لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
د ډاروین نظریه (دریمه برخه)
روحاني او الهي اړخ (د روح دم):
«إِنِّي خَالِق بَشَرًا مِن طِينٍ * فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُوحِي». «فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ»؛ «نو کله چې مې هغه سینګار کړ او خپل روح مې په هغه کې دم کړ (د هغه د احترام او درناوي لپاره)، هغه ته سجده وکړئ.»
په قرآني آیتونو کې د غور او فکر کولو سره پوهیږو چې انسان یوازې مادي او ځمکني وجود نه دی، بلکې معنوي او الهي اړخ هم لري. په اصل کې، د انسان انسانیت او اصالت د هغه د روحاني او معنوي اړخ پورې اړه لري. نو انسان دوه اړخونه لري: ځمکنۍ او مادي اړخ (جسم) چې د بدن په نوم یادیږي، او الهي، رباني او معنوي (غیر محسوس وجود) چې په روح تعبیر شوې ده.
نو په آسانۍ او روښانه توګه پوهېدل کېږي چې د انسان پیدایش په خپلواکه توګه رامنځته شوی او انسان یو خپلواک موجود دی، نه دا چې د نورو موجوداتو له تکامل څخه منځ ته راغلی وي. دا چې اوسني انسانان د ابوالبشر حضرت آدم علیه السلام له نسل څخه دي، د قرآن کریم آیتونه هم په واضح ډول په دې باندې دلالت کوي. انسان په لومړي ځل په خپلواکه توګه پیدا شو، او د تکامل فرضیه، یعنې دا عقیده چې انسان له بل ډول څخه پیدا شوی، د قرآن له نظره د منلو وړ نه دی.
لومړی ټکی:
اما دا هر پړاو څومره وخت نیولی؟ آیا دا مرحلې په چټکۍ سره پرمخ تللي؟ یا ورو ورو؟ او دا انتقالي حالتونه د کوم لاملونو له مخې رامنځته شوي؟ رباني نفخه یا روح څه شی ده؟ دا ټول د انسان د علم څخه بهر دي او یوازې خدای پوهیږي او بس.
دویم ټکی:
بې شکه هغه څه چې په قرآن کریم کې ذکر شوي زموږ لپاره کافي دي او دا زموږ د روحي، معنوي او فکري سکون معیار دی. موږ ته په دې کې ډوبېدو هیڅ اړتیا نشته. موږ د هغه د اصلي موخې، ازموینې او مقصود په لټه کې یو لکه څنګه چې قرآن بیانوي. په «في ظلال» تفسیر کې راغلي دي: “موږ نه پوهیږو چې خدای څنګه وفرمایل یا څنګه فرښتو ته فرمایي. همدارنګه موږ په دې هم نه پوهیږو چې فرښتو د خدای تعالی حکم څرنګه واخیست او نه پوهیږو چې د هغوی اصليت او حقیقت څه دی. مګر هغه اندازه چې د دوی صفات د خدای په کتاب کې زموږ لپاره ذکر شوي وي او موږ ته رسېدلي وي. پرته له هغه موږ اړتیا هم نلرو چې په هغه کې ډوب شو؛ ځکه چې په دې شیانو کې د ډوبېدو هیڅ ګټه نشته. بلکه موږ د هغه د کیسې او مقصود په لټه کې یو په هغه طریقه چې قرآن یې موږ ته ټاکي او بیانوي.”
۲. قرآن کریم دا په ډاګه کوي چې د آدم اصل په خپلواکه توګه د خاورې څخه اخیستل شوی (د خاورې څخه پیدا شوی)؛ او د قرآن له نظره د انسان پیدایش له خاوري څخه پیل شوی. قرآن د حضرت آدم علیه السلام لپاره د پلار او مور دعوه نه کوي او نه هم آدم له نورو مخلوقاتو څخه تکامل ګرځېدلی ګڼي. په «بدأ خلق الانسان من طین» آیت کې د انسان د پیدایښت پیل له طین څخه بولي، نه له بلې لارې. «إن مثل عيسى عند الله كمثل آدم خلقه من تراب ثم قال له كن فيكون»؛ “بدأ” لاس په کار شو: پیل کړ، اقدام یې وکړ. «بدأ العمل»: په کار اخته شو، او…
قرآن انسان یو خپلواک ډول بللی دی. «مثل عيسى…الخ» مقصود دا دی چې که د عیسی علیه السلام خلقت پرته له پلار څخه تاسو ته ناشونی معلومیږي، پوه شئ چې د حضرت آدم علیه السلام خلقت پرته له پلار او مور څخه ترسره شوی دی.
په دې آیت کې د انسان د پیدایښت اصل ذکر شوی دی. لکه څنګه چې د حجر سورت په ۲۸ آیت کې د بشر لفظ ذکر شوی دی: «وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّن حَمَإٍ مَسْنُونٍ»؛ «(اې پیغمبره) هغه وخت بیان کړه چې ستا رب فرښتو ته وویل: زه به خامخا د بویناکي خټي له وچ کودړي څخه یو بشر پیدا کوم.»
په دې آیت کې د مادي پرستو او د ډاروین مکتب د بې ځایه او انحرافي نظریې رد شوي دي. “بشرا” مراد حضرت آدم علیه السلام دی.
د انسان پیدایش یو خپلواک او جلا پیدایښت دی؛ او د هغه په پیدایښت کې یو ځانګړی او مهم کار ترسره شوی دی، او هغه د ده په مادي بدن کې د الهي روح حلول دي چې هغه له نورو مخلوقاتو څخه جلا کوي، چې قرآن په ټولو هغه آیتونو کې په همدې ټکي باندې ټینګار کوي. او دا د انسان د پیدایښت په اړه د قرآني آیتونو ټولګه ده.
۵. هغه مرحلې، پړاوونه او پرمختګونه چې قرآن یې د (انسان د پیدایښت په اړه) بیانوي، هغه مرحلې دي چې خاورې تر سر تېر کړي او د الهي قدرت په واسطه انسان منځ ته راغلی. اوس دا ګامونه څومره وخت نیولي؟ په دې اړه هیڅ وضاحت نشته او د قرآن کریم د آیتونو ظاهره د داروین د تکامل (ترانسفورمیسم) خلاف دي (په ځانګړې توګه د انسانانو په اړه). په قرآن کریم کې راغلي پړاوونه د دې نظریې سره هیڅ همغږي نه لري. د حضرت آدم علیه السلام د خلقت له خاورې او د انسانانو د پیدایښت له نطفې، جنین څخه تر زیږون پورې بېلابېل پړاوونه درلودلي دي. همدارنګه، لکه څنګه چې انسان مختلف حالتونه لري لکه ماشومتوب، ځواني، بوډاتوب او داسې نور، د انسان بدن هم د مختلفو شکلونو سره بدلیږي.
۶. تر ټولو مهم دلیل چې د انسان د خپلواک خلقت سره مطابقت لري، هغه آیاتونه دي چې په دې اړه بحث شوي. خدای تعالی د حجر سورت په ۲۶ آیت کې فرمایي: «وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ»؛ «موږ انسان د وچې خټې څخه جوړ کړ چې تور رنګ او بد بوی لري.»
دغه تعبیر د حجر سورت په ۲۸ آیت کې د «بشر» په هکله هم راغلی دی: «وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَراً مِّن صَلْصَالٍ مِّن حَمَإٍ مَسْنُونٍ»؛ «(ای پیغمبره) هغه وخت بیان کړه کله چې ستا رب فرښتو ته وویل: بې له شکه چې زه انسان له وچې خټې څخه پیدا کوم چې د بد بوی لرونکې خټې څخه اخیستل شوي.»
او د ملائکو د سجدې له ذکر څخه وروسته د حضرت آدم علیه السلام (د احترام سجدې، رکوع، تواضع او عاجزي) ذکر شوي دي. د حجر مبارک سورت له ۲۹ څخه تر ۳۳ آیتونو ته پام وکړئ:
«فَإِذا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِنْ رُوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ»؛ «نو هغه مو سینګار کړ او په هغه کې مې له خپل روح ساه ورکړه (او د احترام لپاره) او هغه ته مو د سجدې امر وکړ (نه د عبادت لپاره).»
«فَسَجَدَ الْمَلائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ»؛ “ټولو پرښتو هم هغه ته سجده وکړه.”
«إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى أَنْ يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ»؛ “پرته له ابلیس څخه چې انکار یې وکړ او ځان یې له سجده کوونکو څخه لوی وګڼه.”
«قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلاَّ تَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ»؛ «(خدای تعالی) هغه ته وویل اې ابلیسه! ولې له سجده کوونکو سره سجده ونه کړه؟» (استفهام ملامتیا او توبیخ دی.)
«قَالَ لَمْ أَكُنْ لِأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ»؛ «هغه وویل: ما ته دا مناسبه نه ده چې د یو انسان لپاره سجده وکړم، چې هغه تا له وچې او بدبویه خټې څخه پیدا کړی وي.»
د دې آیتونو ظاهر وايي چې حضرت آدم علیه السلام په لومړي ځل له تورې خټې څخه پیدا شوی او وروسته له هغه، خدای تعالی روح په هغه کې دم کړ.
ادامه لري…