لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)
د «یحرم من الرضاعة ما یحرم من النسب» قاعدې علمي او فقهي تحلیل
د «یحرم من الرضاعة ما یحرم من النسب» قاعده د اسلامي فقه له مهمو اصولو څخه ده، چې د رضاعت له لارې د محرومیت اړیکه رامنځته کوي، چې له امله یې د اړوندو افرادو تر منځ د نکاح د نه کېدلو لامل کېږي. دا قاعده د قران کریم له ایتونو او نبوي سنتونو څخه اخېستل شوې او د اسلامي فقهې د تاریخ په اوږدو کې منل شوې ده. نن ورځ د بیولوژيکي او جنيټيکي علومو په پرمختګ سره کولای شو د دې قاعدې علمي اساس په سمه توګه و څېړو، چې له شرعي اصولو سره سمون لري او د بیولوژیکي او قانوني اړیکو د پوهېدو لپاره نوي افقونه چمتو کوي.
د رضاعت له لارې د حرمت قاعدې شرعي سند
په نساء سورت کې الله جل جلاله په روښانه توګه د حرمتونو د محرومیت حدود بیان کړي دي او د نسبي محرمانو تر څنګ یې د رضاعي محرمانو یادونه هم کړې ده: «وَأُمَّهَٰتُكُمُ ٱلَّٰتِیٓ أَرضَعنَكُم وَأَخَوَٰتُكُم مِّنَ ٱلرَّضَٰعَةِ» [1] ژباړه: « او هغو میندو چې تاسو ته شیدې درکړې او ستاسو رضاعي خویندې.» دا ایت ښیي هغه ښځې چې ماشوم ته خپلې شیدې ورکوي، لکه د خپلې اصلي مور او رضاعي خویندې، د خپلو نسبي خویندو په څېر له شرعي اړخه محرمې ګڼل کېږي. دا قاعده د رضاعي اړیکو د رامنځته کولو او له هغې څخه د راپورته کېدونکو حقونو لپاره لومړی فقهي بنسټ دی.
د رضاعي حرمت په اړه له حضرت عایشه رضي الله عنها مشهوره روایت دی، چې د رسول الله صلیعلیه وسلم په ټینګار ولاړ دی؛ د همدې قاعدې پر بنسټ یې حضرت عایشه رضي الله عنها ته وویل: «إنه عمك. فلیلج علیك» [2] ؛ ژباړه: « هغه ستا تره دی، نو کولای شي ستا خوا ته راشي.» له دې حدیث شريف څخه څرګندېږي چې رضاعي اړيکه، د نسبي اړیکو په څېر د شرعي حرمت له پلوه يو شان ګڼل کېږي.
د رضاعي حرمت بیولوژیکي او علمي تفسیر
(۱) د مور د شیدو بیولوژیکي ماهیت
د مور شیدې د مغذي موادو ترڅنګ ژوندۍ حجرۍ هم لري، چې لتفوسیټونه، کاکروفاژونه او اپیټيلیالي حجرې پکې شاملې دي. دا حجرې (DNA) او (RNA) دي، چې د ماشوم په دفاعي او جينيټيکي سیستم باندې د اغېزو وړتیا لري.
(۲) د حجرو نفوذ او د جينيټيک لېږد
نویو جينيټيکي او بیولوژیکي څېړنو ښودلې، چې د مور په شیدو کې شته حجرې کولای شي د ماشوم د کولمو له دیوالونو تېرې شي، د وینې جریان ته ننوځي او د هغه په بېلابېلو نسجونو کې نفود وکړي. د دې امکان هم شته چې دا حجرې د ماشوم د بدن له حجرو سره یوځای شي او د جينيټيکي موادو یوه برخه جوړه کړي. دا پېښه د میکروکایمریسم حجرو لېږد په نوم یادېږي او د ماشوم په جينيټيکي جورښت باندې يې اغېزه تايید شوې ده.
(۳) د ماشوم جينيټيکي سمون
د ماشوم د معافیت کمزوری سيستم او د پوره پوخوالي نشتون د دې لامل کېږي چې د مور حجرې د ماشوم له حجرو سره يوځای شي او په دې مرحله کې د ماشوم بدن دا حجرې د بهرنيو (پرديو) موادو په توګه نه پېژني او له منځه يې نه وړي. دا د رضاعي مور او ماشوم ترمنځ د غېرې زېږون جينيټيکي خپلوۍ د رامځته کولو لپاره بیولوژيکي اړیکه ده.
په اسلامي شرعیت کې د رضاعي حرمت د قاعدې ارزښت
(۱) د علمي موندنو په رڼا کې فقهي منطق
پیغمبر صلی الله علیه وسلم د «یحرم من الرضاعة ما یحرم من الولادة.»[3] قاعدې په بیان کې وايي: « هر هغه څه چې پر نسب حرام دي، پر رضاعت هم حرام دي.»
د شرعي حکم سربېره، بیولوژیکي او جينيټيکی واقعیت هم روښانه کړې، چې پېړۍ وروسته په علمي ډول هم ثابت شوي دي. له همدې امله ویلی شو چې شرعي حکم د عیني او علمي واقعیت پر بنسټ ولاړ دی. رضاعي حرمت د جينيټيکي او حجروي لېږد له امله رامنځته کېږي او یوه داسې اړیکه جوړوي چې له عادي فیزیولوژیکي اړیکې څخه ډېره ژوره او پراخه وي.
(۲) حقوقي او ټولنیزې پایلې
رضاعي حرمت د ټولنیز نظم ساتنه کوي او د نسلونو د ګډوډېدو او نامناسبو ودونو له امله د رامنځته کېدونکو کورنيو ستونزو مخنیوی کوي. دا امر په اسلامي ټولنه کې اخلاقي او ټولنیزه اړیتا ده، چې پر بیولوژیکي واقعیتونو ولاړه ده.
په لنډه توګه باید ووایو چې د «یحرم من الرضاعة ما یحرم من النسب» قاعده نه یوازې له شرعي او فقهي اړخه ارزښت لري، بلکې له علمي پلوه هم د ستاینې وړ ده. نویو علمي موندنو ښودلې چې د مور شیدې یو لړ حجرې او جینونه ( ژن) لري، چې کولای شي د ماشوم جينيټيکي جوړښت ته ور ننوځي او د رضاعي مور او ماشوم ترمنځ بیولوژيکي او جينيټيکي اړیکه رامنځته کړي. دا بیولوژيکي حقیقت د شرعي حکم لپاره قوي علمي ملاتړ دی، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وحې له لارې بیان کړی دی.
له همدې امله دا قاعده د دیني او علمي مطابقت، د انساني اړیکو د تنظیم او ټولنیزو ګټو د ساتنې په برخه کې د همغږۍ یوه روښانه بېلګه ده.[4]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[1]. النساء: 23.
[2]. صحيح مسلم، كتاب الرضاع، باب تحريم الرضاعة من ماء الفحل، رقم الحدیث: 1445، ج 2، ص 1070 ت عبدالباقي.
[3]. صحيح مسلم، كتاب الرضاع، باب يحرم من الرضاعة ما يحرم من الولادة، رقم الحدیث: 1444، ج 2، ص 1068 ت عبدالباقي.
[4]. فشرده از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 106-107.
