لیکوال: شکران احمدي

د «خُلق عظیم» مظهر

درېیمه برخه

په کور کې او له کورنۍ سره
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په خپل کور کې د نورو انسانانو په څېر یو عادي انسان و. اُم المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی‌الله‌عنها فرمایي: «پخپله به یې خپل کالي پاکول، مېږې به یې لوشلې، خپل کارونه به یې کول.» هغه زیاتوي: «خپلې جامې به یې پینه کولې او بوټان به یې ګنډل.»
حضرت انس رضی‌الله‌عنه وایي: «پخپلې کورنۍ مې تر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زیات مهربانه کس نه دی لیدلی».[۱]
اُم المؤمنین حضرت عائشه رضی‌الله‌عنها وایي: رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «تر ټولو غوره کس هغه څوک دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه وي او زه له خپلې کورنۍ سره تر ټولو ښه یم.»[۲]
ابوهریره رضی‌الله‌عنه وایي: «رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هېڅکله په خوراک نیوکه نه کوله؛ که به یې خوښ و، خوړل به یې او که به یې نه خوښیده، نو پرېښودل به یې.»[۳]
دخطرونو او زیانونو په مهال د خپلوانو وړاندې کول او د ګټې او هوساینې پر وخت یې شاته کول
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د خپلو اهل بیتو او نېږدې خپلوانو په حق کې تل دا طریقه درلوده چې د خطرونو او تاوانونو پر مهال به یې وړاندې کول، خو په ګټه او هوساینه کې به یې شاته ساتل.
کله چې د بدر په جګړه کې «عتبه بن ربیعه»، «شیبه بن ربیعه» او «ولید بن عتبه» ـ چې د عربو له نوموتو اتلانو څخه وو ـ له قریشو او مسلمانانو مهاجرو څخه د مقابلې غوښتنه وکړه، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم پوهېده چې هغوی د جګړې په کوم مقام کې دي. د جګړې دې طرف کې د صحابه‌وو په منځ کې داسې اتلان هم موجود وو چې د جګړې لپاره یې بشپړ چمتووالی درلود، خو سره له دې، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم یوازې خپلو  نېږدې کسانو ته د مقابلې امر وکړ او ویې فرمایل: «پاڅه اې حمزه!» «پاڅه اې علي!» «پاڅه اې عبیده!» دا ټول کسان د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له نېږدې خپلوانو او ډېرو محبوبو کسانو څخه وو، خو رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د هغوی د ژوند ژغورلو لپاره نور کسان پر هغوی مقدم ونه ګڼل.
کله چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د ربا حرمت او د جاهليت د زمانې قتلونه بې‌ارزښته او باطل اعلان کړل، نو دا کار یې د عباس له سود او د «ربیعه بن الحارث بن عبدالمطلب» له وینې څخه پیل کړ.
د حجة الوداع په خطبه کې یې داسې وفرمایل: «د جاهلیت سودونه اعتبار نه لري او لومړنی سود چې زه یې لغوه کوم، زموږ خپل سود دی؛ یعنې د عباس بن عبدالمطلب سود. د جاهليت وینې باطلې دي او لومړنۍ وینه چې زه یې بې‌ارزښته اعلانوم، د ربیعه بن الحارث وینه ده.»[۴]
خو د پاچاهانو او سیاسي رهبرانو برعکس، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به د هوساینې او مادي ګټو کې د خپلې کورنۍ غړي تل وروسته کول.
حضرت علي بن ابي‌طالب رضی‌الله‌عنه وايي: فاطمه رضی‌الله‌عنها د وړو لپاره د میچنې د ګرځولو له امله په تکلیف وه؛ هغه یې خبره کړه، چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته یې غلامان راوستي دي، نو رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ته ورغله چې (د مېچنې او داسې نورو) د کور د کارونو لپاره د یوه خادم غوښتنه ترې وکړي، خو پښیمانه شوه او څه یې ونه­شول ویلای. وروسته یې موضوع له اُم المؤمنین عایشې صدیقې رضی‌الله‌عنها سره شریکه کړه.
کله چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم راغی، عائشې رضی‌الله‌عنها د فاطمې رضی‌الله‌عنها ستونزه ورته بیان کړه. حضرت علي رضی‌الله‌عنه وایي: «کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پوه شو، نو زموږ خواته راغی. موږ خوب ته چمتو شوي وو او خپلې بسترې مو هوارې کړې وې. کله چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم راغی، موږ غوښتل پاڅو، خو ویې فرمایل: «له خپلو ځایونو مو مه خوځېږئ.» حضرت علي وایي: «ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو پښو یخوالی پر خپلې سینې احساس کړ». رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «آیا تاسو غواړئ چې د داسې شي لارښوونه درته وکړم، چې ستاسو تر غوښتلي شي غوره دی؟ او هغه دا دی چې هر کله بسترې لاړ شئ، نو ۳۴ ځله «الله اکبر»، ۳۳ ځله «الحمد لله» او ۳۳ ځله «سبحان الله» ووايئ. دا عمل له هغه څه نه ډېر غوره دی چې تاسو یې غوښتنه کوله، یعنې له خادم او نورو.»[۵]
د همدې پېښې په اړه په یوه بله روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «قسم پر الله، چې زه به څنګه تاسې ته (خادم) درکووم، خو هغه اهل صفه پرېږدم،  چې د لوږې له امله یې خیټې سره ورټولې شوي دي او زه داسې څه نه لرم، چې پرې ویې لګوم. البته دا غلامان ورته خرڅوم او پیسې یې په اهل صفه باندې لګوم».[۶]
ښکلي عواطف او نازک انساني احساسات
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سره له دې چې د نبوت، دعوت او د انسانیت د ژغورلو مسؤلیت په څېر داسې دروند بار چې دنګ غرونه یې د زغملو وس نه درلود پر اوږو پروت و، بیا یې هم په خپل سپېڅلي سیرت کې لوړ عواطف او نازک انساني احساسات په ډېره ښکلي بڼه څرګند کړي وو.
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د قاطعیت او ارادې پر ځواک سربېره، چې د انبیاوو له ممتازو ځانګړنو څخه ده، د دعوت او د کلمة الله د لوړولو په لار کې هېڅ خنډ ته ارزښت نه ورکاوه، خو بیا یې هم هیڅکله خپل وفادار اصحاب او یاران له یاده نه ایستل. په تېره بیا هغه کسان چې د ده دعوت ته یې لبیک ویلی و، د الله تعالی په لار کې یې خپل ژوند قربان کړی و او له احد جګړې نیولې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د ژوند تر وروستیو ورځو پورې د شهادت مقام ته رسیدلي وو.
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به تل هغوی یادول، دعاوې به یې ورته کولې او د هغوی زیارت به یې کاوه. دا محبت دومره ژور و، چې حتی د اُحد تر غره، د جګړې تر میدانه او مدینې تر ښاره رسېدلی و.
ابوحمید روایت کوي چې: موږ له تبوک څخه له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سره یو ځای بېرته راستنېدو، کله چې مدینې ته نېږدې شو،  نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا طابه ده (طابه د مدینې له نومونو څخه یو نوم دی) او دا هماغه غر دی چې موږ سره مینه لري او موږ هم مینه ورسره لرو».[۷]
عُقبه روایت کوي چې یوه ورځ رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له مدینې ووت او د احد پر اصحابو یې د جنازې د لمانځه په څېرلمونځ وکړ.[۸]
دوام لري…
مخکینې برخه | وروستۍ برخه

[1]. رواه احمد في مسنده عن انس: ۴۵۲/۲.

[2]. رواه ابن ماجه في باب حسن معاشرة النساء: ۲۴۳/۲.

[3]. متفق عليه، رواه البخاري في كتاب الاطعمة، باب ما عاب النبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم طعاماً: ۲۰۶۵/۵.

[4]. رواه مسلم في كتاب الحج، باب حجة النبي، وأبوداود عن جابر ابن عبدالله: ۳۵/۴.

[5]. رواه البخاري في كتاب الجهاد، باب الدليل على أن الخمس لنوائب رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: ۱۱۳۳/۳.

[6]. اخرجه أحمد، فتح الباري ج ۷، ص ۲۳-۲۴. [7]. صحيح بخاری، کتاب المغازی، قصة تبوک: ۵۹۳/۲. [8]. هماغه.

Leave A Reply

Exit mobile version