غربیان د ازادۍ په نوم په دې بریالي شوي چې ښځې د کورنۍ له امن او خوښې ډک چاپېریال څخه وباسي، د کار بازار ته یې راولي، او د ژوند ټولې چارې او کړاوونه د همدې ازادۍ تر شعار لاندې پر هغوی ور واچوي.
په لویدیځه نړۍ کې موږ ګورو چې ښځه نارینه ته د سوداګریزو او شهوتي اجناسو په توګه وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې په خپله هېڅ ارزښت او شخصیت نه لري. په لویدیځ کې له صابون او حمام ډبرو نیولې، د ماشومانو د لوبو تر وسایلو پورې، دا ټول په رسنیو کې د لوڅو ښځو له خوا وړاندې کېږي او یا هم د دغو وسایلو پر مخ د لوڅو ښځو انځورونه چاپېږي او بازار ته وړاندې کېږي.
په غربي ټولنه کې چې د نارینهوو لپاره د ښکلا معیار په پاکو او ښکلو جامو کې ټاکل کېږي، ښځه د ازادۍ د شعار په نوم اړ کېږي چې بربنډه او بې حجابه د سړي په کین او ښي خوا کې ودرېږي.
هغې ته نه خپل مور او پلار پېژندل پاتې شوي، نه وروڼه او خویندې، او نه یې د کورنۍ مینه ناک چاپېریال لیدلی. نه د مورتوب خوند څکلی شي او نه د مېرمنې په حیثیت او مقام پوهېږي. یوازې د ځوانۍ څو ورځې – البته که په هغې کې د ښکلا څه اثر پاتې وي – د سخت کار او خولې تویولو سره د لویدیځې مستې ټولنې د وږو سترګو او بې کنټروله شهوت ښکار ګرځي. له هغې وروسته، د کثافاتو په څېر د هېرېدلو کندې ته غورځول کېږي.
په غربي ټولنه کې د ښځې د غوره والي یوازینی معیار په ښکلا او ځوانۍ کې دی. کله چې ښځه زړښت ته ورسېږي، له کور څخه هغو مرکزونو ته وړل کېږي، چې یوازې د زړو کسانو لپاره جوړ شوي دي؛ داسې ځایونه چې هیڅوک د دوی لیدو ته نه ورځي او د هغوی په اړه هېڅ پوښتنه نه کوي. کله کله د بوډاتوب حقوق هم ترې اخیستل کېږي، او دومره څه ورکول کېږي چې یوازې ژوندۍ پاتې شي. په داسې ځایونو کې نه کوم خپلوان شته، نه اړیکې، او نه مهربانه سرپرستان او ساتونکي.