امر او نهی له هغو پخوانیو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي، چې د فقهې د اصولو په علم کې پرې بحث شوی او دا له هماغو لومړیو پړاوونو راهیسې د پام وړ پاتې شوي دي. د شریعت ډېری تشریعات، که هغه د الله تعالی په کتاب کې وي او که د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په سنتو کې، د امر او نهی په چوکاټ کې بیان شوي دي. له همدې امله، د امر او نهی د صحیح درک ترلاسه کول، د احکامو د استنباط او د شریعت د تفسیر لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.
خو کله چې د سنتو په اړه بحث کېږي، باید په یاد ولرو، چې د امر او نهی مصداق یوازې هلته مطرح کیږي، چې سنت قولي بڼه ولري؛ یعنې وینا وي. خو په فعلي او تقریري سنتو که څه اتباع اړینه ده، خو بیا هم د امر او نهي مصداق نشي جوړېدای.
له تاریخي نظره د امر او نهيې بحث هم د نورو بحثونو په شان له کتاب سره د مستقیمې اړیکې او کارونې پر اساس پراخه شوی دی. دا بحث د اصولو په علم کې د الفاظو د بحث له جملې شمېرل کیږي، چې د لفظي بڼو تفسیر کوي، خو دلته یوازې زموږ موخه اصولي مبحث نه دی، بلکه د شریعت د مقاصدو د اثبات په برخه کې د څرګند امر او نهيې د مقام بررسي ده.
دا څرګنده ده، چې امر د یوه کار د ترسره کولو او نهيې بیا د پرېښودلو لپاره وضعه شوې، نو د امر پر مهال د فعل ترسره کېدل او د نهيې پر مهال یې ترک د شارع مقصود دی. البته شاطبي د مقاصدو د کشف دې بڼې ته دوه قیدونه ذکر کړې دي.
نو منعه له بیعې سره تړاو پیدا کوي او ابتدايي نه ده، بلکه لومړی په سعیې (تګ) باندې امر شوی، ځکه سعیه د بیعې له پرېښودلو پرته نشي کېدای.
دوهم قید: دا چې د امر او نهیې غوښتنه څرګنده وي او په مقابل کې یې ضمني امر او نهيي راځي، چې غوښتنه یې صریحه نه وي.
په دې څېړنه کې به په کتاب او سنتو کې د امر بحث وکړو، چې ایا امر او نهیې؛ یعنې په دې دوو مهمو اسلامي سرچینو کې مقاصدو ته د رسېدو لار او د شریعت د مقاصدو پېژندنه شته او که نه ؟ او څه ډول امر او نهیې د مقاصدو لارښود دي؟
الف: په کتاب او سنتو کې امر او تشریع ( داحکامو ټاکل)