شورا او د اِفک پېښه
د بني المصطلق د غزا د سفر پر مهال، د منافقینو مشر عبدالله بن ابی بن سلول د مؤمنانو مور حضرت عایشه رضی الله عنها تورنه کړه. د دې تور شدت دومره زیات و چې نږدې وه په مدینه منوره کې د بدبینۍ او بدګمانۍ یو توپان راوپاروي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ام المؤمنین حضرت عایشې رضی الله عنها څخه د جلا کېدو په اړه له اسامه بن زید او حضرت علی رضی الله عنهما سره مشوره وکړه. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات ته ولاړ او په یوه لویه غونډه کې یې وویل: “ای مسلمانانو، ایا څوک شته چې ما د دې سړي په وړاندې له کوم اقدام کولو څخه معاف کړي؟ ځکه چې هغه زما لپاره یو لوی سرخوږی رامنځته کړی دی. په الله قسم، زه د خپلې ښځې په اړه له خیر او نېکۍ پرته په بل څه نه پوهېږم، او ما په هغې کې د نیوکې وړ هېڅ شی نه دی لیدلی.”
له دې پېښې وروسته د نور مبارک سورت رانازل شوچې پکې د حضرت عایشې رضی الله عنها د پاکوالي په اړه څرګندونه شوې او د هغې په پاکوالي یې شاهدي ورکړه. په پایله کې، منافقین او تور لګوونکي له ناکامۍ او ناهیلۍ سره مخ شول.
د حدیبیې سوله او شورا
د حدیبیې د صلحې پر مهال، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د غدیر الاشطاط سیمې ته ورسېد، د مسلمانانو د استخباراتو څانګې راپور ورکړ چې د مکې قریشو شاوخوا قبیلې راټولې کړي دي ترڅو بیت الله شریف ته د مسلمانانو د ننوتلو مخه ونیسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “ای مسلمانانو، ماته مشوره راکړئ چې اوس څه وکړو؟ ایا دا سم کار دی چې د قریشو پر کورنیو برید وکړو چې د دوی ملګري دي؟“
حضرت ابوبکر رضی الله عنه وویل: “موږ د بیت الله زیارت ته راغلي یو او باید په همدې نیت سره مخ په وړاندې لاړ شو. که څوک زموږ د مخنیوي هڅه وکړي، موږ به ورسره جګړه وکړو.”
شورا او د هوازن بندیان
د حنین په غزا کې د هوازن قبیلې شاوخوا شپږ زره تنه بندیان شول. کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د طائف له محاصرې څخه راستون شو، د جعرانې په سیمه کې تم شو. د دې تم کېدو او ځنډ لامل د هوازن د خلکو د ایمان راوړلو لپاره انتظار و، ترڅو د دوی ملکیتونه او بندیان بېرته دوی ته وسپارل شي؛ مګر دوی په راتګ کې ځنډ وکړ. په پایله کې، غنیمتونه د مسلمانانو ترمنځ وویشل شوو.
وروسته له هغه چې هوازنیان پښېمانه شول او توبه یې وکړه، دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل. رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه شورا راوبلله او ویې ویل: “زه غواړم د دوی بندیان خوشې کړم. ستاسو څخه چې څوک غواړي هغوی ازاد کړي، خپل واک لري. څوک چې دا نه غواړي، زه به یې د عوض په بدل کې خوشې کړم.”
خلکو موافقه وکړه او ویې ویل: “موږ به یې په خپله خوښه خوشې کړو.” رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “دا خبر خپلو مشرانو ته ورسوئ.” وروسته له هغه چې استازي بیرته راستانه شول او خلکو خپل رضایت اعلان کړ، ټول بندیان خوشې شول.
د حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه په اړه شورا
کله چې حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه د یمن والي وټاکل شو، یوه مشورتي شورا جوړه شوه. د شورا غړو خپل نظرونه څرګند کړل، او له ډېر غور وروسته یې حضرت معاذ رضی الله عنه د دې مقام لپاره غوره کړ.
د شورا اهمیت
امام محمد بن اسماعیل بخاري، امام ابوداود، او امام ترمذي رحمهم الله په خپلو کتابونو کې د مشورې د اهمیت له امله دې موضوع ته ځانګړي فصلونه ټاکلي دي. هغه عنوان چې امام بخاري رحمه الله په دې اړه غوره کړی دی: باب قول الله: وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ؛ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ.
په دې باب کې ټینګار شوی چې د پرېکړې کولو او د حقیقت روښانه کولو لپاره مشوره ترسره کېږي.
جلال الدین سیوطي رحمه الله (وفات: ۹۱۱ هجري) هم د «الخصائص الکبری» په کتاب کې د «باب اختصاصه بوجوب المشاوره» په نوم یو باب پرانیستی دی. دا باب په هغو مسایلو کې چې نصوص ورته نه وي راغلي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشورې کولو په وجوب ټینګار کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، د وروستي پیغمبر په توګه، مشوره د سنت الحسنه (نېک دود) په توګه وټاکله، ترڅو د مسلمانانو لپاره غوره بېلګه وګرځي. دې دود مسلمانانو ته دا ښوونه وکړه چې په مختلفو مسایلو کې له عالمانو او فقهاوو سره مشوره وکړي او د اجتهاد له لارې د خپلو مسایلو احکام ومومي.
د راشدینو خلفاوو په دوره کې شورا
د حضرت سید المرسلین صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته او راشده خلفاوو رضی الله عنهم ته د زعامت له سپارلو وروسته، د شورا اصل د پخوا په څېر پلی کېده؛ لکه څنګه چې د صدیق اکبر رضی الله عنه د خلافت پر مهال حضرت عمر، عثمان، او حضرت علی رضی الله عنهم دا مقام او رول درلود.
همدارنګه، د حضرت ذوالنورین رضی الله عنه د واکمنۍ پر مهال، حضرت علي او مروان رضی الله عنهما د ځانګړي مرستیال او سلاکار په توګه دندې ترسره کولې. په دې توګه، د راشده خلافت په دوره کې، د مشورې اصل د یوه عملي قاعدې په توګه پلی کېده. راشده خلفاوو هېڅکله خپلې نفسي او شخصي غوښتنې په امت نه تحمیلولې، او د رایې له انحصار څخه پاک وو.
د دې موضوع د روښانه کولو لپاره، موږ به یو څو تاریخي پېښې ذکر کړو، ترڅو څرګنده کړو چې راشده خلفاوو تر کومه حده امت او د هغه روڼاندو ته د فکر، بیان، او سیاسي آزادۍ حق ورکړی و. هغوی مخالف نظرونه زغمل او د مسایلو په اړه یې د آزاد بحث دروازه پرانیستله. څرنګه چې بحث، شننه، مناقشه، او څېړنه به تر دې حده روانه وه چې اړخونه به یوې موافقې ته رسېدل یا به د اکثریتو په رایو عمل کېده.
صحابه کرامو رضی الله عنهم، د حل او عقد د خلکو د مشورې او بیعت پر بنسټ راشده خلفاء وټاکل، او هدایتشوو خلفاوو هر یو د خپل خلافت په جریان کې د مشورې پر بنسټ حکومت کاوه. حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د “سقیفه بنی ساعده” د شورا له غونډې وروسته خلافت په غاړه واخیست. د هغو پېښو او ستونزو په وړاندې چې ورسره مخامخ و، هغه به نظر او مشورې ته مخه کوله، او د هغه شعار دا و: «لیکن الإبرام بعد التشاور والصفقة بعد طول التناظر»؛ (پریکړه له مشورې وروسته او معامله له اوږدو خبرو اترو وروسته.)
حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه عادت درلود چې کله به کومه مسله راپورته شوه چې د شریعت د احکامو وضاحت ته اړتیا وه، نو هغه به د الله تعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته مراجعه کوله. که به یې په هغوی کې حکم وموند، نو د هغو مطابق به یې پرېکړه کوله. او که به یې په خپله ونه موند، نو په مسلمانانو کې به یې پلټنه کوله چې ښایي له دوی سره د دې مسئلې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم حدیث شتون ولري. که په حدیث کې هم ځواب نه و، نو د مسلمانانو مشرانو او عالمانو ته به یې بلنه ورکوله او له هغوی سره به یې سلا مشوره کوله.
علامه عبدالشکور لکنوي رحمه الله وايي: “کله به چې ورته کومه قضیه راوړل شوه، لومړی به یې د حل لپاره قرآن کریم ته مراجعه کوله. که په قرآن کریم کې د حل لاره نه وه، نو حدیث شریف ته به یې مراجعه کوله. که په حدیث کې هم د حل لاره نه وه، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو څخه د مشورې او حل لارې غوښتنه به یې کوله.
د بېلګې په توګه، کله چې د جدې (انا) د میراث مسله راپورته شوه او په قرآن کریم کې یې په واضح ډول یادونه نه وه شوې، او هغه ته په دې موضوع کې کوم حدیث یاد نه و، نو له صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه یې پوښتنه وکړه. حضرت مغیره رضی الله عنه وویل: “رسول الله صلی الله علیه وسلم د مال شپږمه برخه جدې (انا، نیا) ته ورکړه.”
حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه پوښتنه وکړه: “ایا بل څوک هم دا حدیث په یاد لري؟“ محمد بن مسلمه رضی الله عنه وویل: “هو، زه هم دا په یاد لرم.”
حضرت ابوبکر ډېر خوشحاله شو او همدا پرېکړه یې وکړه.
په همدې ډول، یو ځل د جد (نیکه) د میراث مسله راپورته شوه. کله چې له هیچا سره په دې اړه کوم حدیث موجود نه و، او ټول په یوه مسله متفق نه وو، نو حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه هغه د پلار په حکم کې داخل کړ.
کله چې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت مقام ته ورسېد، نو غوښتل یې چې د معمول په څېر د رزق پیدا کولو په موخه په ځینو کارونو او شغلونو کې بوخت شي. خو حضرت فاروق رضی الله عنه له هغه څخه وغوښتل چې خپل شخصي کارونه پرېږدي او ځان د خلافت چارو ته وقف کړي. په بدل کې به د اسلامي دولت له بودیجې څخه هره ورځ درې درهمه ترلاسه کوي. حضرت ابوبکر رضی الله عنه له دې وړاندیز سره موافقه وکړه. خو د ډاډ لپاره یې دا مسله مسلمانانو ته د بحث لپاره وړاندې کړه.
هغه په جومات کې حاضرو کسانو ته وویل: “ای خلکو! بېشکه عمر او علي (رضی الله عنهما) ماته د خزانې څخه هره ورځ درې درهمه اخیستلو مشوره راکړې ده. ایا تاسو له دې څخه راضي یاست؟“
مسلمانانو ځواب ورکړ: “ای خدایه! په رښتیا موږ خوښ او راضي یو.”
روایت دی چې کله د اسلام لومړي خلیفه احساس وکړ چې د هغه مرګ نږدې دی او د هغه ماموریت پای ته رسیږي، هغه د حضرت عمر رضی الله عنه د استخلاف یا ځای ناستۍ په اړه د صحابه کرامو له مشرانو او د امت له علماوو سره مشوره وکړه. د هغوی نظرونه یې واخیستل او د موافقو او مخالفو رایو ته یې غوږ ونیو تر دې چې ورته ثابته شوه چې د خلکو اکثریت او د امت علما د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت سره موافق دي. هغه و چې خپله پرېکړه یې اعلان کړه.