Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شلمه برخه)
اسلام سه شنبه _24 _دسمبر _2024AH 24-12-2024AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شلمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شلمه برخه)

ج: ایماء او تنبیه
د مسالک العله درېیم ډول ایماء او تنبیه دي، چې په لاندې کې به یې لومړی تعریف کړو.
ایماء، د “ماء” له کلمې څخه اخیستل شوی، چې معنی یې د لاس او سر په وسیله اشاره کول دي.
د اصولیانو په اصطلاح کې، ایماء او تنبیه د اصولو په علم کې معمولا په ورته معنی کې کارول کېږي او هغه دلالت ته اشاره کوي، چې د الفاظو او کلمو له مفهوم او معنی څخه ترلاسه کېږي. ایماء او تنبیه د عرفي پوهې پر بنسټ هغه عقلي یا دودیزه غوښتنه ده، چې د متکلم یا ویناوال د پام وړ وي؛ په داسې حال کې چې د کلام مدلول ثابت نه وي، یعنې د هغه د کلام الفاظ د مطلوبې معنی لپاره نه وي ټاکل شوي.
د ایماء د مفهوم په پوهېدو سره، د صریح او ظاهر نص او ایماء ترمنځ توپیر هم څرګندېږي. په دې وضاحت سره چې په صریح نص کې لفظ یوازې د علت لپاره وضع شوی او بل احتمال نه لري؛ ظاهر نص هغه دی چې لفظ د تعلیل لپاره وضع شوی وي، خو بل احتمال هم ولري. ایماء او اشاره په دې مفهوم ده، چې لفظ د تعلیل لپاره وضع شوی نه وي، مګر تعلیل د کلام له ماهیت او نورو قراینو څخه پېژندل کېږي.
د ایماء ډولونه
ایماء په اتو ډولونو وېشل شوې، چې په لاندې ډول دي:
لومړی ډول: د “فا” توري په واسطه په وصف باندې د حکم جاري کول دي. دا ډول څلور حالتونه لري:
  1. لومړی حالت: د شارع په کلام کې پر وصف باندې د “فا” توري داخلېدل دي.
    د بېلګې په توګه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه محرم کس په اړه، چې له خپل اوښ څخه د رالوېدلو په پایله کې مړ شوی و، وفرمایل: «لا تقربوه طیبا، فإنه یبعث یوم القیامة ملبیا»؛ (په هغه خوشبویي مه استعمالوئ، ځکه چې د قیامت په ورځ به د تلبیې ویلو په حالت کې راپورته شي.) په دې حدیث کې د “فا” توری پر وصف باندې داخل شوی، چې عبارت دی له: «فإنه یبعث یوم القیامة ملبیا.»
  2. دوهم حالت: د شارع د کلام په واسطه په حکم کې د “فا” توري زیاتېدل دي.
    د بېلګې په توګه: په دې آیت کې: «والسارق والسارقة فاقطعوا أیدیهما»؛ د “فا” توری د «فاقطعوا أیدیهما» په شرعي حکم کې شامل او دننه شوی، چې د هغوی د لاسونو پرې کول دي.
درېیم حالت:
په حکم پورې اړوند د روایت کوونکي په کلام کې د “فا” توري نښلول او داخلول دي. د بېلګې په توګه: له عمران بن حصین رضی الله عنه څخه روایت دی: «إن النبی صلی الله علیه وسلم صلی بهم فسها، فسجد سجدتین، ثم تشهد ثم سلم»؛ په دې حدیث کې د “فا” توری د «فسجد» په حکم کې داخل شوی، چې د روایت کوونکي له کلام څخه دې.
څلورم حالت:
د روایت کوونکي په کلام کې پر وصف باندې د “فا” توري داخلېدل دي.
دوهم ډول:
د محکوم علیه کس د حالت مطابق د شارع حکم دی. د بېلګې په توګه: له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې: «یو کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: ما خپل ځان تباه کړ.» رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «څه دې وکړل؟» هغه وویل: «ما د روژې په میاشت کې له خپلې مېرمنې سره جماع وکړه.» رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ایا ته مریی یا غلام لرې چې آزاد یې کړې؟» ويې ویل: «نه.» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ایا ته د دوو میاشتو د روژې نیولو توان لرې؟» هغه کس وویل: «نه.» رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ایا د شپیتو مسکینانو د ډوډۍ ورکولو توان لرې؟» ويې ویل: «نه.» رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ته کښېنه.» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خرما یوه لویه کڅوړه راوړل شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «دا صدقه کړه.» دې سړي وویل: «ای د خدای رسوله! په دې ډبرینه ځمکه کې زموږ له کور څخه بل بېوزله کور نشته.» رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره وخندل چې غاښونه یې ښکاره شول او هغه کس ته یې وویل: «دا خرما له خپلې کورنۍ سره وخوره.»
له دې پېښې څخه څرګندېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب د محکوم علیه د حالت له مخې و.
درېیم ډول:
له وصف سره د شارع لخوا د حکم یادول او په علت باندې د حکم ټاکل، ترڅو په هغه باندې ګټه مرتب شي؛ ځکه چې د شارع خبرې عبث او بې ګټې نه دي. دا ډول هم دوه حالتونه لري:
لومړی حالت:
د هغو مسلو په تعقیب د حکم صادرول، چې په اړه یې له پوښتنې کوونکو څخه معلومات ترلاسه شي چې شتون یې څرګند دی؛ لکه څنګه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د تازه خرماوو سره د وچو خرماوو د خرڅولو په اړه پوښتنه وشوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ایا کله چې تازه خرما وچه شي، وزن یې کمیږي؟» له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی له دې کاره منع کړل.
په دې حالت کې، حکم په داسې علت ولاړ دی چې د هرچا لپاره څرګند او معلوم دی. که په دې علت ولاړ نه وای، په دې حالت کې به پوښتنه کول بې ګټې او عبث و.
دوهم حالت:
د نوې موضوع سره د پخوانۍ موضوع د شبهې د وجهې مطابقت او ورته والی دی؛ په دې ډول چې د شبهې وجه د علت په توګه واقع شي. د بېلګې په توګه: یوې ښځې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خپلې مور د حج په اړه پوښتنه وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «د هغې له لوري حج وکړه. که ستا د مور پر غاړه پور وای، ایا تا به ادا کاوه؟» ښځې وویل: «هو.» رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «د هغه حق ادا کړه او الله جل جلاله د دې وړ دی چې حق یې لومړی ادا شي.»
په دې حدیث کې د پور او حج تر منځ د شبهې وجه یوشان ده. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د پور حکم د حج په حکم باندې قیاس کړ او ورته حکم یې وکړ.
ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (پنځه څلوېښتمه برخه)
Next Article راځئ چې کمونیزم وپېژنو (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «څلورمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «درېیمه برخه»

شنبه _24 _مې _2025AH 24-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD1 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور نهمه…

نور یی ولوله
متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD5 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD10 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زی د حج حکمت، فلسفه او اسرار پنځمه برخه په قرآن کریم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.