لیکواله: ام سعدیه

مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (څلورمه برخه)

 

۱۰. د غیبت څخه ډډه کول
حضرت عایشه رضي الله عنها وایي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: “تاته له صفیه (د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن او د حضرت عایشې رضي الله عنها سیاله) څخه همدا بس دی چې داسې او هسې ده”، یعنې قد یې لنډ دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تا داسې خبره وکړه چې که د سمندر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند به یې بدل کړي.»
حضرت عایشه رضي الله عنها وايي: “ما د یو چا چم (تمثیل) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړ.” رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «زه دا نه خوښوم چې د هیڅ انسان چم وکړم، که څه هم د هغه په بدل کې دومره او دومره څه ترلاسه کړم.»
امام نووي رحمه الله وایي: دا حدیث په حدیثونو کې تر ټولو واضح حدیث دی چې د غیبت څخه د ډډه کولو په اړه راغلی دی. الله جل جلاله مسلمانان د غیبت کولو څخه منع کړي دي او فرمایلي دي:
وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ
ژباړه: «ستاسو څخه څوک د بل چا غیبت ونه کړي. آیا ستاسو څخه څوک دا خوښوي چې د خپل مړ ورور غوښه وخوري؟ تاسو له هغه څخه نفرت کوئ. (نو) له الله ووېرېږئ، ځکه الله ډېر توبه قبلونکی او مهربان دی.» [۱]
خور جانې!
غیبت کله په اشارې سره وي، کله هم د تمثیل په واسطه. د مثال په توګه: که ووایو چې فلانی جګ دی او فلانی اوږد ژبی دی، یا داسې نورې خبرې چې د یو چا نیمګړتیا یا عیب وي او هغه نفر شتون ونلري، دا ټول حرام دي.
خو پوه شه چې غیبت په ځینو حالاتو کې روا دی او شریعت یې اجازه ورکړې ده، لکه:
۱. قاضي یا حاکم ته د حق غوښتنې لپاره؛
۲. د منکر کار په بدلولو کې د مرستې غوښتنه؛
۳. د فتوا غوښتنې په نیت، لکه چې ووايي: زما ورور یا مېړه پر ما ظلم کړی؛
۴. د واده په اړه پلټنه، چې څوک د واده کولو نیت لري او غواړي د چا په اړه مشوره واخلي؛
۵. د هغه چا څخه د خلکو ساتنه چې کېدای شي خلکو ته زیان ورسوي؛
۶. یو څوک د هغه په مشهورو صفتونو باندې معرفي کول لکه ګوډ، ړوند، او داسی نور، البته که هغه له عیبونو پرته پیژندل کېدای شي، نو غوره ده چې د هغه عیبونه ذکر نه شي.
۱۱. دیني حجاب ته التزام
ام عطیه رضي الله عنها وايي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ټولو ته امر وکړ چې په لوی اختر او کوچني اختر کې ګډون وکړو، حتی پرده‌داره پېغلو او حیض لرونکو ښځو ته چې د مریضۍ په ورځو کې وې هم اجازه وه چې په دې مراسمو کې ګډون وکړي.»
بیا یې وفرمایل: «هغه ښځې چې په حیض کې دي، له لمانځه دې لرې پاتې شي، خو د مسلمانانو په نېکو دعاګانو کې دې برخه واخلي.»
ما وویل: “یا رسول الله صلی الله علیه وسلم، که زموږ څخه چا څادر نه درلود، څه وکړي؟” هغه وفرمایل: «د هغې مسلمانه خور دې هغه په څادر وپوښي.»
خور جانې!
یعنې ته کولی شې د دواړو اخترونو په مراسمو کې ګډون وکړې. دا فرق نه کوي که پېغله یې او یا له هغو کسانو څخه یې چې شرعي عذر لري، لکه حیض او نفاس (له زیږون وروسته ناروغي)، په دې شرط چې په لمانځه کې ګډون ونه کړي. (او مراسم باید په جومات کې ترسره نشي).
د دې حدیث یو بل ټکی د حجاب فرضیت دی.
پکار ده چې ښځې پرته له حجاب څخه بهر ونه وځي، ځکه چې د “جلباب” کلمه (چې په حدیث کې راغلې ده) هغه څادر ته ویل کېږي چې د پوړني په سر اغوستل کېږي. یعنې هغه شرعي حجاب چې د مخ په ګډون ټول بدن پوښي. پام وکړه چې له حجاب پرته بهر ونه وځې او د خدای تعالی دا قول تل په یاد ساته:
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
ژباړه: «اې پېغمبره! خپلو مېرمنو، لوڼو، او د مؤمنانو ښځو ته ووایه: پر خپلو ځانونو خپل څادرونه واچوي. دا ډېر نږدې دی (احتیاط ته)، ترڅو دوی ونه پېژندل شي او سپکاوی ورته ونشي. او الله بخښونکی او مهربان دی.» [۲]
اې زما مسلمانې خورې!
له ځان ښکاره کولو ډډه وکړه او له هغو کسانو څخه مه کېږه چې په اړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«دوه ډلې د دوزخیانو څخه دي چې ما تر اوسه نه دي لیدلي (یعنې په راتلونکي کې به راښکاره شي): یوه هغه ډله چې د غوا د لکۍ غوندې چلاخې (شلاقونه) به ورسره وي او خلک به پرې وهي. او بله هغه ښځې چې جامې یې اغوستې وي خو (د بدن شکل ښکاره کولو له امله) بربنډې وي، او نارینه ځان ته راجلبوي او پخپله نارینه‌وو ته جذب کېږي. د دوی سرونه به د اوښانو د بوکانو غوندې وي، چې یوې خوا ته کاږه دي. دا ډول ښځې به نه جنت ته ننوځي او نه به د جنت بوی یې پوزې ته ورسېږي، په داسې حال کې چې د جنت بوی له ډېر لرې ځای څخه احساس کېږي.» [۳]
۱۲. د نوحې کولو څخه منع کول
له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«څوک چې خپل سر او مخ وهي، ګرېوان څیري، او د جاهلیت د زمانې په څېر خبرې پر خولې راوړي، له موږ څخه نه دی.» [۴]
له حضرت ابو موسی اشعري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«زما په امت کې به د جاهلیت څلور شیان وي چې خلک به یې پرېنږدي:
۱. په قوم باندې فخر کول؛
۲. د نورو قومونو باندې ملنډې وهل؛
۳. د ستورو په واسطه د باران غوښتنه کول؛
۴. نوحه کول.»
بیا یې وفرمایل: «که نوحه کوونکی له مرګه مخکې توبه ونه باسي، د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راپورته شي چې د مسو پرتوګ او خارښ لرونکی کمیس به یې اغوستی وي.» [۵]
د “قطران” کلمه (چې په حدیث کې راغلې ده) هغه مس ته ویل کېږي چې ویلي شوی وي. خدای دې موږ له دې کارونو څخه وساتي.
نو اې خورې!
له نوحې کولو څخه ډډه وکړه او د خدای تعالی په لور ور وګرځه!
حوالې:
[۱] – حجرات سورت، آیت: ۱۲.
[۲] – احزاب سورت، آیت: ۵۹.
[۳] – رواه مسلم.
[۴] – رواه البخاري او مسلم.
[۵] – رواه مسلم.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version