امام قرطبي رحمه الله د دې مطلب په تایید کې وایي: «په دې آيت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: حسنی جنت دی او زیادت د رب سره ملاقات دی.» دا قول حضرت ابوبکر صدیق، حضرت علي بن ابي طالب، حذیفه، عباده بن صامت، کعب بن عجره، ابو موسی اشعري، صهیب او ابن عباس رضي الله عنهم هم نقل کړی دی.
۳. «قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنْظُرْ إِلَيْكَ»
«موسی علیه السلام وویل: اې ربه، ما ته خپل ځان ښکاره کړه، ترڅو زه تا ته وګورم.»
په دې آيت کې د حضرت موسی علیه السلام د خدای جل جلاله د لیدلو غوښتنې کیسه شوې ده. د اهل سنت استدلال دا دی: «انبیاء علیهم الصلاة والسلام معصوم دي او له هغوی څخه د ناشوني یا ناممکن غوښتنه ناشونې ده. نو د حضرت موسی علیه السلام له خوا د خدای تعالی د لیدلو غوښتنه د هغې د وقوع احتمال څرګندوي.»
۴. «كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ»
«نه، داسې نه ده چې دوی فکر کوي؛ دوی په هغه (لیدلو) ورځ د خپل رب له لیدو څخه بې برخې دي.»
امام شافعي رحمه الله وایي: «کله چې کافران د خپل رب له لیدو څخه بې برخې شي، د دې آيت له مخالف مفهوم څخه معلومیږي چې مؤمنان به له دې نعمت څخه برخمن شي.»
۵. «فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا»
«نو څوک چې د خپل رب د ملاقات هیله لري، باید نېک عمل وکړي او د خپل رب په عبادت کې هېڅوک شریک نه کړي.»
۱. له جریر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی: «یوه ورځ موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو. دوی د څوارلسمې شپې سپوږمۍ ته وکتل او ویې فرمایل:
«إِنَّكُمْ سَتَرَوْنَ رَبَّكُمْ كَمَا تَرَوْنَ هَذَا الْقَمَرَ، لَا تُضَامُّونَ فِي رُؤْيَتِهِ.»
«تاسو به خپل رب داسې ووینئ لکه څنګه چې دې سپوږمۍ ته ګورئ، او د هغه په لیدو کې به یو بل ته مزاحمت ونه کړئ.»
۲. له حضرت صهیب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، الله تعالی به ورته وفرمایي: آیا له دې څخه نور زیات څه غواړئ؟ دوی به ځواب ورکړي: خدایه، آیا تا زموږ مخونه سپین نه کړل؟ آیا موږ دې جنت ته داخل نه کړو؟ او له اوره دې ونه ژغورلو؟ بیا به پرده لیرې شي، او دوی به خپل رب وویني. د دوی لپاره به د خدای تعالی له لېدو څخه بل لوی نعمت نه وي.»
بیا به دوی دا آيت ولولي: «لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الحُسْنَى الجَنَّة، والزِّيَادَةُ النَّظَرُ إلى وَجْهِ اللهِ عَزَّوَجَلَّ.»
«حسنی جنت دی، او زیادت د الله جل جلاله لیدل دي.»
دا آیتونه او احادیث په ښکاره ډول د قیامت په ورځ د مؤمنانو له خوا د الله سبحانه وتعالی د لیدلو څرګندونه کوي. د الله تعالی لیدل تر ټولو لوړ نعمت او کرامت دی چې خدای سبحانه وتعالی د مؤمنانو لپاره ټاکلی دی.
ج) د امت اجماع
د تاریخ په اوږدو کې د صحابه کرامو او اهل سنتو علماوو اجماع په دې ټینګار کوي چې په آخرت کې د خدای تعالی لیدل ممکن دي. ټول په دې متفق دي چې مؤمنان به په جنت کې خپل رب په ښکاره وویني.
امام ابن خزیمه رحمه الله وایي: «اهل قبله، صحابه کرام، تابعین، تبع تابعین، او هغه علماء چې له دوی وروسته راغلي او زموږ تر زمانې پورې یې ژوند کړی، په دې مسئله کې هیڅ ډول اختلاف او شک نه لري چې مؤمنان به په ښکاره توګه خپل رب وویني.»
ابن تیمیه رحمه الله لیکي: «صحابه، تابعین، او د اسلام هغه ستر امامان چې په دین کې په امامت مشهور دي، لکه مالک بن انس، ثوري، اوزاعي، لیث بن سعد، شافعي، احمد بن حنبل، اسحاق بن راهویه، ابوحنیفه، ابو یوسف او نور علماء او محدثین، په آخرت کې د الله تعالی د لیدلو په اړه متفق دي. همدارنګه، هغه احادیث چې په دې اړه دلالت کوي، د تواتر حد ته رسیدلي دي.»
امام نووي رحمه الله د صحیح مسلم په شرحه کې لیکي: «د ټولو اهل سنتو نظر دا دی چې د خدای تعالی لیدل په عقلي توګه ممکن دي او په هغه کې هیڅ ناشونتیا نشته. دوی په دې اجماع لري چې مؤمنان به د قیامت په ورځ خپل رب وویني، او کافران به له دې نعمت څخه بې برخې وي.»
ابو شامة رحمه الله په ضوء الساري إلی معرفة رؤیة الباري کتاب کې لیکي: «د اهل سنتو اجماع په دې مسئله ده چې الله تعالی به په آخرت کې په سترګو لیدل کیږي.»
امام اشعري رحمه الله په الإبانة عن أصول الدیانة کې ليکي: «د رسول الله صلی الله عليه وسلم له صحابه کرامو څخه روايت دی چې سترګې به په آخرت کې خدای تعالی وویني. هیچا هم دا موضوع نه ده رد کړې؛ نو په آخرت کې د الله جل جلاله پر لیدلو د امت اجماع ثابته ده، که څه هم په دنیا کې د هغه د لیدلو په اړه اختلاف شته.»
د) د علماوو اقوال
له حضرت عکرمه رضي الله عنه څخه روایت دی چې له ابن عباس رضي الله عنهما څخه وپوښتل شول: «آیا هر څوک چې جنت ته داخل شي، خپل رب به وویني؟» هغه وفرمایل: «هو، دوی به یې وویني.»
امام مالک رحمه الله وایي: «د قیامت په ورځ به بندګان په خپلو سترګو د الله تعالی لوري ته ګوري.»
وهب رحمه الله وایي: «که ماته د الله تعالی لیدلو او جنت تر منځ اختیار راکړل شي، زه به خامخا د خدای تعالی لیدل غوره کړم.»
امام شافعي رحمه الله وایي: «څوک چې د خدای تعالی له لیدلو انکار وکړي، هغه د دې حقدار دی چې له دې نعمت څخه محروم شي.»
په عقلي توګه، دا ممکنه ده چې خدای تعالی ولیدل شي؛ ځکه:
۱. د خدای تعالی شتون او موجودیت: لیدل یوازې د «موجود» لپاره ممکن دي او د غیرموجود لیدل له عقلي پلوه ناممکن دي. خدای تعالی مطلق وجود لري، نو د هغه لیدل په عقلي توګه ممکن دي.