لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک

شپاړسمه برخه

 

د امام غزالي رحمه الله له نظره د حاکمانو او پاچایانو نقشه
کلیدي کلمې: عدالت، استبداد، اصلاحات، فساد، شریعت او حکومت.
د مطلب لنډیز
حاکمانو او واکمنانو د تاریخ په اوږدو کې د تمدنونو په رامنځته کېدو، دوام او زوال کې د پام وړ اغېزې لري. په اسلامي ټولنو کې حکومت نه یوازې یو سیاسي بنسټ، بلکې یو دیني مسؤلیت شمېرل کېږي چې موخه یې د عدالت ټینګښت، د الهي احکامو اجرا او د عمومي مصالحو ساتنه ده. حاضرې څېړنې په اسلامي سیاسي فقه او فکر کې د حکومت د نظري بنسټ په ارزونې د ټولنې په اصلاح او فساد کې د حاکمانو د رول په اړه بحث کړی دی او د معتبرو اسلامي سرچینو پر بنسټ د صالح او فاسد حکومت معیارونه تحلیلوي. د دې څېړنې پایلي ښيي چې په حاکمیت کې اصلاح یا فساد د ټولنې پر دیني، ټولنیز او اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز لري او د ملتونو په پرمختګ او زوال کې یو کلیدي عامل دی.
سریزه
حکومت او سیاست د هرې ټولنې له بنسټیزو رکنونو څخه شمېرل کېږي او د ټولنو د برخلیک په ټاکلو کې د حاکمانو له رول څخه انکار نه شي کېدای. په اسلامي تمدن کې حکومت یوازې یو اجرايي بنسټ نه دی؛ خو مسؤلیت یې له دیني ښوونو سره تړلی دی. ابن خلدون په خپله مقدمه کې تصریح کوي چې حکومتونه به په هغه صورت کې پایدار پاتې شي چې د عدالت او خلکو د حقونو د رعایتولو پر اساس اداره شي.
قرآن کریم په ګڼو آیاتونو کې په حکومت کې د عدالت په لازموالي ټینګار کړی دی، د هغو له ډلې:
: «إِنَّ اللَّهَ یَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَکَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ.»
دا آیت په ډاګه پر واکمنو لازموي چې عدالت او امانتداري رعایت کړي. همداراز نبوي احادیثو د دې موضوع پر اهمیت ټینګار کړی دی، په هغه حدیث کې چې په صحیح مسلم کې نقل شوی دی، پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خَیْرُ الْأَئِمَّةِ الَّذِینَ تُحِبُّونَهُمْ وَیُحِبُّونَکُمْ، وَتُصَلُّونَ عَلَیْهِمْ وَیُصَلُّونَ عَلَیْکُمْ.»
په مقابل کې هغه حکمتونه چې د عدالت له لارې څخه کاږه شوي دي، له زوال سره مخ شوي او خپلې ټولنې یې په فساد او تباهۍ اخته کړي دي.. ابن‌تیمیه په السياسة الشرعية کې وايي: «هیڅ ټولنه به په ظلم سره دوامداره پاتې نه شي، که څه هم مسلمانه وي او هیڅ ټولنه به په عدالت سره لمنځه لاړه نه شي، که څه هم کافره وي .»
دا څېړنه هڅه کوي چې په علمي میکانیزم سره د صالح او فاسد حکومت معیارونه تحلیل کړي او د ټولنې په اصلاح یا فساد کې د واکمنو رول وارزوي.
په اسلامي فکر کې د صالح حکومت معیارونه
هغه حکومت چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې حرکت وکړي، د ټولنې د اصلاح لامل به شي. د صالح حکومت ځینې اصلي معیارونه عبارت دي له:
۱. د عدالت ټینګښت او د ظلم رفع کول؛
عدالت د صالح حکومت یو اساسي شاخص دی. عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله د هغو واکمنو بېلګه ده چې د عدالت، اقتصادي اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په اجرا کولو یې د سالمې ټولنې بنسټ کېښود. ابن جوزی په سیر أعلام النبلاء کې د هغه په اړه لیکي: «عمر بن عبدالعزیز داسې عدالت ټینګ کړ، چې د هغه په دوره کې هیڅ اړمن نه پیدا کېده.»
۲. د خلکو د حقونو رعایتول او عمومي مشارکت؛
هغه حکومتونه چې د ظلم پر اساس عمل کوي، ژر یا وروسته له پاشلتیا سره مخ کېږي. امام ماوردی په الأحکام السلطانیة کې ټینګار کو چې له خلکو سره مشوره او د هغوی د حقوقونو رعایتول د بریالي حکومت یو مهم اصل دی.
۳. د علم او پوهې پیاوړتیا
د صالح واکمنو یوه ځانګړنه د علم او ښوونیزو بنسټونو ملاتړ دی. د مأمون عباسي دوره د بې‌ساري علمي پرمختګ شاهده وه، چې له پوهانو د ملاتړ او د بیت الحکمه د رامنځته کولو پایله وه. ابن‌ندیم په الفهرست کې دا دوره «د اسلامي علومو زرین وخت» نومولی دی.
د فاسد حکومت نښې او پایلې یې
د صالح حکومتونو په مقابل کې فاسد حکومتونه واقع دي، چې د ټولنو د تباهۍ لامل کېږي. د فاسد حکومت ځینې نښې عبارت دي له:
۱. ظلم او استبداد؛
ظلم او بې‌عدالتي د حکومتونو د سقوط یو مهم لامل دی. امام ابن‌قیم رحمه‌الله په الطرق الحکمیة کې لیکي: «ظلم د حاکمیت د زوال نښه ده او هغه حکومت به تباه شي چې ظلم دود کړي.»
۲. مالي فساد او د بیت المال غلا کول؛
هغه حکومتونه چې په هغو کې مالي فساد دود کېږي، لمنځه به لاړ شي. امام ابوحنیفه رحمه الله د ځینو واکمنو د مالي فساد پر وړاندې درېدلی او روښانه کړي یې دي چې «هغه حکومت شرعي حکومت نه دی چې بیت المال په شخصي ګټه صادر کړي.»
۳. د دیانت کمزوري کول او شرعي احکامو ته نه پاملرنه
هغه حکومت چې د شریعت د احکامو په اړه پام نه کوي، د اخلاقي او ټولنیز فساد زمینه به برابره کړي.. امام مالک رحمه‌الله په الموطأ کې اخطار ورکړی چې «د سنتو پرېښودل د امت د زوال لومړۍ نښه ده.»
دا څېړنه ښيي چې د ټولنې په اصلاح یا فساد کې د واکمنو رول نه یوازې د هغوی د حکومت پر دوره، بلکې د راتلونکو نسلونو پر برخلیک هم اغېز ښندي. عادل حکومتونه د ټولنې د پرمختګ او ثبات لامل شوي دي، چې د ټولنې د سلامتیا د خوندیتوب لپاره د واکمنو څارنه او دیني اصولو ته پابندي اړینه ده. له دې مخې په اسلامي ټولنو کې د تاریخي بدلونونو د پوهاوي او د اصلاحي کړنلارو د وړاندې کولو لپاره د واکمنو د ونډې مطالعه کول اساسي رول لري.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version