لیکوال: شکران احمدي

د «خُلق عظیم» مظهر

پنځمه برخه

 

د حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم)، عاجزي او بې کبري
د حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) عاجزي او بې کبري نهایي کچې ته رسېدلې وه، حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه خوښوله چې څوک دې ورته پاڅيږي او یا یې دې هم په ستاینې کې له حده تېر شي او د بنده ګي او رسالت له مرتبې یې دې لوړ کړي، لکه څنګه چې نورو امتونو خپل پیغمبران لوړ بللې وو.
حضرت انس رضي الله عنه وايي: پر موږ تر حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هېڅوک هم ګران نه وه، خو بیا هم کله به مو چې لیده، ورته نه ولاړېدو، ځکه خبر و، چې دا کار خوند نه ورکوي[1].
له حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ” زما په ستاینه کې له حد څخه زیاتوالی مه کوئ! څنګه چې نصاراوو د عیسی بن مریم په حق کې وکړه، ځکه زه یوازې د الله بنده یم او ماته د الله تعالی بنده او رسول وایاست[2].
عبد الله بن أبي أوفى رضی‌الله‌عنه روایت کوي چې؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم به له غلامانو او وینځو سره په یو ځای تګ نه شرمېده او تر هغو به ورسره وو، تر څو یې چې کار ترسره کېده[3].
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم تواضع تر دې کچې وه، چې د مدینې وینځو به له لاسه نیوه او هر ځای ته به چې غوښتل، هلته به یې بوته[4].
کله چې عدي بن حاتم طايي مدینې ته راغلی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خپل کور ته دعوت کړ، یوې وینځې د مجلس پر مهال بالښت راوړ، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته کښېني، خو هغه صلي الله علیه وسلم، بالښت په خپل او د عدي منځ کې کېښود او خپله پر ځمکه کښېناست. عدي وايي: ” پوه شوم، چې هغه پاچا نه بلکه پر حق رسول دی[5].”
حضرت انس رضي الله عنه وايي: ” رسول الله صلی الله علیه وسلم به د ناروغ پوښتنه کوله، د جنازې لمانځه ته به تلو، په خرې به یې سوارلي کوله او د غلام او وینځو دعوت به یې مانه[6].”
حضرت انس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به داوربشو  ډوډۍ او بې‌خوند خوراکونو ته بلل کېده، خو بیا هم به یې بلنه منله[7].
عمرو بن عاص رضي الله عنه فرمايي: ” رسول الله صلی الله علیه وسلم زما خواته راغلی او ما بالښت چې د خرما له پوست څخه ډک شوی وو، ور وړاندې کړ، خو هغه صلی الله علیه وسلم پر ځمکې کښېناست او بالښت یې زما او ځان ترمنځ کېښود[8].
صحابه وايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کور جارو کاوه، اوښ به یې تاړه، حیواناتو ته به یې واښه اچول، له خادمانو سره به یې خواړه خوړل، وړه به یې ورسره لمدول او کله به یې چې په بازار کې توکې رانیول، نو په خپلو اوږو به یې وړل[9].
د رسول الله صلی الله علیه وسلم حیا او زړورتیا!
په رسول الله صلی الله علیه وسلم کې حیا او زړورتیا دواړه راټول شوي وه، په داسې حال کې چې ډېری دا دوه صفتونه یو د بل ضد ګڼي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حیا په اړه ابوسعید الخدري رضي الله عنه وايي:
” حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم تر پیغلې حیاناک و او کوم څه به یې چې نه خوښېدل، نو موږ به یې له څېرې پوهېدو.[10]” او دا چې حیا یې درلوده، نو مخامخ به یې د یوه څه د نه خوښېدو یادونه نه کوله.
د مؤمنانو مور حضرت عایشه رضي الله تعالی عنها وايي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه چا له عیب او یا بدې کړنې څخه خبرېده، نو د یادولو پر وخت به یې نه ویل، چې فلاني داسې کړي دي، د دې پر ځای به یې د جمعې ضمیر کاراوه او ویل به یې چې په دوی څه شوي، چې داسې کړنې ترسره کوي او په دې ډول به یې له دې پرته چې د چا نوم واخلي، له منکراتو څخه منعه کوله[11].
او د زړورتیا  او شجاعت په اړه یې د اتلانو اتل او د ځوانمردانو ځوانمر حضرت علي رضي الله عنه وینا کفایت کوي ،چې وايي:
” كله به چې جنګ سختېده، نو موږ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواته پناه اخېسته او هغه به تر ټولو ډېر دښمن ته نږدې و، ما د بدر په ورځ ځان ولید چې د هغه خواته به مو پناه اخېسته او هغه تر ټولو ډېر دښمن ته نږدې وو[12].
د احد او حنین د غزو په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم شجاعت کامل څرګند شو، کله چې هغه زړورو جنګیالیو میدان پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سورلۍ سپور و او پر خپل ځای داسې پاته شو، لکه هېڅ چې نه وي شوې او ویل یې؛ ” أنا النبي لا كذب – زه رېښتونی نبي یم – أنا ابن عبدالمطلب – زه د عبدالمطلب زوی یم.”

 

عام شفقت او بې‌ساري، پراخه مهرباني
سره له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زړور او شجاع وو، خو بیا ډېر نرم زړه او مهربانه هم وو.
ژر به یې اوښکې راتلې، په کمزور یې زړه سوځېده، پر حیواناتو یې رحم کاوه او نورو ته یې هم د مهرباني کولو توصیه کوله.
شداد بن اوس رضي الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايي: پرته له شک څخه خدای تعالی په هره برخه کې احسان او نیکي لازمي کړې، نو کله چې څوک (حد/قصاص) له مخې وژنی په نرم او سم ډول یې ووژنی او که حیوان حلالوی نو په اسانۍ یې ذبحه کړی او چاړه ښه تېره کړی، تر څو حیوان په اسانۍ ذبحه شي[13].
عبدالله بن جعفر رضي الله عنه وايي: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د یوه انصاري باغ ته لاړ او هلته تړل شوي اوښ چې کله رسو الله صلی الله علیه وسلم ولید، نو یې په سترګو کې اوښکې راغلي او رمباړې یې وهلې، نو رسو الله صلی الله علیه وسلم یې خواته لاړ او په بوکام یې تر هغو لاس تېراوه تر څو چې اوښ کرار شو او بیا یې وویل: د دې اوښ مالک څوک دی؟ یوه ځوان انصاري غږ وکړ، چې زه یم، بیا رسو الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا ته د دې اوښ په حق کې چې خدای ستا په واک کې درکړی نه وېرېږې؟ دا اوښ ماته شکایت کوي، چې ته یې تل وږی ساتي او کار ترې اخلې[14].
ابن مسعود رضي الله عنه وايي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم په سفر روان و، په دې جریان کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت رفع کولو لپاره لاړ، نو موږ یو مورغۍ له دوو چوچوڼو سره یې ولیده او موږ یې چیچان ونیول، چې له امله یې مورغۍ خپلې وزرې له ځمکې سره وهلې، خو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریف راوړ، نو ویې ویل، دا مورغۍ چا دې حالت ته رسولې؟ ژر شئ! چیچوڼۍ یې ور پرېږدئ.
په بل ځای کې مو د مېږیانو غار ته اور ورته کړی و، نو ویې ویل، چا دا میږیان سوځولي دی؟ موږ یې پړه ومنله، نو ویې ویل: له خدای پرته هېڅوک حق نه لري، چې د هغه مخلوق په اور سره جزايي کړي[15].
جابر بن عبدالله روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د وینځو او غلامانو په اړه د نیک چلند توصیه کوله او ویل به یې: هغه څه پرې وخورئ، چې خپله یې خوری او هغه جامې ورته وکړی، چې خپله یې اغوندی او د خدای مخلوق مه شکنجه کوی[16].
عبدالله بن عمر رضي الله عنه وايي: له صحرا څخه یو تن راغی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه؛ «يا رسول الله ! كم أعفو من الخادم كل يوم؟ قال: سبعين مرة.»[17] اې د الله رسوله، د ورځې څو ځلې د خادم غلطي څخه تېر شم، رسو الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، اویا ځلې.
ابن عمر رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «أعطوا الأجير أجره قبل أن يجف عرقه.»[18] د مزدور مزدوري مخته له دې ورکړی، چې خولې یې وچې شي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

[1] رواه الترمذى، باب ما جاء في كراهة قيام الرجل للرجل و رواه أحمد في المسند ج ۳ ص ۱۳۲.

[2] رواه البخاري في كتاب الانبياء: 324/4.

[3]حضرت انس رضي الله عنه  رواه البيهقي في باب تواضع رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: 36/4.

[4] رواه احمد في المسند ج ۳، ص ۱۹۸-۲۱۵ وجمع الفوائد ج: ۲،كتاب المناقب باب صفاته واخلاقه.

[5] زاد المعاد، ج ۱، ص ۴۳.

[6] رواه الترمذي في الشمائل، باب تواضع النبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم: 265/2.

[7] رواه الترمذى في الشمائل في باب تواضع النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم ورواه احمد في المسند ج ۳، ص ۲۱۱.

[8] لادب المفرد، ص ۱۷۲.

[9] كتاب الشفاء، ص ۱۰۱، رواية عن البخاري.

[10] رواه البخاري في كتاب المناقب، باب صفة النبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم: 1564/6.

[11] معنى الحديث في سنن أبي داود باب «حسن العشرة»: 321/5.

[12] الشفاء، ص ۸۹.

[13] رواه مسلم في باب الامر باحسان الذبح، كتاب الذبائح: 432/5.

[14] رواه ابوداود في باب ما يؤمر به من القيام على الدواب: 764/4.

[15] رواه أبوداود في كتاب الجهاد، باب كراهية حرق العدو بالنار: 653/6.

[16] رواه البخاري في الادب المفرد ص ٣٠.

[17]. رواه الترمذي: 437/6.

[18]. رواه ابن ماجه في أبواب الرهون (باب أجر الاجراء): 765/6.

Leave A Reply

Exit mobile version