لیکوال: شکران احمدي

د «خلق عظیم» مظهر
شپږمه او وروستۍ برخه 

کامله الګو او د ټولو لپاره نمونه
مشهوره او ستر سیرت لیکوال علامه سید سلیمان الندوي رحمه الله په خپلې رسالې (الرسالة المحمدیه) کې شرحه کوي، چې څنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو بشري قشرونو او بېلابېلو افرادو لپاره په هر ډول شرایطو او زمانې کې الګو او نمونه دی.
نوموړی وايي:
” د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند بېلابېلې کړنې لري، چې د هرې مرحلې او انسانانو لپاره ډېرې غورې نمونې دي، ځکه چې جامعې، د ښو اخلاقو او حسنه عاداتو څخه مالامال دي او پر پاکو عواطف او احساساتو باندې بنا شوې دي.
که تاسو ثروت لري، نو په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې اقتدا وکړئ، ځکه هغه د شام او حجاز ترمنځ تجارت کاوه او د بحرین د خزانو صاحب شو.
که چېرته تاسو فقیراو غریب یاست بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند لپاره غوره نمونه دی، ځکه نوموړي په شعب ابي طالب کې سختې ورځې تېرې کړې او مدینې ته یې هجرت وکړ په داسې حال کې چې هېڅ دنیايي متاع یې نه وه.
که تاسو پاچاه یاست نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پله قدم کېږدی، ځکه چې هغه د عربو فرمانروا شو او عرب مشرانو ورته سر ټيټ کړ او که تاسو رعیت یاست بیا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقتداء غوره نمونه کېدای شي، ځکه چې هغه صلی الله علیه وسلم د مشرکانو په قلمرو (مکه) کې اوسېدلی دی.
که تاسې بریالي او سوبمن شوي یاست، نو د هغه (حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم) ژوند ته وګورئ، کله چې په بدر، حُنین او مکې کې یې پر خپلو دښمنانو بری وموند.او که خدای مکړه ماته درکړل شوې وي، له هغه زده‌کړه وکړئ؛ هغه مهال چې د اُحد په ورځ د خپلو شهیدو ملګرو او زخمي یارانو تر منځ ولاړ و.
که تاسې ښوونکي یاست، هغه ته وګورئ، کله چې د نبوي جومات په محراب کې یې خپلو اصحابو ته ښوونه کوله.او که تاسې زده‌کوونکي یاست، نو تصور وکړئ چې څنګه به هغه له بشپړ ادب سره د «روح الأمین» (جبرایل علیه‌السلام) په حضور کې ناست و.
که تاسې خطیب، نصیحت‌کوونکی یا مهربان لارښود یاست، نو غوږ شئ، کله چې هغه به د نبوي جومات پر لرګین منبر ناست و او خلکو ته به یې موعظې کولې.
که ته غواړې د حق غږ پورته کړې او خلکو ته د نېکۍ ښوونه وکړې، خو څوک دې مرسته نه کوي، نو د هغه سړي (رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم) ژوند ته وګوره، چې په مکه کې یوازې، کمزوری او بې‌مرسته کس و؛ خو سره له دې به یې حق ته ښکاره بلنه کوله، نه یې شا ته کتل، نه یې چوپتیا غوره کوله.
که مو خپل دښمن مات کړی، حق بریالی شوی، باطل کمزوری شوی او خپل هدف ته رسېدلی یې، نو د دې حالت غوره بېلګه محمد رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم دی — هغه شېبه یاد کړه، چې مکې ته ننوت او دا سپېڅلی ښار یې فتح کړ.
او که ته غواړې خپل کارونه منظم کړې او خپل مال او شتمني سمبال کړې، نو د ستر رسول صلی‌الله‌علیه‌وسلم حالاتو ته وګوره، هغه وخت چې د بنی نضیر، خیبر او فدک سیمې ورته ورکړل شوې. د هغه غوره تدبیر ته پام وکړه چې څنګه یې د مالونو اداره هغو کسانو ته وسپارله چې وړتیا او لیاقت یې درلود.
که یتیم یې نو د عبدالله او امنې د زړه ټوټې ته وګوره، چې دواړه ترې له نړۍ څخه لاړل او زوی یې په لږ عمر کې یتیم شو او که چېرته کم عمره یې نو هغه ستر ماشوم ته نظر وکړه، چې رضاعي مور (حلیمې) به روزه او که ځوان او مټور یې نو د مکې د شپانه ژوند او سیرت په دقت سره ولوله.
که ته تجار او سوداګر یې نو د هغه کاروان د سردار کړنلاره وګوره چې د بصرې پر لور روان وو.
که ته قاضي او حَکَم یې، نو هغه عادل پرېکړه کوونکي ته وګوره، چې سهار مهال د کعبې پر لور روان شو، څو حجرالاسود بېرته خپل ځای کې کښېږدي؛ حال دا چې د مکې مشرانو د جګړې نیت کړی و.بیا ځلې دېته نظر وکړه، چې څنګه به یې د مدینې جومات په انګړ کې د خلکو ترمنځ په عدالت او انصاف پرېکړې کولې — هلته نه فقیر شته او نه شتمن، ټول د ده په حضور کې برابر دي.
که ته مېړه (خاوند) یې، نو د خدیجې او عائشې رضی‌الله‌عنهما له پاک‌ خاوند سره آشنا شه، د هغه ژوند ته وګوره چې له عفاف، درناوي او مینې ډک و.او که پلار یې، نو وګوره چې د فاطمة الزهرا رضی‌الله‌عنها پلار او د حسن او حسین رضی‌الله‌عنهما نیکه له خپلو اولادونو سره څومره مهربان، دروند او انسان‌پال چلند درلود.
هر څوک او په هر مقام کې چې یې او د ژوند شپې او ورځې چې په هر حال کې تېروې — دا خبره له یاده مه باسه، چې د حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم سیرت او ژوند‌لاره ستا لپاره تر ټولو غوره لارښود او د ژوند کامله بېلګه ده؛ هماغه الهي څراغ چې د ژوند تیارو ته رڼا ورکوي، د ستونزو او خفګانونو وریځې شړوي، ګډوډۍ سمه وي او انحرافونه اصلاح کوي.
په رښتیا سره، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سپېڅلی او هر اړخیز سیرت د ښو اخلاقو تله او د انساني روزنې بنسټ دی — داسې یو معیار چې د نړۍ د ټولو قومونو، ملتونو او ټولنیزو طبقو لپاره، په هر پړاو او هر حالت کې، بشپړ لارښود دی.
هو، محمدي سیرت د نور پلټونکو او هدایت غوښتونکو لپاره بل څراغ دی او د هرخوښي او پرمختیا غوښتونکي لپاره پناه ځای دی.
دوام لري…
مخکنۍ برخه |

سرچینې؛

1. قرآن کریم.
2. ابو داود، سلیمان بن الاشعث السجستانی، سنن ابی داود، بیروت، لبنان، المکتبة العصرية، صیدا.
3. البخاری، ابو عبدالله، بن اسماعیل، الجامع الصحیح للبخاری، دار ابن کثیر، دمشق، الطبعة الخامسة. 1414ه.
4. البخاری، محمد بن اسماعیل، الادب المفرد، دار البشائر الاسلامية، القاهرة ، مصر، 1409 ه.ق.
5. بن حنبل، احمد بن حنبل، مسند أحمد، دار الحدیث، القاهرة ، مصر، الطبعة الأولی، 1426 ه.ق.
6. البیهقی، احمد بن الحسین، شعب الإیمان، دارالکتب العلمية، بیروت، لبنان، 1421 ه.ق.
7. الترمذی، ابو عیسی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، دار الرسالة العالمية، الطبعة الأولی، 1430 ه.ق.
8. الخطیب التبریزی، محمد بن عبدالله، مشکاة المصابیح، المکتب الاسلامی، بیروت، لبنان، 1985م.
9. الطبرانی، ابوالقاسم، سلیمان بن احمد، المعجم الأوسط، دار الحرمین، القاهرة، 1415 ه.ق.
10. القزوینی، محمد بن یزید بن ماجه، سنن ابن ماجه، دار الرسالة العالمية، الطبعة الأولی، 1430 ه.ق.
11. القشيري، أبو الحسين مسلم بن الحجاج النيسابوري (۱۳۳ هـ). صحيح مسلم، لبنان بيروت، دار الجيل.
12. الندوي، السید سلیمان الحسینی، الرسالة المحمدية، دار ابن کثیر، بیروت، لبنان، 1423 ه.ق.
13. النسائی، احمد بن شعیب، سنن النسائی، دار الرسالة العالمية، الطبعة الأولی، 1439 ه.ق.
الیحصبی، القاضی، عیاض بن موسی، الشفاء بتعریف حقوق المصطفی، دار الفکر، بیروت، لبنان، 1409 ه.ق.

Leave A Reply

Exit mobile version