لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

(یوویشتمه برخه)

 

په فلسفه کې د مسلمانانو ونډه
یو له هغو مهمو او ګټورو علومو څخه چې مسلمانانو پکې لوړ مقام او ونډه لرله، د فلسفې علم و. د اسلام تر ظهور د مخه، د جاهيلت په دوره کې عربانو په فلسفه او نورو علومو کې فعاله ونډه نه درلوده، خو د اسلام له راتګ او د اسلام پر مبین دین د عربانو له مشرف کیدو وروسته هغوی هم فلسفي علومو ته مخه کړه. د دې علومو لومړۍ پړاو له بېلابېلو ژبو، په ځانګړې توګه له یوناني ژبې څخه د متونو ژباړه وه.
د مسلمانانو له منځته عباسي خلیفه مأمون د فلسفې راټولولو او ودې ورکولو ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د سقراط، افلاطون، ارسطاطالیس او افلاطین د آثارو او لیکنو په برخه کې یې په ژباړونکو او څېړونکو لویه بودیجه ولږوله ځکه د دغو عالمانو فلسفه د مأمون لپاره ډېره ارزښتناکه او مهمه وه.
مختلفو عوامل د دې لامل شوی و، چې مأمون فلسفې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ددې مهمو عواملو له جملې یو یې د مأمون دا باور ؤ چې الله تعالی انسان ته ځانګړی هوش، درک او د تفکر ځواک ورکړی دی، ځکه چې نطق د انسان ځانګړنه ده او کولای شي خپل افکار تر نورو ورسوي، خپل هم‌نوعان مخاطب کړي، هک دوی ته قناعت ورکړي او هم خپله قناعت ترلاسه کړي. د هغه په باور، د انسان فکر د دوامداره تجدد وړتیا لري په نامحدود ډول وده او پراختیا مومي، او د تجربو وده به یې د منطق په مرسته دوامداره وي.
د مأمون دغه ځانګړې پاملرنه د دې لامل شوه، چې د مسلمانانو په منځ کې ګڼ شمېر اسلامي فلاسفه را څرګند شي او د فلسفې علم ته نظم وروبښي او پرمختګ ورکړي. فارابي، کندي، ابن طفیل، ابن رشد، او نورو، یوازې د پخوانیو فلسفي آثارو په نقل بسنه ونه کړه، بلکې د هغوی تفسیر او تدریس وکړل، پیچلي مسائل یې حل کړل، او ګڼ نوي نظریات یې ایجاد او کشف کړل.
د فلسفې علم هغه وخت د اسلامي نړۍ برخه وګرځېد کله چې د یوناني فلسفې کتابونو وژباړل شول. کله چې یاد علم د اسلامي نړۍ برخه وګرځېد نو د علماوو ترمنځ یې اختلافات هم رامنځته کړل؛ ځینو علماوو د فلسفې علم په بشپړ ډول مردود، ناجایز، او د ګمراهۍ او فساد دروازه وبلله. ځینو نورو بیا منځلاری دریځ غوره کړ، د دوی نظر دا و چې د فلسفې له علم څخه دې هغه څه راواخیستل شي کوم چې حق او واقعیت دي، او باطل اړخونه دې یې رد شي. یوه بله ډله بیا په بشپړ ډول د فلسفې علم تر اغېز لاندې راغله، خپل ژوند یې د یاد علم مطالعې او څېړنې ته ځانګړی کړ، او نور علوم یې هم د همدې فلسفي سبک پر اساس راټول او وڅېړل.

 

د فلسفې علم بېلابېل ډولونه
د فلسفې علم بېلابېل علمي اړخونه لري، او نور علوم هم د دې علم تر سیوري لاندې راغلې دي. د یاد علم ډولونه په لاندې ډول دي:
۱- د کلام علم
د کلام علم د ثابتو او نه‌ردېدونکو ایماني عقایدو په اړه بحث کوي، او د منحرفینو او مبتدعینو نظریات ردوي. د کلام علم د مسلمانانو له لوري رامنځته شوی او وده ورکړل شوې ده. ځکه چې یاد علم د اسلامي او دیني عقایدو د دفاع، او له ملحدینو، منحرفینو او زندیقانو سره د مبارزې لپاره رامنځته شوی دی.
همدا علم لوی فلسفي مذاهب منځته راوړل، او له امله یې مسلمانانو د کایناتو او طبعیتي قوانینو د کشف په اړه ژورې څېړنې وکړې. همدارنګه دوی د “وجود”، “حرکت” او “علت” په مفاهیمو بحث وکړ، او داسې پایلو ته ورسېدل چې له یوناني فلسفې سره یې ښکاره توپیر او ټکر درلود.
د فلسفې دې برخې ته د مسلمانانو ځانګړې پاملرنې مستشرقین دې ته اړ کړل چې علم کلام ته ځانګړې پاملرنه وکړي، او اسلامي فلسفه کې یې د مهم نوښت، اساسي معیار او مهم چوکاټ په توګه ومني.
۲- د تصوف علم
د تصوف علم هم د اسلامي فلسفې یوه مهمه برخه ده، ځکه تصوف یوازې یو نظري فلسفي بحث نه دی، چې یوازې د عقلاني او تیوریکي موضوعاتو په اړه بحث ترسره کړي او له تناقض څخه خالي متافزیکي نظریه منځته راوړي کړي، بلکې تصوف د ژوند یوه ځانګړې فلسفه ده. په تصوف کې احساسات له تفکر، او عقل له زړه سره یوځای کېږي، څو د “حق” د درک کولو ځواک ترلاسه کړي. له همدې امله، یاد علم د مختلفو نظریاتو لروونکی دی، او د تصوف علم د انساني ځواک د دریو برخو (عقل، احساس او سلوک) د تکامل پایله ګڼي.
۳- ځانګړې فلسفه
دا فلسفه هماغه مشهوره یوناني فلسفه وه، چې اسلامي نړۍ ته یې لار پیدا کړه، او اسلامي علماوو او مفکرینو یې شرحه او تفسیر وړاندې کړ.
نامتو اسلامي فیلسوفان
لکه څنګه چې وړاندې هم یادونه وشوه، د مسلمانانو له لوري د فلسفې علم ته توجه د دې علم د پراختیا او عامه هرکلي لامل شوه، چې له امله یې ګڼ شمېر فیلسوفان راڅرګند شول او په دې برخه کې یې وده او پرمختګ وکړ. د مهمو اسلامي فیلسوفانو له جملې کولای شو له لاندې شخصیتونو یادونه وکړه:
۱– ابو یوسف کندي
«ابو یوسف یعقوب بن اسحاق کندي» د ۱۸۵ – ۲۵۲ هـ.ق کلونو ترمنځ ژوند کاوه، هغه په کوفه کې زېږېدلی و. کندي خپلې زده‌کړې په بصره کې د وخت له مشهورو علماوو سره ترسره کړې، تر هغه چې د فلسفې په علم کې یې لوړ شهرت او مقام پیدا کړ. د همدې شهرت له امله، عباسي خلیفه مأمون ترې وغوښتل چې د ارسطو او نورو یوناني فیلسوفانو تألیفات وژباړي او نشر یې کړي. کندي د یوناني فلاسفې سربېره، هندي فلسفې ته هم پام کاوه، د هندي فلسفې نظریات یې تفسیر او تشریح کړل او په اړه یې تعلیق ولیکه. د کندي له علمي طرزد ده د وخت خلک اغېزمن شوي وو او ځانګړې توجه یې ورته کوله؛ ځکه هغه د ژباړې لپاره تل ګټور کتابونه غوره کول او د لوستونکو د ذوق مطابق یې تنظیمول.
کندي لومړی اسلامي متفکر ګڼل کېږي چې له یوناني دودیز تفکر یې پخه مخکې کېښوده او یو نوی اوعام فهمه روش یې رامنځته کړ. په دې روش کې علوم د فکري او منطقي بنسټونو پر اساس وېشل شوي وو: ددې روش له مخې لومړۍ ډله علوم فلسفي علوم وو، لکه ریاضي، منطق، طبعي علوم، فزیک، سیاست او ټولنپوهه. دویمه ډله علوم ديني وو، لکه د دین اصول، عقائد، توحید او د بدعت‌ګرو او منحرفینو رد.
د کندي فلسفې د افلاطون او ارسطو ترمنځ موقعیت درلود، او ریاضي یې د فلسفې د زده‌کړې په برخه کې یوه مهم لار بلله. د هغه فلسفه دده وخت د نوې فلسفې په نوم یادېده. همدارنګه، هغه د خپل وخت یوه برخه د هندسې علم ته ځانګړې کړې وه، د یوناني علماو لیکنې یې په دې برخه کې ژباړلې وې او باور یې درلود چې د فیلسوف کېدو لپاره د هندسې زده‌کړه اړینه ده.
نوموړي له ۲۶۵ څخه زیات تألیفات کړي، او په دغو لیکنو کې یې پر ریاضي باندې ډېر تمرکز او تکیه کړې کړې وه.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version