لیکوال: عبیدالله نورزهي

اسلام په اروپا کې (دوهمه برخه)

 

له عیسویانو سره د مسلمانانو د چلند په اړه د مستشرقینو نظرونه
ډاکټر ګوستاو لو بون په خپل کتاب «اسلامي او عربي تمدن» کې لیکي: «مسلمانانو له هغو قومو او توکمونو سره سر او کار درلود، چې له ډیرو کلونو راهیسې د ظالمو واکمنانو تر فشار لاندې وو. دغو مظلومو وګړو د مسلمانانو واکمني په ډېره لېوالتیا سره ومنله، ځکه چې دوی د اسلام تر سیوري لاندې له امنیت او آزادۍ څخه خوند اخیست.»
اډم میټز په خپل کتاب «اسلامي تمدن په څلورمه هجري پېړۍ کې» کې وايي: «هغه څه چې اسلامي خاورې یې له عیسوي اروپا څخه جلا کولې، هغه د غیر مسلمانو مذهبي لږکیو شتون و چې په آزاده توګه یې ژوند کاوه. دا په داسې حال کې ده چې په عیسوي اروپا کې مسله برعکس وه. په اسلامي خاورو کې د نورو مذهبونو عبادتځایونه او معبدونه دومره آزاد وو، ګوندې د مسلمانانو د واکمنۍ له ساحې څخه بهر وو.»
همدارنګه، ډاکټر ډونګن ګرین لیس وايي: «د اسلام ځانکړی امتیاز او لوی زغم چې ټول الهي دینونه په رسمیت پیژني، د انسانیت لپاره یو لوی میراث دی او کولی شي د نړیوال دین لپاره بنسټ وي.»
د مسلمانانو د خزانې له خوا معلولینو او بې وزلو عیسویانو سره هم مرسته کېده. عیسویانو په آزاده توګه په خپلو دعوی ګانو کې اسلامي محکمو ته مراجعه کوله او له خپلو مشروع حقونو څخه یې دفاع کوله. دا وړ چلندونه د اسلام د اخلاقي لارښوونو یوه روښانه بیلګه ده، چې تل یې د نورو دینونو د پیروانو په وړاندې د عدالت او زغم خبره کړې ده.
کله چې د ابو عبیده ابن الجراح رضی الله عنه په مشرۍ د مسلمانانو لښکر فلسطین او اردن ته ورسېد، د عیسویانو یوې ډلې چې د رومیانو له ظلمونو ستړي شوي وو، مسلمانانو ته یو لیک ولیکه چې په لاندې متن و: «وګورئ، مسلمانانو! تاسو موږ ته د رومیانو په پرتله ډېر محبوب یاستۍ؛ که څه هم دوی زموږ هم مذهبه دي، مګر تاسو زموږ په پرتله ډېر وفادار، زړه سوانده، عادل او ډېر خیرغوښتونکي یاست. هغوی نه یوازې پر موږ مسلط دي، بلکې زموږ کورونه یې هم لوټ کړي دي.»
سر توماس او آرنولډ په خپل کتاب “الدعوة الاسلام” کې د مسلمانانو د فتوحاتو په اړه لیکي: «هغه ځمکې چې د رومي امپراتورۍ د اجنټانو لخوا نیول شوې وې، د اسلامي پوځ پر مخ یو په بل پسې په ډېره لېوالتیا او خوښۍ سره پرانیستل کېدلې. د دې پدیدې دلیل دا و چې مسلمانانو، د رومیانو برعکس، په بخښنې، زغم او سخاوت سره چلند کاوه؛ هغه څه چې بېلابېلې قومي ډلې د مذهبي تعصبونو له امله له پیړیو راهیسې ترې محرومې وې.»
جرجي زیدان هم د اسلامي تمدن په تاریخ کې لیکي: «مسلمانانو د ښارونو له فتح کولو وروسته، د هغو اوسیدونکو په خپل حال پریښودل او د دوی په مذهب، معاملاتو، مدني او قضایي قوانینو کې یې لاسوهنه نه کوله. اسلامي لښکرو یوازې د دې ځمکو د ساتنې مسئولیت پر غاړه اخیست او د امنیت د ټینګښت په بدل کې یې کوچنۍ جزیه ټاکله.»
د حمص په څېر سیمو کې خلکو د مسلمانانو ښه راغلاست او هرکلي ته راوتلي وو او د هرقل لښکرو پر مخ یې د خپلو کورونو دروازې وتړلې. هغوی اعلان وکړ چې د مسلمانانو واکمني د رومیانو په پرتله د دوی ډېره خوښه او د منلو وړه ده.
په وروسته پیړیو کې هم، له عیسویانو سره د مسلمانانو چلند سوله ییز پاتې شو. حتی په ډیرو حکومتي، اداري او سوداګریزو چارو کې، عیسویانو اغیزمن رول درلود. یو اروپايي مستشرق اډم میټز وايي: «په څلورمه هجري پیړۍ کې، په اسلامي دولت کې د عیسوي کارمندانو او مدیرانو شمیر دومره زیات و چې د حیرانتیا وړ و.»
المقريزي، چې یو مشهور اسلامي تاریخپوه دی، لیکي: «د حافظ لدین الله د خلافت پر مهال، د عیسایې مالیاتي مامورانو یوه ډله د مصر د ځمکو د مالیې د څېړنې او تنظیم لپاره وټاکل شوه. دوی خپلې دندې په کره کتنې او مسلکي څارنې سره ترسره کړې.»
البر ماله په خپل کتاب “د منځنیو پېړیو تاریخ” کې لیکي: «د روم، فلسطین، شام او مصر خلکو چې د رومیانو له ظلم او درنو مالیاتو څخه ستړي شوي وو، مسلمانان یې چې په عدالت او منځلاریتوب سره چلند کاوه، خپل ژغورونکی بلل. له همدې امله، ډېرو یې اسلام قبول کړ او حتی د اسلام د دین د ترویج او خپرولو لپاره یې خپل ځانونه قرباني کړل.»
کنټ هنري ډو کاسټري هم د مسلمانانو سوله ییزې تګلارې او پالیسۍ ته اشاره کوي: «کله چې په ختیځ کې اسلامي دولت تاسیس شو، هیڅکله یې له عیسویت سره دښمني ونه ښوده او د مسیح د پیروانو لپاره یې هیڅ ډول خنډونه رامنځته نه کړل.»
پروفیسور هازارډ په خپل کتاب “د اسلام تاریخي اتلس” کې وايي: «مسلمانانو په هغو ځمکو کې چې فتح یې کړې، د خلکو دینونه یې بدل نکړل او اسلام ته د بلنې لپاره یې سوله ییزې لارې چارې غوره کړې. د مصر او شام عیسویان چې د ختیځ رومیانو دښمنان وو، په تدریجي ډول او په خپله خوښه اسلام ته مخه کړه.»
دا سوله ییز چلند په اندلس کې هم د مسلمانانو د واکمنۍ پرمهال وساتل شو. سټینلي لین پاول، یو مشهور مستشرق، وایي: «اندلس د مسلمانانو د واکمنۍ پر مهال له عادل او مهربان حکومت څخه خوند اخیست؛ داسې حکومت چې هیڅکله یې د خپل تاریخ په بل هېڅ پړاو کې داسې څه تجربه نکړل.»
ویل دورانت هم لیکي: «مسلمانانو فاتحینو د اندلس له خلکو سره ښه چلند وکړ او هغوی ته یې مذهبي او ایډیالوژیکي آزادي ورکړه؛ داسې آزادي چې د هسپانیې په تاریخ کې بې سارې وه.»
موږ کولی شو د عیسویانو لپاره د اسلام جذابیت د یوې لیکنې څخه درک کړو چې په ۱۳۱۱ کال کې ترتیب شوې وه؛ ځکه چې په دې لیکنه کې، په غرناطه کې د مسلمانانو شمیر دوه سوه زره یاد شوی، چې له پنځو سوو پرته نور ټول عیسویان وو چې اسلام یې منلی و. په اصل کې، عیسویانو د عیسوي قضاوت په پرتله د مسلمانانو قضاوت غوره باله. هغه مذهبي ازادي چې مسلمانانو عیسویانو ته ورکړې وه تر دې کچې وه چې ځینو متعصبو عیسویانو په بې پروایۍ سره د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی کاوه؛ په همدې بنسټ، دوی د یولچیوس په مشرۍ یوه ډله جوړه کړه چې موخه یې په ښکاره ډول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سپکاوی و.
په ۱۴۵۳ کال کې د سلطان محمد فاتح له خوا د قسطنطنیې (اوسني استانبول) د سقوط په وخت کې، د عیسویانو سره د مسلمانانو چلند لاهم د درناوي او ملاتړ پر بنسټ و. سلطان محمد فاتح ځان د کلیساګانو د ساتونکي په توګه معرفي کړ او اعلان یې وکړ چې هیڅوک حق نلري عیسویانو ته زیان ورسوي.
د قسطنطنیې د محاصرې پر مهال د بیزانسي له اشرافو څخه یوه ویلي وه: «د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پګړۍ د پاپ د سپېڅلې خولۍ څخه ډېره غوره ده.»
په پای کې، له عیسویانو سره د مسلمانانو چلند، په ځانګړې توګه د فتحو په جریان کې او له هغه وروسته، د مذهبي تسامح، سوله ییز ژوند او ټولنیز عدالت یوه څرګنده بیلګه وه چې د هغه وخت په ټولنو کې بې سارې ده.
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version