لیکوال: خالد یاغي زهي
د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۵)
یلدا د شریعت په تله کې
د يلدا شپې نمانځل، مراسم نيول او په دغه شپه جشنونه جوړول حرام دي؛ ځکه چې:
(الف) یلدا شپه د نورو دینونو، لکه: زردشتیانو، هندوانو او مسیحیانو ځانګړی اختر دی او له اسلامي اخترونو څخه نه دی؛ نمانځل يې له کفارو سره مشابهت ګڼل کېږي.
(ب) د هغو ناسمو او ناوړو باورونو له امله چې د دې شپې په اړه موجود دي، لکه: د شپې ناپاکه ګڼل، د جدي/دي میاشتې د لومړۍ ورځې په سهار له ناپاکیو څخه د انسان پاکېدل، د ناپاکیو او زیانونو د له منځه وړلو په موخه اور بلول، د زیانونو او ناپاکیو د له منځه وړلو په موخه سره راټولېدل، د لمر راختلو د نندارې لپاره ټوله شپه ويښ پاتې کېدل او نور دې ته ورته باورونه.
(ج) هغه ګناهونه او محرمات چې په دې شپه ترسره کېږي، لکه: د خپلوانو د نامحرمو ښځو او سړیو ترمنځ اختلاط. په مال، خوړو، مېوو او خوراکونو کې اسراف، په داسې حال کې چې د کال په تر ټولو سړه شپه کې بېوزله او اړ خلک له خوړو او جامو پرته شپه سبا کوي! د وخت ضایع کول او له الله تعالی پرته شپه پر عبادت تېرول. زړې، منسوخې او باطلې طریقې را ژوندۍ کول. غیبت او بېځایه خبرې، موسیقي او نور ورته محرمات.
لومړی: د هغو ټولو معلوماتو له مخې چې په تېرو برخو کې یاد شول، تاسو ته روښانه شوه چې د یلدا شپه د غیر اسلامي دینونو له دودونو څخه ده او د هغوی له ځانګړو مراسمو څخه شمېرل کېږي.
دويم: د اسلام مبارک دین مسلمانانو ته ښوونه کړې ده چې د هغوی دین (اسلام) بشپړ دی او هغو مراسمو ته اړتیا نه لري چې په نورو دینونو کې راغلي دي.
دريم: اسلام په خپلو مصادرو او سرچینو کې څرګنده کړې چې هېڅ مسلمان ته روا نه ده چې ځان په هغو چارو کې چې د کفارو له ادابو، دودونو او دیني طریقو څخه دي، ورته کړي او یا مشابهت ورسره اختیار کړي.
الله تعالی فرمایلي دي: ﴿حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَنْ تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ ۗ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ ۚ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِإِثْمٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ﴾ ژباړه: «پر تاسي حرامه شوه مرداره، وينه، د خنزير غوښه، هغه چې له الله پرته د بل چا په نامه حلال شوى وي، په ستوني خپه شوې، ويشتلې، غورځېدلې، په ښكر څېرې شوې، هغه چې ځناورو خوړلې وي، خو پرته له هغه چې تاسو يې حلال كړئ. هغه چې د كوم ناروا ځاى يا بل څه شي په نامه حلال شوى وي او دا چې د فال په غشو خپلې تالې وګورئ؛ دا ټول فسق دى. نن كافران ستاسي له دين څخه ناهيلي شوي، نو له هغوى مه وېريږئ، بلكى له ما څخه ووېرېږئ. نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى؛ نو كه څوک په سخته لوږه كې (حرام خوراك ته) اړ شو خو چې د ګناه تكل يې نه وي، نو بېشكه بيا الله مهربان او بخښونكى دى.»[۱]
کله چې الله تعالی په خپل دین کې ټول حلال او حرام بیان کړي، د مسلمانانو دين او مراسم یې روښانه کړي او د اسلام دین یې بشپړ کړی وي، بیا نو د نورو دینونو مراسمو او جشنونو ته څه اړتیا پاتې کېږي؟ که څوک ووایي چې اړتیا شته، نو داسې به یې ګڼلې وي چې دین بشپړ نه دی؛ دا د ایت خلاف او د قران کریم او حدیث تکذیب دی او که ووایي چې اړتیا نشته، خو بیا هم دغو جشنونو پسې ولاړ شي، نو په دې صورت کې یې خبره او عمل یو له بل سره په ټکر کې دي، یو تش او بې ګټې کار یې کړی دی او په خپل عمل سره یې خپله خبره رد کړې ده چې هېڅ عاقل داسې نه کوي.
الله تعالی د هر دین لپاره ځانګړي مراسم، مناسک، ایین او رواجونه ټاکلي دي. هېڅوک حق نه لري چې د بل دین له چارو پیروي وکړي، د بېلګې په توګه د یلدا جشن چې زردشتي دین پورې تړاو لري، نمانځل یې نا روا دي؛ ځکه دا جشن د زردشتي دین له ادابو څخه دی او هېڅ مسلمان ته جایز نه ده چې ويې نمانځي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ﴾
ژباړه: «او پر تا مو دا كتاب په حقه نازل كړى چې دا كتاب د هغه څه تصديقوونكى دى كوم چې ترې وړاندې و او پر هغو څارونكى (يا شاهد) دى، نو د هغوى ترمنځ په هغه څه فيصله كوه چې الله را نازل كړي او كوم حق چې درته راغلى له هغه نه په مخ اړولو سره د دوى په هوسونو پسې مه ځه، له تاسي څخه هر يوه ته مو يو شريعت او تګلاره ټاكلې ده او كه الله غوښتي واى نو تاسو ټول به يې يو امت ګرځولي واى، خو د دې لپاره (يې داسې وكړل) چې په هغه څه كې مو وازمايي چې دركړى يې دي، نو په ښېګڼو كې يو له بل وړاندې شئ، د الله لور ته ستاسو ټولو ستنېدل دي بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې پكې مو شخړه كوله.»[۲]
اې مسلمانه!
کله چې پوهېږې چې الله تعالی خپل کتاب او خپل دین په حقه نازل کړی دی. د شخړو د حل لپاره یې میزان او معیار ګرځولی دی، چې خلک خپلې لانجې هغه ته ور وګرځوي، خپلې ستونزې یې پر بنسټ حل کړي او د خپلو پوښتنو ځوابونه پکې ومومي. بیا نو پر تا څه شوي دي چې د مراسمو او اخترونو په موضوع کې همدې کتاب ته مراجعه نه کوې، چې ووینې ستا رب په دې اړه څه فرمایلي دي؟
په داسې حال کې چې الله تعالی په دې ایت کې په څرګنده توګه د شخصي خوښیو، نفساني غوښتنو او له حقه څخه له مخ اړولو منع کړې ده. الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ﴾
ژباړه: «او د هغوی له هوسونو پیروي مه کوه، د هغه حق پر ځای چې تا ته راغلی دی (او له الهي احکامو مه اوړه).» [۳]
یعنې هسې نه چې د خلکو د دودونو او رواجونو پیروي او د هغوی د ایینونو او شخصي سلیقو تعقیب او د هغوی په فرهنګ او جشنونو پسې تلل، تا د حق له منلو او پیروۍ څخه را وګرځوي. پام کوه! هېڅکله باید د هغوی فاسدې نفساني غوښتنې، چې له حق سره په ټکر کې دي، د حق بدیل ونه ګرځوې او په دې توګه یو ښه شی له یو بد شي سره بدل کړې. باید د نفساني غوښتنو له امله له حق څخه لرې نه شې او د نورو د رايې او نظریاتو پیروي ونه کړې؛ ځکه الله تعالی فرمایلي دي: ﴿لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا﴾ ژباړه: «هر يوه ته مو يو شريعت او تګلاره ټاكلې ده.»[۴]
همدا چې الله تعالی د دغو پروګرامونو او نظامونو ځانګړتیاوې بیانوي، نو مخاطب باید پوه شي چې حق نه لري د خپل دین ځانګړنې پرېږدي او د نورو دینونو ځانګړنو ته مخه کړي. هغه (شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا) چې الله تعالی په دې ایت کې یاد کړي دي، هماغه لاره، روش او ایین دی.
ځینې علماء فرمایي: «شِرْعَةً» قانوني اړخ لري او «وَمِنْهَاجًا» د روښانتیا او څرګندتیا په مانا ده؛ یعنې موږ ستاسې د هر امت لپاره یو ښکاره او واضح قانون ټاکلی دی.
ځینې نور علماء فرمایي: «شِرْعَةً» د عقایدو لوري ته اشاره ده او «وَمِنْهَاجًا» د احکامو لوري ته اشاره کوي؛ یعنې موږ ستاسې د هر امت لپاره ځانګړي عقاید او احکام ټاکلي دي.[۵]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1] سورۀ مائده، آیت: ۳.
[2] سورۀ مائده، آیت: ۴۸.
[۳] سورۀ مائده، آیت: ۴۸.
[۴] سورۀ مائده، آیت: ۴۸.
[۵] تفسیر ابن کثیر، ج۳، ص ۷۹، سورۀ مائده، تر آیت ۴۸ لاندې، مجلد ۸، تخریج احادیث: هاني الحاج، المکتبة التوفیقیة، مصر، ۲۰۱۳م؛ او مدارک التنزیل وحقائق التأویل (تفسیر النسفي)، ج۱، ص ۳۲۵، سورۀ مائده، تر آیت ۴۸ لاندې، تحقیق: شیخ زکریا عمیرات، مجلد ۲، وحیدي کتبخانه، پېښور.
