غړو ګټې، د هغو د پرتله کولو وړتیا، او د پخوانیو کتابونو د مطالعې او پوهې د سطحې په اړه پوښتنه وشي. که هغه دا ډول پوهه نه درلوده، نو د ناروغانو په درملنه کې د هغه آزمویلو ته اړتیا نشته. خو که هغه په دې شیانو پوه و، نو د ناروغانو د درملنې مهارت یې و ازمویه.»
مشهور اسلامي فیلسوف ابن طفیل اندلسي هم د مړو او ژوندیو جسدونو د تشریح په برخه کې تخصص درلود. هغه په یوه آزمایښت کې د یوې هوسۍ بدن ټوټه کړ، زړه یې چاک کړ، او دې پایلې ته ورسېد، چې د زړه وینه د بدن د نورو برخو وینې ته ورته ده، او کله چې له بدن څخه ووځي، وچیږي.
مسلمان طبیبانو د څارويو د سترګو درملنه هم کوله او له دې کار څخه یې ډېر مهارت او پوهه ترلاسه کړه. علي ابن عیسی کحال، چې په «ابن عیسی» مشهور دی، د سترګو د تشریح او د هغې د داخلي او خارجي ناروغیو په اړه یوه رساله لیکلې ده. دا اثر وروسته په لاتین ژبه وژباړل شو، او په منځنیو پېړیو کې یې د اروپایي طبي اصطلاحاتو باندې ژوره اغېزه درلوده.
ابن نفیس او د تشریح علم نوې موندنې
ابن نفیس، چې د تشریح په برخه کې له مشهورو طبیبانو څخه و، وتوانېد د جالینوس او ابن سینا د نظریاتو مخالفت وکړي.
هغه په خپلو لیکنو کې ثابته کړه، چې د تنفس او د نبض تر منځ مستقیمه اړیکه شته، او همدارنګه یې له سږو څخه زړه ته د وینې د لېږد بهیر په سمه توګه تشریح کړ.
د دې موندنو پر بنسټ، ابن نفیس وښوده، چې جالینوس او ابن سینا د سږو، وینې رګونو، او د هغو دندو په تشریح کې تېروتنه کړې وه.
ابن نفیس د عروق، شریانونو، او وریدونو سره د هغوی د ارتباط په اړه نوې نظریې وړاندې کړې، او د سږو او زړه ترمنځ د سږو د حفرو او رګونو رول یې بیا تعریف کړ.
غیرمسلمان طبیبان او اسلامي علوم
حتی غیرمسلمان طبیبان، لکه عیسوي ابن القف، هم په اسلامي نړۍ کې د عامو علومو څخه اغېزمن شول، او د تشریح په علم کې یې ارزښتناک فعالیتونه ترسره کړل.
هغه وتوانېد، چې د زړه د پردې جوړښت او د هغو دندې په سمه توګه بیان کړي، او وښيي، چې په پردو کې د وینې د تېرېدو لپاره لارې شته.
عبداللطیف بغدادي او د انسان د زامي موندنه
د تشریح علم بل مخکښ، عبداللطیف بغدادي، د خپلې څېړنې په ترڅ کې وموندله، چې د انسان ښکته زامه یوه ټوټه ده، نه دوې ټوټې.
د دې نظریې د ثابتولو لپاره، هغه د دوه زره څخه زیاتې د انسان کوپړې وڅېړلې.
پایله
دا هڅې او موندنې ښيي، چې مسلمانان نه یوازې د تشریح او کالبدپوهنې په علومو کې نوښتګر وو، بلکې د نړۍ په طبي علومو کې یې هم ژوره اغېزه درلوده.
ادامه لري…
Previous Articleمارکس او مارکسیزم (شپږمه او وروستۍ برخه)
Next Article قادیانیت (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۱)

دوشنبه _29 _دسمبر _2025AH 29-12-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۰)

شنبه _27 _دسمبر _2025AH 27-12-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۷۹)

چهارشنبه _24 _دسمبر _2025AH 24-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شېن تو دین (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه شېن تو دین (برخه: ۲۲) سریزه مقدس کتابونه د دينونو په اعتقادي…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD5 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱) لنډیز په دې څېړنه کې د «فراماسونري» په نوم…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴)

دوشنبه _5 _جنوري _2026AH 5-1-2026AD20 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴) د…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳)

یکشنبه _4 _جنوري _2026AH 4-1-2026AD18 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳) د یلدا…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شېن تو دین (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD

فراماسونري (برخه: ۱)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.