Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د قادیانیت فتنه»قادیانیت (څلورمه برخه)
د قادیانیت فتنه یکشنبه _2 _فبروري _2025AH 2-2-2025AD

قادیانیت (څلورمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: ام عایشه

قادیانیت (څلورمه برخه)

 

د قادیانیانو ځانګړي احکام
  • په جماعت لمونځونو کې د غیر احمدي امام تر شا لمونځ کول حرام دي.
  • د احمدي نجلۍ واده له غیر احمدي کس سره حرام دی؛ خو احمدي سړی کولی شي له غیر احمدي نجلۍ سره واده وکړي. هر احمدي شخص چې خپله لور له غیر احمدي سره واده کوي، غیرمسلمان او کافر ګڼل کېږي.
  • د غیر قادیاني امام تر شا لمونځ کول حرام دي.
مرزا غلام احمد په دې اړه وايي:
“په حقیقت کې، الله تعالی ما ته خبر راکړ چې د هغه چا تر شا لمونځ کول، چې زما څخه انکار کوي یا زما په اطاعت کې شک لري، په یقیني توګه حرام دي؛ بلکې پر تاسو واجب دي چې د هغه کس تر شا لمونځ وکړئ، چې ستاسو امام او مشر وي. دا هغه څه دي، چې په حدیث شریف کې ذکر شوي: ‘امامکم منکم‘.”
عن ابی هریرة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: “کیف انتم اذا نزل ابن مریم فیکم و امامکم منکم؟“
(تاسو به څه حال وي، کله چې د مریم زوی ستاسو په منځ کې راښکته شي، او ستاسو له ډلې څخه یو سړی امامت وکړي؟)
خو مرزا غلام احمد وايي:
“مطلب دا دی چې کله مسیح علیه السلام راښکته شي، نو تاسو ته اړینه ده، چې هغه ډله پرېږدئ، چې اسلام ته بلنه ورکوي، او له ځانه څخه خپل امام وټاکئ، او هغه څه وکړئ، چې تاسو ته امر شوي دي. ایا تاسو غواړئ، چې ستاسو عملونه ضایع شي او تاسو احساس ونه کړئ؟“
  • د جنازې لمونځ د غیر احمدي مسلمانانو لپاره منع دی؛ حتی د دوی د ماشومانو لپاره هم روا نه دی؛ ځکه چې د ماشوم دین د هغه د مور او پلار دین دی، او ماشوم د خپل مور او پلار د دین تابع ګڼل کېږي.
  • همدارنګه، که یو کس په داسې ځای کې مړ شي، چې لا تر اوسه دعوت ورته نه وي رسېدلی، او یو قادیاني هغه ځای ته ورشي، آیا د هغه مړي جنازه وکړي او که نه؟ قادیانیان وايي:
“موږ یوازې په ظاهري بڼه عمل کوو، او ظاهري بڼه دا ده، چې سړی په داسې حالت کې مړ شو، چې لا یې خپل رسول او پیغمبر (مرزا غلام احمد قادیاني) نه و پېژندلی؛ له همدې امله، د هغه لپاره لمونځ نه شي کېدای. همدارنګه، د هغه قادیاني لپاره هم د جنازې لمونځ نه شي کېدای، چې د مسلمانانو تر شا لمونځ کوي، یا له هغوی سره معامله کوي؛ ځکه چې په دې کار سره، هغه له قادیاني ډلې څخه وتلی دی.”
د قادیانیانو افکار او عقیدې
  • قادیانیان باور لري، چې غلام احمد هماغه مسیح موعود دی.
  • دوی ادعا کوي، چې خدای جل جلاله روژه نیسي، لمونځ کوي، خوب کوي، له خوبه پاڅېږي، لیکي، لاسلیک کوي، او حتی جماع کوي.
“تعالی الله عما یقولون علوًا کبیرًا“
(الله تعالی ډېر لوړ دی له هغه څه څخه، چې دوی یې وايي.)
  • قادیانیان باور لري، چې د دوی خدای انګلیسي ژبی دی؛ ځکه چې له مرزا غلام احمد سره په انګلیسي ژبه خبرې کوي.
  • قادیانیان ادعا کوي، چې نبوت او رسالت د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په بعثت سره پای ته نه دی رسېدلی؛ بلکې دا لړۍ دوام لري، خدای تعالی د اړتیا له مخې پیغمبران رالېږي، او غلام احمد له ټولو پیغمبرانو څخه غوره دی.
  • دغه راز دوی باور لري، چې جبرائیل علیه السلام به غلام احمد ته راکښته کېده، وحی به یې ورته راوړه، او د هغه الهامات د قرآن کریم په څېر دي.
د قادیانیانو افکار او عقیدې
  • دوی وايي، چې قرآن یوازې هغه څه دي، چې مسیح موعود (غلام احمد) راوړي، او حدیث یوازې هغه څه دي، چې د هغه د تعلیماتو په رڼا کې دي.
  • نور پیغمبران د غلام احمد تر واک او مشرۍ لاندې دي.
  • قادیانیان باور لري، چې پر دوی یو کتاب نازل شوی، چې “الکتاب المبین” (روښانه کتاب) نومېږي، کوم چې له قرآن کریم څخه توپیر لري.
  • دوی دا هم وايي، چې یو خپلواک دین او شریعت لري او دا چې د غلام احمد یاران د صحابه کرامو رضی الله عنهم په څېر دي.
  • قادیانیان باور لري، چې د قادیان ښار د مدینې منورې او مکې معظمې په څېر دی؛ بلکې له هغو څخه غوره دی، او د دې ښار ځمکه حرم ګڼي.
  • دوی وايي، چې د قادیان ښار قبله ده، او هلته د حج لپاره ځي.
  • دوی د جهاد عقیده لغوه کړه او په ړوند ډول یې د برتانوي حکومت اطاعت ته غاړه کېښوده؛ ځکه چې د دوی په اند، د برتانیې حکومت د قرآن کریم د نص له مخې د دوی اولی الامر دی.
  • د نړۍ ټول مسلمانان د دوی په نظر کافران دي؛ پرته له هغه چا، چې قادیانیت ته ننوځي.
  • هر څوک، چې له قادیاني پرته بل چا ته لور ورکړي یا له دوی پرته له بل چا سره واده وکړي، کافر ګڼل کېږي.
  • دوی الکول، اپین، او نور مخدره توکي حلال ګڼي.
د غلام احمد ادعاوې
میرزا غلام احمد وايي:
“د رسول الله صلی الله علیه وسلم درې زره معجزې لیکل شوې دي؛ خو زما زرګونو معجزې ثبت شوې دي.”
د خپل غوره‌توب د ښودلو لپاره، هغه دا شعر وویل:
“له خسف القمر المنیر و ان لی
خسف القمران المشرقان اتنکر؟“
)د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره سپوږمۍ خسوف شوه؛ خو زما لپاره سپوږمۍ او لمر دواړه خسوف شول، ایا ته بیا هم انکار کوې؟(
میرزا غلام احمد باور درلود، چې هغه له ټولو پیغمبرانو غوره دی. هغه ویل:
“د خدای تعالی اراده دا ده، چې د ټولو پیغمبرانو او رسولانو کمالات په ما کې متمرکز وي.”
د میرزا غلام احمد زوی، بشیرالدین محمود، د قادیان په “الفضل” مجله کې لیکي:
“مسیح موعود (میرزا غلام احمد) یو پیغمبر و. د مقام او مرتبې له پلوه، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاګرد او د هغه سیوری و؛ خو هغه له نورو پیغمبرانو څخه ډېر لوړ و، او ښایي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هم لوړ او غوره وي.”
هغه زیاتوي:
“الله تعالی درې ښارونه مقدس اعلان کړي دي: مکه، مدینه، او قادیان. په قادیان کې حج کول، د مسجد الحرام د حج کولو په څېر دي.”
د قادیانیانو نورې عقیدې
  • قادیانیان باور لري، چې د میرزا غلام احمد د قبر زیارت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر زیارت سره برابر دی.
  • دوی وايي: “څوک، چې د مسیح موعود (میرزا غلام احمد قادیاني) د سپین ګنبد زیارت وکړي، د هغه برکتونه د مدینې ښار د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شین ګنبد له برکتونو سره برابر دي.”
  • قادیانیان وايي: “څومره بدبخته دی هغه څوک، چې په قادیان کې ځان له لوی حج څخه محروموي!”
د مسجدالحرام او الاقصی آیتونه د قادیان ته نسبت ورکول
  • قادیانیانو یو ګام نور هم وړاندې لاړل او د مسجدالحرام او الاقصی جومات په اړه نازل شوي آیتونه یې قادیان ته نسبت کړل.
  • میرزا غلام احمد د “براهین احمدیه“ کتاب په څنډه کې وايي:
“الله تعالی فرمايي: ‘وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا’ (هر څوک، چې هلته ننوځي، امن به ومومي). دا آیت د قادیان جومات ته هم صدق کوي.”
  • د “الفضل” رسالې په شلم ټوک کې داسې راغلي:
“په حقیقت کې، د الله تعالی په دې وینا کې: ‘سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ‘ (پاک دی هغه ذات، چې خپل بنده یې د شپې له مسجدالحرام څخه مسجد الاقصی ته یووړ، کوم چې موږ یې شاوخوا برکتناک کړی دی.)
“له مسجد الاقصی څخه مراد، د قادیان جومات دی، او له همدې امله، قادیان له مسجدالحرام سره برابر دی، بلکې ښایي له هغه څخه هم لوړ وي.”
د عیسی علیه السلام په اړه د قادیانیانو عقیدې
  • میرزا غلام احمد باور درلود، چې عیسی علیه السلام په صلیب نه دی مړ شوی؛ بلکې، هغه بې‌هوښه شو، ښکته وغورځول شو، او کله چې د هغه ټپونه روغ شول، هند ته ولاړ.
  • د هغه په باور، حضرت عیسی علیه السلام په طبیعي مرګ مړ شوی، او قبر یې په کشمیر کې دی.
  • هغه د حضرت عیسی علیه السلام د بیا ژوندي کېدو عقیده نه مني او وايي:
“د عیسی علیه السلام د بیا راتګ حدیثونه باید تأویل شي؛ ځکه چې له دې څخه مراد، پخپله عیسی علیه السلام نه دی، بلکې هغه ته ورته کس او د هغه سیوری دی.”
  • د قادیانیانو په اند، خدای تعالی د عیسویانو د زیاتې ګمراهۍ له امله حضرت عیسی علیه السلام ته خبر ورکړ، چې امت یې د ځمکې ټول خلک له حق دین څخه لرې کوي.
  • کله چې عیسی علیه السلام پوه شو، چې امت یې د فساد، ظلم، او دروغو لور ته روان دی، نو له خدای تعالی یې د یو استازي غوښتنه وکړه، چې د هغه له حقیقت او جوهر سره ورته وي.
  • خدای تعالی میرزا غلام احمد قادیاني د حضرت عیسی علیه السلام د استازي په توګه غوره کړ، ترڅو:
    • صلیب مات کړي، چې عیسویان یې عبادت او ستاینه کوي.
    • خنزیر ووژني.
ادامه لري…
Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوولسمه برخه)
Next Article حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

د قدریه فتنې

قدریه فرقه (شپږمه برخه)

یکشنبه _18 _مې _2025AH 18-5-2025AD
نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدريه فرقه (پنځمه برخه)

سه شنبه _6 _مې _2025AH 6-5-2025AD
نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدریه فرقه (څلورمه برخه)

دوشنبه _5 _مې _2025AH 5-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د قدریه فتنې

قدریه فرقه (شپږمه برخه)

یکشنبه _18 _مې _2025AH 18-5-2025AD14 Views

لیکوال: ابوعائشه قدریه فرقه شپږمه برخه د پیل خبرې: د بدعتي فرقو او د کږو…

نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD13 Views

لیکوال: عبیدالله نورزهي اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه) انګلستان انګلستان د اروپا په…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD6 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

قدریه فرقه (شپږمه برخه)

یکشنبه _18 _مې _2025AH 18-5-2025AD

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.