لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (یو شپېتمه برخه)

 

د حجاب اهمیت
حجاب په ټولنه کې یو له هغو مفاهیمو څخه دی چې د ښځې پر ژوند او روح ځانګړې اغېزه لري. د ښځې ستر او پټوالی د هغه ډال او موانعو په څېر دی چې تر سیوري لاندې یې ښځه له هر ډول ذلت او سپکاوي څخه خوندي پاتې کېږي. د اسلام سپېڅلي دین د حجاب په فرض کولو سره دا یقیني کړې چې ښځه د شهوت پرستانو د لاس آله ونه ګرځي او ارزښت یې دومره راټیټ نه شي چې یوازې د شهوتونو د پوره کولو وسیله وګڼل شي. اسلام د حجاب تر سیوري لاندې له فردي او ټولنیزو زیانونو او آفتونو څخه د ښځې انساني شخصیت د ساتنې او پالنې زمینه برابره کړې ده.
د حجاب اهمیت په دې کې دی چې حجاب نه یوازې د اخلاقو ساتونکی او د ټولنې په کچه د تقوا او عفت نښه او تجسم دی، بلکې د مسلمانې ښځې درناوی هم څرګندوي او د نارینه‌وو له زهرجنو او ګناهګارو کتنو څخه د هغې د ساتنې وسیله ده.
د اسلام مبارک دین حجاب او د ښځې د حریم ساتنه د مسلمانو ښځو له هغو حقونو څخه ګڼي چې دوی یې باید په خپله هم مراعات کړي، او نارینه‌وو ته هم په دې اړه د درناوي سپارښتنه شوې ده. له دې حق څخه د غیر مسلمانې ښځې محرومېدل، د هغو سزاګانو له امله دي چې د اسلام په وینا پر هغوی وضع شوي دي.
اسلام د ښځو لپاره د ځانګړي پوښښ په وضع کولو سره په ټولنه کې د هغوی د شتون او فعالیت اجازه ورکړې ده. د حکمت پر بنسټ ډکو لارښوونو او هغو چلندونو له لارې، چې د ښځې په طبیعت او فطرت کې نغښتي دي، اسلام د ښځې ستر ځواک له تباهۍ او بې هدفه پاتې کېدو څخه ژغورلی دی. له بلې خوا، اسلام د ښځو او نارینه‌وو د ګډ ژوند له امله د راټوکېدونکو فسادونو او ناخوالو مخه نیولې ده.
په دې توګه، که د ټولنې ټول وګړي د خپلې رواني روغتیا په برخه کې مسؤل دي، ښځې په دې برخه کې ډېر مسؤولیت لري.
د حجاب فلسفه
په اسلام کې د ښځې د حجاب تر ټولو مهم دلیل او فلسفه په ټولنه کې د فحشا او فساد د خپرېدو مخنیوی او د شهوت د غریزې کنټرول دی. د حجاب اصلي موخه له یوې خوا په کورنۍ او مشروع چاپېریال کې د جنسي غوښتنو او تمایلاتو توجیه او محدودول دي، او له بلې خوا د جنسي غریزې د انحراف او سرکشۍ، او له تباهۍ او اخلاقي فساد څخه مخنیوی دی. په پایله کې، حجاب د ښځې او نارینه د جسمي او روحي روغتیا د ساتنې او تضمین وسیله ده.
حجاب د ښځې زینت دی. حجاب او عفت د بشر په ذات او فطرت کې ریښې لري. د حضرت آدم او بي بي حوا علیهما السلام کیسه د دې ادعا ښکاره او څرګند ثبوت دی.
قرآن کریم حجاب او پوښښ د آسماني ډالۍ په توګه ګڼي:
«یا بني آدم قد أنزلنا علیکم لباساً یُواري سوآتکم وریشاً ولباس التقوی ذلک خیر ذلک من آیات الله لعلهم یذکرون»
(ای د آدم اولادونو! موږ پر تاسو داسې جامې نازلې کړې چې ستاسو عورتونه پټوي او ښکلې او مناسبه دي. د تقوا جامه تر ټولو غوره ده. دا د الله تعالی له آیتونو څخه دي، د دې لپاره چې هغه یاد کړئ.)
د حجاب ګټې
ذهني ارامتیا:
د نارینه او ښځینه تر منځ د محرمیت نشتوالی او د ناستې ولاړې بې‌حده ازادي جنسي لېوالتیا او تحریکات راپاروي. د بشر روح ډېر اغېزمند او ژر تحریکېدونکی دی. دا ناسمه ده چې فکر وکړو د انسان روح په یو ټاکلي حد کې تحریکېږي او بیا آرامېږي. هېڅ نارینه د ښکلاوو له تصاحبولو او هېڅ ښځه د نارینه وو له پام را اړولو او د هغوی د زړه له نیولو څخه نه مړېږي. له بلې خوا، د لامحدودو غوښتنو پوره کول ناممکن دي، که تاسو یې خوښ کړئ یا نه، او تل د محرومیت له احساس سره مل وي.
خپلو هیلو ته نه رسېدل د روحي تشویشونو او رواني ناروغیو لامل ګرځي. له همدې امله، د اسلام سپېڅلي دین د دې غریزې د تعدیل او کابو کولو لپاره تدبیرونه نیولي دي او په دې برخه کې یې د نارینه او ښځینه دواړو لپاره دندې ټاکلې دي.
د دواړو ګډه دنده دا ده چې یو بل ته په خوند او شهوت کتو ځان منع کړي. په دې مانا چې د خوند او شهوت په نیت یو بل ته کتل، سترګې اړول او اشاره کول منع دي. د ښځو ځانګړې دنده دا ده چې خپل بدن له پردیو نارینه وو څخه پټ کړي، په ټولنه کې یې ښکاره نه کړي، او د نارینه وو د تحریک او راپارولو زمینه برابره نکړي.
روښانه ده چې د دې لارښوونو په عملي کولو او د اسلامي حجاب په مراعتولو سره به د ښځو او نارینه وو لپاره د زړه سکون رامنځته شي.
د کورنۍ د اړیکو ټینګښت
د حجاب یوه مهمه ګټه د کورنۍ د اړیکو په پیاوړتیا پورې اړه لري. په کورنۍ چاپېریال کې د جنسي خوندونو محدودول او د شرعي میرمنې سره یې انحصار کول، شرعي عمل دی چې ډېرې ښېګڼې لري.
د مېړه او مېرمنې تر منځ دا اړیکه د هغوی د ګډ ژوند د اوږدېدو، پیاوړتیا او ټینګښت لامل کېږي او په پایله کې د کورنۍ بنسټ روغ او قوي پاتې کېږي. برعکس، د حجاب نشتوالی د کورنۍ بنسټ او مرکز د تباهۍ او ړنګېدو سبب ګرځي.
حجاب د ښځې د قدر او درناوي لامل دی
د اسلام سپېڅلي دین پر ښځو حجاب فرض کړی دی، څو د هغوی جامې په ګناه ککړې نه شي او د هغوی کرامت او عزت ډېر شي. د تاریخ په اوږدو کې، یوه له هغو لارو چې ښځو د خپل حیثیت او ارزښت د ساتلو لپاره ترې ګټه اخیستې، د پردیو نارینه وو پر وړاندې د خپل حریم ساتنه ده.
څومره چې ښځه پاکه او عفیفه څرګنده شي، هغومره د نارینه وو په نظر کې ورته درناوی او ارزښت ډېرېږي.
ټولنیز امنیت
اسلامي حجاب په ټولنه کې ټولنیز امنیت تأمینوي. د حجاب مخالفین د دې مفکورې مخالف دي، خو حجاب د ټولنیزو مسؤلیتونو د سم ترسره کېدو لامل ګرځي.
اسلام نه یوازې ښځې له بهر وتلو، د علم زده‌کړې، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي فعالیتونو څخه نه منع کوي، بلکې له غیر مشروع استمتاع او خوند اخیستلو څخه د کار چاپېریال او ټولنې د ککړتیا د مخنیوي لپاره حجاب فرض کړی دی.
همدارنګه، د کورنۍ چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې هم حجاب لازم ګرځولی دی.
د انساني ارزښتونو ساتنه
حجاب په ټولنه کې د نسلونو د روغتیا او پاکوالي تضمین کوي. دا د انساني ارزښتونو لکه عفت، حیا او شرافت د ساتنې، د ټولنیزو ناخوالو د کمېدو او له منځه تللو لامل ګرځي. د اسلامي حجاب په وسیله په ټولنه کې د انساني غرایزو او تمایلاتو د کابو کولو او له هغوی څخه د صحیح ګټې اخیستنې زمینه برابره شوې ده.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version