لیکوال: م. فراهي توجگي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

درېیمه برخه

د کمونیزم د لومړنیو بنسټونو او اصولو رامنځته کېدل
د نړۍ په اړه د مارکس ماتریالیستي لیدلوری له تاریخ‌پالنې سره نږدې تړاو لري. د دغو دواړو نظریو له ترکیب څخه څرګندیږي چې ولې دده نظریه اکثره وخت د “تاریخي ماتریالیزم” په نوم یادېږي. د مارکس له نظره د تاریخ محرکه قوه طبقاتي اړیکې دي. دی طبقه له تولیدي وسایلو سره د شخص د اړیکې پر بنسټ تعریفوي، مارکس وایي چې د ډېریو خلکو طبقاتي موقف اساساً د دوی د شتمنۍ یا بې‌وزلۍ له مخې ټاکل کېږي، چې دا ډېره بې رحمانه ده. په ځانګړې ډول هغه شتمنۍ چې د ثروتمند کیدو لامل کیږي.
له همدې امله په فیوډالي نظام کې چې د صنعتي انقلاب او پانګوالۍ  نظام تر ظهور د مخه یې شتون درلود تر ټولو اساسي طبقاتي وېش د هغو تر منځ و چې د ځمکې مالکین وو او هغو چې د ځمکې مالکینو ته یې کار کاوه. خو کله چې د لومړي صنعتي انقلاب پر مهال د سپین‌دول ماشین، د بخار انجن او نورو اختراعاتو ظهور وکړ، نو دغه وېش د هغو ترمنځ بدل شو چې د فابریکو مالکین وو او هغو چې د فابریکو مالکینو ته یې کار کاوه. دغه وېش د ټولنې تر ټولو مهم طبقاتي وېش وګرځېد.
مارکس د لومړۍ ډلې مالکین “سرمایه‌داران” یا “بورژوازي” وبلله، او دویمه ډله یې “پرولتاریا” ونوموله، چې لغوي معنا یې “بې‌ځایه” یا “بې‌ملکیت” ده. که څه هم د مارکس طبقاتي تحلیل تر دې ډېر ژور او پېچلی دی، خو د هغه اساسي استدلال دا و چې د هرې دورې اساسي طبقاتي وېش د شخصي ملکیت پر محور راڅرخي، او همدا اصل د بنسټیزو یا انقلابي بدلونونو لامل ګرځي.
پورته استدلال د “مانیفست کمونیست” کتاب په پیل کې چې تر ټولو مشهور او ډېر لوستل شوی اثر دی داسې بیان شوی دی:
“د ټولو هغو ټولنو تاریخ چې تر ننه موجودې دي، د طبقاتي مبارزې تاریخ دی.”
د دې نظريې له مخې د وخت په تېرېدو سره د ټولنیزو طبقو ترمنځ شخړې زیاتېږي، او بالاخره همدا شخړې انقلابي بدلون ته لار هواروي. خو د سرمایه داری نظام تر رامنځته کیدو د مخه د استثمار شوو طبقو ترمنځ شخړې چې مارکس د اصلي طبقو په نوم یادولې، انقلابي بدلونونو ته لار نه هواروله؛ بلکې زیاتره وخت علمي، تخنیکي او اقتصادي بدلونونه د یوې نوې نخبه طبقې د ظهور او منځته راتګ سبب کېده، چې غوښتل یې له حاکمې طبقې څخه واک واخلي.
مارکس په دې باور و چې د فرانسې انقلاب د همدې تحلیل له مخې تر ډېره درک کېدلی شي. سره له دې، مارکس باور درلود چې هغه پېر چې دی پکې ژوند کوي، له نورو پخوانیو دورو سره په دوو برخو کې توپیر لري:
لومړی دا چې د سرمایه‌دارۍ طبقاتي جوړښت د پخوانیو دورو په پرتله ساده و، او ټولنه په ښکاره ډول د دوو اصلي طبقو تر کنټرول لاندې وه.
دویم دا چې په دې دوره کې د طبقو ترمنځ مبارزه په اساسي توګه د بورژوا او پرولتاریا طبقو ترمنځ ده، چې په زیاتیدونکي ډول له خپل ځانه پردۍ کیږي؛ نه د موجوده حاکمې بورژوا او نوې بالقوه نخبه طبقې ترمنځ.
مارکس د خپل ژوند زیاتره برخه له دې باور سره تېره کړه چې د دغو دوو اصلي طبقو ترمنځ به شخړې بالاخره دومره زیاتې شي چې له امله به یې سوسیالیستي انقلاب رامنځته شي؛ او دا ځل به د پخوانیو ټولنیزو انقلابونو برعکس، سیاسي نظام د اکثریت تر واک لاندې راشي، نه د تېرو وختونو په څېر چې سیاسي نطام به د یوه کوچني اقلیت یا د نخبه ګانو د یوې وړې ډلې تر کنټرول لاندې راتله.
خو  په دې اړه چې له سوسیالیستي انقلاب وروسته به څه پېښېږي، د مارکس نظریات مبهم وو. مارکس ادعا کوله چې په اوږدمهال کې به د ټولنې یو نوی ډول – کمونیزم – راڅرګند شي، او په کمونیستي ټولنه کې به نه حاکمه طبقه شتون لري او نه له ځانه پردیتوب، نه به سیاست موجود وي، او نه دولت، ځکه اړتیا به ورته نه وي. خلک به په خپله حکومتي چارې په لاس کې واخلي. له سوسیالیستي انقلاب وروسته به کمونیستي مرحلې ته د رسیدو په موخه سمدلاسه د موقت وخت لپاره یو انتقالي دولت رامنځته شي، هغه دولت چې مارکس یې د پرولتاریا دیکتاتوري بولي.
له دې اصطلاح څخه په دقیق ډول د مارکس موخه روښانه نه ده. هغه په خپلو لیکنو کې یوازې دوه ځلې یاده اصطلاح کارولې، او په اړه یې ډېر جزئیات نه دي وړاندې کړي. خو. مارکس ۱۸۷۱میلادي کال کې د پاریس «کمون» له لنډمهالې تجربې ډېر اغېزمن شوی و، او د دې تجربې ډېرې ځانګړتیاوې یې ارزښتناکې بللې؛ په ځانګړي ډول د عادي کارګرانو له لوري د  قدرت د اعمال څرنګوالی او په یوې نوې حاکمې طبقې بدلیدل.
له دې تجربې څرګندیږي چې د پرولتاریا د دیکتاتورۍ بڼه به څه ډول وي. د مارکس په اړه یوه مهمه نکته چې باید پام ورته وشي دا ده چې هغه تر ټولو زیات یو تیوریسن او د بحثونو سړی و. سره له دې چې ژوند په څو پړاوونو کې یې سیاسي فعالیتونو ترسره کړي، خو هېڅکله یو ملي رهبر نه دی پاتې شوی. دده له دا ډول بې‌ثباته ژوند او حالت څخه څرګندیږي چې ولې یې ډېری لیکنې او تحلیلونه انتزاعي او له عملي جزئیاتو خالي دي.
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، له سوسیالیستي انقلاب وروسته د دولت د څرنګوالي په اړه د مارکس تشریحات مبهم دي؛ خو له دې وړاندې چې د لنین نظریاتو ته ورشو، باید دریو مهمو ټکو ته اشاره وشي:
لومړی دا چې مارکس په وضاحت سره ویلي چې یوازې پرمختللي صنعتي ټولنې کولای شي سوسیالیستي انقلابونه تجربه کړي. هغه کرنیزې ټولنې چې اساساً کلیوالي بڼه لري، ددا ډول بدلونونو لپاره چمتو نه دي، ځکه تاریخ له خپل ځانګړي منطق څخه پیروي کوي.
دویم دا چې مارکس تل یو انترناسیونالیست پاتې شوی. دده باور دا و چې یو هېواد په یواځې ځان نه شي کولای یو بریالی سوسیالیستي انقلاب رامنځته کړي.
یوه عامه غلط‌فهمي دا ده چې د کمونیزم په برخه کې مارکس یوازې وروستي هدف ته اشاره لري. په حقیقت کې مارکس ددې موضوع په اړه په «آلماني ایډیولوژي» کې چې په ۱۸۴۶ میلادي کال کې بشپړه شوې، په ښکاره ډول څرګنده کړې چې کمونیزم د مارکس لپاره په هغه اندازه چې یو وروستی هدف دی، په هماغه اندازه یو سیاسي خوځښت هم دی، چې موجود سیاسي نظام کمزوری کوي او له منځه‌یې وړي: «زما لپاره کمونیزم هغه حالت نه دی چې باید  رامنځته شي، بلکې کمونیزم هغه ايډیال حالت دی چې واقعیت باید په خپله ځان ورسره عیار کړي. زما لپاره کمونیزم هغه واقعي خوځښت دی چې اوسنی وضعیت له منځه وړي.»
لینینیزم
لینین د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د روسیې په یوه کوچني ښارګوټي کې د ولگا سیند پر غاړه، په یوه روسي کورنۍ کې وزېږېد. د هغه مور او پلار دواړه ښوونکي وو، او د ښاري مسؤلیت لوړ حس یې درلود. هغه وخت کله چې لینین لا ځوان ځلمی و، مشر ورور یې (چې هغه هم لا ځوان و) ونیول شو او وروسته بیا د دریم تزار الکساندر پر وړاندې د دسیسې د جوړولو په تور اعدام شو. یو شمېر شنونکي باور لري چې دې ټکان ورکوونکې تجربې د ځوان لینین روحیه کلکه او سرسخته کړه. سربېره پر دې، دا پېښه ددې لامل شوه چې د تزاري روسیې د استبدادي رژیم پر وړاندې د لنین کرکه لا پسې زیاته شي.
د ټولنیز مسؤلیت حس او د هغه نظام پر وړاندې د کرکې ترکیب چې ده یې تر سیوري لاندې ژوند کاوه، د لینین د سیاسي لیدلوري، تاریخي تحلیل او د روسیې د امپراتورۍ په وړاندې دده دریځ په پېژاندلو کې مرسته کولای شي.
لینین د ورور تر مرګ لږه موده وروسته د انقلابي نظریاتو مطالعه پیل کړه، هغه د مارکس افکار او د روسیې د رادیکالو شخصیتونو لکه نیکولای چرنیشفسکي نظریات ولوستل. د نولسمې پېړۍ په پای کې یې له روسي چارواکو سره اختلافات راغلل او له هیواده وشړل شو؛ خو د روسي رادیکالانو پر افکارو یې ژور اغېز پرېښود. د  ۱۹۱۷ میلادي کال د اکتوبر د انقلاب په پایله کې چې د ۱۹۰۵ او ۱۹۰۷ کالونو له انقلابونو وروسته د شلمې پېړۍ درېیم انقلاب و، لینین او ده ګوند -بلشویکان- واک ته ورسېدل. له دې پېښې وروسته تمه دا وه چې روسیه به له اوو لسیزو زیات  د کمونستانو له‌خوا اداره شي.
لینین د مارکس برعکس په ژوره توګه ملي سیاست کې ښکېل و. سره له دې چې کله ناکله به یې د سوسیالیزم او کمونیزم د اوږدمهاله لیدلوري په اړه یو څه انتزاعي تحلیلونه هم وړاندې کول – په ځانګړي ډول د دولت او انقلاب (۱۹۱۷) کتاب کې – خو د کمونېزم نظریه کې دده لویې ونډې د عملي تجربو او د نړۍ د حالاتو پر وړاندې د هغه له غبرګونونو، او همدارنګه له نورو مارکسیستانو سره له فکري جدالونو سرچینه اخیسته.
لینین په نظریاتي لحاظ په دریو برخو کې مهمه ونډه درلوده:
۱. د انقلابي ګوند رول،
۲. د امپریالیزم په اړه دده تحلیل،
۳. او هغه توپیرونه چې د سوسیالیزم او کمونیزم ترمنځ ورته قائل و.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version