لیکوال: شکران احمدي

د «خُلق عظیم» مظهر

څلورمه برخه

د حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم کرامت او زغم
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د بشریت امام، په غوره اخلاقو، کرامت او عاجزۍ کې د هغو معلم و. لکه الله تعالی چې فرمايي: «وَ إِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِیم.»[1] ژباړه: «او یقیناً چې ته په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فایز) یې».
حضرت جابر رضی‌الله‌عنه وايي: رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «ان الله بعثني لتمام مكارم الاخلاق وكمال محاسن الافعال.»[2] ژباړه: «له شک پرته الله تعالی زه د اخلاقو د ښه والي د بشپړولو او د افعالو د ښکلاوو د کاملولو لپاره مبعوث کړی یم».
له ام المومنین عائشې صدیقې رضی‌الله‌عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه. ام المومنین وفرمایل: «كان خلقه القرآن»[3] ژباړه: «د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم اخلاق سراسر قرآن و».
هغه صلی الله علیه وسلم په تېرېدنه، زغم، د سینې په پراخوالي او صبر کې هغه حد ته رسېدلی و چې د هوښیارانو هوښیارتیا او د شاعرانو تخیل ورته نه شي رسېدلی.
موږ لاندې یو څه د بېلګې په توګه خپلو درنو لوستونکو ته وړاندې کوو:
د محمد صلی الله علیه وسلم د زغم او بښنې یو مهم مورد د هغه د سخت دښمن عبدالله بن ابي بښل او له هغه سره نېکي ده. کله چې یې عبدالله بن ابي، چې د منافقانو رییس و، په قبر کې کېښود، محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه راوباسئ. دا وخت یې په خپل زنګون کېښود، د خپلې خولې لاړې یې ورباندې وموښلې او خپل کمیس یې له هغه تاو کړ.[4]
زيد بن سعنه مخکې تر دې چې په اسلام مشرف شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او خپل پور یې له محمد صلی الله علیه وسلم څخه وغوښت. د محمد صلی الله علیه وسلم جامې یې د هغه له اوږو راکش کړې، د هغه جامې یې کلکې ونیولې او په غوسه یې ورته وویل: «ای د عبدالمطلب زویه، تاسو د پور په ورکولو کې ډېر ځنډ کوئ». عمر رضي الله عنه هغه ووېراوه او په ترخه لهجه یې ورسره خبرې وکړې؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم تبسم کاوه. دا وخت یې مخ عمر ته کړ او ویې فرمایل: «ای عمره! زه او دی ستا له دې چلند پرته بل څه ته اړتیا لرو، تا ته په کار و چې ما ته دې په سمه طریقه د پور د ورکولو او هغه ته دې په سمه طریقه د پور د غوښتلو په اړه ټینګار کړی وای».  بیا یې وفرمایل چې د دې کس د پور د ورکولو د پوره کېدو وخت ته یوازې درې ورځې پاتې دي، عمر رضي الله عنه ته یې امر وکړ چې د هغه پور ورکړي او له دې امله شل صاع اضافي ورکړي چې عمر رضي الله عنه وېرولی و. همدا پېښه د دې لامل شوه چې زید بن سعنه اسلام راوړي.[5]
حضرت انس رضی‌الله‌عنه وايي: د مکې ۸۰ کسه اوسېدونکي له وسلو سره د التنعیم له غره څخه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم راښکته شول، چې هغه په ناخبرۍ او په ناوړه نیت ونیسي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ونیول؛ خو ژوندي یې پرېښودل.[6]
حضرت جابر رضی‌الله‌عنه وايي: موږ د  نجد په غزا کې له رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم سره وو. یوې له ونو ډکې درې ته ورننوتو. محمد صلی الله علیه وسلم د دمې په نیت د کیکر تر ونې لاندې ورغی، توره یې په ونه کې راځوړنده کړه او پخپله دمه شو. خلک د ونو د سیورو لپاره سره وپاشل شول. په همدې موده کې ناڅاپه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته غږ راوکړ؛ موږ حاضر شوو، ومو لیدل چې یو صحرا مېشتی کس د محمد صلی الله علیه وسلم مخې ته ناست دی.
محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «زه ویده وم، دا کس راغی او زما توره یې له تېکي راویېسه او پورته یې کړه، زه راویښ شوم، ومې لیدل چې هغه زما سر ته توره رااېستې او وايي: «من یمنعك مني؟» یعنې: «څوک به دې له ما څخه خلاص کړي؟» ومې ویل: «الله!» دا وخت یې توره په تېکي کې کېښوده او کېناست، لکه دا چې ناست دی». جابر وايي: رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم دې کس ته جزا ورنه کړه.[7]
 هغه په ټولو حالاتو کې مهربان معلم او غمخور مصلح و.
حضرت ابوهریره رضی‌الله‌عنه روایت کوي چې یو ځل یوه اعرابي په جومات کې میتیازې وکړې. خلک راپورته شول چې هغه ووهي؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه پرېږدئ او د ادرار په ځای یې یوه بوکه اوبه واچوئ. بیا یې وفرمایل: «فإنما بعثتم میسرین، و لم تبعثوا معسرين»[8] ژباړه: «تاسو د اسانۍ لپاره مبعوث شوي یاست، نه د سختۍ لپاره».
حضرت انس رضی‌الله‌عنه فرمايي: یو ځل د لمانځه تکبیر ویل شوی و، چې یو اعرابي کس محمد صلی الله علیه وسلم ته راغی، هغه صلی الله علیه وسلم یې له جامو ونیو او ورته ویې ویل: «یو کوچنی حاجت لرم، وېرېږم چې له یاده مې ونه وځي». محمد صلی الله علیه وسلم له هغه سره پورته شو، تر دې چې د هغه کس له حاجت څخه فارغ شو او بیا په لمانځه بوخت شو.
د هغه زغم، د سینې پراختیا او صبر دومره و چې د هغه خادم انس بن مالک وايي: «خَدَمْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى‌الله‌عليه‌وسلم عَشْرَ سِنِينَ وَاللَّهِ مَا قَالَ لِى أُفًّا قَطُّ وَلاَ قَالَ لِى لِشَىْءٍ لِمَ فَعَلْتَ كَذَا وَهَلاَّ فَعَلْتَ كَذَا»[9] ما لس کاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ؛ خو په دې ټوله موده کې راته رسول الله صلی الله علیه وسلم اوف هم ونه ویل او هیڅکله یې داسې راته ونه ویل: ولې دې داسې کړي یا دې ولې داسې نه دي کړي؟
سعاد بن عمر رضی‌الله‌عنه وايي: د محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم په خدمت کې  حاضر شوم، په داسې حال کې چې پر جامو مې د ورس[10] اغېز ښکاره و. څنګه چې محمد صلی الله علیه وسلم ولیدم، ویې فرمایل: ورس، ورس، لرې کړه، لرې کړه. دا وخت یې زه پر خېټه په لرګي ووهلم چې زه یې ناراحته کړم. عرض مې وکړ یا رسول الله: زه خپل غچ اخلم، محمد صلی الله علیه وسلم سمدستي له خپلې مبارکې خېټې څخه جامې پورته کړې او ویې فرمایل: «راشه بدل واخله».
دوام لري…
مخکینې برخه | وروستۍ برخه

[1]. سورة القلم: 4.

[2]. مشکاة المصابیح: 514.

[3]. رواه الطبرانی: 3/1.

[4]. صحيح البخاری، کتاب الجنائز، ملخصاً: 433/1.

[5]. رواه البيهقي مفصلاً وابن حبان والطبراني: 222/5.

[6]. رواه مسلم في كتاب الجهاد والسير، باب قول الله: (و هو الذي كف أيديهم عنكم): 1356/3.

[7]. صحيح البخاری، کتاب المغازی، باب «غزوة بني المصطلق»: 1515/4.

[8]. متفق علیه.

[9]. رواه مسلم في كتاب الفضائل، باب «حسن خلقه»: 73/7.

[10]. یو ډول عطر چې له زعفرانو سره ګډېږي.

Leave A Reply

Exit mobile version