لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه ویشتمه برخه)
د. مناسبت
د مناسبت تعریف او ډولونه:
مناسبت هم د مسالک العلة یا د حکم علت ته د رسېدو یوه لار ګڼل کېږي. ابن حاجب مالکي مناسبت د اوامرو او منع کړل شویو د علتونو د پېژندلو څلورمه طریقه ګڼلې ده. د هغه په اند، مناسبت او اخاله، چې کله ناکله د تخریج مناط په نامه هم یادېږي، د مسالک العلة له جملې څخه دي.
همدارنګه، نورو دا مسلک د استدلال، مصلحت، اخاله، ملائمه، تخریج مناط او ورته نورو نومونو تعبیر کړی دی. البته، د دې اصطلاحاتو هر یو د یو واحد مفهوم اړخ ته اشاره کوي. د بېلګې په توګه: استدلال د مناسبو صفتونو کارولو کیفیت ته اشاره کوي، مصلحت د تناسب اصل ته، او اخاله په مجتهد باندې د دې طریقې اغېزې ته اشاره کوي؛ ځکه چې له علت سره د حکم تناسب مجتهد د فکر کولو اړ باسي.
مناسبت په لغت کې:
مناسبت د همغږۍ، مطابقت، او موافقت په معنی دی.
په اصولي اصطلاح کې:
د مناسبت مختلف تعریفونه شتون لري. له هغې جملې څخه یو تعریف دا دی:
«مناسبت یعنې د عقل له نظره له حکم سره د موافقت وصف دی.»
ابو یزید دبوسي ویلي دي:
«که چېرې یو وصف عقل ته وړاندې شي او عقل د هغه همغږي له حکم سره تأیید کړي، دا وصف مناسب بلل کېږي.»
که کومه ستونزه پېښه شي، او مناسبت د حکم د علت د کشف معیار وټاکل شي، نو هر عقلمند کس کولی شي ادعا وکړي چې: زما عقل پلانکی ځانګړی وصف له پلانکي حکم سره همغږی ګڼي. دا موضوع د مناسبت په مفهوم کې د ابهام او پېچلتیا لامل ګرځي. اصولیانو ځواب ورکړی چې له عقل څخه موخه اجماعي عقل یا همغه عقل بما هو عقل دی، یعنې له نفسي خواهشاتو څخه پاک عقل.
بل تعریف:
په بل تعریف کې مناسبت د خلکو د ګټو سره همغږی وصف دی.
هغه کسان چې په الهي احکامو کې د مصلحتونو او مفاسدو د علت منکر دي، وایي:
«مناسب وصف هغه دی چې د عقلمندو خلکو له کړنو سره په خپلو عادتونو کې سمون او مطابقت ولري.»
هغه اصولیان چې د شارع اعمال او کړنې د علت منونکې ګڼي، د مناسبت په تعریف کې د افعالو، عقلمندو او د خلکو د ګټو پر ځای د شارع موخه په پام کې نیولې ده. دوی وایي:
«مناسب وصف یو مشخص او ځانګړی وصف دی چې حکم پرې ولاړ دی او د حکم له وضع کولو څخه د شارع موخه څرګندېږي.»
زرکشي زیاتوي:
«مناسبت په اصطلاح کې د شارع له موخې سره همغږی او موافق وصف دی چې حکم پرې ولاړ دی. په داسې حال کې چې د علت یوازینی څرګندېدل په اصل کې موندل کېږي او هېڅ نص او اجماع پرې دلالت نه کوي.»
د بېلګې په توګه:
که وویل شي چې د شرابو د حراموالي لامل د هغه نشه کوونکی حالت دی، او په نکاح کې د ولایت لامل د نجلۍ صغیرتوب دی؛ نو دلته مناسبت او موافقت د حکم او وصف ترمنځ توافق دی، چې د هغوی په واسطه د شرعي حکم مصلحت، چې د شارع موخه ده، رامنځته کېږي. دا مصلحت د ګټو راجلبول او د فساد له منځه وړل دي.
د شرابو په حراموالي کې، سکر او مستي مناسب وصف دی؛ ځکه چې دا د عقل او فکر د ضایع کېدو لامل کېږي. په دې توګه، اړینه ده چې د عقل او فکر د ساتلو لپاره د شرابو څښل منع شي.
توپیرونه:
هغه توپیر چې په پورتنیو دریو تعریفونو کې شتون لري، د اصولو په علم کې د دیني فکر سره د دې لارې موافقت دی. له همدې امله:
لومړی: هغه کسان چې د ځینو ګټو او زیانونو په پوهېدلو کې د عقل او پوهې په رول باور لري، له عقلي اړخه له حکم سره د وصف مطابقت او موافقت هم په پام کې نیسي.
دوهم: هغه کسان چې عقل د احکامو په پوهېدو او پېژندلو کې ناتوانه ګڼي، مګر د حقیقي مصلحتونو او مفاسدو له مخې د الهي احکامو په پام کې نیولو سره، د شارع د موخې سره سم له حکم سره د وصف مطابقت په پام کې نیسي. په دې معنی چې د شارع هدف له یوه ځانګړي متن یا د شواهدو او شرعي نصوصو له مجموعې څخه ترلاسه کېدلی شي.
درېیم: هغه کسان چې له ګټو او فسادونو سره د الهي افعالو په مطابقت باور نه لري، مګر په فقه کې یې په قیاس او استصحاب لاس پوری کړی، د وصف مطابقت د خلکو د ګټو او مصلحتونو د خوندي کولو پر بنسټ په پام کې نیسي.
په پایله کې، په تعریفونو کې توپیر سطحي او لفظي دی او په عمل کې هېڅ ډول اغېزه نه لري.
د درې ګونو اعتباراتو له مخې، مناسبت بېلابېل ډولونه لري:
-
د شارع د حصول په اعتبار:
مناسبت په دې اعتبار دوه ډوله دی: یقیني او ظني.
-
د یقیني مناسب وصف:
هغه وصف دی چې شارع په واضح ډول هغه د حکم د وضع کولو د علت په توګه بیان کړی وي. موږ د يو شمېر دلایلو، له حکم سره د وصف د همغږۍ او د شارع له نظره په علیت کې د هغه د بشپړتیا له لارې ډاډ ترلاسه کوو.
-
د ظني مناسب وصف:
هغه وصف دی چې د مجتهد د ګمان له مخې، له حکم سره همغږی او موافق ګڼل کېږي، نه د شارع له نظره.
-
د همغږۍ یا موافقت د ډول په اعتبار:
مناسبت په دې اعتبار په حقیقي او اقناعي وېشل شوی دی:
-
حقیقي مناسب وصف:
هغه وصف دی چې د شریعت له حکم سره یې مطابقت د مقاولې او د منلو وړ بحث له لارې ثابتېږي. حقیقي مناسب وصف یا دنیوي حقیقي دی، یا اخروي، یا د شریعت له اصلي اهدافو سره تړاو لري، او یا د شریعت له ثانوي او تکمیلي اهدافو سره.
-
اقناعي مناسب وصف:
هغه وصف دی چې په لومړي سر کې له حکم سره مطابقت لري، مګر له یو څه فکر او څېړنې وروسته، د دې مطابقت نشتوالی ثابتیږي.
-
د شریعت د تأیید له مخې:
مناسبت په درې ډوله دی: معتبر مناسبت، ملغا مناسبت، او مرسل مناسبت.
-
معتبر مناسبت:
هغه وصف دی چې له حکم سره یې مطابقت په شرعي دلایلو ثابت وي. که دا مطابقت په یقیني توګه د شرعي دلایلو له لارې ترلاسه شي، اصولیان یې معتبر مناسب ګڼي. که دا مطابقت په ظني توګه له شواهدو څخه ترلاسه شي، د علماوو په منځ کې یې په نومولو کې اختلاف شته.
-
مرسل مناسبت:
هغه وصف دی چې شارع د هغه د اعتبار یا نه اعتبار په اړه چوپتیا غوره کړې وي؛ له همدې امله، په دې اړوند عقل او دود ته مراجعه کېږي.
-
ملغا مناسبت:
هغه وصف دی چې د سپېڅلې شارع له لوري له اعتبار څخه غورځول شوی وي.