Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (پنځه شپېتمه برخه)
اسلام یکشنبه _19 _جنوري _2025AH 19-1-2025AD

په اسلام کې د ښځې مقام (پنځه شپېتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (پنځه شپېتمه برخه)

 

د درنو خویندو لپاره ګټورې سپارښتنې
ای زما خورې! له اسراف او په لګښت کې له زیاتوالي څخه ډډه وکړه؛ په انساني ژوند کې اسراف او تبذیر کول د اسلام د مقدس دین له مخې حرام او ناجایز دي. موږ، د اسلامي د مبارک دین د پیروانو په توګه، باید هڅه وکړو چې د اسلام احکام عملي کړو، په خپل ژوند کې له اسراف څخه ډډه وکړو، اعتدال او منځلاریتوب مراعت کړو. ځینې وختونه ښځې د ځینو شیانو په رانیولو کې دومره اسراف او زیاتی کوي چې په عقل سره یې درک کول ناشونی وي.
ای زما خورې! په هغه څه چې لرې، قناعت وکړه؛ که شتمني غواړې، په قناعت سره یې وغواړه. که قناعت ونه لرې، شتمني به هېڅکله ستا اړتیاوې پوره نشي کړای. له همدې امله نېکمرغه هغه څوک دی چې له هغه څه څخه راضي وي چې لري یې، نه هغه چې تل هر څه غواړي او هڅه کوي هر څه ترلاسه کړي.
زما ګرانې خورې! پام کوه چې بې‌ارزښته او تېرېدونکې دنیا دې ځان ته مجذوبه ( جذب ) نه کړي او د هغې له ځلا او ښکلا څخه اغېزمنه نه شې؛ ځکه هغه دنیا چې پخپله هېڅ ارزښت نه لري، څنګه به یې ښکلا، مال، شتمني، ګاڼې او ظاهري مادیات ارزښت ولري؟
دا پدې معنی نه ده چې د دنیا زینت، ګاڼې او د هغې ظاهري مادیات دې و نه کارول شي او ګټه دې ترې وانخیستل شي، بلکې زما مطلب دا دی چې پکې مبالغه او زیاتی ونه شي او له ګاونډیانو او خپلوانو سره سیالي ونه شي.
ای زما خورې! که ته روغ زړه غواړې، پوه شه چې د دې درملنه د خدای تعالی د صالحو او نیکو بندګانو او غوره شویو خلکو سره په ملګرتیا او ملتیا کې ده؛ ځکه چې د ښو خلکو سره ناسته او خبرې کول د یوه شخص په ځان جوړونه ژوره اغېزه لري.
ای زما خورې! همدارنګه د تېرو خبرو له یادولو او له پېغور ورکولو څخه ځان وساته؛ ځینې ښځې داسې عادت لري چې که څه هم بښنه وکړي، بیا هم، کله چې یوه نوې موضوع راپورته شي، پخوانۍ خبرې یادوي. دا یوه لویه ګناه ده. د تېرو خبرو تکرار د نوي خپګان او ځورونې لامل کېږي.
ای زما خورې! ډېرې خبرې مه کوه؛ ځکه چې د ډېرو خبرو کولو له امله، له خولې څخه نامناسبې خبرې راوځي، چې ترسره کول یې په دې نړۍ کې د غم او په آخرت کې د ګناه لامل کېږي.
ای زما ګرانې خورې! د بهرنیو ښځو تقلید مه کوه! د جاهلیت په دوره کې بې‌ستري او بربنډتوب خپلې لوړې کچې ته رسېدلی و؛ الله تعالی مسلمانې ښځې د جاهلیت د دورې د ښځو له تقلید څخه منع کړې او فرمایلي یې دي: “وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ“ (الاحزاب: ۳۳)؛ (د جاهلیت د زمانې د ښځو په څېر ځانونه مه سینګاروئ.)
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې ښځې د خپل زینت له ښکاره کولو څخه منع شوې وې. د جاهلیت په زمانه کې به ښځو خپل سینګار ښکاره کاوه او خپل عورتونه به یې ښکاره کول؛ څرنګه چې په بربنډ ډول به یې طواف کاوه او دا به یې له خپلو ویاړونو څخه ګڼل.
زما خورې، پوهه شه
پوه شه چې حجاب نه کول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احکامو او لارښوونو څخه ځان لرې ساتل، د جهالت، د دیني مسلو په اړه د پوهې د نشتوالي او د پردیو د تقلید پایله ده. په دې هم پوه شه چې مسلمانې غیرتمنې خویندې او نجونې باید د پردیو تقلید ونه کړي. دوی باید خپل ټول حرکتونه، غونډې او خپلې ټولې مادي او معنوي اړتیاوې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو او لارښوونو څخه ترلاسه کړي او له غیر شرعي دودونو، رواجونو، فېشن او موډ پالنې څخه ډډه وکړي.
ای زما خورې! پوه شه چې حجاب د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت دی. حجاب د یوې مسلمانې ښځې د عفت، عزت او وقار معنی لري. حجاب یعنې ښځه د یو ارزښتناک او متحرک موجود په توګه بدلول. حجاب یعنې د ګناه او بې عفتۍ له مظاهرو څخه د فکر او لیدلوري کنټرولول. حجاب یعنې د کورنۍ د ارزښت او حریم ساتنه. حجاب یعنې پاکوالی، له ککړتیا ځان ساتل او د فساد او نامشروع اړیکو مخنیوی. حجاب یعنې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی او…
ای زما خورې! بې حجابي د جهالت او د الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم د نافرمانۍ معنی لري. د حجاب نه مراعات، د وروسته پاتې والي، د فحشا د خپرېدو او د نامشروع ماشومانو د زیاتېدو معنی لري. د حجاب نه مراعات د میړه د حقونو ضایع کول او له مینې محرومېدل دي او…
ای زما مؤمنې خورې! هغه ټولنه چې پکې اسلامي حجاب مراعات نشي، له کړکېچ او رواني ناروغیو سره مخ کېږي. له همدې امله، تاسو باید د ژوند په ټولو برخو کې خپل اسلامي حجاب، عفت او ایماني غیرت وساتئ ترڅو د الله تعالی په فضل او کرم سره، له ایمان او نېکو اعمالو څخه ډک ژوند ولرئ او د قیامت په ورځ د نیکو او مؤمنو ښځو په لیکو کې حشر شئ.
زما خورې! هیڅکله د لویدیځوالو په شعارونو مه دوکه کېږه او مه غولېږه. پوه شه چې د لویدیځ نوی استعمار په اسلامي هېوادونو کې بې دینه خلک او د ښځو د آزادۍ سازمانونه رامنځته کړي دي. د لویدیځې ښځې حقیقي ژوند د مسلمانې ښځې له ژوند سره په بشپړه توګه توپیر لري. هغه ظلم چې لویدیځ کې، لویدیځوالې ښځې ورسره مخ دي، په حقیقت کې د نارینه وو لخوا د هغوی د استثمار ( استفاده کولو ) یوه دوکه ده؛ هیڅکله د هغوی په تبلیغاتو مه غولېږه.
ای زما خورې! هیڅکله له عذر پرته له کوره مه وځه. له کوره وتل باید یوازې د شرعي عذر او اړتیا لپاره وي، نه د تفریح یا بې ګټو کارونو لپاره. له کوره د وتلو پر مهال له عطرو، خوشبویۍ او نورو سینګار توکو له کارولو څخه ډډه وکړه؛ ځکه چې په اسلامي شریعت کې دا ډول عمل په کلکه منع دی او دروند ګواښ لري.
ای زما خورې! د موسیقۍ او ساز له اورېدو څخه ډډه وکړه او پوه شه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا، موسیقي او ساز د انسان په زړه کې نفاق ته وده ورکوي، لکه څنګه چې اوبه نباتاتو ته وده ورکوي.
ای زما خورې! د لهو او لعب، بې هوده کارونو او موسیقۍ په محفلونو کې له ګډون څخه ډډه وکړه؛ ځکه چې دا د الله تعالی د ناراضۍ او غوسې لامل ګرځي. په ځانګړې توګه، دا انسان له لمانځه څخه غافلوي، ارزښتناکه وخت ضایع کوي او د اسمانونو او ځمکې له رب سره د ملاقات په ورځ د زیان او ضرر سبب ګرځي. پوه شه چې په هغه لویه ورځ به موبایلونه او کمپیوټرونه هم راشي او د لاسونو، پښو او نورو انساني غړو په څېر به د الله تعالی په حضور کې شاهدي ورکړي. په هغه ورځ به په ژبه مهر ولګول شي او انسان به ونه توانېږي په غوړه مالۍ سره څوک دوکه کړي؛ په ځانګړې توګه کله چې هغه د دواړو نړیو د پاچا په حضور کې ودریږي.
دوام لري…
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (نهه څلوېښتمه برخه)
Next Article د سفر آداب (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه نهه‌ويشتمه برخه د شریعت د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD4 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه پنځمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک څلور ویشتمه برخه په اصلاح…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (نهه‌ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD6 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله نهه‌ویشتمه برخه دوهم درس:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.