Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»ډیموکراسي»اسلام او ډیموکراسي (شپږ دېرشمه برخه)
ډیموکراسي دوشنبه _30 _دسمبر _2024AH 30-12-2024AD

اسلام او ډیموکراسي (شپږ دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (شپږ دېرشمه برخه)

 

د اسلام سیاسي نظام موخې
د اسلام سیاسي نظام موخو ته په دوام، چې ځینې یې په تېر بحث کې بیان شوې، اوس به د ځینو نورو موخو په اړه خبرې وکړو:
۷. د مسلمانانو هوساینه او د هغوی د عمومي اړتیاوو پوره کول
د ریښتینې نېکمرغۍ او سوکالۍ ترلاسه کولو لپاره، د خلکو د عمومي هوساینې تأمین او مادي اړتیاوو ته ځواب ویل، چې د نورو ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو وسیله هم ده، د اسلام او دیني نظام د تلپاتې پاملرنې وړ ده.
دې موضوع ته پاملرنه د اسلام د اقتصادي احکامو او هغو لارښوونو له لارې درک کولای شو چې د شتمنیو او اسانتیاوو د عادلانه ویش او د خلکو د کړاوونو د له منځه وړلو لپاره وضع شوي دي. د زکات، صدقات، ډالۍ، قرض الحسنه او انفاق احکام د اسلامي قوانینو ښکاره بېلګې دي.
اسلامي دولت باید خپلې واکمنۍ لاندې سیمه په یوه نمونه سیمه بدله کړي او د یو رښتیني او صالح تمدن بنسټ کښېږدي، ترڅو د هر اړخیزې سوکالۍ او عمومي هوساینې زمینه برابره کړي او خلک له روحي او جسمي روغتیا برخمن شي. د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لکه کار، کور، روغتیایي خدماتو برابرول، د ځوانانو لپاره د زده کړو او ودونو اسانتیاوې برابرول او د ټولنې اقتصادي وده، د اسلامي دولت له مهمو دندو څخه دي.
۸. ټولیزه ښوونه او روزنه او کلتوري پراختیا
لکه څنګه چې په تېرو بحثونو کې وویل شول، د اسلامي حکومت یو اساسي هدف د ټولنې د پرمختګ تضمین دی. د دې هدف د تحقق لپاره ښوونه او روزنه یوه اساسي وسیله ده. دا روزنه په دوو برخو کې ترسره کېږي:
  • د رسنیو له لارې؛
  • د تعلیمي او تحصیلي دورو او پروګرامونو جوړول او تطبیق.
کله چې رسول الله ﷺ یمن ته معاذ بن جبل رضي الله عنه ولېږه، داسې یې ورته وفرمایل:
“ای معاذه! د دې سیمې خلکو ته د خدای جل جلاله کتاب ور زده کړه؛ هغوی ته په ښو اخلاقو روزنه ورکړه؛ د اسلام لوی او واړه مسایل ورته روښانه کړه؛ خلکو ته د آخرت یادونه وکړه او د اسلام تعلیمات خپاره کړه.”
له همدې امله، رسول الله ﷺ د اسلامي حکومت پر دې مکلفیت ټینګار کوي چې خلکو ته د اسلام احکام او لارښوونې ورزده کړي. همدارنګه اسلامي واکمن پر دې مکلف کوي چې یو ښوونیز سیسټم جوړ کړي ترڅو د هېواد په ټولو سیمو کې خلک د زده کړې حق ولري.
۹. آزادي
آزادي باید د حکومت جوړولو په برخه کې د اسلام د بنسټیزو اهدافو په توګه یاده شي. د اسلامي حکومت قایمول د طاغوتانو او ظالمو حاکمانو له زنځیرونو څخه د خلکو د ژغورنې تضمین کوي.
الف. د اختناق مفهوم
اختناق په لغت کې د ساه بندۍ او ځندي کېدو معنا لري. په اصطلاح کې، په سیاسي علومو کې هغه حالت ته ویل کېږي چې په هغه کې خلک د نظر څرګندولو او خپلواکو پرېکړو کولو توان نه لري او د واکمنانو اطاعت ته اړ وي.
ب. د اختناق ډولونه
اختناق په دوه ډوله څرګندېږي:
  1. په هغو ټولنو کې چې د مطلق العنان او استبدادي نظامونو تر حاکمیت لاندې وي. په دې ډول ټولنو کې خلک د امنیتي او استخباراتي ځواکونو د پراخې کارونې له امله له خپلو اساسي او طبیعي حقونو بې برخې وي. د دې ډول ټولنو خلک د خپلو حقونو لپاره د هر ډول مخالفت په صورت کې له سختو غبرګونونو سره مخ کېږي.
  2. په دې ډول ټولنو کې انسانان له غلامانو پرته بل څه نه دي چې د خپل برخلیک واک نه لري.
د اختناق دوهم ډول
په اوسني عصر کې د رسنیزې ارتباطي ټیکنالوژۍ له پراختیا وروسته، د اختناق یو بل ډول رامینځته شوی، چې لا هم د سیاسي علومو په قاموس کې ځای نه لري. دا هغه حالت دی چې خلک د لومړنیو ټولنو په څېر د خپل ځان په اړه د تصمیم نیولو توان نه لري او پرته له هغه څه چې واکمن غواړي، حتی فکر او تصور یې هم نشي کولی، خو دوی له داسې محدودیت څخه ناخبره پاتې دي.
په داسې ټولنو کې، د خلکو ذوق او فکر د واکمنانو د لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونو تابع وي. په دې ډول ټولنو کې واکمنان د ارواپوهنې له بېلابېلو لارو چارو او د خپلو اعلاناتو له لارې د مستقیمې او غیرمستقیمې ښوونې او روزنې په وسیله د خلکو په غیر شعوري ذهنیت اغېز کوي او هغوی د ناپوهۍ او ذهني غلامۍ پر لوري بیايي. دا ډول اختناق د لومړي ډول په پرتله ډېر خطرناک او پراخ دی.
اسلام له هر هغه اختناق سره مخالف دی چې د فرد د واقعي ارزښت او ازادۍ د له منځه وړلو سبب ګرځي. خو هغه څه چې نن په غربي ټولنو کې د انسانانو د آزادۍ تر نامه لاندې خپرېږي، یوازې لوی درواغ دي.
۱۰. انساني کرامت
د اسلام سپېڅلی دین انسان اشرف المخلوقات ګڼي. لکه څنګه چې خدای پاک په قرآن کریم کې فرمایي:
«وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا»
[الإسراء: ۷۰]
(موږ بني آدم ته کرامت ورکړ، هغوی مو په ځمکه او سمندر کې ځواکمن کړل، له پاکیو څخه مو برخمن کړل او پر ډېرو مخلوقاتو مو فضیلت ورکړ.)
په بل آیت کې فرمایي:
«وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ»
[لقمان: ۲۰]
(موږ هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي ستاسو په واک کې در کړي.)
کله چې انسان د کرامت څښتن وي، نو له خدای سره د تړاو او د هغه د بندګۍ ویاړ لري. که خپل کرامت او عزت له پامه وغورځوي، له خدای پرته د بل چا په بندګۍ او غلامۍ اخته کېږي؛ لکه څنګه چې فرعون په لومړي سر کې خپل قوم ته سپکاوی وکړ او د هغوی کرامت یې تر پښو لاندې کړ. په پایله کې یې هغوی تر خپل ظلم او غلامۍ لاندې راوستل. قرآن کریم فرمایي:
«فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ»
[الزخرف: ۵۴]
(فرعون خپل قوم سپک وګاڼه، نو هغوی د هغه اطاعت وکړ. هغوی بدمرغه خلک وو.)
د انسان د کرامت یوه بېلګه د هغه ازادي ده چې د دیني تعلیماتو له مخې ورته ډېره پاملرنه شوې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې لپاره رالېږل شوی و چې انسانان آزاد کړي، له خدای پرته د نورو بندګۍ څخه یې وژغوري او د خدای د هدایت په برکت یې برخمن کړي. لکه څنګه چې قرآن فرمایي:
«وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ»
[الأعراف: ۱۵۷]
(او د هغوی درانه بارونه او هغه زنځیرونه لرې کوي چې پر هغوی وو.)
اسلام د انسان پر کرامت ټینګار کوي او د هغه ازادي یې یوازې د خدای لپاره اړونده ګڼلې ده.
د ښځو کرامت
د ښځو د کرامت موضوع د بشریت له بنسټیزو ستونزو څخه ده. له ډېرو پیړیو راهیسې د ښځو د حقوقو د تر پښو لاندې کېدو کیسې شتون لري. د مختلفو مکتبونو او تمدنونو په منځ کې، اسلام د دې تاریخي درد لپاره غوره او پراخه حللار وړاندې کړې ده.
په لویدیځ تمدن کې، د ښځو د حقوقو د ملاتړ په نامه، له هغوی څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې. ښځې د نارینه‌وو د خوند اخیستلو او اقتصادي ګټې وسیله ګرځول شوې دي. د کورنۍ نظام کمزوری شوی او ښځې د کارخانو لپاره ارزانه کارکوونکې بلل شوې دي.
په داسې وخت کې چې ښځې د دویمې درجې انسانانو په توګه ګڼل کېدې، اسلام هغوی وژغورلې او د هغوی له ورک شویو حقونو سره یې مرسته وکړه. اسلام د بندګۍ او کمال په برخه کې نارینه او ښځې سره برابر ګڼلي دي. لکه څنګه چې قرآن فرمایي:
«مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً»
[النحل: ۹۷]
(څوک چې نېک عمل وکړي، که نارینه وي یا ښځه، او مؤمن وي، ښه او پاک ژوند به ورکړو.)
د ښځو مظلومیت د اسلام په سیوري کې پای ته رسېږي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم روایتونه د ښځو د عزت او کرامت د ملاتړ ښکاره شواهد دي.
سره له دې چې په ټولنه کې د اسلام د دښمنانو تبلیغات او هغه شبهات، چې د متعصبو او منحرفو خلکو لخوا په لاره اچول شوي، ډېر دي، ښځه په اسلامي ټولنه کې ځانګړی ځای او مقام لري، چې که له نارینه‌وو څخه لوړ نه وي، ټیټ هم نه دی. اسلام د جنس په نظر کې نیولو پرته، نارینه او ښځینه د انسان په توګه د پیغمبرانو علیهم السلام د دعوت هدف ګرځولي او د هغوی وده او نېکمرغي غواړي.
اسلام د انسان د تکامل پلوی دی؛ د اسلام لپاره د نر او ښځې جنس مطرح نه دی. په یو ځای کې د نارینه په اړه خبرې کوي او په بل ځای کې د ښځې په اړه. په یو ځای کې نارینه لمانځل کېږي او په بل ځای کې ښځه؛ ځکه چې دا دواړه د بشر د وجود برخې دي.
ادامه لري…
Previous Articleشیطان‌پرستي (یوویشتمه برخه)
Next Article په اسلام کې د ښځې مقام (پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.